اصول اربعمائه
اُصولِ اَربَعَمِائه د شیعه احادیثو څلور سوه کتابونو ته اشاره کوي چې لومړنیو راویانو په مستقیمه توګه یا یې په یوه واسطه سره د شیعو له امامانو څخه اوریدلي او لیکلي دي. اصل د احادیثو په نورو کتابونو باندې دا فضیلت لري چې له بل کتاب څخه نه دی اخیستل شوی او له همدې امله په احادیثو کې یې د خطا او تحریف احتمال ډېر کم دی. اصول اربعمائه د شيعه علماوو لپاره ډېر مهم وو او د صحيح احاديثو د پېژندنې له معيارونو څخه وو.
د شيعه عالمانو په اند د دغو کتابونو زياتره له يو څو څخه پرته، د امام صادق(ع) په زمانه کې او يا له هغه لږ وروسته او له هغه نه لږ مخکې ليکل شوي دي. د شيعه علماوو مشهوره نظريه دا ده چې اصول اربعمائه شمېر څلور سوه وو او ځينې څېړونکي يې شمېر له دې شمېر څخه کم ګڼي.
شيعو اصول اربعمائه په ساتلو کې ډېره لېوالتيا درلوده؛ خو وروسته له دې چې د دوي ډېر حدیثونه په څلورو کتابونو کې ثبت شول، اصولو ته یې پاملرنه کمه شوه او ډېر یې له منځه ولاړل. نن سبا له هغو څخه يوازې شپاړس اصله پاتې دي، چې د الاُصولُ السِّتَّه عَشَر (شپاړس اصول) په نامه کتاب کې چاپ شوي دي.
د اصل تعریف
اصلي مقاله: اصل لیکل
اصل د احادیثو هغه کتاب دی چې لیکوال یې حدیثونه په مستقیم ډول یا په یوې واسطې سره له شیعه امامانو اورېدلي او لیکلي دي.[۱] اصل له بل کتاب څخه نه دي اخستی شوی؛ بلکي هغه احاديث لري چي ليکوال پخپله له معصوم څخه اوريدلي او ليکلي يې دي او يا يې له معصوم څخه په یوې واسطې نقل کړي دي.[۲]
د «دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه» د کتاب د لیکوال له قوله، د «اصل» اصطلاح د لومړي ځل لپاره د شیعه علماوو په ادبیاتو کې له پنځمې هجري پېړۍ راوروسته ذکر شوې ده؛[۳] په ځانګړې توګه د شیخ مفید، نجاشي او شیخ طوسي په کتابونو کې.[۴]
د اُصولِ اَربَعَمِائه اعتبار
د فیض کاشاني په وینا اُصولِ اَربَعَمِائه د احادیثو د ارزونې له معیارونو څخه و او لومړنیو فقهاوو به هغه حدیث صحیح ګڼه چې له څلورو سوو اصولو څخه په څو اصولو کې راغلې وې او یا په یوه یا دوو اصولو کې ګڼ شمېر او معتبرو سندونه سره ذکر شوی وې یا د اصل لیکوال د اجماع له اصحابو څخه وې، نو هغه صحیح ګڼل کیږي او قبلیږي.[۵] ویل کیږي چې شیعه عالمان په دې یوه خله دي چې دا کتابونو د شیعو د حدیثونو د کتابونو له مهمو بنسټونو څخه وو، او د څلورو کتابونو زیاتره حدیثونه له هم دې اصولو څخه اخیستل شوي دي.[۶]
اقا بزرګ تهراني چې شیعه کتابپوه دی د اصول اربعمائه د اهمیت په اړه لیکلي دي چې د احادیثو د نورو کتابونو په پرتله په هغو کې خطا او هېریدل ډېر کم دي. دلیل یې دا دی چې د دغه حدیثونه په مستقیم ډول یا یوازې یوې واسطې سره اخستی شوي دي. له همدې امله، دا د نورو کتابونو په پرتله خورا معتبر دي. په ځانګړې توګه که د دغو لیکوال له معتبرو محدثینو څخه وي او د احادیثو د روایت کولو شرایط ولري، په دې صورت کې د دغو اصلونو حدیثونه یقینا معتبر ګڼل کیږي.[۷] نو له همدې امله که رجالیان د یوه راوی په څېړنه کې ووایي چې هغه د اصل لیکوال و نو دا د دې راوی لپاره یوه مثبت ځانګړتیا ګڼل کیږي ځکه چې له دې څخه څرګندېږي چې هغه هڅه کوله چې احاديث په صحيح بڼه ثبت کړي او د معصوم(ع) نیغ په نیغه عبارت ولیکي.[۸]
تاریخ
شيعه عالمان ټول په دې باور دي چې اصول اربعمائه د امامانو په زمانه کې ليکل شوي دي، يعنې د امام علي(ع) له زمانې څخه د امام حسن عسکري(ع) تر زمانې؛[۹] خو د دوي د تالیف د وخت په اړه اختلاف لري. په دې هکله دوه مشهور نظرونه دي:[۱۰] د لومړي نظر له مخې د دوي لیکل د امام علي له زمانې څخه پیل شوې او د امام حسن عسکري علیه السلام تر زمانې پورې دوام لرلی. د سید محسن امین او شیخ مفید په څیر کسان د دې نظر ملاتړ کوي. دوهم نظر وايي چې اصلونه د امام صادق(ع) په زمانه کې يا له هغه څخه لږ مخکې او وروسته ليکل شوي دي. د شهید اول، محقق حلي او میرداماد په څېر کسان د دې نظر ملاتړ کوي.[۱۱]
محمد حسین حسیني جلالي په خپل کتاب دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه کې د دویم نظر پر سموالي ټینګار کړی دی.[۱۲] آقا بزرګ تهراني په الذریعة کې لیکلي چې دقیق معلومه نه ده. چې اصول اربعمائه کله لیکل شوي دي؛ خو موږ پوهیږو چې له یو څو اصلو پرته نور ټول د امام صادق(ع) د اصحابو له خوا لیکل شوي دي؛ که د هغه خاص اصحاب وي او یا د اصحابو هغه ډله چې د امام باقر(ع) یا امام کاظم(ع) شاګردان وو.[۱۳]
د «تاریخ عمومی حدیث» کتاب لیکوال مجید معارف یو بل نظر هم لري چې هغه دا دی چې اصول د امام باقر(ع)، امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) په زمانه کښې لیکل شوي دي.[۱۴] د هغه شاهد دا دی چې د موجوده حدیثونو ډیره برخه په اصولو کې د دې دریو امامانو څخه نقل ده.[۱۵]
د امام صادق(ع) په زمانه کې د اصل د لیکلو د رواجیدو سبب
د شیعو د اصولو لیکلو ته د پاملرنې د علت په اړه ویل شوي دي چې د امام باقر، امام صادق او د امام کاظم علیهم السلام د امامت دوره د بني امیه د حکومت له ضعف او بیا د بني عباسو واکمنۍ ته د رسیدو وخت سره سمون خوري. په دې دوره کې واکمنانو په سیاسي شخړو کې د بوختیدو له امله په امامانو باندې د سختۍ کولو فرصت نه درلود. له همدې امله د امامانو لاسونه د دیني تعلیماتو د خپرولو لپاره خلاص وو او شیعه راویان به په آرامۍ سره د هغوی په عامه او شخصي درسونو کې ګډون کاوه او له هغوي څخه به یې حدیثونه لیکل او زده کول.[۱۶]
د اهلسنتو مسند سره مقایسه
اصول اربعمائه له هغو کتابونو سره پرتله کوي چې د «مسند» په نامې یادېږي، د سنیانو په منځ کې د مسند لیکلو خورا رواج و.[۱۷] د دوي ورته والی دا دی چې په اصولو او مسندو کې معیار د راوي یو شونه معیار ده، نه د احاديثو موضوع؛ يعنې په دواړو کې يو راوي په مختلفو موضوعاتو کې له طبقه بندۍ پرته احاديث راټول کړي دي. همدارنګه دا دواړه د احادیثو په اوریدلو ولاړ وو او دوي حدیثونه له نورو کتابونو نه اخیستل. بل ورته والی یې دا دی چې په شیعه کې اصول اربعمائه د ډیرو مهمو حدیث کتابونو د تالیف بنسټ ګرځیدلی. لکه څنګه چې د اهل سنتو احادیث له مسندونو څخه لیکل شوي دي.[۱۸]
البته د شيعه علماوو په نظر دا دواړه په خپلو ځینې توپیرونه هم لري؛ له هغو ځینې دا چې اصول اربعمائه په مستقیم ډول یا یوازې په یوې واسطې سره له امامه اوریدل شوي. نو په دوي کې د خطا او تحریف امکان ډېر کم دی؛ خو مسندونه کله ناکله د څلورو، پنځو یا شپږو واسطو له لارې رسول الله(ص) ته رسیږي او د لومړي درجې کتابونه ندي.[۱۹]
د اصولو شمیر
د علماوو په منځ کې مشهور نظر دا دی چې اصل څلور سوه کتابونه وو.[۲۰] یا د اقا بزرګ تهراني له قوله تر څلورو سوو کم کتابونه نه وو.[۲۱] شیخ مفید (د هغه د یوه قول له مخې چې په مَعالمُالعلما کتاب کې راغلی دی او په خپلو اثارو کې نه دی موندل شوی)، فضل بن حسن طبرسي، شیخ بهايي، حر عاملي او میرداماد هم همداسې ویلي دي.[۲۲]
د مثال په توګه د معلم العلماء په کتاب کښې د شیخ مفید په نقل راغلي دي چې د امام علی(ع) له زمانې څخه د امام حسن عسکري(ع) تر زمانې امامیه څلور سوه کتابونه لیکلي دي چې د اصول په نامه یادیږی.[۲۳] همدارنګ سید محسن امین د اعیان الشیعه کتاب لیکوال ویلي دي د امام علی علیه السلام له زمانې څخه تر امام حسن عسکری(ع) شپږ زره کتابونه ولیکلی شول چې په هغو کې څلور سوه کتابونه یې له نورو کتابونو څخه غوره وو او شیعو په منځ کې په څلور سوه اصولو مشهور وو.[۲۴]
د مشهور د نظر مخالف نظر
د جلالي حسیني نظر په دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه کتاب کې د مشهور قول خلاف دی. هغه د اصولو شمېر يې له سلو زيات نه دی ګڼلی.[۲۵] يو دليل يې دا دی چې په مجموع کې يې د شيخ طوسي او نجاشي په اثارو کې له اوياو زيات اصول نه دي موندلي. په داسې حال کې چې د دغو دواړو دنده دا وه چې د شیعو د کتابونو نوملړ راغونډول وو او په ځانګړې توګه شیخ طوسي وعده کړې وه چې د هغه ټول راټول کړي.[۲۶]
د هغه په وينا، د شيعه علماوو تر منځ د اصولو په تعريف کې اختلاف د دې لامل شوى، چې د اصولو شمېر يې څلور سوه ته ورسېږي. یوې ډلې هر معتبر کتاب اصل ګڼلی او بلې ډلې هر هغه کتاب چې له بل کتاب څخه نه وي اخستل شوی اصلي ګڼلی، بیا یې دا نتیجه اخستې ده چې کله ویل کیږي چې شیعو شپږ زره حدیثي لیکلي چې له دې جملې څخه ۴۰۰ یې اصل دي. دا پدې مانا ده چې دا د دوي په نظر کې د اعتبار وړ دي.[۲۷]
موافق نظر
د حدیث د عمومي تاریخ لیکوال مجید معارف مشهور قول منلی او لیکلي یې دي چې ډیری شواهد یې تاییدوي. د نورو څيزونو تر څنګ د نجاشي او شيخ طوسي په دوو كتابونو كې د امام باقر عليه السلام له اصحابو څخه تر امام كاظم پورې تر پنځو سوو زيات كسان ياد شوي دي، چې له هغوى څخه په مستقيم ډول د ځانګړي كتاب راويان دي،[۲۸] په دې کتاب کې، د شیخ طوسي د الفهرست کتاب یوه خبره نقل شوې ده چې هغه وايي چې د شیعو لیکوالانو لست يې لیکلی دى؛ خو دا نه ده تضمين شوې چې هغه یې ټول پيژندلي وي.[۲۹]
د اصول اربعمائه برخلیک
ویل کیږي چې شیعو د اصول اربعمائه ساتلو ته خورا اهمیت ورکاوه؛ خو د احاديثو د کتابونو له لیکل کیدو وروسته يې د هغو ساتنې ته دومره اړتيا ونه ليدله. له همدې امله نن يوازې يو څو اصول پاتې دي او زياتره يې له منځه تللي دي.[۳۰] خو د کتب اربعه (څلورو کتابونو) د لیکلو په وخت اصول اربعمائه موجود وو. او احاديث يې په دغو کتابونه چې د شیعه احادیثو کتابونه دي،[۳۱] کې ذکر شوي دي.[۳۲]
پاتې اصول يې شپاړس اصول دي، چې له خطي نسخو سربېره د «اَلاُصولُ السِّتَّه عَشَر» په نامه کتاب کې چاپ شوي دي.[۳۳] دا اصول په دا ډول دي:
- د زید زرّاد کوفی اصل
- د ابو سعید عَبّاد عُصفُری اصل
- د عاصِم بن حُمَید حنّاد کوفی اصل
- د زید نَرسی کوفی اصل
- د جعفر بن محمد بن شُرَیح حضرمی اصل
- د محمد بن مثنی حضرمی اصل
- د عبدالملک بن حکیم خَثعَمی اصل
- د مثنی بن ولید حناط اصل
- د خَلّاد سِندی اصل
- د حسین بن عثمان عامری اصل
- د عبدالله بن یحیی کاهلی اصل
- د سَلّام بن ابیعمره اصل
- د یا نوادر علی بن اسباط کوفی اصل
- د علاء بن رزینالقلا د اصل غوره برخه
- د درست بن ابیمنصور محمد واسطی اصل
- د عبدالله بن جبر کتاب چې دیات ظریف بن ناصح کوفی باندې مشهور و.[۳۴]
فوټ نوټ
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۶؛ فضلی، اصولالحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۴۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۸-۹.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۹.
- ↑ فیض کاشانى، الوافی، ۱۴۰۶ق، ص۲۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۱-۲۱۲.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۷.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۰۵.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۲؛ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۰۵-۲۰۶.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۰۵-۲۰۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۳-۲۴.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳۰-۱۳۱.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۱.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۴-۲۶۵.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۱۹۷-۱۹۸.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۱-۲۱۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۵-۲۱۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۶.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۹.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۵۸..
- ↑ ابنشهرآشوب، معالمالعلما، ۱۳۸۰ق/۱۹۶۱م، ص۳.
- ↑ امین، اعیانالشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۴۰.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۶.-۲۷.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۷-۲۸.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۵۹.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۵۷.
- ↑ مدیر شانهچی، تاریخ حدیث، ۱۳۸۲ش، ص۹۴.
- ↑ مؤدب، تاریخ حدیث، ۱۳۸۸ش، ص۸۶.
- ↑ مدیر شانهچی، تاریخ حدیث، ۱۳۸۲ش، ص۹۴؛ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۲.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۳.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۳-۲۶۴؛ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۳-۲۱۵.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، معالم العلماء فی فهرست کتب الشیعة و اسماء المصنفین منهم قدیماً و حدیثاً، نجف، المطبعة الحیدریه، چاپ اول، ۱۳۸۰ق/۱۹۶۱م.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
- حسین جلالی، محمدحسین، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، تهران، مؤسسةالاعلمی.
- طباطبایی، سید کاظم، مسندنویسی در تاریخ حدیث، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغلت اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- فضلی، عبدالهادی، اصولالحدیث، بیروت، مؤسسه امالقری، چاپ دوم، ۱۴۲۰ق.
- فیض کاشانى، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین على علیه السلام، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
- مدیر شانهچی، کاظم، تاریخ حدیث، تهران، سمت، ۱۳۸۲ش.
- معارف، مجید، تاریخ عمومی حدیث با رویکرد تحلیلی، تهران، کویر، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- مؤدب، رضا، تاریخ حدیث، قم، مرکز بین المللی ترجمه و نشر المصطفی، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.