د شقشقیه خطبه

د wikishia لخوا

شِقشِقیّه خطبه یا مُقَمِّصه دا د نهج البلاغې له مشهورو خطبو څخه یوه ده. په دغه خطبه کښې امام علی(ع) له ځانه مخکښې د درېو خليفه ګانو په کارکردګۍ باندې نيوکه کوي او د هغوي اصل خلافت باندې اعتراض کوي.

د خطبې اصلي موضوعات په لاندې ډول دي: د لومړيو دريو خليفه ګانو د دورې سياسي حالات، د امام د ٢٥ کلنې چوپتيا لامل، د خلافت د منلو مقصد، د امام علي(ع) د دورې سياسي ډلې او له دینه د هغوي د انحراف لاملونه.

د پيغمبر(ص) د خلافت په باره کښې د امام علي(ع) څرګند دريځ د دې سبب شو چې يو شمېر سنيان نه يوازې د دغې خطبې بلکې د ټولې نهج البلاغه له اعتباره هم انکار وکړي. له بلې خوا شیعه علماوو ځواب کې ویلي دي چې د شقشقیه خطبه په مختلفو حدیثي کتابونو کې راغلې ده او محتوا یې معنوي تواتر لري.

د نهج البلاغه په ​​ژباړو او بشپړو شرحو کې د دې خطبې د بيان تر څنګ په فارسۍ او عربۍ ژبو کې د شقشقيه د خطبې په اړه ځانګړي شرحې هم ليکلې شوي دي، چې په هغو کې د محمد رضا حکیمي لیکلی شرحُ الْخُطبةِ الشِّقشِقیه او آهی سوزان د علي اصغر رضواني کتابونه هم شامل دي.

معرفی او مقام

شقشقیه خطبه د نهج البلاغې له مشهورو خطبو څخه ده[۱] چې شیعه او سني دواړو روایت کړې ده.[۲] دا خطبه د نهج البلاغې له مهمو خطبو څخه ګڼل شوې ده؛ ځکه چې په دې کې د پېغمبراکرم(ص) د خلافت په هکله مسلې په صراحت سره بيان شوي دي.[۳]څرنګه چې [امام علي(ع)] په دې خطبه کې د خپلو مخکنیو خلافت په اړه شکایت کوي، دا خطبه د نهج البلاغه له اختلافي خطبو څخه یوه ده؛[۴] له دې سببه چې امام علي(ع) په دې خطبه کې د پېغمبراکرم(ص) د خلافت په اړه خپل دریځ څرګند بیان کړی دی نو د سنيانو له خوا د دې خطبې په هکله ځينې شکونه پيدا شوي دي.[۵] او د دې سبب شوي دي چې ځينې سنيان نه يوازې دا چې دا خطبه نه مني بلکې د ټولې نهج البلاغې د صحت انکار کوي.[۶]

په دې خطبه کښې د امام علي(ع) له نظره د لومړیو دریو خليفه ګانو د تاريخ ټوله دوره بيان شوې ده. د دې خطبې اصلي تمرکز د خلافت موضوع، د لومړیو دریو خليفه ګانو د دورې سياسي حالات، د امام د ۲۵ کلنې چوپتيا لامل، د خلافت د منلو انګېزې، د امام علي(ع) د دورې سياسي ډلې او له دین څخه د هغوي د انحراف لاملونه بیان شوي دي.[۷] دې خطبې ته د امام علي(ع) د کلام د یوې برخې له سببه چې فرمايي (تِلْکَ شِقْشِقَةٌ هَدَرَتْ ثُمَّ قَرَّتْ) (شِقشِقیه یعنی د اور هغه شغله چې له زړه راوځي) ورته شِقشِقیه نامه ورکړې شوې.[۸] او همدارنګ د لومړۍ جملې له سببه (واللّهِ لَقَدْ تَقَمَّصَها فلان) (تَقَمُّص یعنی جامې اغوستل) ورته «مُقَمِّصه» ویل کیږي.[۹]

د ابن عباس له قوله، امام(ع) دا خطبه د یو لیک د راتلو په سبب پری کړه او نوره ادامه يې ورنه کړه. د دې نقل له مخې، ابن عباس د خپل ژوند په اوږدو کې په بل هیڅ دومره نه و خپه شوی لکه څومره چې د دې خطبې په پریکیدو خپه شو.[۱۰] د مصادر نهج البلاغة و اسانیده کتاب لیکوال سید عبدالزهراء الحسیني الخطیب په دې باور دی چې هغه کس چې د امام علي(ع) وینا یې پرې کړه هغه یو جاهل یا منافق سړی و چې د دې مخه يې ونیوه چې امام(ع) خپل مقصد بیان کړي.[۱۱]

د نسخې نامه د خطبې شمېره [۱۲]
د صبحی صالح، فیض الاسلام، ابن میثم، في ظِلال، خویي، ابن ابي الحدید، عبده، ملّا صالح او المعجم المفهرس نسخې ۳
د ملّا فتح ‌الله نسخه ۴

د خطبې اعتبار

د شقشقیه خطبه د احادیثو په مختلفو کتابونو کښې ذکر شوې ده[۱۳] او ځینو علماؤ د دې خطبې ګڼو سندونو ته په پام دا خطبه د اعتماد وړ ګڼلې ده.[۱۴] او ځینو نورو متواتره ګڼلې ده.[۱۵] خو بیا هم (د نهج البلاغې یو شارح) ابن میثم بحراني وايي چې که څه د امام علی(ع) له تېرو دریو خلیفه ګانو شکایت، معنوي تواتر سره ثابت دی، خو دا دعوه نشي کيدای چې د دې خطبې الفاظ هم تواتر لري.[۱۶]

له بلې خوا ځينی سنيان، امام علي ته د دې خطبې د انتساب منکر دی.[۱۷] او دا يې د سيد رضي يا سيد مرتضى کار ګڼلى دى.[۱۸] د ابن میثم په وینا، د سنیانو له خوا د د دغه خطبې د انکار سبب دا و چې د دوی په اند اصحابو د پیغمبر(ص) د خلافت په اړه کوم اختلاف نه درلود او له دې سببه چې په دې خطبه کې له دریو پخوانیو خلیفه ګانو سره د امام علي(ع) اختلاف بیان شوی دی، نو باید انکار یې وشي څو د مسلمانانو تر منځ د فتنې مخنیو وشي.[۱۹]

د سنیانو د دې ډلې په ځواب کې ویل شوي چې د ابوبکر او عمر لخوا د خلافت د غصب کولو مسله امام علی(ع) څو څو ځله بیان کړې ده او په مستفيضو روایتونو کې هم منعکس شوې ده.[۲۰] په دې سربېره، دا خطبه د نهج البلاغې له تالیف څخه مخکي لیکل شوې ده (په ۴۰۰ هجري کال کې ترتیب شوې ده)[۲۱] او موجوده ده؛[۲۲] لکه څنګه چې شیخ صدوق (وفات ۳۸۱ هجري) دا خطبه علل الشرائع[۲۳] کې او په معانی الاخبار کې نقل کړې ده.[۲۴]

همدارنګ وګورئ: د خلافت غصبول

د خطبې د ورکولو ځای او وخت

د څېړونکو په اند، امام علي(ع) دا خطبه د خپل ژوند په پای کې (د ۳۸ هجري قمري کال په پای کې یا د ۳۹ هجري قمري کال په لومړیو کې) ورکړې ده؛[۲۵] ځکه چې په دې خطبه کې د دریو پخوانیو خلیفه ګانو پر خلافت نیوکې شوي دي او ناکثینو سره جنګ (چې په ۳۶ هجري کې شوی[۲۶]قاسطینو سره جنګ (چې په ۳۷ هجري[۲۷] کال کې شوی دی) او مارقینو سره جنګ (چې په ۳۸ هجري [۲۸] کال کې شوی دی) ته اشاره شوې ده.[۲۹]

د ځینو روایتونو له مخې امام علي(ع) دغه خطبه په «رُحْبه»[۳۰] (چې د کوفې په یو مالت دی، یا له کوفې څخه اته فرسخه کې یوه کلي ده[۳۱]) یا د کوفې د جومات په منبر لوستلې ده.[۳۲] په ځینو روایتونو کې یوازې د خطبې په ذکر بسنه شوې ده او د هغه د ځای په اړه په کې معلومات نشته.[۳۳]

شرحې

شرحُ الْخطبةِ الشِّقشِقیّه کتاب لیکوال محمد رضا حکیمي

شقشقیه خطبه له دې پرته چې د نهج البلاغې په بشپړو ژباړو او شرحو راغلې ده، په فارسۍ او عربۍ ژبو د دې خطبې په اړه ځانګړې شرحې  لیکل شوي دي.[۳۴] چې ځینې یې دا دي:

  • «شرحُ الْخطبةِ الشِّقشِقیّه» لیکوال محمدرضا حکیمي: دا کتاب د بیروت مؤسسه الوفاء په  ۱۴۰۲ق کال کې، په ۴۲۸ مخونو کې خپور کړی دی.[۳۵]
  • «اَلشِّقشِقیه» لیکوال عبدالرسول غفاري: په دې کتاب کې، خطبه شقشقیه په ۹ څپرکو کې شرح شوې ده.[۳۶] دا کتاب په ۱۴۳۲ق کال کې د دارُالوِلاء بیروت په مرسته په ۲۳۷ مخونو کې خپور شوی دی.[۳۷]
  • «اَلنَّقدُ السَّدید علیٰ شرحِ الشِّقشِقیّة العَلَویة با بن ابي الحدید» لیکوال محسن الشیخ حسن آل کریم البزوني: په دې کتاب آقابزرګ تهراني، سید محمد صادق آل بحرالعلوم و سید محمد مهدي موسوي اصفهاني تقریظ لیکلی دی، د مَطبَعَةُ النَّجف په مرسته په ۱۳۸۳ق کال کې په ۳۲۴ مخونو کې خپور شوی دی[۳۸]
  • «اِثباتُ الْوَصیّة فی شرحِ الْخُطبَةِ الشِّقشِقیه» لیکوال اسماعیل ابراهیم الحریري: دا کتاب دارُالْوِلاء بیروت خپرندویې په ۱۴۲۴ق کال کې په ۶۳۲ مخونو کې خپور کړی دی.[۳۹]
  • «آهی سوزان؛ شرحی بر خطبه شقشقیه» لیکوال علی‌اصغر رضوانی: دا کتاب دلیل ما خپرندویې، په ۱۳۸۹ لمریز کال کې په ۲۸۶ مخونو کې خپور کړی دی.[۴۰]

متن او ژباړه:

وَ مِنْ خُطْبَةٍ لَهُ علیه‌السلام وَ هِی الْمَعْرُوفَةُ بِالشِّقْشِقِیة

متن ژباړه
اَما وَالل‍هِ لَقَدْ تَقَمَّصَهَا ابْنُ اَبی قُحافَةَ (فی بعضُ النّسخ: فُلانٌ) وَ اِنَّهُ لَیعْلَمُ اَنَّ مَحَلّی مِنْها مَحَلُّ الْقُطْبِ مِنَ الرَّحی، ینْحَدِرُ عَنِّی السَّیلُ، وَ لایرْقی اِلَی الطَّیرُ. خبر اوسئ! په خدای قسم ابن ابی قحافه (ابوبکر، او ځینې نسخو کې دي: فلاني) د خلافت جامه په زوره واغوسته، حال دا چې پوهېدۀ چې د اسلامي حکومت لپاره زما حيثيت د مېچنې لپاره د تېرک په شان ؤ، له کوم نه چې مېچنه تاويږي، (هغه پوهېدۀ چې) د علمونو درياب له ما سرچينه اخلي او د فکر د لوړ الوت مارغان د علم او فکر په الوت کې ماته نه شي رسېدلې.
فَسَدَلْتُ دُونَها ثَوْباً، وَطَوَیتُ عَنْها کَشْحاً، نو ما د خلافت څادر پرېښود او لمن مې راټوله کړه او ځان مې ترې نه وساتۀ
وَ طَفِقْتُ اَرْتَأی بَینَ اَنْ اَصُولَ بِید جَذّاءَ، اَوْ اَصْبِرَ عَلی طِخْیة عَمْیاءَ، یهْرَمُ فیهَا الْکَبیرُ، وَ یشیبُ فیهَا الصَّغیرُ، وَ یکْدَحُ فیها مُؤْمِنٌ حَتّی یلْقی رَبَّهُ! او په دې فکر کې شوم چې آيا په يواځې سر او تش لاس د خپل حق د اخېستلو لپاره پاڅېږم يا د دغه ساډوبۍ په هغه فضا او د ګور په هغه تيارۀ کې د صبر لمنه ونيسم چې بوډاګان وراستۀ اوځوانان زړوي او ايمانداره مېړونه له خپل رب سره د ملاقات تر وخته پورې غمجن ساتي.!
فَرَاَیتُ اَنَّ الصَّبْرَ عَلی هاتا اَحْجی، فَصَبَرْتُ وَ فِی الْعَینِ قَذًی، وَ فِی الْحَلْقِ شَجاً! نو ومې لىدل چې په دې حالت صبر کول غوره دی. نو صبر مې وکړ خو په داسې حال کې چې ته به وائې په سترګو کې مې اغزی او په مرۍ کې مې هډوکی نښتی وي!
اَری تُراثی نَهْباً. حَتّی مَضَی الاَوَّلُ لِسَبیلِهِ، فَاَدْلی بِها اِلَی ابْنِ الْخَطّابِ بَعْدَهُ. [ثُمِّ تَمَثَّلَ بِقَوْلِ الاَعْشی:] او په خپلو سترګو مې د خپل ميراث د لوټېدو تماشه کوله، تر دې چې وړومبی خليفه په خپله لار لاړ او خلافت يې د خطاب زوی ته پرېښود. [بيا امام د خپل حالت د بیانولو لپاره د اعشی شاعر یو شعر مثال راوړ او دی سره پرتله کړ:]
شَتّانَ ما
  • یوْمی عَلی کُورِها
  • وَ یوْمُ حَیانَ اَخی جابِرِ
زما او د جابر د ورور حیان په خپلو کې څه شباهت کېدې شي چې نن زه له دومره مشکلاتو سره مخ یم (یعنی؛ما ټوله ورځ په سوزوونکي نمر کې په کار تېره کړه او هغه ښه راحته او په ارام سره کور کې ناست ؤ)
فَیا عَجَباً بَینا هُوَ یسْتَقیلُها فی حَیاتِهِ، اِذْ عَقَدَها لاِخَرَ بَعْدَ وَفاتِهِ. څومره د حېرانۍ خبره ده لومړنۍ (ابوبکر) په خپل ژوند کې له خلکو غوښتل چې عذر او استعفا يې ومني او د مرګ په وخت يې خلافت بل چاته ورپه نکاح کړ.
لَشَدَّ ما تَشَطَّرا ضَرْعَیها! فَصَیرَها فی حَوْزَة خَشْناءَ، یغْلُظُ کَلْمُها، وَ یخْشُنُ مَسُّها، وَ یکْثُرُ الْعِثارُ فیها، وَ الْاِعْتِذارُ مِنْها. دواړو د خلافت لنګه غوا ښه ولوشله او ښه يې پرې ځانونه ماړۀ کړل! نو [ابوبکر] خلافت داسې مقام[عمر] ته وسپارۀ چې د تاوتريخوالي زيږوانې(خبرې يې توندې وې،)، او ورسره پاتې کېدل يې سخت وو، تېروتلو او بخښنه غوښتلو ډېره وه.
فَصاحِبُها کَراکِبِ الصَّعْبَةِ، اِنْ اَشْنَقَ لَها خَرَمَ، وَ اِنْ اَسْلَسَ لَها تَقَحَّمَ! واکمن د هغه چا په شان دی چې په يوسرکښ اوښ سپور وي که واګې يې سختې راکاږي نو د اوښ پوزه شليږي او که سستې يې پرېږدی نو خپل سپور په ګړنګ کې غورځوي.
فَمُنِی النَّاسُ لَعَمْرُ الل‍هِ بِخَبْطٍ وَ شِماس، وَ تَلَوُّنٍ وَ اعْتِراض. په خدای مې دې قسم وي! خلک د دويم په خلافت کې په ډېر کړاو او مصيبت اخته شوي وو او له منافقتونو اوګمراهيو سره مخامخ شوي وو.
فَصَبَرْتُ عَلی طُولِ الْمُدَّةِ، وَ شِدَّةِ الْمِحْنَةِ. حَتّی اِذا مَضی لِسَبیلِهِ، جَعَلَها فی جَماعَة زَعَمَ اَنِّی اَحَدُهُمْ. او ما په دغه اوږد مصيبت صبر وکړ او د زغم لمن مې ونيوله. تر دې چې د هغه (عمر) پړاو هم تېر شو بيا یې خلافت يوې داسې شورا ته وسپارۀ چې فکر يې کاوۀ چې زۀ هم د هغوي برابر يم!
فَیالَلّهِ وَ لِلشُّوری! مَتَی اعْتَرَضَ الرَّیبُ فِی مَعَ الْاَوَّلِ مِنْهُمْ حَتّی صِرْتُ اُقْرَنُ اِلی هذِهِ النَّظائِرِ؟! خدای پاک ته پناه وړم له دغه شورا څخه!(زما له دغه شورا سره څه دی) کله د دوی د لومړي په پرتله زما په لوړتیا او وړتیا کې شک شتون درلود چې نن مې د دغه شورا له غړيو سره برابروي؟ او په هغوي کې مې شاملوي!؟
لکِنّی اَسْفَفْتُ اِذْ اَسَفُّوا، وَ طِرْتُ اِذْ طارُوا. فَصَغی رَجُلٌ مِنْهُمْ لِضِغْنِهِ، وَ مالَ الاْخَرُ لِصِهْرِهِ، مَعَ هَن وَ هَن. بيا هم ما ټيټه يوړه او له هغوي سره مې يو شان الوت وکړ خو بيا هم په هغوي کې يو کس د خپلې کينې له امله له ما مخ واړوۀ او ماته رایه ورنکړه (سعد بن ابي وقاص چې د دغه شورا يو غړی ؤ) او بل یي (عبدالرحمان بن عوف) د خپل زوم سره بیعت وکړ، او داسې نور مسایل چې ذکر یې مناسب نه دی.
اِلی اَنْ قامَ ثالِثُ الْقَوْمِ نافِجاً حِضْنَیهِ بَینَ نَثیلِهِ وَ مُعْتَلَفِهِ، وَ قامَ مَعَهُ بَنُو اَبیهِ یخْضِمُونَ مالَ الل‍هِ خِضْمَ الاِبِلِ نِبْتَةَ الرَّبیعِ، تر دې چې دريم په ګدۍ کښېناست، دواړه انډونه يې له پرخورۍ پړسېدلي وو او د خېټې او ټټۍ په مېنځ کې سرګردان ؤ او ورسره پلرني خپلوان (بني اميه) هم پاڅېدل او په ګډه يې بېت المال ونغرۀ لکه نهر اوښ چې د سپرلي په وښو ورمات شي،
اِلی اَنِ انْتَکَثَ فَتْلُهُ، وَ اَجْهَزَ عَلَیهِ عَمَلُهُ، وَ کَبَتْ بِهِ بِطْنَتُهُ. دومره يې وخوړۀ (زياتی يې وکړ) چې غړلی پړی يې پرانېستل شو او د خپلو بدو چارو په وجه پرې خلک وروپارېدل او خېټې پالنې(زياتي خورۍ) پړ مخې راوغورځاوۀ.
فَما راعَنی اِلاّ وَالنَّاسُ کَعُرْفِ الضَّبُعِ اِلَی، ینْثالُونَ عَلَی مِنْ کُلِّ جانِب، حَتّی لَقَدْ وُطِئَ الْحَسَنانِ، وَ شُقَّ عِطْفای، مُجْتَمِعینَ حَوْلی کَرَبیضَةِ الْغَنَمِ. د بيعت په ورځ هغه څه چې زۀ يې ډېر اندېښمن کړم دا وو چې خلک د بجو(يو ځناور دی چې په څټ يې ډېر وېښتۀ وي) د څټ د وېښتو په شان په ما باندې له هر اړخه رامات شول تر دې چې نزدې وه حسن او حسین په ګڼه ګوڼه کې تر پښو لاندې شي او زما څادر له دوو لورو وشلېدۀ خلک د ګډو د رمې په شان له ما چاپېره شول.
فَلَمّا نَهَضْتُ بِالْاَمْرِنَکَثَتْ طائِفَةٌ، وَ مَرَقَتْ اُخْری، وَ قَسَطَ آخَرُونَ، کَاَنَّهُمْ لَمْ یسْمَعُوا کَلامَ الل‍هِ حَیثُ یقُولُ: «تِلْکَ الدّارُ الاْخِرَةُ نَجْعَلُها لِلَّذینَ لایریدُونَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَ لافَساداً وَالْعاقِبَةُ لِلْمُتَّقینَ.» خو کله چې زۀ پاڅېدم او دنده مې په غاړه واخېسته نو يو شمېر کسانو بيعت مات کړ (ناکثين د جمل اصحابو ته وائي چې له حضرت علي سره يې بېعت کړی ؤ او بيا يې مات کړ لکه طلحه او زبېر) او ځينې زما له اطاعته ووتل او له دين څخه بهر شول (قاسطين؛ معاويه او د هغۀ ملګري دي چې په امام يې د صفېن جنګ وتپۀ) او ځينو له اطاعته سر وغړاوه ته به وائې نه يې وو اورېدلي چې خدای تعالي فرمائي: «دا د آخرت کور مې د هغو کسانو لپاره خوښ کړی دی چې په ځمکه کې د فساد او سرغړونې غوښونکي نه دی او عاقبت د پرهېزګارو دی»
بَلی وَ الل‍هِ لَقَدْ سَمِعُوها وَ وَعَوْها، وَلکِنَّهُمْ حَلِیتِ الدُّنْیا فی اَعْینِهِمْ، وَ راقَهُمْ زِبْرِجُها. هو په خدای قسم دايې ښه اورېدلي او ياد کړي وو خو دنيا د هغوي سترګو ته ښکلې شوه او زر او زيور يې سترګې وروبرېښولې.
اَما وَ الَّذی فَلَقَ الْحَبَّةَ، وَ بَرَاَ النَّسَمَةَ، لَوْلا حُضُورُ الْحاضِرِ، وَ قیامُ الْحُجَّةِ بِوُجُودِ النّاصِرِ، وَ ما اَخَذَ الل‍هُ عَلَی الْعُلَماءِ اَنْ لایقارُّوا عَلی کِظَّةِ ظالِم وَ لاسَغَبِ مَظْلُوم، لاَلْقَیتُ حَبْلَها عَلی غارِبِها، وَ لَسَقَیتُ آخِرَها بِکَاْسِ اَوَّلِها، په هغه خدای قسم چې دانه يې څيرلې او ژوندی څاروي يې پېدا کړي دی که بيعت کوونکو راسره په يو هيړ بېعت نه وې کړې او د ملګرو حجت په ما باندې نۀ وې تمام شوی او که خدای پاک له عالمانو ژمنه نۀ وه اخېستې چې د ظالمانو په شکم پرۍ او د مظلومانو په لوږه باندې به غلي نه کښېني نو د خلافت د اوښ جلب به مې د هغۀ په قوب باندې وراچولی وې او په خپله مخه به مې پرېښی وې او د خلافت آخېر به مې د هغۀ د اول په کاسه باندې خړوب کړي وې،
وَ لَاَلْفَیتُمْ دُنْیاکُمْ هذِهِ اَزْهَدَ عِنْدی مِنْ عَفْطَةِ عَنْز! بيا به تاسو لىدلې وه چې ستاسو دنيا ما ته د بزې تر اتروشي هم کم ارزښته ده.

وائي چې په دغه وخت کې يو عراقي پاڅېد او امام ته يې يو ليک ورکړ او امام ولوسته [ويل کېږي چې په هغه ليک کې داسې خبرې وې چې بايد ځواب يې ورکړی شوی وې] کله چې د ليک لوستل ختم شول ابن عباس وويل: ای اميرالمومنين! څومره به ښه وي چې خبره له هماغه ځايه چې غوڅه شوې وه پېل کړې! امام وفرمايل:

هَیهاتَ یا ابْنَ عَبّاس، تِلْکَ شِقْشِقَةٌ هَدَرَتْ ثُمَّ قَرَّتْ. هيڅکله نه ای ابن عباسه! دا خو يوه شقشقه (د زړه اور و) وه چې راووتله او بيا دننه شوه

ابن عباس وائي چې په خدای قسم په هيڅ يوه وېنا دومره نه وم خفه شوی څومره چې د امام د خبرې په غوڅېدو غمجن شوم چې امام ونه توانېدۀ چى خپله خبره جاري وساتي

فوټ نوټ

  1. شیخ مفید، الجَمَل، ۱۳۷۱ش، ص۱۲۶.
  2. حکیمی، شرح الخطبة الشقشقیة، ۱۴۰۲ق، ص۱۲۶.
  3. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۳۱۸.
  4. ابن‌میثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۱.
  5. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۳۱۸.
  6. حکیمی، شرح الخطبة الشقشقیة، ۱۴۰۲ق، ص۱۲۶.
  7. وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۳، ص۴۸-۵۰.
  8. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۳۱۸.
  9. بیهقی، معارج نهج البلاغه، ۱۴۰۹ق، بخش۲، ص۸۰.
  10. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۳، ص۵۰.
  11. الحسینی الخطیب، مصادر نهج البلاغة و اسانیده، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۳۵.
  12. به نقل: دشتی، و کاظم محمدی، المعجم المفهرس لألفاظ نهج البلاغه، ۱۳۷۵ش، جدول اختلاف نسخ، ص۵۰۷.
  13. د دې حدیث د سرچینو د لیدلو لپاره، وګورئ: دشتی، اسناد و مدارک نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، ص۶۱-۶۳.
  14. ابن‌میثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۲.
  15. ابن‌میثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۱.
  16. ابن‌میثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۲.
  17. ابن‌میثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۱.
  18. دوانی، «سید رضی مؤلف نهج البلاغه»، ۱۳۷۳ش، ص۱۲۶.
  19. ابن‌میثم بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۱.
  20. غفاری، الشقشقیه، ۱۴۳۲ق، ص۲۲.
  21. سید رضی، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، ص۵۵۹.
  22. وګورئ: جعفری، پرتوی از نهج البلاغه، ۱۳۸۰ش، ص۱۲۴-۱۲۵.
  23. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۵۰-۱۵۱.
  24. شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۳۶۱-۳۶۲.
  25. جعفری، پرتوی از نهج البلاغه، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۱۲۸.
  26. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۸۲.
  27. ابن‌مزاحم، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۲۰۲.
  28. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۳۶۲.
  29. خویی، منهاج البراعه، ۱۴۰۰ق، ج۳، ص۳۲.
  30. مفید، ارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۸۷؛ قطب راوندی، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۳۳.
  31. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۳۱۹.
  32. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۴، ص۳۴۵.
  33. شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۳۶۱-۳۶۲.
  34. د نورو آثارو د لیدلو لپاره وګورئ: استادی، کتابنامه نهج البلاغه، ۱۳۵۹ش، ص۲۱-۲۳ و ۳۲–۳۳.
  35. حکیمی، شرح الخطبة الشقشقیة، ۱۴۰۲ق، شناسنامه کتاب.
  36. غفاری، الشقشقیه، ۱۴۳۲ق، صفحه فهرست کتاب.
  37. غفاری، الشقشقیه، ۱۴۳۲ق، صفحه شناسنامه کتاب.
  38. آل‌کریم البزونی، النقد السدید، ۱۳۸۳ق، صفحه شناسنامه کتاب.
  39. الحریری، اثبات الوصیة فی شرح الخطبه الشقشقیه، ۱۴۲۴ق، شناسنامه کتاب.
  40. رضوانی، آهی سوزان، ۱۳۸۹ش، صفحه شناسنامه.

سرچينې

  • آل‌کریم البزونی، محسن الشیخ حسن، النقد السدید علی شرح الخطبة الشقشقیة العلویة لإبن‌أبی‌الحدید، نجف، مطبعة النجف، ۱۳۸۳ق.
  • ابن‌مزاحم، نصر، وقعة صفین، قاهره، المؤسسة العربیة الحدیثة، ۱۳۸۲ق، چاپ افست قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌میثم بحرانی، میثم بن علی، شرح نهج البلاغه، تهران، دفتر نشر کتاب، ۱۴۰۴ق.
  • استادی، رضا، کتابنامه نهج البلاغه، تهران: بنیاد نهج البلاغه، ۱۳۵۹ش.
  • الحریری، اسماعیل ابراهیم، اثبات الوصیة فی شرح الخطبة الشقشقیه، بیروت، دار الولاء، ۱۴۲۴ق.
  • الحسینی الخطیب، سید عبدالزهراء، مصادر نهج البلاغة وأسانیده، بیروت، دار الزهراء، ۱۴۰۹ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۴ق.
  • بیهقی، علی بن زید، مَعارِج نهج البلاغه، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • جعفری، محمدمهدی، پرتوی از نهج البلاغه، قم، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • حکیمی، محمدرضا، شرح الخطبة الشقشقیة، بیروت، مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۲ق.
  • خویی، میرزا حبیب‌الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، تهران، مکتبة الاسلامیة، ۱۴۰۰ق.
  • دشتی، محمد، اسناد و مدارک نهج البلاغه، قم، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امیر‌المؤمنین(ع)، ۱۳۷۸ش.
  • دشتی، محمد، و کاظم محمدی، المعجم المفهرس لألفاظ نهج البلاغه، قم، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۵ش.
  • دوانی، علی، «سید رضی مؤلف نهج البلاغه»، در کتاب مقالاتی پیرامون نهج البلاغه و گردآورنده آن، تهران، بنیاد نهج البلاغه، ۱۳۷۳ش.
  • رضوانی، علی‌اصغر، آهی سوزان؛ شرحی بر خطبه شقشقیه، قم، دلیل ما، ۱۳۸۹ش.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، نجف، منشورات المکتبة الحیدریة و مطبعتها، ۱۳۸۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، تصحیح و تحقیق: علی‌اکبر غفاری، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۳۳۸ق.
  • شیخ مفید، محمد بن نعمان، الجَمَل و النُصْرَة لِسَید العِترةِ فی حَربِ البَصْره، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۳۷۱ش.
  • شیخ مفید، محمد بن نُعمان، الاِرشاد فی معرفة حُجَجِ الله علی العِباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • غفاری، عبدالرسول، الشقشقیه، بیروت، دار الولاء، ۱۴۳۲ق.
  • قطب راوندی، سعید بن هبةالله، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۶ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحارُالاَنوار الجامِعَةُ لِدُرَرِ أخبارِ الأئمةِ الأطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیر‌المؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • یعقوبی، احمد، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.

بهرنۍ لینک