د قرآن عددي اعجاز
د قرآن عددي اعجاز، هغه نظریه چې د قرآن د اعجاز ډوله عددي نظر بیانوونکې ده. د دغه نظریې مطابق د قرآن د تورو او ټکیو شمېر ډېر کره نظم لري او له دې امله چې هیڅ یو لیکوال نه شي کولی د کتاب په لیکنه کې داسې نظم په نظر کې ونیسي، دا نظم د قرآن د اعجاز نښه ده. دا نظریه چې په لومړي ځل مصري قرآن څېړاندي رشاد خلیفه وړاندې کړه، ډېر مخالفان لري. کره کتونکو زیاتره وړاندې شوې شمېرنې غلطې ګڼلي او د هغو لپاره یې ډېر نقضوونکي موارد پېدا کړې دي.
د نظریې معرفي
د قرآن د عددي اعجاز د نظریې مطابق، د قرآن توري او ټکي (حروف او کلمات) ډېر کره نظم لري او له دې امله چې هیڅ یو لیکوال نه شي کولی د کتاب په لیکنه کې داسې نظم په نظر کې ونیسي، دا نظم د قرآن د اعجاز نښه ده.[۱] دا نظریه ۱۹ عدد د قرآن د اعجاز د راز کنجي ګڼي.[۲]
د دغه نظریې مطابق، بسم الله الرحمن الرحیم نولس توري لري او په قرآن کې د دغه کلماتو د تعداد د تکرار ټولګه، د نولس عدد مضرب دی: بسمالله ۱۹، الله ۲۶۹۸، رحمن ۵۷ او رحیم ۱۱۴ ځله په قرآن کې استعمال شوې دي چې هماغه د ۱۹ عدد مضربونه دي. همداراز د قرآن د ټولو سورو توري د ۱۹ عدد مضرب دي.[۳]
د نظریې تاریخچه او نظریه ورکوونکي
د ځینو څېړاندو له نظره په لومړي ځل په الاِتقان کتاب کې چې اهل سنت عالم جلال الدین سیوطي (۸۴۹-۹۱۱ق) لیکلی د قرآن عددي اعجاز ته اشاره شوې ده؛[۴] خو دا نظریه په مشخص ټول په لومړي ځل د مصر قرآن څېړاندي رَشاد خلیفه مطرحه کړه. هغه په دریو کلونو کې له کمپیوټره په استفادې سره د قرآن په زمینه کې څېړنه وکړه او په ۱۳۵۱ لمریز [۱۹۷۲م) کال کې یې د هغه پایلې په رسنیو کې خپرې کړې. په ۱۹۸۳ کال کې هم دهغه کتاب د معجزة القرآن الکریم په نامه په بیروت او امریکا کې چاپ شو.[۵] رشاد خلیفه حتی ادعا وکړه چې د قیامت د واقع کیدو تاریخ یې د قرآن له عددي حسابونو لاسته راوړی دی.[۶]
له رشاد خلیفه وروسته د مصر بل قرآن څېړاندي عبدالرزاق نوفل د هغه لاره جاري وساتله او د قرآن د عددي اعجاز نور موارد یې هم وړاندې کړل؛ منجمله دا چې متضاد ټکي لکه ژوند او مرګ، دنیا او آخرت په برابر شمېر په قرآن کې کارول شوې دي له هغه وروسته بیا شیعه قرآن څېړاندي «ابوالزهراء النجدی» معلومه کړه چې د «ساعت» ټکی په قرآن کې د شواروز د ساعتونو (ګینټو) په اندازه څلورویشت ځله استعمال شوی دی. هغه همداراز وویل چې شیعه ټکی ۱۲ ځله (د شیعه امامانو په شمېر) استعمال شوی دی.[۷]
ویل کیږي چې نن سبا د قرآن د عددي اعجاز نظریې ته د ډېرو قرآن څېړاندو پام اوړېدلی دی.[۸]
د قرآن د عددي اعجاز بېلګې
ځینې شمېرنې چې د دغه نظریې پلویانو وړاندې کړې دي په دې ډول دي:
- په قرآن کې د هرې سورې مقطعه حروف، د هغې سورې د نورو حروفو په پرتله زیات تکرار شوې دي.
- د هرې سورې مقطعه حروف، په دغه سوره کې تر نورو سورو زیات تکرار شوې دي.
- د مقطعه حروفو د لرونکو ټولو سورو مقطعه حروف، د ۱۹ د عدد مضرب دي.
- د «دنیا» او «آخرت» دوه ټکي په یوه اندازه په قرآن کې راغلي دي.
- د «حیات»(ژوند) ټکی سره له مشتقاتو، د «موت»(مرګ) د ټکي په اندازه استعمال شوی دی.
- د «ساعت» ټکی د شواروز د ساعتونو په اندازه یعنې ۲۴ ځله استعمال شوی دی.
- د «شهر«(میاشته) ټکی د کال د میاشتو په اندازه ۱۲ ځله استعمال شوی دی.
- د «السموات السبع» (اوه اسمانونه) ټکی اوه ځله استعمال شوی دی.
- د «سجده» ټکی ۳۴ ځله په قرآن کې راغلی چې د واجبو لمونځونو د سجدو له شمېر سره برابر دی.[۹]
انتقادونه
د قرآن د عددي اعجاز نظریه له ډېرو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده.[۱۰] د دغه نظریې کره کتونکي باوري دي چې خدای تعالی قرآن د معما په توګه او د خلکو له فهم او پوهې بهر نه دی نازل کړی. دا کتاب د انسانانو د هدایت لپاره دی او دا خبرې د هدایت له چارې سره هیڅ تړاو نه لري. همداراز د قرآن کریم د قرائتونو اختلاف او د سورو د ترتیب نه توقیفي والی له هغو ستونزو دي چې د قرآن د حروفو او کلماتو د شمېر صحیح اندازه او شمېر ناممکنوي.[۱۱]
پر دې سربېره، کره کتونکو د دغه نظریې د مدافعانو له خوا ډېرې وړاندې شوې شمېرنې غلطې ګڼلي[۱۲] او ورپاره یې د نقض ډېر موارد پېدا کړې دي. ځینې یې دا دی:
- د یس سورې د مقطعه حروفو شمېر یعنې دوه حرفونه، یاء او سین، په دې سورې کې ډېر کم تکرار شوې دي؛ په داسې حال کې چې د دغه نظریې مطابق د هرې سورې د مقطعه حروفو شمېر تر نورو حروفو زیات دی.
- په شمس، قیامت او فلق سورو کې د «ق» حرف (د ق سورې مقطعه حرف) په ق سوره کې د هغې تر شمېره زیات دی.
- دا ادعا چې د بسم الله الرحمن الرحیم د ټولو کلمو استعمال، د نولس عدد مضربونه دي، یوازې د «الرحمن» ټکي په اړه صادقه ده.
- د ناس سورې د حروفو شمېر د ۱۹ د عدد مضرب نه دی.
- د قلم او طه سورو د مقطعه حروفو شمېر د ۱۹ د عدد مضرب نه دی.[۱۳]
کتاب پېژندنه
«کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن» مقالې، د قرآن د عددي اعجاز په اړه مفصله کتاب پېژندنه کړې ده. دغه مقالې ۱۱۸ کتابونه، ۳۶ مقالې او شپږ انټرنیټي سایټونو په دې اړه معرفي کړي دي. په دې مقالې کې ځینې معرفي شوی کتابونه دا دي:
- معجزة القرآن الکریم؛ رشاد خلیفه
- معجزة الارقام و الترقیم فی القرآن الکریم؛ عبدالرزاق نوفل
- من الاعجاز البلاغی و العددی للقرآن الکریم؛ ډاکټر ابوزهراء النجدی
- المعجزة: نظریة قرآنیة فی الاعجاز القرآنی؛ عدنان غازی الرفاعی
- اعجاز قرآن، تحلیل آماری حروف مقطعه؛ رشاد خلیفه، ژباړه سیدمحمدتقی آیت اللهی
- آیت کبری، معجزه جاوید قرآن کریم؛ سیدمحمد فاطمی
- اعجازات حدیثة، علمیة و رقمیة فی القرآن؛ رفیق ابوالسعود
- اعجازها و شگفتیهای قرآن؛ محمدعلی رضایی اصفهانی و محسن ملاکاظمی
- اعجاز قرآن؛ سیدرضا مؤدّب
- شگفتیها و اعجاز قرآن از نظر علمی پیشگویی و عددی؛ محمدعلی پرهیز
- پرتوی از شگفتیهای عددی قرآن؛ جعفر شاهرودی.[۱۴]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ یزدانی، «اعجاز عددی و نظم ریاضی قرآن»، ص۶۲؛ علوی مقدم، «اعجاز قرآن (۲)»، ص۲۶.
- ↑ نوروزی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، ص۸۴.
- ↑ یزدانی، «اعجاز عددی و نظم ریاضی قرآن»، ص۶۵.
- ↑ علوی مقدم، «اعجاز قرآن (۲)»، ص۲۶؛ رضایی اصفهانی، پژوهشی در اعجاز علمی قرآن، ۱۳۸۸ش، ص۲۱۹.
- ↑ رضایی اصفهانی، پژوهشی در اعجاز علمی قرآن، ۱۳۸۸ش، ص۲۲۰.
- ↑ پهلوان و شفقی، «ارزیابی و نقد نظریه اعجاز عددی قرآن کریم»، ص۵۷.
- ↑ نوروزی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، ص۸۴.
- ↑ نوروزی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، ص۸۳.
- ↑ یزدانی، «اعجاز عددی و نظم ریاضی قرآن»، ص۶۵؛ نوروزی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، ص۸۴؛ علوی مقدم، «اعجاز قرآن (۲)»، ص۲۷.
- ↑ نوروزی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، ص۸۳.
- ↑ پهلوان و شفقی، «ارزیابی و نقد نظریه اعجاز عددی قرآن کریم»، ص۵۷.
- ↑ یزدانی، «اعجاز عددی و نظم ریاضی قرآن»، ص۸۳.
- ↑ یزدانی، «اعجاز عددی و نظم ریاضی قرآن»، ص۶۵، ۶۶.
- ↑ نوروزی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، ص۸۵، ۸۶، ۸۸، ۹۰، ۹۱، ۹۴.
سرچينې
- پهلوان، منصور و شفقی، سعید، «ارزیابی و نقد نظریه اعجاز عددی قرآن کریم»، در دوفصلنامه پژوهشهای قرآن و حدیث، پاییز و زمستان،۱۳۸۸ش.
- رضایی اصفهانی، محمدعلی، پژوهشی در اعجاز علمی قرآن، رشت، کتاب مبین، چاپ پنجم، ۱۳۸۸ش.
- علوی مقدم، سید محمد، «اعجاز قرآن (۲)»، پیام قرآن، ش۴، ۱۳۷۳ش.
- نوروزی، مجتبی، «کتابشناسی اعجاز عددی و ریاضی قرآن»، آیینه پژوهش، ش۲۷، ۱۳۹۰ش.
- یزدانی، عباس، «اعجاز عددی و نظم ریاضی قرآن»، کیهان اندیشه، ش۶۷، ۱۳۷۵ش.