حجر الاسود

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حَجَرُالْأسْوَدْ یو تور رنګه کاڼی دی چې د کعبې په دېوال لګېدلی دی. دغه کاڼی د هغه لومړي عبادت ځای چې د ځمکې په مخ جوړ شو یوازینۍ پاتې برخه ده. له امام باقر (ع) د یو روایت له مخې، حجر الاسود د جنت له دریو کاڼو څخه د ځمکې په مخ یو کاڼی دی. د اسلام پېغمبر (ص) د حجر الاسود د لمس کولو او ښکلولو سپارښتنه کړې ده او مسلمانو فقیهانو د هغې لمس کول مستحب ګڼلي دي. د کعبې طواف د دغه کاڼي له مخې پېل کیږي او همدلته ختمیږي. په هر واجب او مستحب طواف کې سپارښتنه شوې چې په ښي لاس سره دغه کاڼي لمس کړي او ښکل یې کړي او که وې نه کړی شوه په لاس ورته اشاره وکړي او ورسره خپل عهد او تړون نوی کړي.

د ځينو شیعه عالمانو په وينا، د امام والي په سر له امام سجاد (ع) سره د محمد بن حنفیه په شخړه کې، امام حجر الاسود ته حکم ورکړ او حجر الاسود د امام سجاد (ع) په اماموالي ګواهي ورکړه.

حجر الاسود د تاریخ په اوږدو کې، له ډېرو حملو سره مخامخ شوی او ډېرو کسانو د هغه د ورانولو یا پټولو اراده کړې چې کله کله کامیاب شوې هم دي.

پېژندنه او حیثیت امام صادق (ع):

خدای تعالی حجر اسود پېدا کړ او بیا یې له بندګانو تړون واخیست. بیا یې حجر ته وویل: دا پیمان او تړون په ځان کې دننه وساته. مومنان (د کاڼي په لمس کولوسره)  په خپل پیمان د پابندۍ څرګندونه کوي.[۱]

حجر الاسود په ختیځ رکن کې [۲] د کعبې په دیوال لګېدلی تور کاڼی دی.[۳] دغه کاڼی، د مسلمانانو په نزد ډېر معنوي ارزښت لري.[۴] د کعبې ختیځ رکن په دې کې د حجر الاسود د شتون په و جه په «رکن حجرالاسود» هم مشهور دی.[۵]

    د مسجد الحرام د ځمکې له سطحې د دې فاصله یو نیم میټره لوړه ده.[۲] دغه کاڼی د سپینو زرو په یوې محفظې کې  ایښودل شوی دی. نن سبا  له دغه کاڼي یوازې اته وړې ټوټې پاتې دي چې تر ټولو لویه یې د یوې خرما په اندازه ده.[۶]

له امام باقر (ع) د یو روایت له مخې په ځمکه د جنت درې کاڼي دي چې یو یې حجر الاسود دی.[۷] په قرآن کې د حجر الاسود نوم نه دی راغلی. سره له دې په آل عمران سوره کې د خدای کور د «آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ؛(روښانه نښو لرونکی)» ګڼل شوی[۸] او د دغه ایت په تفسیر کې حجر الاسود د کعبې د روښانه نښو له مصداقونو ګڼل شوی دی.[۹] دوهم خلیفه حجر الاسود داسې کاڼی وباله چې د انسانانو له پاره هیڅ ګټه او تاوان نه لري. هغه له حجر الاسود سره مینه یوازې له هغه سره د پېغمبر(ص) د مینې په وجه لرله. امام (ع) له خلیفه سره په مخالفت کې وویل چې خدای به دغه کاڼی د قیامت په ورځ ژوند کړي، په داسې حال کې چې یوه ژبه او دوه شونډې به لري او د هغه چا په حق کې به ګواهي ورکوي چې په خپل تړون پابند وو. دغه کاڼی د خدای د ښي لاس په شان دی چې په وسیله یې، مخلوق له هغه ذات سره بیعت کوي.[۱۰]

پېغمبر په عمرة البیضاء کې په داسې حال کې چې په اوښ سپور و د کعبې طواف یې وکړ[۱۱] او هغه یې په عصا سره لمس کړ [۱۲]

فضیلت

   علي شریعتي:

په سر کې باید حجر الاسود لمس کړې. په ښي لاس دې.... دا کاڼی د لاس راز دی، ښی لاس، د خدای ښی لاس! او اوس،... خدای خپل ښی لاس تاته وړاندې کړی دی، خپل ښی لاس رامخکې کړه، د هغه په بېعت کې راشه، له هغه سره هم تړونی شه، خپل تېر ټول تړونونه او پېوندونه دې وشلوه، ختم یې کړه.[۱۳]

د اسلام پېغمبر د حجر الاسود د لمس کولو سپارښتنه کړې او هغه یې د خدای ښی لاس ګڼلی چې خلک یې لمس کوي.[۱۴] شیعه عالم  ایت الله جوادي آملي (زوکړه ۱۳۱۲لمریز) د حجر اسود لمس کول داسې ګڼلي لکه چې مسلمانان له الهي  ذات سره بیعت وکړي.[۱۵] ځینو، د پېغمبر وینا په دې معنا ګڼلې چې  د  حجر الاسود په وسیله سعادت او کامیابۍ ته رسېدلی شو.[۱۶] همداراز په یو روایت کې هم نقل شوي چې امام زمان (ع) به له څرګندېدو وروسته حجر الاسود ته ډډه وهلې وي او خلک به ورسره بیعت کوي.[۱۷]

په تفسیر نمونه کې د دغه کاڼي د فضیلت په اړه داسې راغلې دي چې دغه کاڼي تر ټولو لرغونی شی دی چې د ودانۍ د مصالحې په توګه د عبادت په یو مرکز کې کارول شوی دی؛ ځکه چې د ځمکې په مخ ټول معبدونه او حتی کعبه څو څو ځله بیا رغول شوې او مصالح یې بدل شوې دي. یوازې همدا د کاڼي ټوټه ده چې د زرګونو کلونو له تېرېدو سره سره لا هم په دغه معبد کې ثابته او په ځای پاتې ده. [۱۸]

په شیعه سرچینو کې د حجر الاسود تر څنګ د لوستلو لپاره د ځینو دعاګانو سپارښتنه شوې ده.[۱۹] د کعبې طواف له دغه  کاڼي پېل او په همدغه کاڼي ختمیږي.[۲۰] په هر واجب او مستحب طواف کې سپارښتنه شوې چې په ښي لاس سره دغه کاڼی لمس او ښکل یې کړي او که ونه شوه په لاس دې ورته اشاره وکړي او خپل عهد و پیمان دې ورسره نوی کړي.[۲۱]

ویل شوي چې حجر الاسود په تاریخ کې هیڅ وخت حتی د جاهلیت په زمانه کې هم چې ډېر عزت یې کېده، عبادت یې نه دی شوی او د بوتانو په لیکه کې نه دی راغلی، بلکې همېشه د خالص توحید او د شرک د نفي کولو نښه وه.[۲۲]

 د حجر استلام 

اصلي مقاله : د حجر استلام د استلام حجر مطلب دی د تبرک په اراده د حجر الاسود لمس کول او ښکلول یې. [۲۳] په روایتونو کې سپارښتنه شوې چې حجر الاسود لمس او ښکل کړی شي.[۲۴] شیعه سني فقیهان استلام مستحب ګڼي.[۲۵]

علامه طباطبایي په تفسیر المیزان کې د حجر الاسود لمس کول او ښکلول د دې نښه ګڼلې چې  ټول روایتونه او ایتونه چې په مطلق ډول پکې د الهي شعائرو او د پېغمبر (ص) د درنښت  او له هغه او اهل بیتو سره د مینې سپارښتنه شوې او همداراز داسې نورې سپارښتنې، ټولې صحیح سپارښتنې دي ، هیڅ اشکال او خرابی پکې نیشته او شرک یې نه شو ګڼلیږ.[۲۶]

سرچینه او رنګ

د حجر الاسود د ټوټو  یو تصویر

حجر الاسود یو جنتي کاڼي ګڼلی دی.[۲۷] د ځینو روایتونو له مخې حجر الاسود په اصل کې، یوه فرښته وه چې تر ټولو فرښتو مخکې په الهي میثاق ژمنه شوه او خدای هم هغه په ټولو مخلوقاتو امینه وګرځوله.[۲۸] د ځینې نقلونو له مخې، آدم (ع) دغه جنتي کاڼی د کعبې په ودانۍ کې کېښود.[۲۹] د حضرت ابراهیم له خوا د کعبې د بیا جوړولو په وخت دغه کاڼی په ابو قبیس غره کې و او حضرت ابراهیم هغه په کعبې کې ولګاوه.[۳۰]

د ځینو روایتونو له مخې، دغه کاڼی په اوله کې ډېر سپین و خو د انسانانو د ګناهونو[۷] او د  مجرمانو او منافقانو د لمس کولو په وجه تور شو[۳۱] ویل شوي چې  زیات توروالی  یې  په مختلفو وختونو کې کعبې د اوراخستنې په  وجه دی.[۳۲] همداراز ځینو روایتونو د کافرانو له خوا لمس کېدل د هغې د تورېدو سبب ګڼلی دی.[۳۳]

معاصر شیعه مفسر محمد جواد مغنیه (زوکړه ۱۳۲۲ ق) باوري دی چې د حجر الاسود د جنتي کاڼي والي خبره او دا چې په اوله کې سپین و او بیا تور شو ټول خبر واحد یا د کیسو جوړول دي چې مونږ یې د منلو هیڅ مسوولیت نه لرو.[۳۴] تاریخي پېښې د اسلام د پېغمبر (ص) له بعثته پینځه کاله مخکې د کعبې په بیا رغاونه کې ، هرې قبیلې غوښتل چې حجر الاسود په خپله ولګوي، اختلاف زیات شو او اخر د پېغمبر (ص) په وړاندیز کاڼی په یو ټوکر کې کېښودل شو او څنډې یې د قریشو مشرانو ونیولې او کله چې کعبې ته ورسیدل پېغمبر په خپلو لاسونو کاڼی پورته کړه ا و په مخصوص ځای کې یې کېښود.[۳۵] د شپږمې پېړۍ د شیعه عالم ابن حمزه طوسي [۳۶] او نورو [۳۷] په وینا محمد بن حنفیه له امام سجاد (ع) سره د اماموالي په سر شخړه وکړه. امام سجاد له هغه سره خبرې وکړې خو هغه ونه منله. په اخره کې امام مجبوره شو حجرالاسود یې حَکَم وټآکه ، حجر الاسود د خدای په حکم د امام سجاد (ع) په امامت ګواهي ورکړه. په حجر الاسود په تاریخ کې ډېرې حملې شوې او ډېرو یې د ورانولو یا پټولو هڅه کړې ده.[۳۸] د ۳۱۷ ق کال په ذی الحجه کې قرمطیانو په مکې برید وکړ. هغوي حجر الاسود له کعبې وشوکاوه او خپلې پلازمېنې ته یې یووړ. هغوي په ۳۳۹ کال کې د ډېرو پېسو په بدل کې حجر الاسود کعبې ته ستون کړ.[۳۹]