د قرآن علمي اعجاز

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د قرآن علمي اعجاز یوه نظریه ده چې د تجربي علومو (ساینس) له معلوماتو سره د قران د مطالبو په تطبیقولو سره د قران د معجزه والي د اثبات هڅه کوي. د دې نظریې په اساس قرآن د ساینس په تېره بیا تجربي علومو په برخه کې د ځینو حقایقو خبره کړې چې د قرآن د نازلېدو په زمانه کې نه وو کشف شوې او له دې امله چې په هغه وخت کې د دغه شان علمی حقایقو بیان د انسان له وسه بهر وو، باید قرآن د اسلام د پېغمبر (ص) معجزه او د خدای له خوا یو کتاب وګڼل شي.

د ځمکې وضعي او انتقالي حرکت، له اوبو د ژوند پېدایښت، د ځمکې د جاذبې ځواک او د بوټو او ځناورو زوجوالي او جوړه والي په شان مسایلو ته د قرآن اشاره د قران کریم علمي اعجاز ګڼل کیږی.

محمد بن احمد اسکندرانی، رشید رضا و طنطاوی، لومړي مسلمانان وو چې په دې برخه کې یې کتابونه لیکلي دي. په ایران کې د دې مسالې مخکښان محمدتقی شریعتی، سید محمود طالقانی او مهدی بازرگان وو. ځینې مسلمان عالمان د قرآن له علمي (ساینسي) تفسیر سره مخالف دي او په دې باور دي چې علمي نظریې همېشه د بدلون، او باطلېدو او ختمېدو په حال کې دي او که دغه نظریې غلطې ثابتې شي قرآن هم تر پوښتنې لاندې راځي؛ خو موافقان یې د تجربي علومو په معلوماتو د قرآن د ایتونو تطبیق د قرآن د حقانیت د اثبات لپاره یوه لاره ګڼي.

د نظریې معرفي کول

د قرآن د اعجاز د نظریې په اساس، دې کتاب د علومو په تېره بیا تجربي علومو (ساینس) په زمینه کې داسې حقایق بیان کړي چې د قرآن د نزول په زمانه کې لا نه وو کشف شوې، د ډېرو علمي کتابونو په اپوټه چې د وخت په تېرېدو سره یې نظریې باطلیږي، قرآن داسې علمي مطالب لري چې هیڅکله نه دي نقض شوي. له دې امله چې په هغه زمانه کې د دغه شان حقایقوبیان د انسان له وسه بهر وو، باید د اسلام د پېغمبر (ص) معجزه او د خدای له لوري کتاب وګڼو.[۱]

مخینه

په اسلامي نړۍ کې د قرآن علمي تفسیر اوږده مخینه لري ویل شوي چې په لومړي ځل ابن سینا (۳۷۰-۴۲۸ق) د قرآن له ایتونو سره د ځینو فلسفي نظریو په تطبیقولو سره هڅه وکړه د ځینو ایتونو علمي تفسیر وړاندې کړي؛ فخر رازی (۵۴۴-۶۰۶ق) هم د قرآن عبارت «سَبعَ سَماوات» (اوه اسمانونه)په اوه ګونو ستورو (سیارو) چې د لرغوني یونان د نجوم په علم کې ثابتې شوې وې، تطبیق کړ.[۲] سره له دې د قرآن علمي اعجاز وروستۍ پېړۍ ته ګرځي چې په تجربي علومو کې د نویو کشفیاتو په وجه د قرآن علمي تفسیر ته ډېر پام وشو.[۳]

په دې پړاو کې ډېرو شیعه سني مفسرانو او عالمانو هڅه وکړه د قرآن عملي اعجاز ثابت کړی.[۴] د قرآن د علمي تفسیر او اعجاز په اړه ډېر کتابونه هم ولیکل شول.[۵] محمد بن احمد اسکندرانی، رشید رضا او طَنطاوی له لومړیو کسانو وو چې په دې برخه کې یې ځینې اثار خپاره کړل.[۶] په دې زمینه کې په ایران د دې مسالې لومړي کسان محمدتقی شریعتی، سید محمود طالقانی او مهدی بازرگان وو.[۷]

د قرآن د علمي اعجاز بېلګې

مفسرانو قرآن ته د ډېرو علمي مطالبو نسبت ورکړی او هغه یې د قرآن علمي اعجاز ګڼلی دی؛ منجمله د ځمکې وضعي او انتقالي حرکت، له اوبو د ژوند پېدایښت، د ځمکې د جاذبې ځواک، د بوټو او ځناورو زوجوالی او جوړه والی او په ټاکلو مدارونو کې د کّرو څرخ.[۸]

ځینې ایتونه چې د قرآن د عملي اعجاز په اثبات کې کارول شوي دي دا دي:


  • وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ کلَّ شَیءٍ حَی: « هر ژوندی شی مو له اوبو پېدا کړی دی»(انبیاء سوره ۳۰ ایت)
  • ځینو کسانو له اوبو د ژوند د پېدا کېدو په اړه د تجربي علومو په معلوماتو په استناد سره دا ایت د قرآن له علمي معجزو ګڼلې ده.[۹]
  • وَمِن کلِّ الثَّمَرَ‌اتِ جَعَلَ فِیهَا زَوْجَینِ اثْنَینِ: « او په هرې میوې کې یې له هغې جوړه جوړه وټاکله.(رعد سوره ۳ ایت) د نمونه تفسیر په لیکنه، د ځینو بوټو جوړه والی، پخوا پېژندل شوی و؛ خو یوازې د اتلمسې میلادي پېړۍ په مینځ کې د تجربي علومو ساینسپوهانو کشف کړه چې دا قانون کلي دی او په ټولو بوټو کې موجود دی.[۱۰]
  • ثُمَّ اسْتَوَیٰ إِلَی السَّمَاءِ وَهِی دُخَانٌ: « بیا یې د اسمان د [خلقت] اراده وکړه او هغه یوه لوخړه وه.(فصلت سوره ۱۱ ایت) ځینو مفسرانو ویلي چې دا ایت د نړۍ د پېدایښت لویه چاودنه بیانوي. هغوي په دې باور دي چې هغه لوخړه یا بخار چې په دې ایت کې یې خبره شوې، هماغه د لوخړې لویه اندازه ده چې د پوهانو په اند د لویې چاودنې له امله پېدا شوې وه.[۱۱]
  • وَمَن یُرِ‌دْ أَن یضِلَّهُ یجْعَلْ صَدْرَ‌هُ ضَیقًا حَرَ‌جًا کأَنَّمَا یصَّعَّدُ فِی السَّمَاءِ:‌ « او هر څوک چې وغواړي ګمراه یې کړي، زړه یې سخت تنګوي؛ داسې لکه چې په ډېره سخته په اسمان کې بره خیږي.(انعام سوره ۱۲۵ ایت)

ویل شوي چې نن سبا ثابته شوې چې انسان هر څومره د ځمکې له کرې بره خیږي، ساه اخستل ورته سختیږي؛ تر دې چې د اکسیجن له کمښت او بېهوشۍ سره مخامخ شي او دا د قرآن له عملي معجزو ده.[۱۲]

د قرآن د علمي اعجاز مخالفان

د قرآن د علمي (ساینسي) تفسیر مخالفان وایي چې قرآن د هدایت کتاب دی او باید دا تمه ترې ونه لرو چې علمي نظریې او د فزکس او کمېسټرۍ نظریې بیان کړي. هغوي په دې باور دي چې علمي نظریې همېشه د بدلون،پرمختګ او ختمېدو یا باطلېدو له خطر سره مخ وي او د هغو د ختمېدو په بڼه کې قرآن تر پوښتنې لاندې راځي. د دې په مقابل کې موافقانو استدلال کړی چې د قرآن له ایتونو سره د علمي معلوماتو تطبیقول د هغه د هدایت له کتابوالي سره ټکر نه لري؛ د دې په اپوټه د قرآن د علمي حقایقو ښودل د قرآن حقانیت ثابتوي او د هغه له هدایتولو سره مرسته کوي.[۱۳]

د قرآن د علمي تفسیر د موافقانو ترمینځ هم بیا د نظر اختلاف دی: ځینې په دې باور دي چې ټول علوم په قرآن کې شته دي او هڅه یې کړې د طب، ریاضیاتو، هندسې، جبر او نجوم په شان علوم له قرآنه راوباسي.[۱۴]طنطاوی، محمد عبدالنعیم الجمال، محمد بن احمد اسکندرانی او سید احمدخان هندی له دغه ډې دي. ۱۵]

په دوي کې بیا یوه ډله باوري ده چې لومړۍ ډلې د علمي تفسیر په زمینه کې افراط کړی او د تفسیر د علمي رودو له خیال ساتلو پرته یې د تجربي علومو نظریې په قرآن ورتپلې دي. د دوي په باور قرآن د ټولو علومو خبره نه ده کړې؛ خو د قرآن په ځینو ایتونو کې یو لړ حقایق بیان شوي دي چې د تجربي علومونو پوهانو پېړۍ پېړۍ وروسته هغه کشف کړې دي. دا ایتونه د قرآن د علمي اعجاز ښودنه کوي.[۱۶] سید قطب، رشید رضا، محمدتقی شریعتی، سید محمود طالقانی او مهدی بازرگان له دغو کسانو دي.[۱۷]

علامه طباطبایی، د المیزان په سریزه کې د قرآن علمي تفسیر پر قرآن د تجربي علومو د نظریو تپل ګڼلې او هغه ته یې تطبیق ویلې دي.[۱۸]

کتابونه

د قرآن د علمي تفسیر په برخه کې ډېر کتابونه، مقالې او علمي نشریې خپرې شوې دي.[۱۹] «کشف الأسرار النورانیة القرآنیة»، «البراهین البینات فی بیان حقائق الحیوانات»، او «تبیان الأسرار الربانیة فی النباتات والمعادن والخواص الحیوانیة»، درې کتابونه چې محمد بن احمد اسکندرانی لیکلي، المنار د رشید رضا لیک او جواهر القرآن د طنطاوی لیک، د قرآن لومړي علمي تفسیرونه دي.[۲۰] د محمد تقي شریعتي لیکلی تفسیر نوین هم په دې برخه کې له ښو کتابونو ګڼل شوی چې هڅه یې کړې له افراطه په ډډه کولو سره، د قرآن د اعجاز ځینې بېلګې وښیي.[۲۱] محمدهادی معرفت هم د التمهید په شپږم ټوک کې، په دې موضوع خبرې کړې دي.[۲۲]

په دې زمینه کې ځینې نور کتابونه دا دي:


  • پژوهشی در اعجاز علمی قرآن: محمدعلی رضایی اصفهانی
  • الاعجاز التربوی للقرآن: مصطفی رجب
  • موسوعة الاعجاز العلمی فی القرآن الکریم والسنة المطهرة: یوسف الحاج احمد
  • الموسوعة العلمیة فی اعجاز القرآن الکریم والسنة النبویة: امجد فتحی و هانی بن مرعی القلینی
  • موسوعة الذهبیه فی اعجاز القرآن الکریم والسنة النبویة: احمد مصطفی متولی
  • من الاعجاز العلمی فی القرآن الکریم: حسن ابوالعینین.[۲۳]

«الاعجاز العلمی فی القرآن والسنة» درې میاشتیزه، له علمي خپرونو څخه ده چې تر دېرشو په زیاتو ګڼو کې یې د طب، نجومو، ځمکې پېژندندې، ژواک پېژندنې، ریاضۍ، اقتصاد، تربیت او ټولن پېژندنې په برخو کې د قرآن په علمي اعجاز بحث کړی دی.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • برومند، محمدحسین، «بررسی و نقد توجیه علمی اعجاز قرآن»، مقالات و بررسی‌ها، ش۷۱، ۱۳۸۱ش.
  • پورحسن، قاسم، «نقد و بررسی روش تفسیر علمی قرآن»، پیام جاویدان، ش۶، ۱۳۸۴ش.
  • رضایی، حسن‌رضا، «منبع‌شناسی اعجاز علمی قرآن»، قرآن وعلم، ش۷، ۱۳۸۹ش.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، پژوهشی در اعجاز علمی قرآن، رشت، کتاب مبین، چاپ پنجم، ۱۳۸۸ش.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، «چیستی و چالش‌های اعجاز علمی قرآن»، قرآن و علم، ش۷، ۱۳۸۹ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • معارف، مجید، «جایگاه اعجاز علمی قرآن در تفسیر نوین»، صحیفه مبین، ش۳۷، ۱۳۸۵ش.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، چاپ اول،‌ دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ش.