د امام حسین(ع) زیارت
د امام حسین(ع) زیارت کول، د امام حسین(ع) په مزار کې حضورول، امام ته سلام ورکول او د امام حسین(ع) لپاره زیارت لیک لوستل دی.
د امام حسین(ع) زیارت کول، د شیعه ګانو لپاره یو له ترټولو فضیلت لرونکۍ کردړنه څخه دی، او د شیعه ګانو په روایې ټولگو کې ډیری فضیلتونه او جزا د دی کړنه لپاره ذکر شوي دي؛ چې د امام حسین زائرانو ته د الله(ج) ویار کړل او د پیغمبر(ص) او امامانو د هغوی لپاره دعاکول په مینځ کې ده. د امام حسین(ع) زیارت په لرې ډول هم ترسره کیدی شي، او هغه ته سلام ورکول او زیارت لیک، لوستل چې حاضر نه وي هم مستحب دی او د نږدې زیارت کول په څیر اجر لری.
شیخ حر عاملې، د امام حسین(ع) د زیارت کولو ته د روایتونو پر بنسټ، کفایی واجب ګنلي ده.
د امام حسین(ع) زیارت لپاره، په روایتونو کې ډیر آداب او دودونه ذکر شوي دی؛ د امام حسین(ع) پیژندل، غسل(لامبل)، پاکې جامې اغوستل، زیارت ته د ننوتلو او زیارت لیک لوستلو لپاره له الله(ج) اجازه غوښتل، د دې آداب له ټولګو څخه ده. پلي ګرځول کې د امام حسین(ع) د زیارت له آداب څخه دی، کوم چې په شیعه روایتونو کې ټینګار شوی دی. دیر عالمانو لکه؛ شیخ مرتضی انصاري او شیخ جعفر کاشف الغطاء په حسینی اربعین کې د دې کړنه ترسره کولوته مینه درلود. نن ورځ، د اربعین پلی ګرځول په شیعه دودونو کې یو له خورا مهم دی، چې میلیونونه کسان پکې ګډون کوی.
د شیعه حدیثې سرچینې، زیارت لیکونه؛ لکه دناحیه مقدسه زیارت، د وارث زیارت او دعاشورا زیارت، د امام حسین(ع) زیارت لپاره نقل شوي ده. د امام حسین(ع) زیارت، په ځينې ورځو کې؛ لکه عرفه، عاشورا، د شعبان مياشت نیمي او په رجب میاشت تر ورځې ډیر سپارښتنه شوي ده.
د تاریخي سرچینو په وینا، لومړی کس چې د امام حسین(ع) زیارت ته ورځي جابر بن عبدالله انصاري و. د هارون او متوکل په ګډون ځینې عباسي خلیفي هڅه وکړه چی د امام حسین(ع) زیارت مخه ونیسي. په مقابل کې، د آل بویه، صفویه او قاجاریه د واکمنۍ پرمهال د امام حسین(ع) د حرم پراختیا او بیارغونې لپاره ګامونه اخیستلی شو.
ځایگاه او ارزښت
د امام حسین(ع) زیارت، د امام حسین(ع) په حرم کې حاضریدل[۱] او ځینې عملونه ترسره کول لکه زیارت لیک، لوستل او سلام ورکول.[۲] البته، ځینې وختونه د هغه زیارت لیک، په لرې ډول هم لوستل کیږي.
د پیغمبر(ص)،[۳] او شیعه امامانو د روایتونه له مخې،[۴] یو له غوره او خورا فضیلت لرونکۍ کړنه په کربلا کې د امام حسین(ع) مزار ته زیارت کول دی. [یادونه۱] په روایتونه کې ذکر شوي د امام حسین(ع) زیارت، ځینې فضیلتونه چې په ګوته شوی ده لکه؛ په عرش کې د خدای زیارت، اجر سره مساوي دی، د امام حسین(ع) زائرانو ته د خدای(ج) ویاړ کول، پیغمبر(ص)، امام علي(ع) او حضرت فاطمه(س) سره ګاونډيتوب، د پیغمبر او امامانو د خیر شیګنې دعا، د زائرانو لپاره، ښه برخلیک په برخه شول، د روزی زیاتوالې، او د زائرانو عمر اوږدول. [۵]
په ځینو حدیثي ټولگو کې، د امام حسین(ع) د زیارت وجوب، تر نامه لاندې، فصلونه شتون لري، پشمول د شیخ مفید لخوا لیکل شوي المزار کتاب.[۶] شیخ حر عاملې، د وسائل الشیعه په کتاب کې هم د امام حسین(ع) زیارت د کفایي وجوب په اړه روایتونه ذکر کړیده.[۷]
تاریخچه
د شیعه روایتې سرچینو کې، د امام حسین(ع) د شهادت ځای ته د درناوي کولو ځینی راپورونه د اسلامي دورې د مخه نقل شوي ده.[۸] د یو روایت پربنسټ، امام علي(ع) کله چې د صفین جګری څخه راستون شو، نو هغه په کربلا کې د عاشورا پیښې ته یادونه وکړه او ژړل یې کره.[۹]
د تاریخي راپورونو له مخې، لومړی کس چې د امام حسین(ع) د شهادت وروسته په کربلا کې حضور موندلي و، جابر بن عبدالله انصاري و چې له مدینې څخه د امام په اربعین (څلوېښتم) شهادت کې د عطیه عوفي سره کربلا ته لاړ.[۱۰] په لهوف کتاب کې سید ابن طاووس په دې باور دی چې حضرت زینب(س) او د کربلا نور اسیران هم پدې ورځ ځان کربلا ته ورساوه.[۱۱] ځینې کسان لومړی زائر عبیدالله بن حر جعفي ته ګني.[۱۲]
د امویان په دوره کې، د دوی د سختۍ اخیستلو سره، ځینې خلک به د امام حسین(ع) زیارت ته تلل.[۱۳] عقبة بن عمرو سهمی، د عربي ژبې شاعر د لومړۍ قمری پیړۍ په وروستیو کې د زیارت لپاره کربلا ته ننوت او د امام حسین(ع) په اړه کې یې د زړه له کومي سندرې وویل. [۱۴] د بنې امیه د سختوالي سره، دحسیني حایر، ونه ویجاړ شو، مګر د هارون او متوکل په ګډون، ځینې عباسي خلیفي د امام حسین(ع) د زیارت د له مینځه وړو لپاره ګامونه پورته کړل؛ د مزار د نښه له مینځه وړو او د زیارت څخه د خلکو د توقیف لپاره، متوکل امر وکړ چې ځمکه قلبه شي او په قبر کې اوبه اوسیدل شي.[۱۵] د آل بویه، جلایریان، صفویان او قاجاريه د واکمنۍ پرمهال، د حسیني زیارت پراختیا، بیارغونې او ښکله کولو لپاره بنسټیز او پراخه اقدامات ترسره شوي.[۱۶]
ابن بطوطه(مړ شوی ۷۰۳ ق.) هغه د امام حسین(ع) له زیارت څخه او د زیارت په کونج کې زوار ته له خواړه ورکول یی خبرې کړېده.[۱۷] ابن صباغ (مړی۸۵۵ ق.) هم نهم پیړۍ ته د خلکو خورا زیارت کولو راپور ورکړ.[۱۸]
د زیارت آداب
د امام حسین(ع) زیارت څرنګوالي په اړه په روایتونو کې سپارښتتنه شتون لري. د دې روایاتو په وینا، د امام حسین(ع) حق پیژندل، اخلاص، د زړه حضور، او حزن لرل(غمجن شول) د زیارت کولو باطني آداب دي. د زیارت لمبا[۱۹] د پاکو جامو اغوستل، [۲۰] د ښه او ښکلا بوی او ګاڼه، نه کارول،[۲۱] چوپتیا،[۲۲] همداسې د کامل الزیارات په کتاب کې یو باب د "هغوی چی سره لرل د امام حسین(ع) په زیارت کې مکروه دی"، ترعنوان لاندی؛ لکه مختلف خواړه، خواږه او حلوا. د امام صادق(ع) لخوا روایت شوي بیان له مخې، امام حسین(ع) ته د مختلف او ښه خواړو سره زیارت مه کوئ، مګر څپولي او خاورى سره د هغه زیارت ته لاړشئ.[۲۳] د خدای(ج)، پیغمبر(ص) او اهلبیت څخه د اجازی غوښتنه، زیارت ته د ننوتلو لپاره، [۲۴] او همدارنګه د زیارت لیکونو لوستلو؛ لکه د جامعي کبیره زیارت د دې ظاهری آداب دی.[۲۵] د کامل الزیارات روایت له مخی، امام صادق(ع) د امام حسین(ع) د سر ترڅنگ کې دوه رکعتو لمونځونه سپارشتنه کړي، په کوم کې چې لومړی رکعت د حمد او یس سوری او په دوهم رکعت کې، د حمد او الرحمن سوری لوستل کیږی.[۲۶]
د زیارت ځانګړي وختونه
په شیعه روایتونوکې، د امام حسین(ع) زیارت، د عرفه په ورځ[۲۷] د عاشورا ورځ،[۲۸] د شعبان نیمه، [۲۹] او د رجب میاشت ورځې،[۳۰] خورا سپارښتنه شوی ده.
زیارت لیکونه
په شیعه حدیثي سرچینو کې، د امام حسین(ع)زیارت لپاره ډیر زیارت لیکونه ذکر شوي دي.[۳۱] د امام حسین(ع)او د هغه ملګرو ته په حدیثې سرچینو کې زیارتلیکونه هم شتون لري.[۳۲] د وارث زیارت،[۳۳] د ناحیه مقدسه زیارت،[۳۴] د عاشورا زیارت،[۳۵] او رجبیه زیارت،[۳۶] او د قدر شپي زیارت د دې زیارت لیکونو څخه دی.[۳۷]
پلي پښې ته زیارت کول
د امام حسین(ع)زیارت په اړه، د اهل البیت(ع) څخه بیلابیل روایتونه د پلي ګرځول په اړه ذکر شوي دی. [۳۸]
د شیعه روایتونه، د امام حسین(ع) زیارت پلی لارول ثواب، د ګناهونو بخښنې ته بولي. د امام صادق(ع) لخوا روایت شوی ده: څوک چې د امام حسین(ع) زیارت په نیت سره له کور څخه بهر تللي، د هغه هر ګام لپاره، حسنه او ښه جزا لیکل کیږی.[۳۹] شیخ طوسې د تهذیب الاحکام په کتاب کې راوړلې ده؛ د امام زائر، کله چې د امام څنګ ته راستون شي، هغه ته د خدای کلام یو فرښته وايي؛ خپل عمل بیا پیل کړئ کله چې ستاسو تیر بخښل شوی دي.[۴۰]
نن ورځ، د اربعین پلي ګرځول یو له شیعه دودونو څخه دی چې د حسیني اربعین په ورځو کې هرکال پیښیږي. دا دود، چې هر کال پکې میلیونونه خلک برخه اخلي، په نړۍ کې ترټولو لوی کلنۍ مذهبي لاریون یا ټولنه ده.[۴۱]
له لرې څخه زیارت کول
د امام حسین(ع) زیارت کول د لرې څخه هم سپارښتنه شوی ده او مستحب ګنل کیږی[۴۲] په دې ډول زیارت کې، د زیارت لمبا ترسره کول، پاکې جامې اغوستل، او همدارنګه په ځایونو لکه چت یا صحرا کې زیارت ترسره کول، مستحب دي.[۴۳] دا هم جواز لري چې مخکې یا وروسته د زیارت کول، دهغه لمونځ وکړي.[۴۴] امام صادق(ع) ته یو روایت کې منسوب شوی؛ څوک چې په خپل کور کې غسل کوي، لوړې کچې ته ځي او د امام حسین(ع) ته سلام ورکوي لکه څنګه چې هغه امام ته زیارت کړیده. [۴۵]
اړوندې لیکنې
د عبدالعظیم حسني زیارت کول له امام حسین(ع) زیارت کولو سره برابری.
فوټ نوټ
- ↑ دیباچهای بر زیارت، ۱۳۹۴ش، ص۹-۱۱؛ کارگر، حقیقت زیارت، ۱۳۹۱ش، ص۷.
- ↑ دیباچهای بر زیارت، ۱۳۹۴ش، ص۹-۱۱؛ کارگر، حقیقت زیارت، ۱۳۹۱ش، ص۷.
- ↑ جامع زیارات المعصومین ته وګورۍ، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۳۶-۳۹.
- ↑ جامع زیارات المعصومین ته وګورۍ، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۳۹-۶۹.
- ↑ نجفی یزدی، اسرار عاشورا، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۰۳-۱۰۵.
- ↑ شیخ مفید، المزار، ۱۴۱۳ق، ص۲۶، باب حد وجوبها فی الزمان علی الأغنیاء و الفقراء، ص۲۸.
- ↑ حر عاملی، تفصیل وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱۴، ص۴۴۳-۴۴۵.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۲۴۳-۲۴۴.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۴، ص۲۵۵-۲۵۶، ح۴.
- ↑ محمدی ریشهری، گزیده شهادتنامه امام حسین، ۱۳۹۰ش، ص۸۳۹.
- ↑ السید بن الطاووس، اللهوف فی قتلی الطفوف، ۱۴۱۷ق، ص۱۱۴.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷ق، ج۴، ص۴۷۰.
- ↑ ابن قولویه ته وګورۍ، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۲۰۳ـ۲۰۶، ۲۴۲ـ۲۴۵.
- ↑ الهادی، «اهمیت و فلسفه زیارت مرقد حسینی»، ص۲۸-۲۹.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۴۷۸-۴۷۹؛ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۲۵ـ۳۲۹.
- ↑ کلیدار، تاریخ کربلا و حایر حسینی، ۱۳۸۹ش، ص۱۸۸.
- ↑ الهادی، «اهمیت و فلسفه زیارت مرقد حسینی»، ص۲۸.
- ↑ الهادی، «اهمیت و فلسفه زیارت مرقد حسینی»، ص۲۸.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۶.
- ↑ ابن قولويه قمي، كامل الزيارات، ۱۳۵۶ش، ج۱، ص۱۳۰.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۶.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۰، ص۴۳۷.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۱، ص۱۶۹.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۱۶.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۲۳.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۳۳.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۳۳۸.
- ↑ وګورۍ: محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۱، ص۲۵۷.
- ↑ وګورۍ: محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین، ۱۴۳۰ق، ج۱۱، ص۲۸۱.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۱۳.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۱۰.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۰۷.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۴ش، ص۲۰۶.
- ↑ قمی، شیخ عباس، زیارت امام حسین علیه السلام در شبهای قدر
- ↑ مثال په توګه وګورۍ: ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۱۳۴؛ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۱۸۷؛ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ش، ص۱۳۲.
- ↑ ابن قولويه، كامل الزيارات، ۱۳۵۶ش، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۶، ص۴۳.
- ↑ گزارش روزنامه فرانسوی لوموند از مراسم اربعین در کربلا
- ↑ فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۳۲۹.
- ↑ فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۳۲۹.
- ↑ فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۳۲۹.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۲۴ق، ص۴۸۲.
سرچينې
- ابن قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تحقیق شیخ جواد قیومی، قم، نشر الفقاهة، ۱۴۲۴ق.
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
- جامع زیارات المعصومین، مؤسسة الامام الهادی (ع)، قم، پیام امام هادی (ع)/اعتماد، ۱۳۸۹ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعه إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ق/۱۳۷۴ش.
- دیباچهای بر زیارت: پاسخ به شبهات وهابیت از دیدگاه دانشمندان شیعه و اهل سنت، قم، انتشارات پیام امام هادی، ۱۳۹۴ش.
- زارع خورمیزی، محمدرضا، «اربعینهای خونین: نگاهی به برخی از حملات خونین به مراسم اربعین حسینی در دوره معاصر»، در فصلنامه فرهنگ زیارت، ش۱۹ و ۲۰، تابستان و پاییز ۱۳۹۳ش.
- السید ابن طاووس، اللهوف فی قتلی الطفوف، قم، أنوار الهدی، ۱۴۱۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دارالثقافه، ۱۴۱۴ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المزار، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، بیروت، دار التراث، ۱۹۶۷م.
- علامه مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمه الاطهار، تصحیح محمدباقر محمودی و دیگران، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
- علوی، سید عادل، «فضیلت پیادهروی برای زیارت معصومین»، ترجمه حسین شهرستانی، در فصلنامه فرهنگ زیارت، ش۱۹ و ۲۰، تابستان و پاییز ۱۳۹۳ش.
- فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، تحقیق و تألیف مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، قم،مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۹ش.
- کارگر، رحیم، حقیقت زیارت، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۹۱ش.
- کلیدار، عبدالجواد، تاریخ کربلا و حائر حسینی، ترجمه مسلم صاحبی، تهران، مشعر، ۱۳۸۹ش.
- محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۴ش.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امام حسین بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ترجمه عبدالهادی مسعودی، ج۱۰، قم، دارالحدیث، ۱۴۳۰ق/۱۳۸۸ش.
- محمدی ریشهری، محمد، گزیده شهادتنامه امام حسین بر پایه منابع معتبر، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۹۰ش.
- نجفی یزدی، سید محمد، اسرار عاشورا، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- الهادی، جعفر، «اهمیت و فلسفه زیارت مرقد حسینی»، در فصلنامه فرهنگ زیارت، ش۱۹ و ۲۰، تابستان و پاییز ۱۳۹۳ش.