د لمانځه وختونه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د لمانځه وختونه د ورځنيزو لمنځونو د صحیح والي له شرایطو څخه دي. په ورځنیزو لمنځونو کې هر یو باید په ټاکلي وخت وکړی شي، که نه نو فرض نه دی ادا شوی. د فقهاوو د فتوا له مخې د سهار د لمانځه وخت فجر صادق یا دوهم فجر دی چې تر لمر راختلو پورې دوام لري. د ماسپښین او مازديګر د لمانځه وخت د شرعي غرمي له پيل څخه تر لمر لوېدو او يا مغرب پورې دی چې په دې اړه د علماوو تر منځ اختلاف دی. د ماښام او ماسخوتن د لمانځه وخت کې هم اختلاف دی او ځينو مغرب یا غروب(لمر پریوتل) د ماښام د لمانځه لومړي وخت ګڼلي دي. او اخري وخت یې شرعي نیمه شپه ده.

مشهور فقهاء په دې اند دي چې د ماسپښین او مازدیګر، او د ماښام او ماسخوتن د لمانځه لپاره ځانګړی وختونه دي. مطلب دا چې د ماسپښین او ماښام د لمانځه په اندازه وختونو د دې لومړي وختونه دي او په هغه وخت کې د مازدیګر او ماسخوتن لمونځونه نه شي کیدی. همدارنګه د پای وخت د مازدیګر او ماسخوتن لمونځونو په اندازه د دوي خاص وختونه دي.

د انسان ته په لومړي وخت کې د لمانځه کولو سپارښتنه شوې ده، چې په احادیثو کې یې ډېره سپارښتنه شوې ده. د ورځنيزو لمنځولو د هر یو لپاره یو ټاکلی وخت بیان شوی دی چې په هغه کې هغه لمونځ کول غوره دي او ورته د «فضیلت وخت» ویل کیږي.

فقهي مقام

ورځنیز لمونځونه شرطونه لري، چې له هغو څخه یو د لمانځه وخت دی؛ یعنی لمونځ کونکی باید هر لمونځ په یو ټاکلی وخت کې ادا کړی او که د هر لمانځه لپاره د مناسب وخت خیال ونه ساتلی شي نو لمونځ یې باطل دی او د فرض لمونځ یې په غاړه پاتی دی. د لمانځه د وخت د ثابتولو طريقه دا ده چې يا اناسن په خپله یقین وکړي چې وخت رارسېدلی دی او يا دوه صالح کسان د وخت د رسیدو خبر ورکړي.[1]

د ورځنیزو لمونځونو د ادا کولو وختونه

د ورځنیزو لمونځونو د ادا کولو وختونه د فقیهانو د فتوا مطابق داسې دي:

  • د سهار لمونځ: د سهار د لمانځه وخت د دویم فجر یا فجر صادقه تر لمر راختلو پورې دی.[2]
  • د ماسپښين او مازيګر لمونځ: د ماسپښين د لمانځه د پيل وخت شرعی ماسپښین او يا د لمر د زوال وخت دى او په دې اړه د فقهاوو ترمنځ هيڅ اختلاف نشته.[۳] ځینې فقیهان د ماسپښین او د مازیګر د پای وخت د لمر پریوته ګڼي؛[۴] خو ځینې نور لکه د محقق حلي د وخت پای غروب (د لمر پټیدل) ګڼي.[5] د صاحب جواهر او بروجردي د راپور له مخې د غروب قول ډیر مشهور دی.[6] ځینې عالمان لکه محقق او سید یزدي چې مختص او مشترک وخت مني.[7] د لمر د زوال لومړۍ شیبې د ماسپښین د لمانځه برابر وخت د ماسپښین ځانګړی وخت او د مازدیګر د لمانځه په اندازه اخری وخت د مازدیګر خاص وخت ګڼلی دی او د دغو دوو وختونو تر منځ د ماسپښین او مازدیګر د لمنځونو مشترک وخت دی.[8]
  • د ماښام او ماسخوتن لمونځونه: ځينو فقیهان د ماښام او ماسخوتن د لمانځه وخت د لمر له لوېدو څخه تر نيمې شپې پورې ګڼلي؛[9] خو ځينو د وخت شوور له مغربه ګڼلی.[10] د هغه فقیهانو له نظره مختص او مشترک وخت مني، لکه محقق حلي او سيد يزدي لومړۍ شېبې د ماښام د لمانځه اندازه د ماښام خاص وخت ګڼلی او تر نيمې شپې پورې وروستۍ شېبه چې د ماخوستن د لمانځه په ا ندازه دي د ماخوستن د لمانځه لپاره خاص وخت ګڼلی دی او د دغو دوو وختونو تر مینځ د ماښام او ماخستن د لمانځه تر منځ مشترک وخت دی.[۱۱]

ځينې فقیهان وايي چې هغه خلک چې د خوب، هيرېدو او يا د ښځې د حيض له امله يې تر نيمې شپې پورې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه نه دي کړي نو تر فجر راختلو پورې یې د ادا په نيت کولای شي؛[12] خو ځینې نور فقیهان لکه سید حسین بروجردي او امام خمیني او سید احمد خوانساري دا قول نه مني او وايي په دې حالت کې احتیاط دا دی چې لمونځ دې د ما فی الذِّمِه نیت سره وکړي.[۱۳]

مختص او مشترک وخت

خاص وخت په دې معنا دی چې د ماسپښین او مازدیګر او ماښام او ماسخوتن په لمنځونو کې د اول وخت د ماسپښین او ماښام د لمانځه په اندازه د هغو خاص وخت دی او په هغه وخت کې د ماځییګر او ماسخوتن لمونځونه نه شي کیدی او همدارنګ اخري وخت د مازدیګر او ماسخوتن د لمانځه په اندازه د هغو خاص وخت دی.[14] یو شمیر عالمان لکه محقق حلي او سید یزدي د خاص وخت په نظریه کی عقیده لري.[۱۵] آیت الله خوئي دا نظر مشهورو فقیهانو ته منسوب کړی دی.[16]

خو له بلې خوا ځینې فقیهان چې یو په کې سيد ابوالقاسم خويي هم دی، دا نظر نه مني او مشترک وخت مني يې او د دې خبرې نسبت شيخ صدوق او نورو علماوو ته ورکوي.[۱۷] د دې نظریې له مخې د لمانځه وخت له پیل څخه تر پایه پورې مشترک دی؛ خو له دې سببه چې د ترتیب خیال ساتل ضروري دي بايد اول د ماسپښين او بيا د مازديګر لمونځ وکړی شي او همدارنګ اول د ماښام او بیا د ماسخوتن لمنځونه وکړی شي.[۱۸]

د دې دواړو نظرونو تر منځ د اختلاف نتيجه دا ده چې که څوک په قصدي توګه د مازیګر لمونځ له ماسپښین لمانځه نه مخکې وکړي او د ماسخوتن لمانځ له ماښامه مخکې وکړي، نو د مشترک وخت د نظريې له مخې يې لمونځ صحيح دى؛ خو د خاص وخت د نظريې له مخې یې باطل دی.[۱۹]

د لمانځه د فضیلت وخت

د فقیهانو له نظره مستحبه ده چې انسان په اول وخت کې لمونځ وکړي او په دې اړه ډېره سپارښتنه شوې ده او هر څومره چې د وخت پيل ته نږدې وي ښه ده. مګر دا چې ځنډ یې د یو څه له سببه ښه وي؛ د مثال په توګه، هغه انتظار وکړي چې په ​​جماعت سره لمونځ وکړي.[20] د فقیهانو د فتوا له مخې، د «فضیلت وخت» یعنی هغه وخت چې لمونځ کول په کې غوره دي په لاندې ډول دي:

  • د فجر لمونځ: له فجر څخه د اسمان په ختیځ کې د سوروالي ښکاره کیدو پورې (عربۍ کې: اَلحُمرَةُ الْمَشرِقیّه)[21]
  • د ماسپښین لمونځ: د لمر له زوال څخه تر هغه وخته پورې چې د شاخص(د سیوري اندازه معلوموونکی) سیوری د هغه په اندازه شي.[۲۲]
  • د مازیګر لمونځ: له هغه وخته چې د شاخص اندازه په خپله د شاخص هومره شي تر هغه وخت پورې چې سیوري د شاخص دوه برابر ته ورسیږي.[23]
  • د ماښام لمونځ: له مغرب څخه تر د شفق تللو پورې، چې د اسمان په لويديځ کې د سوروالي تر تللو پورې.(عربې کې: َلحُمرَةُ الْمَغرِبیّه).[24]
  • د ماسخوتن لمونځ: د شفق له تللو تر شپې دریمې برخې پورې.[۲۵]

د لمانځه د وخت ځینې حکمونه

د لمانځه د وختونو په هکله د ځینې فقیهانو فتواګانې لاندې دي:

  • که یو رکعت لمونځ په وخت کې دننه وشي نو داسې ده لکه چې ټول لمونځ په وخت کې شوی وي.[46]
  • که چرته د یو کس په غاړه یو واجب کار وي، مثلاً قرض ورکوونکي غوښتنه کړې وي، نو انسان باید اول واجب کار وکړي او بیا لمونځ وکړي. خو که په قصدي ډول لومړی لمونځ وکړي که څه هم ګناه يې کړې ده خو لمونځ يې صحيح دی.[۲۷]
  • د لمانځه لپاره د نورو ویښول ښه کار دی او په ځینو مواردو کې د امر بالمعروف له مخې اړین دی؛ خو د ناروغ کس ویښول يا هغه کس چې ازار ورته رسي روا نه دي.[۲۸]

فوټ نوټ

سرچينې