د صعصعة بن صوحان جومات

د wikishia لخوا
په کوفه کې د صعصعه جومات

د صَعْصَعة بْن صوحان جومات (جامع صعصعة بن صوحان) د کوفې له تاریخي جوماتونو دی چې سهله جومات ته نزدې واقع دی. د یو روایت له مخې چې د اومې پېړۍ له عالم سید بن طاووس او نورو نقل شوی، ځینو کسانو د زمانې امام(عج) په صعصعه جومات کې د عبادت په حال کې لیدلی دی، له دې امله د دعا په ځینو کتابونو کې، د دې لپاره مخصوص عملونه ذکر شوې دي.

صعصعه او د جومات موقعیت

اصلي مقاله: صعصعة بن صوحان

د صعصعه جومات نننۍ ودانۍ

صعصعه جومات، په کوفې کې یو جومات دی چې د سهله جومات په سل میټرۍ کې واقع دی.[۱] دا جومات د شیعیانو د لومړي امام علي(ع) صحابي صعصعة بن صوحان ته منسوب دی.[۲] صعصعه یو خطیب او ویناوال انسان و چې د امام علي(ع) په دفاع کې یې مختلفې ویناوې کړې دي. امام علي هغه د کوفې له مشرانو ګڼلی او امام صادق(ع) هم هغه له هغو ګوته په شمېر کسانو ګڼلی چې امام علي(ع) یې هغه شان چې ورسره ښایي وپېژنده.[۳]

همداراز په بحرین کې په عسکر ښار کې صعصعه ته یو منسوب قبر دی چې هغه ته هم صعصعه بن صوحان وایي.[۴]

مقام

په بحرین کې صعصعه ته منسوب جومات او قبر

شېخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کې، صعصعه جومات د کوفې له شریفو جوماتونو معرفي کړی چې د زید بن صوحان جومات ته نزدې واقع دی او ځینو کسانو د زمانې امام(عج) ( د شیعیانو دولسم امام چې په غیبت کې دی) هلته لیدلی دی چې لمونځ یې کړی دی.[۵]

ابن‌المشهدي په المزار الکبیر[۶] او شهید اول په کتاب المزار،[۷] کي د جومات فضیلت او ورته ځانګړو عملونو ته یو باب جدا کړی دی. د صعصعه جومات په ۱۳۸۷ق کې بیا رغول شوی او ۱۶۰ مربع میټره مساحت لري.[۸]

عملونه

سید بن طاووس په کتاب اقبال،[۹] کې له محمّد بن ابی‌الرواد رواسی او شهید اول[۱۰] او ابن‌المشهدی[۱۱] له محمد بن عبدالرحمن تستری روایتی نقل کړی چې امام زمان(عج) یې د رجب په میاشته کې په دغه جومات کې لیدلی چې دوه رکعته لمونځ یې کړی او دا دعا یې ویلې ده:

متن ترجمه
اللَّهُمَّ يَا ذَا الْمِنَنِ السَّابِغَةِ وَ الْآلَاءِ الْوَازِعَةِ وَ الرَّحْمَةِ الْوَاسِعَةِ وَ الْقُدْرَةِ الْجَامِعَةِ وَ النِّعَمِ الْجَسِيمَةِ وَ الْمَوَاهِبِ الْعَظِيمَةِ وَ الْأَيَادِي الْجَمِيلَةِ وَ الْعَطَايَا الْجَزِيلَةِ يَا مَنْ لَا يُنْعَتُ بِتَمْثِيلٍ وَ لَا يُمَثَّلُ بِنَظِيرٍ وَ لَا يُغْلَبُ بِظَهِيرٍ يَا مَنْ خَلَقَ فَرَزَقَ وَ أَلْهَمَ فَأَنْطَقَ وَ ابْتَدَعَ فَشَرَعَ وَ عَلَا فَارْتَفَعَ وَ قَدَّرَ فَأَحْسَنَ وَ صَوَّرَ فَأَتْقَنَ وَ احْتَجَّ فَأَبْلَغَ وَ أَنْعَمَ فَأَسْبَغَ وَ أَعْطَى فَأَجْزَلَ وَ مَنَحَ فَأَفْضَلَ يَا مَنْ سَمَا فِي الْعِزِّ فَفَاتَ نَوَاظِرَ [خَوَاطِرَ الْأَبْصَارِ وَ دَنَا فِي اللُّطْفِ فَجَازَ هَوَاجِسَ الْأَفْكَارِ يَا مَنْ تَوَحَّدَ بِالْمُلْكِ فَلَا نِدَّ لَهُ فِي مَلَكُوتِ سُلْطَانِهِ وَ تَفَرَّدَ بِالْآلَاءِ وَ الْكِبْرِيَاءِ فَلَا ضِدَّ لَهُ فِي جَبَرُوتِ شَأْنِهِ يَا مَنْ حَارَتْ فِي كِبْرِيَاءِ هَيْبَتِهِ دَقَائِقُ لَطَائِفِ‏ الْأَوْهَامِ وَ انْحَسَرَتْ دُونَ إِدْرَاكِ عَظَمَتِهِ خَطَائِفُ أَبْصَارِ الْأَنَامِ يَا مَنْ عَنَتِ الْوُجُوهُ لِهَيْبَتِهِ وَ خَضَعَتِ الرِّقَابُ لِعَظَمَتِهِ وَ وَجِلَتِ الْقُلُوبُ مِنْ خِيفَتِهِ أَسْأَلُكَ بِهَذِهِ الْمِدْحَةِ الَّتِي لَا تَنْبَغِي إِلَّا لَكَ وَ بِمَا وَأَيْتَ بِهِ عَلَى نَفْسِكَ لِدَاعِيكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَ بِمَا ضَمِنْتَ الْإِجَابَةَ فِيهِ عَلَى نَفْسِكَ لِلدَّاعِينَ يَا أَسْمَعَ السَّامِعِينَ وَ أَبْصَرَ النَّاظِرِينَ وَ أَسْرَعَ الْحَاسِبِينَ يَا ذَا الْقُوَّةِ الْمَتِينَ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ خَاتَمِ النَّبِيِّينَ وَ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَ اقْسِمْ لِي فِي شَهْرِنَا هَذَا خَيْرَ مَا قَسَمْتَ وَ احْتِمْ لِي فِي قَضَائِكَ خَيْرَ مَا حَتَمْتَ وَ اخْتِمْ لِي بِالسَّعَادَةِ فِيمَنْ خَتَمْتَ وَ أَحْيِنِي مَا أَحْيَيْتَنِي مَوْفُوراً وَ أَمِتْنِي مَسْرُوراً وَ مَغْفُوراً وَ تَوَلَّ أَنْتَ نَجَاتِي مِنْ مُسَاءَلَةِ الْبَرْزَخِ وَ ادْرَأْ عَنِّي مُنْكَراً وَ نَكِيراً وَ أَرِ عَيْنِي مُبَشِّراً وَ بَشِيراً وَ اجْعَلْ لِي إِلَى رِضْوَانِكَ وَ جِنَانِكَ [جَنَّاتِكَ مَصِيراً وَ عَيْشاً قَرِيراً وَ مُلْكاً كَبِيراً وَ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ كَثِيرا ای خدایه، د پریمانه نعمتونو او وېشل شویو عطاګانو، پراخه رحمتونو، هر اړخیز قدرت، غټو نعمتونو، سترو لورینو، ښایسته بخښښونو او غوره پېرزوینو څښتنه، ای هغه چې له کوم شي سره په شباهت سره نه شي ستایل کېدی، او په بېلګې سره دې مثال نه شي راوړل کېدی، او هیڅ منګوله دې نه شي مغلوبولی، ای هغه ذاته چې ویې پنځول، روزي یې ورکړه او الهام یې وکړ او په خبرو یې راوسته او نوښت یې وکړ او پېل یې وکاوه، او لوړ شو او بره لاړ او اندازه یې ورکړه او ښه اندازه یې ورکړه، او شکل یې ورکړ او استواره یې کړه، او حجت یې راوړ او وې رساوه او نعمت یې ورکړه او پریمانه یې کړه او بخښنه یې وکړه او زیاته یې کړه او عطا یې کړه او زیاتوالی یې وبخښه، ای چې په لوړ عزت کې، له د سترګو له دیده تېر شو او په لطف کې نزدې شو نو له اندیښنو بهر شو، ای هغه چې په واکوالۍ کې یوازې دی نو د سلطنت په په ډګر کې یې سیال نیشته، او په نعمتونو او سترتوب کې بې ساری دی، نو د هغه لپاره د هغه د مقام په عظمت کې کوم مخالف نیشته، ای هغه چې د هیبت په برم کې یې د افکارو ځیرنې او لطایف لالهانده شوي او په عظمت په پوهېدلو کې یې د خلایقو تیز نظرونه پاتې راغلی، ای هغه چې د جلالت په وړاندې یې مخونه په خوارۍ پرېوتي، او څټونه یې په سترتوب په وړاندې ټیټ شوی او زړه یې له وېرې ډارېدلی دی، له تا غواړم چې د دغه ستاینې په حق چې بې له تا له بل چا سره نه ښایي، او په هغه وعدې چې د مومنو لوستونکو لپاره دې ځان په هغه پابند کړی او په هغه څه چې قبلول دې یې د دعا کوونکو لپاره په ځان ضمانت کړي، ای تر ټولو ښه اورېدونکو اورېدونکیه، ای تر ټولو ښه لیدونکو لیدونکیه، ای تر ټولو چټک حساب کوونکیه، ای د ټینګ ځواک څښتنه، د پېغمبرانو په خاتم محمد او پر اهل بیتو یې درود ولېږه، او په دې میاشته کې زما لپاره تر ټولو ښه شی چې قسمت کړی دې دی را په برخه کړه، او په ډېر ښه شي چې په خپلې قضا کې دې حتمي کړی، پر ما حتمي کړه، او هغه زما لپاره په خوشبختۍ واړوه، د هغو کسانو په ټولګي کې چې کار دې یې په خوشبختۍ ختم کړی، او تر څو چې ژوندی یم له پریمانه عنایاتو سره مې ژوند روزي کړه، او د خوشالۍ او بخښنې په حال کې مې ساه واخله، او له برزخي پوښتنې او ځوابه مې وژغوره او د مړو په سوال ځواب مامورې دوه پرښتې نکیر او منکر له ما لرې کړه او مبشر او بشیر چې د نیکمرغۍ زیری راوړونکي دي راښکاره کړه، او ماته د خپلې رضا او جنت لاره هواره کړه او راته خوښ ژوند او لوی واک وټاکه، او پر محمد او کورنۍ یې ډېر درود ولېږه.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. «مسجدهای مشهور کوفه»، پایگاه اطلاع‌رسانی شمسا.
  2. علوی، اماکن زیارتی و سیاحتی عراق، ۱۳۸۹ش، ص۲۳۰.
  3. ابن‌داود، الرجال، ۱۳۴۲ش، ص۱۸۷.
  4. «مسجد صعصعة بن صوحان فی عسکر»، الاوقاف الجعفریه.
  5. قمی، مفاتیح الجنان، ص۴۰۹.
  6. مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۱۲۴.
  7. شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۲۶۴.
  8. «مسجدهای مشهور کوفه»، پایگاه اطلاع‌رسانی شمسا.
  9. ابن‌طاووس، اقبال الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۱۲.
  10. شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۲۶۴.
  11. مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۱۲۴.

سرچينې

  • ابن‌طاووس، علی بن موسی؛ الإقبال بالأعمال الحسنة، محقق و مصحح، جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • ابن‌داود حلی، حسن بن علی بن داود، الرجال، دانشگاه تهران، چاپ اول، ۱۳۴۲ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، المزار، محقق و مصحح: محمدباقر موحد ابطحی اصفهانی، قم، مدرسه امام مهدی علیه‌السلام، ۱۴۱۰ق.
  • علوی، سیداحمد، راهنمای مصور سفر زیارتی عراق، قم، معروف، ۱۳۸۹ش.
  • محدث قمی، عباس، مفاتیح الجنان، اسوه، قم. بی‌تا.
  • ابن‌مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، قیوم، ۱۴۱۹ق.
  • الاوقاف الجعفریه، «مسجد صعصعة بن صوحان فی عسکر»، تاریخ مشاهده:۲۰ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • پایگاه اطلاع‌رسانی شمسا، «مسجدهای مشهور کوفه»، تاریخ مشاهده: ۲۰ خرداد ۱۳۹۸ش.