۱ هجري قمري کال
۱ هجري قمري کال، د هجري قمري کالهندارې لمړي کال دی. دا کال د اسلام د پیغمبر(ص) له بعثته[۱] څوارلس کاله وروسته او له عام الفیل څخه ۵۳ کاله وروسته وه.
په همدې کال کې له مکې څخه مدینې ته د پیغمبر(ص) او د مسلمانانو د یوې ډلې هجرت وشو. همدارنګه د قبا جومات او مسجد النبی په همدې کال کې بنسټ ایښودل شو.
پېښې
- ۱ ربیع الاول. د پیغمبر(ص) د وژلو لپاره د قریشو د مشرانو دسیسه او د لیلة المبیت کیسه[۲]
- له مکې څخه مدینې ته د پیغمبر(ص) هجرت.[۳]
- د جمادی الاولی په میاشت کی د پیغمبر(ص) د مشهور صحابی سلمان فارسي اسلام قبولول.[۴]
- د مدينې له يهودانو څخه د عبدالله بن سلام اسلام قبولول.[۵]
- د ربیع الاول ۱۵مه: د قبا جومات بنسټ ایښودل.[۶]
- د لومړۍ جمعې لمونځ او د پیغمبر(ص) لومړۍ خطبه.[۷]
- د مسجد النبی جوړول.[۸]
- د لومړی جنازی لمونځ.[۹]
- د انصارو او مهاجرو تر منځ د ورورولۍ تړون.[۱۰]
- د پیغمبر(ص) او یهودانو تر منځ د سولې او نه تیري تړون.[۱۱]
- د دُستور المدینه تیارول د پیغمبر(ص) لخوا.[۱۲]
- له عایشې سره د پیغمبر(ص) واده.[۱۳]
- د عُبَیدة بن حارث سریه د شوال په مياشت کې د هغو مشرکانو په مقابل چې ګمان کېده د مدينې په شاوخوا کې يې برید کړي.[۱۴] ابن هشام دغه سریه په دوهم قمري کال کې ګڼلې ده.[۱۵]
زوکړې او وفاتونه
- د اَسعد بن زُراره مړینه چې د اسعد الخیر لقب ورته ویل کېده، یو صحابه او د یثرب له لومړنیو مسلمانانو څخه و.[۱۶]
- د مختار ثَقَفي زیږون چې یو له تابعینو څخه وو چې د امام حسین(ع) دغچ اخیستلو لپاره پاڅون وکړ.[۱۷]
- د عبدالله بن زُبیر زیږون چی په مکه کې د معاویه له مړینې وروسته د خلافت له دعوه کوونکو څخه و.[۱۸]
- د زیاد بن اَبیه زیږون د علوی او اموی حکومتونه یو چارواک.[۱۹]
فوټ نوټ
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۸م، ج۲، ص ۳۹۲
- ↑ طوسی، المصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ص۷۹۱.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۶-۱۴۸.
- ↑ شیرازی، الدرجات الرفیعة، ۱۹۸۳م، ص۱۹۹.
- ↑ مسعودی، التنبیه و الاشراف، قاهره، ص۲۰۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۹۷.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۹۴.
- ↑ ابنزباله، اخبار المدینه، ۲۰۰۳م، ص۷۴.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۴۶۵.
- ↑ ابنهشام، السیره النبویه، بیروت، ج۱، ص۵۰۵.
- ↑ ابناسحاق، سیرت رسول اللّه، ۱۳۶۱ش، ج۲، ص۵۶۱.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی، ۱۳۸۵ش، ج۵، ص۱۲۷، ۱۳۶.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۸۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۰۲.
- ↑ ابن هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۱، ص۵۹۱.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۴۵۹.
- ↑ ابناثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۴۷.
- ↑ ابنحجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۸۰.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۵۲۳.
سرچينې
- ابناثیر، علی بن محمد، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
- ابناسحاق، سیرت رسول اللّه، ترجمة رفیع الدین اسحاق محمد بن همدانی، چاپ اصغر مهدوی، تهران، ۱۳۶۱ش.
- ابنحجر عسقلانى، احمد بن على، الإصابة فى تمييز الصحابة، تحقيق عادل احمد عبد الموجود و على محمد معوض، بيروت، دارالكتب العلمية، ۱۴۱۵ق.
- ابنزباله، محمد بن حسن، اخبار المدینه، مدینه، مرکز بحوث و دراسات المدینه المنوره، ۲۰۰۳م.
- ابنسعد، محمد بن سعد، طبقات الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق.
- ابنعبد البر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
- ابنهشام، عبدالملک، السیره النبویه، بیروت، دارالمعرفه، بیتا.
- شیرازی، سید علیخان، الدرجات الرفیعة فی طبقات الشیعة، بیروت، موسسة الوفاء، ۱۹۸۳م.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعه، الطبعة الاولی، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
- عاملی، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، قم، ۱۳۸۵ش.
- مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الاشراف، تصحیح عبدالله اسماعیل الصاوی، قاهرة، دارالصاوی، بیتا.
- واقدی، محمد بن عمر، المغازی، بیروت، الاعلمی، ۱۴۰۹ق.