منځپانگې ته ورتلل

زید نرسي

د wikishia لخوا
دا مقاله د زید نرسي په اړه ده. د ورته نوم کتاب لپاره، د زید نرسي اصل وګورئ.
زید نرسي
د اصول اربعمائه له لیکوالانو څخه
بشپړ نومزید نَرسي
مذهبشیعه
له معصوم څخه راویامام صادق(ع) او امام کاظم(ع)
له هغه څخه راویانابن ابي عمیر
تألیفاتد زید نرسي اصل


زید نرسي د دوهمې هجري پېړۍ له شیعه راویانو څخه و، چې له امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) څخه یې روایتونه نقل کړي دي.[۱] هغه یو کتاب درلود چې د زید نرسي اصل بلل کېده، او د اجماع اصحاب له ډلې څخه ابن‌ابي عُمَیر یې روایت کړی دی[۲]

زید نرسی یوازې له امامانو نه، بلکې له ځینې راویانو لکه: ابوبصیر، معاویة بن وهب[۳] سَمَاعَة بن مِهرَان، عبدالله بن سنان، عُبَید بن زُرَارَه، محمد بن علی حَلَبي[۴] او علی بن فَرقَد صاحبِ السَّابري[۵] څخه هم روایتونه نقل کړي دي.[۶]

د زید نرسی د وثاقت په اړه اختلاف شته؛ علامه حلي هغه د خلاصة الاقوال په کتاب کې د کمزورو راویانو په برخه کې یاد کړی، خو د ده د روایتونو په منلو کې یې توقف کړی دی.[۷]

زید نرسي ابن‌داوود هغه هم د ستایل شوو راویانو په برخه کې راوړی دی[۸] او هم یې د کمزورو راویانو په برخه کې ځای پر ځای کړی دی.[۹]

بحرالعلوم په الفوائد الرجالیة کې زید نرسی صحیح‌المذهب بللی[۱۰] او په هغه د ابن ابي عُمَیر پر اعتماد او د ده د کتاب پر اصالت په استناد هغه موثق ګڼلی دی.[۱۱] خو په مقابل کې، یوسف بن احمد بحراني هغه مجهول‌الحال ګڼلی دی.[۱۲]

زید نرسي د کوفې نَرْس سیمې ته منسوب دی.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۴.
  2. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۴.
  3. خویی، «اعتبار سنجی اصل زید نرسی»، ص۱۲۱.
  4. ساعدی، الضعفاء من رجال الحدیث، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۶۸.
  5. خوئی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج ۸، ص۳۸۳.
  6. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیة، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۶۵؛ خوئی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج ۸، ص۳۸۳.
  7. حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۲-۲۲۳.
  8. ابن داود، الرجال، ۱۳۴۲ش، ص۱۶۴.
  9. ابن‌داود، الرجال، ۱۳۴۲ش، ص۴۵۵.
  10. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیة، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۶۰.
  11. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیة، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۶۵-۳۶۷.
  12. بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۱۴۸.
  13. مامقانی، تنقیح المقال، مطبعة المرتضویة، ج۱، ص۴۷۱.

سرچينې

  • بحرالعلوم، محمدمهدی، الفوائدالرجالیة، تهران، مکتبةالصادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، تحقیق: محمدتقی ایروانی و عبدالرزاق مقرم، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • ابن‌داود، حسن بن علی، الرجال، تهران، دانشگاه تهران، چاپ اول، ۱۳۴۲ش.
  • حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال‌الحدیث و تفصیل طبقات‌ الرواة، بی‌جا، بی‌نا، چاپ پنجم، ۱۳۷۲ش.
  • خویی، مهدی، «اعتبار سنجی اصل زید نرسی»، مجله حدیث حوزه، شماره ۸، ۱۳۹۳ش.
  • ساعدی، حسین، الضعفاء من رجال‌الحدیث، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۸۴ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعة و أصولهم و أسماءالمصنّفین و أصحاب الأصول، تحقیق: عبدالعزیز طباطبائی، قم، مکتبة المحقق الطباطبائی، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، نجف، مطبعة المرتضویة، چاپ اول، بی‌تا.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، موسسة النشر الاسلامی، چاپ ششم، ۱۳۶۵ش.