د قرب نوافل حدیث

د wikishia لخوا

د قُرْب نَوَافِل حدیث، یو قدسي حدیث دی چې خدای تعالی په معراج کې پېغمبر(ص) ته ویلی دی. دا حدیث د خدای په نزد د مومن د مقام او د فرایضو (واجباتو) او نوافلو (مستحباتو) د کولو په وسیله خدای ته د انسان د تقرب خبره کوي.

په دې حدیث کې د خدای د ولي سپکاوی له خدای سره د جنګ په شان ګڼل شوی او خدای د خپل ولي د مرستې لپاره د بیړې کولو په هکله تر هر څه زیاتې خبرې کړې دي د دې حدیث د یو بل بند له مخې مومن بنده د نوافلو د ترسره کولو په وسیله خدای ته تقرب پېدا کوي او خدای د هغه په غوږونو او سترګو بدلیږي.

مسلمانو عارفانو دغه تعبیر واقعي اوهغه د وحدت الوجود په نظریې یو شاهد او د خدای په صفاتو کې د فنا یا فنا فی الله د مقام بیانوونکی ګڼلی دی؛ خو د محدثانو او فقیهانو په باور دغه تعبیر، مجازي دی او له مومن سره الهي مرستې یا مومن کس ته د خدای نزدېوالي یا نورو معناګانو ته اشاره لري.

د قرب نوافل حدیث په لږ توپیر سره په شیعه سني سرچینو کې له پېغمبر(ص) څخه نقل شوی دی.

نومَوَنه

قرب نوافل حدیث، یو قدسي حدیث دی چې خدای په معراج کې پېغمبر(ص) ته په خطاب کې ویلی دی. دا حدیث د خدای په نزد د مومن د مقام په اړه له خدایه د پېغمبر(ص) د پوښتنې په ځواب کې دی.[۱] په «قرب نوافل» د دغه حدیث د مشهوریدو سبب دا دی چې د دغه حدیث اخر د مومنانو له خوا د نوافلو ترسره کول خدای ته د خاص نزدیکت او قرب سبب ګڼلي او مسلمانو عارفانو له دغه برخې په الهام اخستلو سره هغه مقام ته د اشارې لپاره د «قرب نوافل» له تعبیره استفاده کړې ده.[۲] نافله د هر شي د زیاتوالي[۳] لورینې یا اضافي کار په معنا ده.[۴]

د حدیث مینځ پانګه

په قرب نوافل حدیث کې، د خدای د ولي سپکاوی له خدای سره د جنګ په شان ګڼلی شوی دی. خدای د خپل ولي په مرسته کې د بیړه کولو لپاره تر بل هرڅه زیاته خبره کړې او ویلي یې دي چې زه په هیڅ کار کې د مومن تر وفاته زیات تردید او زړه نا زړه والی نه لرم ځکه چې د هغه مرګ نه دی خوښ او زما د هغه خپګان نه دی خوښ. همداراز په دې حدیث کې راغلي چې ځینې مومن بندګان یوازې په فقر او نېستۍ او ځینې یوازې په شتمنۍ سره اصلاح کیږي او که بل حالت ته داخل شي تباه کیږي.

په قرب نوافل حدیث کې، د واجباتو ترسره کول د خدای په نزد تر ټولو محبوب عمل او هغه ته د بنده د تقرب وسیله معرفي شوې ده.نوافل (مستحبات) هم له هغه سره د نزدیکت وسیله یاده شوې ده. همداراز راغلي چې که څوک د یوې نافلې (مستحب) په ذریعه ماته یعنې خدای ته نزدیکت حاصل کړي، له هغه سره مینه کوم او د هغه لپاره غوږونه سترګې او ژبه کیږم چې د هغو په وسیله واوري، وویني او که ما وبلي اجابت یې کوم او غوښتنې یې پوره کوم.[۵]

د حدیث تفسیر

د عارفانو نظر

مسلمانو عارفانو دغه حدیث ته د خپلو عرفاني بحثونو لپاره د یو مستند په توګه پام کړی دی.[۶] ابن عربي د قرب نوافل حدیث الفاظ حقیقي ګڼلې او هغه یې د وحدت الوجود په نظریې یو ګواه ګڼلی دی.[۷] د هغه له نظره له دې چې خدای د مومن بنده په سترګو او غږونو بدلیږي، مطلب، د حق په صفاتو کې د انسان فنا کېدل دي.[۸]

سید حیدر آملي هغه په «فنا فی الله» او د محب او محبوب په یو کېدو شاهد ګڼلی دی.[۹] د عارفانو له نظره، سیر و سلوک په دوو مرحلو «قرب فرایض» او «قرب نوافل» کې ترسره کیږي. امام خمیني قرب نوافل په افعالي، صفاتي او ذاتي فنا کې ګڼلی او قرب فرایض یې له فنا وروسته په بقا تطبیق کړی دی.[۱۰] شیعه الهي پوه مطهري،(۱۲۹۸-۱۳۵۸ش.) د حدیث مضمون په مجذوب سالک تطبیق کړی چې په خپل سلوک کې داسې مرحلې ته رسیږي چې الهي محبت پرې خپریږي او د الهي مینې لاس یې ځان ته راکاږي او په دې مرحله کې، نور دهغه د خپل شناخت او منیت څخه څه نه پاتې کیږي.[خپلې ټولې چارې] خدای ته تفویض او ورسپاري او د عصمت معنا همدا ده.[۱۱]

ځینې عارفان د قرب فرایض مرحله تر قرب نوافله لوړه ګڼي. د هغوي له نظره د قرب فرایض نتیجه د خدای په ذات کې فنا کېدل او د قرب نوافل نتیجه د خدای په صفاتو کې فنا کېدل دي. همداراز د هغوي په عقیده د قرب فرایض په مرحله کې انسان عروج او صعود کوي، خو د قرب نوافل په مرحله کې خدای نزول کوي.[۱۲]

د فقیهانو او محدثانو نظر

ځینې فقیهان او محدثان د حدیث دغه الفاظ کنایه او مجاز ګڼي او په دې باور دي چې باید د حدیث الفاظ داسې تفسیر کړو چې د وحدت وجود او د حلول او فنا سبب نه شي.[۱۳] دغه ډلې د حدیث د دې عبارت لپاره مختلفې معنې بیان کړې دي؛[۱۴] منجمله شیخ حر عاملي د دغه معنې بڼې د هغې د صحیح معنو په توګه داسې بیان کړې دي:

  • یوازې د خدای د رضا په غرض د کارونو د کولو لپاره له مومن سره د خدای مرسته
  • له مومن سره د خدای مرسته داسې لکه د هغه اعضا او غړي چې له هغه سره مرسته کوي.
  • د مومن په نزد د خدای عزیزیدل او خوږېدل لکه څنګه چې هغه ته خپل اعضا او جوارح خواږه دي
  • یوازې په خدای د مومن تکیه[۱۵]

د حدیث سند

د قرب نوافل حدیث په لږ توپیر سره په شیعه سني سرچینو کې له پېغمبره نقل شوی دی. حدیث ابان بن تغلب له امام باقر(ع) او حماد بن بشیر له امام صادق(ع) څخه او هغوی دوو له پېغمبر(ص) څخه نقل کړی دی.[۱۶] مطهري وایي چې د قرب نوافل حدیث مشهور او مسلّم حدیث دی چې هم شیعه او هم سني یې مني او په خپلو کتابونو کې یې ذکر کړی د ی.[۱۷] دغه حدیث د اهل سنتو په سرچنو کې د ځینو راویانو لکه عایشه،[۱۸] میمونه[۱۹] او ابوهریره[۲۰] له لاري له پېغمبر(ص) څخه نقل شوی دی. دا روایت په مختلفو سندونو سره نقل شوی چې ځینو دغه اسناد صحیح او ځینو ضعیف ګڼلې دي.[۲۱]

د قرب نوافل د حدیث متن او ترجمه

د قرب نوافل د حدیث متن او ترجمه

متن ژباړه
لَمَّاأُسْرِی‏ بِالنَّبِی(ص)‏ قَالَ يَا رَبِّ مَا حَالُ الْمُؤْمِنِ عِنْدَكَ؟ قَالَ يَا مُحَمَّدُ! مَنْ أَهَانَ لِي وَلِيّاً فَقَدْ بَارَزَنِي بِالْمُحَارَبَةِ، وَأَنَا أَسْرَعُ شَيْ‌ءٍ إِلَى نُصْرَةِ أَوْلِيَائِي، وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْ‌ءٍ أَنَا فَاعِلُهُ كَتَرَدُّدِي عَنْ وَفَاةِ الْمُؤْمِنِ يَكْرَهُ الْمَوْتَ، وَأَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ، وَإِنَّ مِنْ عِبَادِيَ الْمُؤْمِنِينَ مَنْ لَا يُصْلِحُهُ إِلَّا الْغِنَى، وَلَوْ صَرَفْتُهُ إِلَى غَيْرِ ذَلِكَ لَهَلَكَ، وَإِنَّ مِنْ عِبَادِيَ الْمُؤْمِنِينَ مَنْ لَا يُصْلِحُهُ إِلَّا الْفَقْرُ، وَلَوْ صَرَفْتُهُ إِلَى غَيْرِ ذَلِكَ لَهَلَكَ، وَمَا يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ عَبْدٌ مِنْ عِبَادِي بِشَيْ‌ءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَإِنَّهُ لَيَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّافِلَةِ حَتَّى أُحِبَّهُ فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ إِذاً سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَلِسَانَهُ الَّذِي يَنْطِقُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، إِنْ دَعَانِي أَجَبْتُهُ، وَ‌إِنْ سَأَلَنِي أَعْطَيْتُهُ. کله چې پېغمبر(ص) معراج ته لاړ، وې ویل: ای پالونکیه، د مومن حال ستا په نزد څنګه دی؟ خدای وفرمایي: ای محمده، هر څوک چې زما له یو دوست (ولی) سره جنګ وکړي په ښکاره له ما سره جنګ ته پاڅېدلی او زه د خپلو دوستانو په مرسته کې تر هر څه زیاته بیړه کوم. زه په هیڅ کار کې دومره چې څومره د مومن په وفات کې تردید او دوه زړه توب لرم، تردید نه لرم؛ ځکه چې د هغه مرګ بد ایسي او زما د هغه خپګان بد ایسي؛ او په رښتیا ځینې بندګان مومن دي چې بې له شتمنۍ یې بل څه نه اصلاح کوي (او حال یې نه ښه کوي) او که هغوي په بل حال کړم، تباه او هلاکیږي؛ او ځینې مومن بندګان داسې دی چې بې له فقر او بې وزلۍ یې بل څه نه اصلاح کوي او که هغوي بل حال ته وګرځوم، په رښتیا چې هلاکیږي؛ او زما هیڅ بنده ماته نه شي نزدې کېدی په هغه عمل سره چې ما ته تر هغه څه زیات محبوب وي چې واجب کړې مې دي. او په رښتیا چې د نافلې (مستحباتو) په وسیله ماته نزدې کیږي تر دې چې زه ورسره مینه پیدا کړم او چې کله ورسره مینه پېدا کړم نو زه د هغه غوږ شم چې ورسره اوري او زه یې سترګې شم چې ورسره ویني او زه یې ژبه شم چې ورسره خبرې کوي او زه یې لاس شم چې ورسره نیول کوي. که ما وبلی دعا یې منم او که له ما کومه غوښتنه وکړي ورکوم یې.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۵۲.
  2. مظفری، «قرب نوافل و فرائض و تطبیق آنها بر مقامات عرفانی»، ص۷.
  3. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۱۷۵.
  4. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۵۴.
  5. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۵۲.
  6. آذرخشی، «جایگاه حدیث قرب نوافل در منابع فریقین و بررسی تطبیقی رویکرد عرفا و محدثان نسبت به آن»، ص۱۸.
  7. ابن عربی، الفتوحات المکیه، دارصادر، ج۲، ص۳۲۲-۳۲۳؛ ابن ترکه، شرح فصوص الحکم، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۳۱۹.
  8. قیصرى، شرح فصوص الحکم، ۱۳۷۵ش، ص۳۵۰ و ۳۵۱.
  9. آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۲۶۹
  10. مظفری، «قرب نوافل و فرائض و تطبیق آنها بر مقامات عرفانی»، ص۱۱.
  11. https://lms.motahari.ir/book-page/26/آشنایی%20با%20قرآن،%20ج%209?page=67؛ مطهری، آشنایی با قرآن ، ج۹، ص۶۷.
  12. صمدی آملی، شرح دفتر دل علامه حسن زاده آملی، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۳۴۵ تا ۳۴۸.
  13. موحدی، «نردبان عروج؛ گذری بر حدیث قرب نوافل»، ص۱۷۴-۱۷۷؛ غزالی، احیاء العلوم، دارالکتاب العربی، ج۱۴، ص۶۱-۶۲.
  14. وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۴، ص۳۱-۳۲؛ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۳۹۰-۳۹۳؛ حر عاملی، الفوائد الطوسیه، ۱۴۰۳ق، ص۸۱-۸۲.
  15. حر عاملی، الفوائد الطوسیه، ۱۴۰۳ق، ص۸۱-۸۲.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۵۲.
  17. https://lms.motahari.ir/book-page/26/آشنایی%20با%20قرآن،%20ج%209?page=64؛ مطهری، آشنایی با قرآن، ج۹، ص۶۴.
  18. طبرانی، المعجم الاوسط، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۱۳۹.
  19. موصلی، مسند ابی‌یعلی، ۱۴۰۸ق، ج۱۲، ص۵۲۰.
  20. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق، ج۷، ص۱۹۰.
  21. آذرخشی، «جایگاه حدیث قرب نوافل در منابع فریقین و بررسی تطبیقی رویکرد عرفا و محدثان نسبت به آن»، ص۱۸.

سرچينې

  • ابن ترکه، علی بن محمد، شرح فصوص الحکم، تحقیق محسن بیدارفر، قم، انتشارات بیدار، ۱۴۲۰ق/۱۳۷۸ش.
  • ابن عربی، محمد بن علی، الفتوحات المکیه، بیروت، دارصادر.
  • آذرخشی، مصطفی و مجید معارف، «جایگاه حدیث قرب نوافل در منابع فریقین و بررسی تطبیقی رویکرد عرفا و محدثان نسبت به آن»، در پژوهش‌نامه قرآن و حدیث، شماره ۷، تابستان و پاییز ۱۳۸۹ش.
  • آملی، سید حیدر، المقدمات من کتاب نص النصوص، تهران، قسمت ایرانشناسی انستیتو ایران و فرانسه پژوهشهای علمی در ایران، اول، ۱۳۵۲ش.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، دارالفکر للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م (افست از نسخه دارالطباعة العامرة باستانبول).
  • حر عاملی، محمد بن حسن، الفوائد الطوسیة، تصحیح مهدی لاجوردی، قم، المطبعة العلمیة، ۱۴۰۳ق.
  • صمدی آملی، داوود، شرح دفتر دل علامه حسن‌زاده آملی، نبوغ، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.نام كتاب: الميزان فى تفسير القرآن‏
  • طبرانی، المعجم الاوسط، تحقیق قسم التحقیق بدار الحرمین، دارالحرمین للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • قیصرى، داود، شرح فصوص الحکم، تهران، شرکت انتشارات علمى و فرهنگى، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • غزالی، محمد بن محمد، احیاءالعلوم، بیروت، دارالکتاب العربی.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مظفری، حسین، «قرب نوافل و فرائض و تطبیق آنها بر مقامات عرفانی»، در مجله حکمت عرفانی، شماره ۱۰، بهار و تابستان ۱۳۹۵ش.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، تصحیح محمدباقر محمودی و همکاران، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۴ق/۱۳۶۳ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • موحدی، عبدالله، «نردبان عروج؛‌ گذری بر حدیث قرب نوافل»، در مجله مطالعات عرفانی، شماره ۱، تابستان ۱۳۸۴ش.
  • موصلی، ابویعلی، مسند ابی یعلی، تحقیق حسن سلیم اسد، دارالمأمون للتراث، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
  • https://lms.motahari.ir/book-page/26/آشنایی%20با%20قرآن،%20ج%209?page=66