سید حیدر آملي

د wikishia لخوا
په آمل کې د سید حیدر آملي قبر

سید حیدر آملي (ژوندی تر ۷۸۷ق) د اتمې قمري پېړۍ شیعه عارف او د جامع الاسرار، تفسیر المحیط الاعظم او د نص النصوص په عنوان سره د ابن عربي د شرح فصوص الحکم لیکوال. د سید حیدر آملی له ځانګړو لیدتوګو څخه یوه هم وجودي توحید دی. هغه دغه توحید له اولیاوو سره ځانګړی ګڼي چې وجود یوازې په وجود مطلق کې ګڼي. هغه یوازې شیعه صوفي په حقه ګاڼه او په دې عقیده و چې شیعه او صوفي یو حقیقت ته اشاره لري او هغه محمدیه شریعت دی.

سید حیدر آملي یوه موده د طبرستان واکمن و؛ خو لکه څنګه چې په خپله یې ویلي، څه موده پس د وزارت له مقام او ټولو دنیاوي ګټو څنګته شو او د شیعه سپیڅلو ځایونو، بیت المقدس او بیا مکې زیارت ته لاړ.

له هغه وروسته عراق ته لاړ، هلته پاتې شو او عرفاني کتابونه یې په نجف کې د عبدالرحمن بن احمد مقدسي په نامه له یو نامشهور عارفه زده کړل او د نصیرالدین کاشاني حلي او د علامه حلي د زوي فخر المحققین تعلمیات یې زده کړل.

ژوند لیک

سید حیدر بن علي بن حیدر علوي حسیني چې په بهاءالدین ملقب او په سید حیدر آملي مشهور دی.[۱] د سید حیدر آملی د ژوند لپاره تر ټولو معتبرې سرچینې دوه په خپل لاس لیکلي ژوند لیکونه دي چې په خپلو کتابونو کې یې راوړې دي.[۲] اول په تفسیر المحیط الاعظم[۳] او دوهم په مقدمات نصّ النُّصوص کې.[۴] له هغه نسب سره سم چې د ځان لپاره یې په تفسیر المحیط الاعظم کتاب کې راوړی، د هغه نسب په اتلسو واسطو سره امام سجاد(ع) ته رسیږي.[۵]

سید حیدر آملي په آمل ښار کې وزېږېد او د زوکړې کال یې کابو ۷۲۰ ق و؛ ځکه چې په خپله وایي چې په دېرش کلنۍ کې له امله د کعبې د زیارت په نیت روان شوی[۶] او مکې ته له تګه مخکې یو پوره کال په عراق کې استوګن و[۷] او حج یې په په ۷۵۱ ق کال کې کړی دی.[۸]

تعلیم

سید حیدر له کابو لس کلنۍ په آمل کې تعلیم پېل کړ. څه موده پس د علمونو د زدکړې لپاره خراسان، استراباد او اصفهان ته لاړ. دغه موده د هغه څه مطابق چې په خپله یې ویلي کابو شل کاله وو او په دې پړاو کې په ظاهري نقلي او عقلي علومو بوخت و.[۹]

وزارت

امل ته د سید حیدر په ستنېدو سره د طبرستان واکمن د شاه کیخسرو بن یزدګرد زوی فخرالدوله حسن و چې د سید حیدر درناوی یې وکړ او په خپلو نزدې او محرمو کسانو کې یې راوسته او اخر یې خپل وزیر وټاکه.[۱۰]

د هانري کُربن په وینا، په دې پړاو کې سید حیدر له ټولو دنیاوي نعمتونو برخمن و؛ خو د دغه هوسا ژوند په اوج کې د هغه په تریخوالي او پوچوالي پوه شو؛ لکه څنکه یې چې په خپله ویلې دي.[۱۱]

همداسې وه تر هغه وخته چې د حق غږ زما په باطن غلبه وکړه؛ خدای تعالی د هغه حالت چې پکې وم، فساد یعنې غفلت جهل او نسیان راښکاره کړه او د حق له لارې زما لرې کېدل او ګمراهېدل او همداراز د ګمراهۍ او سرکښۍ په لاره تلل راته څرګند شول بیا مې له خدای سره په پټه نجوا وکړه او ترې مې له دې هر څه ازادي وغوښتله. څه موده پس په ما کې ترک و تجرید او حضرت حق او د توحید قدم ته توجه پېدا شوه. پوه شوم چې دا هر څه تر هغه وخته چې زه د واکمن په نزد او په خپل وطن کې او له وروڼو او دوستانو سره په همنشینۍ کې یم، ناممکن دي.[۱۲]

عتباتو او مکې ته سفر

هانري کربن لیکلي دي سید حیدر په آمل کې د خپل مقام له پرېښودلو وروسته، یوازې یو استعمال شوی کمیس واخیسته او د شیعه سپیڅلو ځایونو او بیت المقدس او بیا مکې زیارت ته روان شو.[۱۳]

«... مکې ته تر رسیدلو پورې زما حال داسې و. واجب حج او د مناسکو او غیر مناسکو فرایض او نوافل مې په ۷۵۱ ق کال کې وکړل او د مجاورت اراده مې وکړه. بیا په مکې په مدینه کې د مجاورت شوق پېدا شو؛ ځکه چې د رسول الله(ص) او د هغه د اولاد او اصحابو د قبرونو زیارت مې نه و کړی. نو مدینې ته روان شوم. د خدای د رسول زیارت مې وکړ او په مدینه کې مې د مجاورت اراده وکړه؛ خو ځینې خنډونه راپېښ شول چې تر ټولو لوی یې صوري او جسماني ناروغي وه. په دې وجه عراق او خپل مالوف ځای یعنې مشهد مقدس غروي (نجف) ته ستنېدو ته مجبوره شوم.

بیا په سلامتیا راستون شوم او هلته استوګن شوم او د خدای په رضا په ریاضت، خلوت، طاعت او عبادت چې تر هغه لوړ او سخت ممکن نه و بوخت شوم...»

* سرچينه: کربن، سید حیدر آملی؛ شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، مخ۲۵-۲۶؛ نقل له نص النصوص، ص۵۳۵-۵۳۶

سید حیدر آملي عراق ته د سفر په لاره کې په اصفهان کې دمه وکړه، د عارفانو لیدو ته ورغی او له نورالدین طهرانی سره – چې د هغه په تعبیر لوی عارف او د خواصو د قبول وړ زاهد و- د ورورۍ او فتوت تړون وکړ او د هغه په لاس یې د تصوف خرقه واغوستله او کابو یوه میاشته یې د هغه په نزد زده کړه وکړه.[۱۴]

سید حیدر په ۷۵۱ ق کال کې مکې ته لاړ او حج یې وکړ. بیا مدینې ته لاړ او غوښتل یې هلته پاتې شي؛ خو د ناروغۍ په وجه مجبوره شو نجف ته ستون شي.[۱۵]

په عراق کې استوګنه

سید حیدر املي له ۷۵۱ ق کال څخه د عمر تر پایه په نجف، حله او بغداد کې و.[۱۶] په نجف کې عرفاني کتابونه منجمله منازل السایرین هروي او فصوص ابن عربي یې د هغو له شرحو: شرح قیصری او شرح تلمسانی، سره د عبدالرحمن بن احمد مقدسي په نوم له یو نامشهور عارف څخه تر ۷۵۲ ق کاله زده کړل.[۱۷] هغه همداراز په عراق کې له محمد بن حسن حلي (فخر المحققین) سره چې د علامه حلي زوی دی او نصیرالدین کاشاني حلي او نورو امامیه عالمانو او فقیهانو سره راشه درشه لرله او له فخرالدین او حسن بن حمزه هاشمي یې د روایت اجازه واخسته.[۱۸] له فخر المحققینه د هغه د اجازې اخستلو تاریخ ۷۶۱ ق دی.[۱۹] هغه رافعة الخلاف رساله (د درې لومړیو خلیفه ګانو په وړاندې د لومړې امام د نظر او عمل د توجیه په باب کې) د هغه په غوښتنه ولیکله او له هغه سره یې څو علمي مکاتبې لرلې.[۲۰]

سید حیدر آملي لکه څنګه چې په خپله ویلي، په نجف کې له غیبي افاضاتو برخمن شوی دی. هغه په دې اړه د نص النصوص په سریزه کې راوړې دي:

لکه څنګه چې د مکې ګاونډ په یوه شپه کې د لوی شیخ (محیی الدین ابن عربي) په زړه د فتوحات مکیه د معارفو د پرانستلو کېدو او د مدینې مجاورت د هغه په زړه د فتوحات مدنیه سبب شول دغه شان د هغه په شان کسانو او د خدای نورو بندګانو سره هم ډېر شوې دي، غروي مشهد شریف چې زمونږ د مولا او سید امیر المومنین علي بن ابیطالب(ع) مشهد دی هم زما په زړه په اجمالي او بیا تفصیلي توګه د غیبي اسرارو د پرانستل کیدو سبب شو او د قرآن کریم تاویل کتاب او داسې نور کتابونه د هغوي له جملې څخه دي.[۲۱]

وفات

د کربن په وینا، د سید حیدر آملي د وفات تاریخ کره نه شو په ګوته کولی؛ خو نقل شوي چې یو وروستی کتاب یعنې «رسالة العلوم العالیه» یې په ۷۸۷ق کې لیکلی دی[۲۲] چې ښیي هغه تر دغه کاله ژوندی و.

استادان

د سید حیدر آملي استادان چې په نوم پېژندل شوې دي دا دي:

  1. فخرالمحققین د علامه حلي زوی: هغه «جوابات السید حیدر بن علی بن حیدر العلوی الحسینی الآملی»کتاب په ۷۵۹ ق کې د سید حیدر آملی د پوښتنو په ځواب کې لیکلی او سید حیدر له هغه د روایت اجازه اخستې ده.[۲۳]
  2. نصیرالدین کاشي حلي (وفات ۷۵۵ق): آقابزرګ تهراني په طبقاتُ اَعلامِ الشّیعه کې سید حیدر د هغه د شاګرد په توګه بیان کړی دی.[۲۴]
  3. شیخ نورالدین طهراني (تیراني): سید ‌حیدر په اصفهان کې یوه لنډه موده له هغه معنوي استفاده وکړه او مکتوبه اجازه یې هم له هغه اخستې ده.[۲۵] رضا استادي ویلي چې د سید حیدر آملی د دغه استاد ژوند لیک یې نه دی پېدا کړی. د استادي په وینا، سید حیدر د شیخ نورالدین تهراني د روایت د اجازې د ورکېدو خبره کړې او د اجازې مضمون یې نقل کړی دی.[۲۶]
  4. شیخ عبدالرحمن قدسي (یا مقدسي): سید حیدر آملي ځینې کتابونه لکه فصوص الحکم لیک د ابن عربي، شرح فصوص قیصری او منازل السائرین په نجف کې د هغه په نزد لوستې دي.[۲۷] قدسي سید حیدر ته په خپله اجازه کې لیکلي:« له دغه شاګرده زما استفاده، له ما څخه د هغه تر استفادې زیاته وه»[۲۸]
  5. سید حسن بن حمزه هاشمي: افندي په ریاض العلماء کې هغه د سید حیدر له مشایخو او استادانو ګڼلی دی.[۲۹]

لیکنې

سید حیدر لکه چې په خپله یې ویلي تر څلویښتو زیات کتابونه او رسالې تالیف کړې دي؛[۳۰] خو د راپورونو له مخې، له دغو څخه یوازې لاندیني اوه اثره پاتې دي:

  1. جامع الاسرار و منبع الانوار
  2. نص النصوص فی شرح الفصوص (فصوص ابن عربي) (نیمګړی)
  3. تفسیر المحیط الاعظم (نیمګړی)
  4. رساله نقد النقود فی معرفة الوجود
  5. اسرار الشریعه
  6. المسائل الحیدریه
  7. الکشکول فیما جری علی آل الرسول.[۳۱]

که څه هم الکشکول فیما جری علی آل الرسول کتاب د سید حیدر آملي د کتاب په نوم چاپ شوی دی[۳۲] خو هانري کربن احتمال ورکړی چې دا کتاب د سید حیدر د یو هم نومي کس کتاب وي.[یادونه ۱]

افکار او لیدتوګې

یوازې شیعه صوفي په حقه دی

د سید حیدر آملي د نظر مطابق، امامیه فرقه په دوه ډوله ده: یوه هغه ډله چې د ائمه و(ع) د علومو ظاهر قایموي، یعنې شریعت او اسلام او ایمان، او بله هغه دله چې د هغوي باطن علوم قایموي چې هماغه طریقت، حقیقت او یقین دی. اولنی یوازې مومن ګڼل کیږي.، او دوم «ممتحن» (امتحان‌ شوی) مومن. هغه باوري دی چې شیعه ټکی پر مومن منطبق دی او صوفي ممتحن مومن دی؛ ځکه چې شیعه او صوفي دوه نومونه دي چې یو حقیقت ته اشاره لري او هغه محمدیه شریعت دی.[۳۳] هغه تصوف له تشیع سره یو شان ویني او شیعه امامان هم د طریقت رښتیني لارویان ګڼي.[۳۴]

سید حیدر آملي په ډاګه یوازې شیعه صوفي په حقه ګڼي او په دې نظر دی چې که څه هم صوفیه د شیعه په شان زیاتې فرقې لري خو د هغوي په حقه فرقه یوازې هغه کسان دي چې د «امامانو اسرار» له ځان سره لري او په ظاهر او باطن کې په هغوي ایمان لري.[۳۵]

الوهي توحید او وجودي توحید

د سید حیدر آملي له نظره دوه ډوله توحیدونه موجود دي:

  1. الوهي توحید چې ظاهري توحید دی؛ یعنې داسې توحید چې د اسلام پېغمبر ورته ټول انسانان بللي دي. دغه توحید بې له قیده او په مطلقه توګه د خدای په وحدانیت اقرار دی؛ یعنې بې له هر قید او حده چې هغه په زمان او مکان کې رالنډ کړي او لنډیز یې لااله الا الله دی.
  2. وجودي توحید چې باطني توحید دی او له اولیاوو سره ښایي. اولیا انسان ته بلنه ورکوي چې خپل وجود په مطلق وجود کې وویني؛ له هغو تعیناتو ازاد چې هغوي ته فعلیت ورکوي؛ ځکه چې د هغه له وجوده غیر وجود نه شي کیدلی. د سید حیدر آملي له نظره، د «کلُّ مَنْ عَلَیهَا فَانٍ وَیبْقَی وَجْهُ رَ‌بِّک ذُو الْجَلَالِ وَالْإِکرَ‌امِ»[۳۶] د ایت د معنې درک کول هماغه د یګانه وجود د حقیقت درک کول دي.[۳۷]

فلسفي معرفت او الهي معرفت

سید حیدر آملي فلسفي معرفت او کلامي معرفت د اکتسابي او حصولي پوهې او آګاهۍ برخه ګڼي چې له ډېر زیار وروسته لاسته راځي، خو د هغه په نظر، الهي معرفت هغه معرفت دی چې روحاني وارث یې په ذوقي او کشفي ډول په ځان کې مومي؛ ځکه چې دغه معرفت په حقیقت کې هماغه د هغه وجود او خزانه ده چې نیغ په نېغه د خدای په لطف سره هغه ته سپارل شوې ده.[۳۸]

د سید حیدر آملي کتاب، شرح احوال آثار و آراء و جهان شناسی

کتاب پېژندنه

فرانسوي اسلام پوه هانري کربن د سید حیدر آملي او د هغه د عرفاني نظر په اړه دوه مقالې لیکلي چې نوذر آقا خاني هغه د «سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء و جهان‌شناسی» کتاب کې په فارسۍ ژباړلې دي دا کتاب د سید حیدر پيژندګلوي او د هغه ژوند لیک راښیي.[۳۹]

«سید حیدر آملی و تفسیر محیط اعظم» یو بل کتاب دی چې علي اوجبي، عبدالله صلواتي او اکبر ثقفیان لیکلی او د سید حیدر آملي د ژوند معرفۍ تر څنګ تفسیر محیط اعظم کتاب جاجوي.[۴۰]

قبر

د سید حیدر آملي قبر په آمل ښار کې په پایین بازار محلې کې د سیه سید په مقبرې کې واقع دی. دا قبر په ۱۳۱۰ ل کال کې په ۵۱ نمبر سره د ایران د ملي اثارو په لړ لیک کې ثبت شوی دی.[۴۱]

فوټ نوټ

  1. موحد، «آملی»، ص۲۱۴.
  2. ر.ک: آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۲۷؛ آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۵۳۵.
  3. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۲۷.
  4. آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۵۳۵.
  5. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۲۷.
  6. آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۵۳۵.
  7. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۳۱.
  8. آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۵۳۶.
  9. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۲۹.
  10. کربن، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ۱۳۸۸ش، ص۲۰-۲۱.
  11. کربن، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ص۲۰-۲۱.
  12. کربن، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ص۲۱؛ نقل از: تفسیر المحیط الاعظم، ص۵۳۰.
  13. کربن، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ص۲۲.
  14. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۳۰-۵۳۱.
  15. آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۵۳۶.
  16. استادی، «کتابشناسی سید حیدر آملی(ره)»، ص۱۱۵.
  17. استادی، «کتابشناسی سید حیدر آملی(ره)»، ص۱۱۵.
  18. موحد، «آملی»، ص۲۱۴.
  19. امین، اعیان الشیعه، ج۶، ص۲۷۲.
  20. کربن، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ص۲۳.
  21. آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۵۳۴.
  22. کربن، سید حیدر آملی؛ متألّه شیعی عالَم تصوف، ص۱۴۱.
  23. آقابزرگ طهرانی، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۲۰۴.
  24. آقابزرگ طهرانی، طبقات أعلام الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۱۴۹.
  25. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۳۴.
  26. استادی، «کتابشناسی سید حیدر آملی(ره)»، ص۱۱۶.
  27. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۳۱ و ۵۳۵.
  28. آملی، تفسیر المحیط الاعظم، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۳۵.
  29. افندی، ریاض العلماء، ۱۴۳۱ق، ج۱، ص۱۸۳.
  30. آملی، المقدمات من کتاب نص النصوص، ۱۳۵۲ش، ص۵۳۶.
  31. استادی، «کتابشناسی سید حیدر آملی(ره)»، ص۱۲۲.
  32. کتابشناسی کتاب در سایت کتابخانه ملی.
  33. آملی، جامع الاسرار، ۱۳۶۸ش، ص۴۱.
  34. استعلامی، فرهنگ‌نامه تصوف و عرفان، ۱۳۹۹ش، ج۱، ص۸۰۲.
  35. آملی، جامع الاسرار، ۱۳۶۸ش، ص۴۱.
  36. سوره رحمان، آیه۲۶-۲۷.
  37. کربن، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ص۶۲ - ۶۵.
  38. کربن، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ص۷۴.
  39. کتاب سیدحیدر آملی.
  40. سیدحیدر آملی و تفسیر محیط اعظم.
  41. پایگاه چندپر.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، بیروت، ‌دار الأضواء، ۱۴۰۳ق.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، بیروت، ‌دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۳۰ق.
  • آملی، سید حیدر، المقدمات من کتاب نص النصوص، تهران، قسمت ایرانشناسی انستیتو ایران و فرانسه: پژوهش‌های علمی در ایران، ۱۳۵۲ش.
  • آملی، سید حیدر، تفسیر المحیط الأعظم، تحقیق سید محسن موسوی تبریزی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، سوم، ۱۴۲۲ق.
  • آملی، سید حیدر، جامع الاسرار و منبع الانوار، با مقدمه هانری کربن، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی وزارت فرهنگ و آموزش عالی، ۱۳۶۸ش.
  • استادی، رضا، «کتابشناسی سید حیدر آملی(ره)»، آیینه پژوهش، ۱۳۸۲ش، شماره ۸۳.
  • استعلامی، محمد، فرهنگ‌نامه تصوف و عرفان، تهران، فرهنگ معاصر، چاپ دوم، ۱۳۹۹ش.
  • افندی، عبدالله، ریاض العلماء و حیاض الفضلاء، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۳۱ق.
  • تنهایی، حسین ابوالحسن، «نظریۀ شیخ سید حیدر آملی در منزلت تصوف و صوفی»، عرفان شیعی به روایت سید حیدر آملی، نوشته محمد کریمی زنجانی اصل، تهران، اطلاعات، ۱۳۸۵ش.
  • کربن، هانری، «سید حیدر آملی؛ متأله شیعی عالَم تصوف»، ترجمه ع. روج‌بخشان، عرفان شیعی به روایت سید حیدر آملی، محمد کریمی زنجانی اصل، تهران: اطلاعات، ۱۳۸۵ش.
  • کربن، هانری، سید حیدر آملی: شرح احوال، آثار و آراء جهان‌شناسی، ترجمه: نوذر آقاخانی، تهران، انتشارات حقیقت، ۱۳۸۸ش.
  • موحد، صمد، «آملی»، دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۷۴ش.