د وحدت دعا
د ایران او عراق په جګړه کې د ایراني جنګیالیو انځور چې د لمانځه وروسته لاسونه نیولي او د وحدت دعا کوي. | |
| د دعا او زیارت معلومات | |
|---|---|
| موضوع | توحید |
| مأثور/غیرمأثور | مأثور |
| څخه صادر شوی | د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله |
| شیعه سرچینې | علل الشرایع • تهذیب • المقنع |
| مشهور دعاګانې او زیارتونه | |
| توسل دعا • کمیل دعا • ندبه دعا • سمات دعا • فرج دعا • ابوحمزه ثمالي دعا • عاشورا زیارت • جامعه کبیره زیارت • وارث زیارت • امین الله زیارت • اربعین زیارت | |
د وحدت دعا هغه ذکرونو ته اشاره کوي چې رسول الله(ص) یې د واجب لمونځونو وروسته د لوستلو سپارښتنه کړې او د يووالي د سمبول په توګه لوستل کېږي.[۱] د هغه څه پر اساس چې شيخ صدوق(وفات: ۳۸۱ هجري) له امام صادق(ع) څخه نقل کړي دي. پیغمبر(ص) د مکې له فتحې وروسته د حجر اسود تر څنګ د ماسپښين د لمانځه وروسته، خپل لاسونه پورته کړل او درې ځله تکبيرونه يې وويل. بيا يې دا دعا ولوسته او سپارښتنه يې وکړه: د دې دریو تکبيرونو ویل او دا دعا کول د هر واجب لمانځه وروسته ترسره کړئ. هر څوک چې د لمانځه له سلامه وروسته داسې وکړي، هغه د اسلام او د هغې د لښکرو د پياوړتيا لپاره د خدای د شکر کولو دنده ترسره کړې ده.[۲] شيخ صدوق دا دعا په المُقنِع کتاب کې په لاندې ډول بيان کړې ده:
لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ إِلَهاً وَاحِداً وَ نَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَ لاَ نَعْبُدُ إِلاَّ إِيَّاهُ (بې له یو خدایه بل خدای نیشته او مونږ د هغه حکم ته تسلیم یوو بې له خدایه بل معبود نیشته او مونږ بې له هغه د بل چې پرستش نه کوو)
مُخْلِصِينَ لَهُ اَلدِّينَ وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ رَبُّنَا وَ رَبُّ آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ (زمونږ اطاعت یواځې له هغه سره خاص دی که څه هم مشرکان یې نه خوښوي بې له هغه بل خدای نیشته چې زمونږ او زمونږ تیر شویو پلرونو رب دی)
لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ وَحْدَهُ أَنْجَزَ وَعْدَهُ وَ نَصَرَ عَبْدَهُ وَ أَعَزَّ جُنْدَهُ (بې له الله بل خدای نیشته یوازی یو دی په خپل یې وفا کړې او خپل بنده سره یې مرسته کړې ده او خپلو فوځونو ته یې عزت ورکړی دی)
وَ غَلَبَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ فَلَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَ يُمِيتُ وَ يُمِيتُ وَ يُحْيِي (او په یوازي په مخالفو لښکرو بري شوی دی نو هستي یوازی د هغه ده او ستاینه یوازی هغه لره ده چې ژوندي کول کوي او مړه کول کوي او بیا مړه کول کوي او ژوندي کول کوي)
وَ هُوَ حَيٌّ لاَ يَمُوتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (او هغه په خپله داسې ژوندی دی چې نه مړیږي او هم د هغه په لاس کې خېر دی او په هر څه باندې قادر دی.[۳]
شیخ طوسي په مصباح المُتَهَجِّد[۴] او تهذیب[۵] کې او قاضي نعمان مغربي په دَعائِم الاسلام[۶] کې هم دا دعا لږ څه توپیر سره روایت کړې ده.
د راپورونو له مخې، په ۶۰ لمریزې لسیزې کې به ایرانیانو د جماعت او جمعې له لمانځه وروسته په داسې حال کې دا دعا لوستله چې لاسونه یې سره ورکړي وو، دا به یې د یووالي او توحید د نښې په توګه لوستله..[۷] ویل کیږي چې دا دعا د ۱۳۵۸ کال د زمري په میاشت کې له اسلامي انقلاب وروسته په تهران کې د لومړۍ جمعې په لمانځه کې ولوستل شوه، او بیا مشهوره شوه.[۸] د عراق او ایران د جګړې پر مهال هم دا دعا د جماعت له لمانځه وروسته او د عملیاتو څخه مخکې د ایراني جنګیالیو د معمول برخه وه.[۹]
فوټ نوټ
- ↑ کمیلی خراسانی، «مضامین دعای وحدت، وحدتی و توحیدی است»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله کمیلی خراسانی؛ «امام (ره) با خوشحالی فرمود عجب نماز جمعهای شد!»، سایت روزنامه جوان.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۳۶۰.
- ↑ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۹۷.
- ↑ شیخ طوسی، المصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۲، ص۱۰۶.
- ↑ ابنحیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ۱۷۰.
- ↑ کمیلی خراسانی، «مضامین دعای وحدت، وحدتی و توحیدی است»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله کمیلی خراسانی.
- ↑ «امام (ره) با خوشحالی فرمود عجب نماز جمعهای شد!»، سایت روزنامه جوان.
- ↑ «نماز جماعت رزمندگان دفاع مقدس به امامت فرمانده سپاه»، خبرگزاری تسنیم؛ «فیلم/ قرائت دعای وحدت توسط فرماندهان قبل از عملیات «طریقالقدس»»، خبرگزاری دفاع مقدس.
سرچينې
- ابنحیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الاسلام، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام، ۱۳۸۵ق.
- «امام (ره) با خوشحالی فرمود عجب نماز جمعهای شد!»، سایت روزنامه جوان، تاریخ درج مطلب: ۸ مرداد ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۴۰۳ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، مکتبة الداوری، ۱۳۸۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، المقنع، قم، مؤسسة امام مهدى عجل الله تعالى فرجه الشريف، ۱۴۱۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۵ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجّد و سلاح المتعبّد، بیروت، موسسه فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق.
- «فیلم/ قرائت دعای وحدت توسط فرماندهان قبل از عملیات «طریقالقدس»»، خبرگزاری دفاع مقدس، تاریخ درج مطلب: ۱۲ آذر ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۴۰۳ش.
- کمیلی خراسانی، محمدصالح، «مضامین دعای وحدت، وحدتی و توحیدی است»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله کمیلی خراسانی، تاریخ درج مطلب: ۵ تیر ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۴۰۳ش.
- «نماز جماعت رزمندگان دفاع مقدس به امامت فرمانده سپاه»، تاریخ درج مطلب: ۳ مهر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۴۰۳ش.