منځپانگې ته ورتلل

د صفر لسیزه

د wikishia لخوا
په کربلا کې د اربعین (د صفر لسیزې لومړۍ ورځ) د شیعه وو ماتم

د صَفَر لسیزه یا د صفرې د میاشتې وروستۍ لسیزه د دغه میاشتې له شلمې تر اخري ورځې دي. د کربلا د شهیدانو څلویښتي، د اسلام د پېغمبر(ص) وفات، د امام حسن(ع) او امام رضا(ع) شهادت په دغه لسیزه کې شوې دي. شیعیان په دې لسیزه کې ویر او سوګواري کوي.

د صفرې یا چورې د میاشتې شلمه د امام حسین(ع) او د کربلا د نورو شهیدانو د شهادت له څلویښتۍ سره برابره ده[۱] همداراز د صفرې اته ویشتمه، د پېغمبر اکرم(ص)[۲] د وفات او د امام حسن[۳] د شهادت کلیزه او د صفر وروستۍ ورځ د امام رضا[۴] د شهادت کلیزه ده.

د صفرې د لسیزې لومړۍ ورځ،( د صفر شلمه نېټه) په اربعین مشهوره ده.[۵] په شیعه روایتونو کې په دې ورځ د اربعین زیارت د لوستلو سپارښتنه شوې ده.[۶] په همدې مناسبت د اربعین پلی تګ ترسره کیږي او شیعیان له مختلفو سیمو د اربعین په ورځ د امام حسین(ع) د زیارت لپاره کربلا ته ځي.[۷]

په ایران کې د صفر په اخري لسیزه کې د محرم د لسیزې په شان د ویر او ماتم دستورې ترسره کیږي.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۴۵.
  2. ↑ قمی، منتهی‌الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۴۹.
  3. ↑ طبرسی، اعلام الورى، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۰۳.
  4. ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۱.
  5. ↑ وګورئ: مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۹۹.
  6. ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۵۲.
  7. ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۹۹.

سرچينې

  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، مؤسسه آل‌البیت لأحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • قمی، شیخ عباس، منتهی الآمال فی تواریخ النبی و الآل، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۶ش.
  • مظاهری، محسن‌حسام، فرهنگ سوگ شیعی، تهران، نشر خیمه، ۱۳۹۵ش.