صعصعة بن صوحان

د wikishia لخوا

صَعْصَعة بن صَوحان د امام علي(ع) له ملګرو و چې په جمل، صفین، او نهروان جنګونو کې یې برخه اخستې وه. صعصعه په وینا کولو کې تکړه و او له دغه مهارته یې د امام علي(ع) په دفاع او په معاویه په اعتراض کې استفاده کوله. امام علي(ع) صعصعه له خپلو لویو اصحابو ګڼلی دی. امام صادق(ع) هم له هغو ګوته په شمېر کسانو ګڼلی چې امام علي(ع) یې هغه شان چې وړ وه وپېژنده. په کوفه کې صعصعه جومات هغه ته منسوب دی.

نسب

صَعصَعة بن صَوحان د عبدالقیس له کورنۍ او قبیلې و.[۱] هغه قطیف ته نزدې پېدا شوی او یوه موده پس په کوفې کې استوګن شو.[۲] له همدې امله یې هغه ته «کوفي» هم ویلې دي.[۳] د صعصعه کنیت «أباطَلحة» و.[۴] دهغه وروڼه زید او صیحان د امام علي(ع) له شیعیانو وو.[۵]

د خلفاوو په زمانه کې

صعصعه د اسلام د پېغمبر (ص) په زمانه کې مسلمان شو، خو هغه حضرت یې ونه لیده.[۶] د دوهم خلیفه عمر بن خطاب په زمانه کې ابو موسی اشعري خلیفه ته یو څه مال ولېږه. خلیفه هغه ووېشه او یو څه ترې پاتې شو. هغه د هغه مال په اړه د مسلمانانو نظر وپوښت، صعصعه وویل:

په هغو مسایلو کې له خلکو سره مشوره کوه چې خدای تعالی په قرآن کې د هغه په هکله څه نه وي ویلې خو هغه څه چې خدای تعالی یې په هکله حکم ورکړی، په هماغه حکم عمل کوه.[۷]

صعصعه په کوفه کې د دریم خليفه له مخالفانو څخه و. خليفه هغه له خپل ورور زيد بن صوحان او مالک اشتر سره يوځاى شام ته جلاوطن کړ[۸] تاريخي سرچينو د ده او عثمان تر منځ د انتقادي خبرو خبر ورکړى دى [۹]

د امام علي(ع) صحابي

امام صادق(ع)
«له امام علي(ع) سره څوک نه وو چې هغه حضرت هغه شان چې وړ یې دی وپېژني، مګر صعصعه او ملګري یې.[۱۰]

د شیخ مفید په وینا صعصعه د امام علي(ع) له لویو اصحابو و.[۱۱] د دریمې قمري پېړۍ عالم ابن قتیبه دینوري هم د صعصه نوم د مشهورو شیعه کسانو په لیسټ کې راوړی دی.[۱۲] په مروج الذهب کې د مسعودي په راپور امام علي(ع) صعصعه د عربو له بزرګانو او د خپلو اصحابو له مشرانو معرفي کړی دی.[۱۳] له کلیني د یو روایت له مخې امام علي(ع) هغه په خپل وصیت شاهد نیولی و.[۱۴]

صعصعه د امام علي(ع) په جنازې کې موجود و او د هغه حضرت له ښخولو وروسته د هغوي قبر ته راغی په داسې حال کې چې خاورې یې په سر اړولې او ژړل یې، داسې خبرې یې وکړې چې پکې یې د امام علي(ع) د فضایلو د بیان په ترڅ کې له خدایه غوښتل چې د امام علي(ع) له دوستانو یې وګرځوي او ورسره مرسته وکړي چې لاره یې جاري وساتي.[۱۵]

صعصعه امام علي(ع) خلافت ته ښکلا ورکوونکی باله او باوري و چې هغه خلافت ته ارزښت او مقام ورکړی او خلافت ته د امام علي ضرورت، امام علي ته د خلافت تر ضرورته زیات دی.[۱۶]

په جمل، صفین او نهروان کې ګډون

صعصعه د امام علي(ع) د زمانې په جنګونو کې برخه واخیسته. په جمل جنګ کې یې ورور صیحان د عبدالقیس قبیلې بېرغوال و. د صیحان له شهادته وروسته یې بل ورور زید بېرغوال شو او د زید له شهادته وروسته صعصعه په خپله بېرغ پورته کړ.[۱۷]

په صفین جنګ کې صعصعه د عبدالقیس قبیلې کوماندان و.[۱۸] د جنګ له پېله مخکې د معاویه سپایان په اوبو واکمن شوې وو او له اوبو د امام علي(ع) د سپایانو د استفادې اجازه یې نه ورکوله. امام علي(ع) صعصعه معاویه بن ابی سفیان سره مذاکراتو ته ولېږه.[۱۹]

د نهروان جنګ له پېله مخکې هم امام علي(ع) صعصعه د خبرو او نصیحت لپاره خوارجو ته ولېږه.[۲۰] هغه په دغو خبرو کې د امام علي(ع) په پېروۍ ټینګار وکړ. له خوارجو سره د صعصعه د خبرو متن د شیخ مفید په الاختصاص کتاب کې راغلی دی.[۲۱]

د مُنذِر بن جارود شفاعت

په کوفې کې د صعصعه جومات

د بِحار الانوار، په راپور مُنذِر بن جارود چې د امام علي(ع) له خوا د یوې سیمې مشرۍ ته لېږل شوی و، له بیت الماله یو څه مال واخیست. امام علي هغه بندي کړ؛ خو د صعصعه په سفارش یې منذر ازاد کړ.[۲۲] د الغارات په راپور، صعصعه امام علي(ع) ته وویل: د منذر بن جارود خور هره ورځ د خپل ورور لپاره ژاړي. هغه ازاد کړه او زه د هغه څه چې له بیت الماله یې پورته کړي ضمانت کوم. امام علي(ع) وفرمایل: ضمانت ته ضرورت نیشته، هغه دې قسم وخوري چې هیڅ مال یې نه دی پورته کړی؛ زه یې ازادوم.[۲۳]

له معاویه سره مخالفت

په معرفة الرجال کې د کَشّي په وینا له معاویه سره د امام حسن(ع) په سوله کې صعصعه له هغو کسانو و چې امام حسن (ع) ورپاره امان واخیست.[۲۴] د امام حسن(ع) له سولې وروسته معاویه په کوفې کې صعصعه ولید او ورته یې وویل: په خدای قسم زړه مې نه غوښتل چې ته په امان کې پاتې شې. صعصعه یې په ځواب کې وویل: په خدای قسم زما هم نه خوښیږي چې تا ته په دې نوم غږ وکړم؛ بیا یې معاویه ته د خلیفه په توګه سلام وکړ. معاویه وویل: که (زما په خلیفه ګڼلو کې) رښتینی یې نو په منبر وخېږه او علي(ع) باندې لعنت ووایه. صعصعه په منبر وخوت او په خبرو کې یې د خدای له حمد و ثنا وروسته دوه ګونې او معنادارې خبرې وکړې او وې ویل: ای خلکو زه د یو کس (معاویه) له خوا راځم چې ماته یې امر کړی په علي(ع) لعنت ووایم. نو (په خپله) په هغه لعنت ووایئ او مطلب یې پر معاویه لعنت و.(وأنَّه أمرني أن ألعن علياً، فالعنوه)[۲۵][یادداشت ۱]

ابن اعثم کوفي راپور ورکړی چې کله معاویه د کوفې مشرانو ته وویل: ستاسو نظر څه دی چې ستاسو له حماقتونو سره سره مې وبخښلئ، په داسې حال کې چې د سزا وړ وئ؟ خدای تعالی دې رحمت وکړي په ابو سفیان چې صابر انسان و او که ټول خلک د هغه له اولاده وای، ټول به صابران شوي وو. صعصعه وویل: په خدای قسم ای معاویه دا خلک تر ابوسفیانه د ښو خلکو اولاد دي او د ابوسفیان په نسل کې جاهل او احمق خلک په هغوي کې تر صابرانو زیات دي.[۲۶]

په وینا کولو کې مهارت

صعصعه په وینا کولو کې ماهر و. تاریخي او حدیثي سرچینو هغه یو فصیح او بلیغ انسان معرفي کړی دی.[۲۷] امام علي(ع) صعصعه «الخَطیبُ الشَّحْشَح» (زبردست وینا وال) بللی دی.[۲۸] معاویه[۲۹] او مغیره بن شعبه[۳۰] هم د هغه د فصاحت او بلاغت خبره کړې ده. معاویه هغه د تېرې او تېزې ژبې لرونکی بللی دی.[۳۱]

د کَشّي، په وینا هغه د خپلې سخنورۍ له مهارت د حضرت علی(ع) د معرفۍ او دفاع لپاره استفاده کوله.[۳۲]

وفات

په بحرین کې صعصعه ته منسوب قبر او جومات

د صعصعه وفات یې د معاویه د خلافت په زمانه کې او په کوفه کې ګڼلی دی.[۳۳] البته په ځينو سرچینو کې راغلي چې مغیره د معاویه پ امر صعصعه په بحرین کې یوې جزیرې ته جلاوطن کړ او هغه په کابو ۷۰ قمری کال کې هلته وفات شو.[۳۴]

په بحرین کې په عسکر ښار کې، صعصعه ته یو قبر منسوب دی چې ورته د صعصعه بن صوحان جومات وایي.[۳۵] همداراز په کوفه کې سهله جومات ته نزدې، د صعصعه په نامه یو جومات هغه ته منسوب دی.[۳۶]

لیکنې

د زيد و صعصعه پسران صوحان کتاب چې كامران محمدحسيني په ۱۳۹۵ لمریز کال کې او په ۱۳۶ مخونو کې لیکلی د مشعر خپرنځي له خوا خپور شوی دی او د صعصعه بن صوحان او د هغه د ورور زید بن صوحان کړچار بیان شوی دی.[۳۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن‌اثیر، اُسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۰۳.
  2. زرکلی، الاعلام، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۲۰۵.
  3. ذهبی، تاریخ‌الاسلام، ۲۰۰۳م، ج۴، ص۲۴۰.
  4. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۲۴۴.
  5. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۷۱۷.
  6. ابن اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۰۳.
  7. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۷۱۷.
  8. احمدی میانجی، مکاتیب الأئمة(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۴۵.
  9. مثال په توګه وګورئ: ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۸۹.
  10. ابن داود، الرجال، ۱۳۴۲ش، ص۱۸۷.
  11. شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۴۷۵.
  12. ابن‌قتیبة، المعارف، ۱۹۹۲ق، ص۶۲۴.
  13. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۸.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۵۱.
  15. مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۲، ص۲۹۵.
  16. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ج۲، ص۱۷۹.
  17. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۲۴۴.
  18. نصر بن مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۲۰۶.
  19. نصر بن مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۱۶۰.
  20. شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۲۱.
  21. شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۲۱.
  22. مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۴، ص۳۲۳.
  23. ثقفی، الغارات، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۸۹۷.
  24. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۲۸۵.
  25. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۳۶۳ش، ص۶۹.
  26. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸۸.
  27. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴۳؛ زمخشری، الفایق فی غریب الحدیث، ۱۴۱۷، ج۱،‌ ص۷۱؛ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۴، ص۳۰۸.
  28. نهج‌البلاغة، ترتیب صبحی صالح. حکمت ۲۵۹
  29. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸۸.
  30. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۴۳۰.
  31. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸۸.
  32. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۳۶۳ش، ص۶۹.
  33. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۲۴۴.
  34. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹ق، ج۳، ص۲۰۵.
  35. «مسجد صعصعة بن صوحان فی عسکر»، الاوقاف الجعفریه.
  36. ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۱۴۳؛ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۲۶۴.
  37. انتشار كتاب «زيد و صعصعه پسران صوحان» پایگاه پژوهشکده حج و زيارت

سرچينې

  • ‌ ابن اثیر جزری، علی بن محمد، اسدالغابة فی معرفة الصحابة،‌ دارالفکر، بیروت، ۱۴۰۹ق.
  • ابن اثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ،‌ دار صادر، بیروت، ۱۳۸۵ق.
  • ابن اعثم کوفی، احمد بن اعثم، الفتوح، تحقیق علی شیری،‌ دارالاضواء، بیروت، ۱۴۱۱ق.
  • ابن خلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و من عاصرهم من ذوی الشأن الأکبر(تاریخ ابن خلدون)، تحقیق خلیل شحادة، بیروت،‌ دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن داوود حلی، حسن بن علی بن داود، الرجال، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۴۲ق.
  • ابن سعد کاتب واقدی، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت،‌ دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۸ق.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی،‌ بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن قتیبة، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق: ثروت عکاشة، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۲م.
  • ابن مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • احمدی میانجی، علی، مکاتیب الأئمة(ع)، قم،‌ دارالحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • «انتشار كتاب زيد و صعصعه پسران صوحان»، پژوهشکده حج و زیارت، انتشار ۲۲ آذر ۱۳۹۵ش، مشاهده ۱۵ مرداد ۱۳۹۹ش.
  • ثقفی، ابراهیم بن محمد، الغارات أو الإستنفار و الغارات، تصحیح جلال‌الدین محدث، تهران، انجمن آثار ملی، ۱۳۹۵ق.
  • ذهبی، شمس‌الدین محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وَفیات المشاهیر و الأعلام، محقق: بشار عوّاد معروف،‌ دارالغرب الإسلامی، ۲۰۰۳م.
  • زرکلی، خیرالدین، الاعلام، بیروت،‌ دارالعلم للملایین، ۱۹۸۹م.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الفائق فی غریب الحدیث، تصحیح ابراهیم شمس‌الدین، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغة، تحقیق صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، المزار فی کیفیة زیارات النبی و الأئمة(ع)، قم، مدرسه امام مهدی(عج)، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ مفید، الاختصاص، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمود محرمی زرندی، قم، المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، الجمل و النصرة لسید العترة فی حرب البصرة، تصحیح علی میرشریفی، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • کشی، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال، تصحیح محمد رجایی، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۳۶۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران،‌ دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق داغر، اسعد،‌ قم، دارالهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تصحیح عبدالسلام محمد هارون، قم، مکتبة آیة‌الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی،‌ بیروت، دار صادر، بی‌تا.