امام هادي علیه السلام

د wikishia لخوا
(له امام هادي علیه‌ السلام نه مخ گرځېدلی)
د عسکریینو حرم

په امام هادي یا امام علي النقي مشهور علی بن محمد (۲۱۲-۲۵۴ق) د شیعیانو لسم امام او د امام جواد(ع) زوی دی. هغه له ۲۲۰ ق تر ۲۵۴ ق کاله د ۳۴ کلونو په موده امامت په غاړه درلود. د امام هادي د امامت وخت له یو شمېر عباسي خلیفه ګانو منجمله متوکل سره هم مهاله و. هغه د خپل امامت زیات کلونه په سامرا کې د عباسي واکمنانو تر څارنې لاندې تېر کړل.

له امام هادي(ع) په اعتقادي، تفسیر، فقې او اخلاقو کې ځینې حدیثونه روایت شوي دي په ځینو حدیثونو کې کلامي بحثونه شوي لکه تشبیه او تنزیه او جبر او اختیار. زیارت جامعه کبیره او زیارت غدیریه هم له هغوي نقل شوې دي.

عباسي خلیفه ګانو امام هادي(ع) محدوداوه او له شیعیانو سره د هغوي د اړیکو مخه یې نیوله. له همدې امله هغه زیاتره د خپل وکالت تنظیم په ذریعه چې د امام له ځینو وکیلانو جوړ و، له شیعیانو سره اړیکي لرل. عبد العظیم حسني، عثمان بن سعید، اَیوب بن نوح او حسن بن راشد د هغه له اصحابو وو.

د امام هادي مزار په سامرا کې او د شیعیانو زیارت دی. دغه زیارت د هغه او دهغه د زوي امام حسن عسکري(ع) د ښخېدو له امله په عسکریینو حرم مشهور دی. د عسکریینو حرم په ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ کال کې په ترهه ګرو حملو کې ویجاړ شو، د ایران د عتبات عالیات کمېټې له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۴ ل کاله هغه بیا ورغاوه.

نوم، نسب او لقبونه

اصلي مقاله: د امام هادي(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک

په امام هادي او علي النقي مشهور علي بن محمد، د شیعیانو لسم امام دی. پلار یې امام جواد(ع) د شیعیانو نهم امام او مور یې یوه وینځه[۱] وه چې نوم یې سَمانهٔ مَغربیه[۲] یا سوسَن[۳] و.

د شیعیانو د لسم امام مشهور لقبونه هادي او نقي دي.[۴] ویل شوي چې په هادي د هغوي ملقب کېدو علت دا دی چې د شتون په زمانه کې د خېر په لور د خلکو ډېر ښه هدایتوونکی و.[۵] د هغه نور لقبونه لکه مرتضی، عالم، فقیه، امین، ناصح، خالص او طَیّب هم د هغوي لپاره ذکر شوې دي.[۶]

شیخ صدوق (وفات۳۸۱ق) له خپل استاده نقل کړې چې امام هادي او بچی یې امام حسن عسکري(ع) له دې امله چې په سامرا کې د عسکر په نامه یوه سیمه کې استوګن وو عسکري بلل کیږي.[۷] د اهل سنتو عالم ابن جوزي (وفات ۶۵۴ق) هم په تذکرة الخواص کتاب کې امام هادي ته د عسکري نسبت له همدې امله بللی دی.[۸]

د هغه کنیت ابوالحسن دی[۹] او په حدیثي سرچینو کې دریم ابوالحسن بلل شوی دی.[۱۰] چې له لومړي ابوالحسن یعني امام کاظم او دوهم ابوالحسن یعنې امام رضا سره ګډوډ نه شي.[۱۱]

ژوند لیک

د کلینی،[۱۲] شیخ طوسی،[۱۳] شیخ مفید[۱۴] او ابن‌ شهرآشوب،[۱۵] په نظر امام هادی د ۲۱۲ ق کال د ذي الحجې په ۱۵ په صریا کې (مدینې ته نزدې یوه سیمه) کې زېږېدلی دی. سره له دې د هغه زوکړه یې د همدغه کال[۱۶] د رجب دوهمه او یا پینځمه، او د ۲۱۴ ق کال زبرګه میاشته او د ۲۱۵ ق کال جمادي الثاني[۱۷] هم ثبت کړې ده.

د څلورمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي مسعودي په راپور، په هغه کال چې امام جواد له خپلې مېرمنې ام الفضل سره حج وکړ، امام هادي یې په داسې حال کې چې وړوکی و، مدینې ته راوسته.[۱۸]او هغه تر ۲۳۳ ق کال په مدینه کې ژوند وکړ. د دریمې قمري پېړۍ تاریخ لیکونکي یعقوبي هم لیکلي چې په دې کال متوکل عباسي، امام هادي سامرا ته وروباله[۱۹] او د عسکر په نامه یوه سیمه کې یې تر خپل کنټرول لاندې وساته او د عمر تر پایه پورې هلته ووسېد.[۲۰]

د نورو شیعه امامانو په پرتله د امام هادي، امام جواد او امام عسکري د ژوند په اړه څه خاص معلومات نیشته. مورخ محمد حسین رجبي دواني (زوکړه ۱۳۳۹ل) د دغه مسالې سبب د دغه امامانو لنډ عمر د هغوي محصور او کلابندوالی او په هغه زمانه کې د تاریخي کتابونو د لیکونکو غیر شیعه والی ګڼي.[۲۱]

د جنیدي د شیعه کېدو کیسه

د هغه راپور په اساس چې په اثبات الوصیه کې نقل شوی د امام جواد له شهادته وروسته د عباسي حکومت له خوا د جنیدي په نوم یو کس چې له اهل بیتو سره په دښمنۍ او تعصب مشهور و مامور کړ چې امام هادي ته تعلیم ورکړي او تر څارنې لاندې یې ونیسي او له هغه سره د شیعیانو د اړیکو مخه ونیسي؛ خو څه موده پس دغه کس د امام د علم او شخصیت تر اثر لاندې شیعه شو.[۲۲]

بچیان

په شیعه سرچینو کې د امام هادي څلور زامن حسن، محمد، حسین او جعفر یاد شوې دي.[۲۳] همداراز د هغه لپاره یوه لور هم یاده شوې چې شیخ مفید یې نوم عایشه[۲۴] او ابن شهر آشوب[۲۵] عِلِّیّه (یا عَلیِّه) ذکر کړی دی. په دلائل الامامه کې د هغه لپاره د دوو لوڼو عایشه او دلاله نومونه ذکر شوې دي.[۲۶] اهل سنت عالم ابن حجر هیثمي هم په الصَواعِقُ المُحرِقَه کې د شیعیانو د لسم امام بچیان څلور زامن او یو لور ګڼلې ده.[۲۷]

شهادت او مزار

د شیخ مفید په باور (وفات:۴۱۳ق) امام هادي د ۲۵۴ق کال په بزرګه میاشته کې په سامرا کې له شل کاله او نه میاشتې استوګنې وروسته، په ۴۱ کلنۍ کې له دنیا لاړ.[۲۸] همداراز په دلائل الامامه او کشف الغمه کې راغلي چې امام هادي د معتز عباسي (۲۵۲-۲۵۵ق) په حکومت کې مسموم شو او له همدې امله شهید شو.[۲۹] ابن شهر آشوب (وفات ۵۸۸ق) په دې باور دی چې هغه د مُعْتَمد (حکومت: ۲۵۶-۲۷۸ق) د حکومت په وروستیو کې شهید شوی دی او له ابن بابویه یې نقل کړې چې معتمد هغه ته زهر ورکړي دي.[۳۰]

ځینو سرچینو د هغوي شهادت د بزرګې میاشتې ۳[۳۱] او ځینو یې د جمادی الثاني ۲۵ یا ۲۶ ذکر کړی دی[۳۲] د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي کالهنداره کې د بزرګې دریمه د هغوي د شهادت په توګه ثبت شوې ده.

د څلورمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي مسعودي په راپور، امام حسن عسکري د خپل پلار په جنازه کې برخه واخیسته. جنازه یې په هغه لاره کې چې د موسی بن بغا د کور مخې ته وه کېښوده او مخکې له دې چې خلیفه عباسي یې په جنازه کې شرکت وکړي امام عسکري د پلار په جنازه لمونځ وکړ. مسعودي د امام هادي په جنازه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې خبر ورکړی دی.[۳۳]

د عسکریینو حرم

اصلي مقاله: د عسکریینو حرم

امام هادي(ع) په هغه کور کې چې په سامرا کې پکې استوګن و خاورو ته وسپارل شو.[۳۴] د هغوي او د هغوي د زوي امام حسن عسکري(ع) د ښخېدو ځای ته چې په سامرا کې دی د عسکریینو حرم ویل کیږي. په خپل کور کې د امام هادي(ع) له ښخېدو وروسته امام حسن عسکري د هغه د مقبرې لپاره یو نوکر ونیوه. په ۳۲۸ ق کال کې د هغه دوو په قبر لومړی ګنبد جوړ شو.[۳۵] د عسکریینو حرم په مختلو پړاوونو کې مرمت، بشپړ او نوې کړی شوی دی.[۳۶] هر کال شیعیان د امام هادي او امام عسکري د زیارت لپاره له مختلفو سیمو سامرا ته ځي.

اصلي مقاله: د عسکریینو د حرم ویجاړول

په ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ ل کال کې د عسکریینو د حرم ځینې برخې په ترهه ګرو چاودونو کې ورانې شوې.[۳۷] د عتبات عالیاتو د بیا رغاونې کمېټې هغه په ۱۳۹۴ کال کې د هغې بیا رغاونه پای ته ورسوله.[۳۸] د حرم ضریح هم د ایت الله سیستاني په مرسته جوړ شو.[۳۹]

د امامت پړاو

امام هادی(ع):

« خلک په دنیا کې له خپلو مالونو سره سرو کار لري او په آخرت کې له خپلو عملونو سره»

عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، مخ۳۰۴.

علی بن محمد، په ۲۲۰ ق کال کې په اته کلنۍ کې امامت ته ورسېد.[۴۰] د سرچینو په وینا د امامت په پېل کې د امام هادي(ع) کم عمر د شیعیانو د شک سبب نه شو؛ ځکه چې د هغه د پلار امام جواد امامت هم په کم عمرۍ کې پېل شوی و.[۴۱] د شیخ مفید په لیکنه، شیعیانو له نهم امام ورسته، د ډېرو کمو کسانو په استثناء، د امام هادي(ع) امامت ومانه [۴۲] دغه کمو کسانو موسی مبرقع امام ګاڼه. خو یوه موده پس له خپلې عقیدې واوړېدل او له عامه شیعیانو سره په یوه عقیده شول.[۴۳]

سعد بن عبدالله اشعري امام هادي(ع) ته د دغه کسانو ستنېدل، له هغوي د موسی مبرقع د بېزاري ښودلو نه وروسته ګڼلې دي.[۴۴] شیخ مفید[۴۵] او ابن‌ شهر آشوب،[۴۶] د امام هادي(ع) په امامت د شیعیانو د نظر اتفاق او بې له هغه د بل چا له خوا د امامت د ادعا نه کول د هغه د امامت پر اثبات محکم دلیل ګڼلی دی.[۴۷] محمد بن یعقوب کُلینی او شیخ مفید، د هغه د امامت په اثبات پورې اړوند نصوص په خپلو اثارو کې ذکر کړي دي.[۴۸]

امام هادی(ع):

«حکمت په فاسدو فطرتونو کې اثر نه کوي»

عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، مخ۳۰۴.

د ابن شهر آشوب په وینا، شیعیان د تېرو امامانو د نصوصو له لارې د علي بن محمد په امامت خبر شول؛ هغه نصوص چې د ځینو راویانو منجمله اسماعیل بن مهران او ابوجعفر اشعري په وسیله نقل شوې دي.[۴۹]

هم مهاله خلیفه ګان

د امام هادي په پړاو کې خلافت

له امامته مخکې دوران خلیفه ګان

(۲۱۲-۲۲۰)

کال ------- خلیفه

۲۱۲-۲۱۸ق ----- مأمون

۲۱۸-۲۲۷ق ----- معتصم

د امامت د دورې خلیفه ګان

(۲۲۰-۲۵۴)

کال ------- خلیفه

۲۱۸-۲۲۷ق ----- معتصم

۲۲۷-۲۳۲ق ----- واثق

۲۳۲-۲۴۷ق ----- متوکل

۲۴۷ (۶ میاشت) ----- منتصر

۲۴۸-۲۵۲ق ----- مستعین

۲۵۲-۲۵۵ق ----- معتز

امام هادی(ع)، ۳۳ کاله (۲۲۰ق-۲۵۴ق)، امامت په غاړه درلود[۵۰] په دې موده کې څوک عباسي خلیفه ګان حکومت ته ورسیدل. د هغه د امامت پېل د معتصم له خلافت او پای یې د معتز له خلافت سره هم مهاله و.[۵۱] البته ابن شهر آشوب، د امام هادي(ع) د عمر پای د معتمد عباسي د خلافت په زمانه کې ګڼلی دی.[۵۲]

د شیعیانو لسم امام، د خپل امامت اوه کاله د معتصم عباسي د خلافت په زمانه کې تېر کړل.[۵۳] د دولسم امام(عج) د غیبت د سیاسي تاریخ کتاب د لیکوال جاسم حسین په وینا، معتصم د امام هادي په زمانه کې د امام جواد د زمانې په پرتله په شیعیانو کمه سختي کول او له علویانو سره یې ډېره ګوزاره کوله او د هغه د دریځ دغه بدلون، د اقتصادي حالاتو د ښه کېدو او د علویانو د پاڅونونو د کمېدو په وجه و.[۵۴] همداراز د لسم امام د امامت کابو پینځه کاله د واثق له خلافت ، څورالس کاله د متوکل له خلافت او شپږ میاشتې د مستنصر له خلافت سره هم مهاله وو. دوه کاله او نهه میاشتې د مستعین له خلافت او تر اتو کلونو زیات د معتز له خلافت سره هم مهاله و.[۵۵]

سامرا ته وربلل

متوکل عباسي په ۲۳۳ ق کال کې امام هادي(ع) مجبوره کړ چې له مدینې سامرا ته لاړ شي.[۵۶] شیخ مفید د متوکل دغه اقدام د ۲۴۳ق کال ګڼلی دی.[۵۷] خو د اسلامي تاریخ د څېړاندي رسول جعفریان په وینا دا تاریخ صحیح نه دی.[۵۸] ویل شوي چې د متوکل د دغه کار سبب، د امام هادي په خلاف په مدینه کې د عباسي حکومت د چاروال عبدالله بن محمد[۵۹] او په مکه او مدینه کې د خلیفه د ټاکلي د جماعت امام بریحه عباسي بد ویل[۶۰] او همداراز د شیعیانو لسم امام ته د خلکو د ګروهنې په اړه راپورونه وو.[۶۱]

د مسعودي په راپور ریحه متوکل ته په یو لیک کې ولیکل:« که مدینه او مکه غواړې علي بن محمد له دغه ځایه وباسه؛ ځکه چې هغه خلک د ځان لور ته بلي او ډېر کسان یې په ځان راغونډ کړې دي»[۶۲] په همدې اساس یحیی بن هرثمه د متوکل له لوري سامرا ته د امام هادي په لیږدولو مامور شو.[۶۳] امام هادي(ع) متوکل ته په یو لیک کې، د ځان په خلاف خبرې رد کړې؛[۶۴] خو متوکل په ځواب کې په درناوي سره له هغه وغوښتل چې د سامرا په لور وخوځیږي.[۶۵] د متوکل د لیک متن، د شیخ مفید او کلیني په اثارو کې نقل شوی دی.[۶۶]

د رسول جعفریان په وینا، متوکل سامرا ته د امام هادي(ع) د منتقلولو پروګرام داسې طراحي کړی و چې د خلکو حساسیت راونه پاریږي او د امام په زوره مسافرت کومې منفي پایلې ونه لري؛[۶۷] خو د اهل سنتو عالم سبط ابن جوزی له یحیی هرثمه یو راپور نقل کړی چې پر اساس یې د مدینې خلک ډېر خپه او غوسه شول او د هغوي خپګان تر دې حده ورسېد چې ژاړ انګولا یې پېل کړه چې مدینې تر هغه وخته دغه شان حال نه و لیدلی.[۶۸] امام هادی(ع) له مدینې له وتلو وروسته، کاظمین ته ورسېد او هلته د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.[۶۹] په کاظمین کې د خزیمه بن حازم کور ته لاړ او له هغه ځایه د سامرا په لور روان کړی شو.[۷۰]

د شیخ مفید په لیکنه امام هادي په ظاهره د متوکل د درناوي وړ و؛ خو متوکل یې په خلاف توطئې کولې.[۷۱] د طبرسي په وینا له دې کاره د متوکل هدف دا و چې د خلکو په سترګو کې د هغه حضرت عظمت او عزت کم کړي[۷۲] د شیخ مفید په وینا په لومړۍ ورځ چې امام سامرا ته داخل شو، د متوکل په امر یو ورځ یې په « خان صعالیک» ( د بېوزلو او خېر غواړو د راغونډېدو ځای) کې وساته او بله ورځ یې هغه کور ته بوتله چې د هغه حضرت د استوګنې لپاره په نظر کې نیول شوی و.[۷۳] د صالح بن سعید په نظر دا کار د امام د سپکاوي لپاره شوی دی.[۷۴]

عباسي واکمنانو د استوګنې په وخت په هغه امام سختي کوله. د بېلګې په توګه د هغه حضرت د استوګنې په کوټه کې یې یو قبر کیندلی و. همداراز هغه به یې د شپې او بې خبره د خلیفه دربار ته باله او له شیعیانو سره د هغوي د اړیکو مخنیوی به یې کاوه.[۷۵] ځینو لیکوالانو له امام هادي سره د متوکل د بدسلوکۍ او دښمنۍ دلایل داسې لیکلي دي:

  1. متوکله له کلامي نظره اهل حدیث ته چې د معتزله او شیعیانو مخالف وو، ګروهنه لرله او اهل حدیثو متوکل د شیعیانو په خلاف لمسوه.
  2. متوکل د خپل ټولنیز پوزیشن په فکر کې و او له شیعه امامانو سره د خلکو له اړیکو یې وېره لرله. له دې امله یې هڅه کوله دغه اړیکي غوڅ کړي[۷۶] متوکل په همدې لړ کې د امام حسین(ع) حرم وران کړ او د امام حسین په زیارت کوونکو به یې سختي کوله.[۷۷]

له متوکل وروسته یې زوی منتصر حکومت ته ورسید. په دې دوره کې په علوي کورنۍ منجمله په امام هادي(ع) د حکومت فشار کم شو.[۷۸]

له غالیانو سره مقابله

غالیان د امام هادي د امامت په زمانه کې فعال وو. هغوي ځانونه د حضرت هادي له نزدې کسانو او اصحابو معرفي کول او په شیعه امامانو منجمله امام هادي پورې به یې ځینې خبرې تړلې چې امام هادي ته د احمد بن محمد بن عیسی اشعري د لیک په اساس، زړونه د دغه خبرو په اورېدو بدېدل. له بلې خوا له دې امله چې په امامانو پورې منسوبې وې نو د هغو د رد او انکار جرات یې هم نه درلود. هغوي واجبات او محرمات تاویلول. د مثال په توګه په دغه ایت کې وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ[۷۹] یې له لمانځه او زکات مطلب خاص کسان ګڼل، نه د لمانځه کول یا زکات ورکول. امام هادي د احمد بن محمد په ځواب کې ولیکل چې دغه ډول تاویلات زمونږ له دینه نه دي. له هغو ډډه وکړئ.[۸۰] فتح بن یزید جرجاني په دې نظر و چې خوراک څښاک له امامت سره سمون نه لري او امامان خوراک څښاک ته اړتیا نه لري. امام هادي د هغه په ځواب کې د پېغمبرانو خوراک څښاک او په بازارونو کې د هغوی تګ ته اشاره او پرې استناد وکړ او وې فرمایل: «هیڅ جسم داسې نه دی مګر خدای، چې جسم ته یې جسمیت ورکړی دی.»[۸۱]

د شیعیانو لسم امام د سهل بن زیاد د لیک په ځواب کې د علی بن حسکه د غلو خبر ورکړی و، له اهل بیتو سره د علي بن حسکه وابستکي یې رد کړه، د هغه خبرې یې باطلې وګڼلې او له شیعیانو یې وغوښتل چې له هغه ډډه وکړي او د هغه د قتل حکم یې هم ورکړ. د دغه لیک په اساس علی بن حسکه د امام هادي په الوهیت قایل و او ځان یې د هغه له لورې باب او پېغمبر معرفي کاوه.[۸۲] امام هادي د محمد بن نُصیر نمیری د نصیریه فرقې بنسټ ګر،[۸۳] حسن بن محمد مشهور په ابن‌ بابا او فارس بن حاتم قزوینی په شان غالیانو باندې هم لعنت کړی دی.[۸۴]

له نورو غالیانو چې ځانونه یې د امام هادي(ع) له اصحابو ګڼل احمد بن محمد سیاري و[۸۵] چې زیاتره رجالیانو هغه غالي او فاسد المذهب ګڼلی دی.[۸۶] د هغه کتاب القراءات د هغو روایتونو اصلي سرچینه ده چې ځینو د قران په تحریف کې په هغه استناد کړی دی.[۸۷] امام هادي(ع) د هغه رسالې په ضمن کې چې ابن شعبه حراني نقل کړې د قرآن په اصالت تاکید او هغه یې له ناصحیح څخه د صحیح د معلومولو او د روایتونو د سنجولو لپاره کره معیار ګڼلی دی.[۸۸] د دې په څنګ کې امام هادي له هغو شیعیانو چې په غلطۍ په غلو تورنېدل دفاع کوله. مثلا کله چې قمیانو محمد بن اورمه د غلو په تور له قمه ووېسته، د قم خلکو ته یې یو لیک ولیکه او هغه یې د غّلو له توره بري کړي.[۸۹]

له شیعیانو سره اړیکي

سره له دې چې د امام هادي په زمانه کې د عباسي خلیفه ګانو له خوا سخته ساډوبي وه، د امام هادي او د عراق، یمن، مصر او نورو سیمو تر مینځ اړیکي ټینګ وو.[۹۰] او د وکالت د تنظیم او د لیکونو له لارې له شیعیانو سره په رابطه کې و. د رسول جعفریان په وینا د امام هادي(ع) په زمانه کې قم د ایران د شیعیانو د راغونډېدو مهم مرکز و او د دغه ښار د شیعیانو او امامانو تر مینځ ښه اړیکي موجود وو.[۹۱] محمد بن داوود قمي او محمد طلحي له قم او خواوشا ښارونو خمس، ډالۍ او د خلکو پوښتنې امام هادي ته رسولې.[۹۲] د جعفریان په وینا، وکیلانو د خمس په راغونډولو او امام ته په استولو سربېره د کلامي او فقهي مسایلو په حل او په سیمه کې د ورپسې امام د امامت په تثبیت کې هم رول درلود.[۹۳] د سازمان وکالت د کتاب لیکوال محمد رضا جباري، له علی بن جعفر همانی، ابوعلی بن راشد او حسن بن عبد ربّه د امام هادي د وکیلانو په توګه نوم اخستی دي.[۹۴]

د قرآن د خلق مساله

امام هادي(ع) خپل یو شیعه په یو لیک کې له هغه وغوښتل چې د قرآن د خلق په مساله کې د نظر څرګندونه ونه کړي او د قرآن د حدوث او قدم له نظرونو څخه د یو پلویتوب هم ونه کړي. هغه په دې لیک کې، د قرآن د خلق مساله فتنه وبلله او دغه بحث ته ورننوتل یې هلاکت ګڼلی دی. همداراز د قرآن د خداي په کلام والي یې ټینګار کړی او په اړه یې خبرې بدعت ګڼلی چې هم پوښتنه کوونکی او هم ځواب ورکوونکی یې په ګناه کې شریک دي.[۹۵] په هغه زمانه کې د قرآن د حدوثوالي یا قِدموالي په اړه بحث په اهل سنتو کې د ځینو ډلو او فرقه د پېدا کېدو سبب شوی و مأمون او معتصم د قرآن د خلق د نظریې پلویان وو او مخالفان یې تر فشار لاندې راوستل په دې ډول چې دغه پړاو ته د مِحنت (خوارۍ او ذلت) دوره ویل کیږي؛ خو متوکل د قرآن د قدیم والي ملاتړ کاوه او مخالفان منجمله شیعیان یې بدعتیان بلل.[۹۶]

احادیث

د شیعه په روایي سرچینو لکه کتب اربعه، تُحَف‌ُالعُقول، مِصْباحُ الْمُتَهَجِّد، الاِحتِجاج او تفسیر عیاشی کې له امام هادي ځینې حدیثونه نقل شوې دي. هغه حدیثونه چې له هغوي نقل شوي تر هغه د مخکې امامانو په پرتله کم دی. عطاردي د دې سبب د عباسي حکومت تر څارنې لاندې په سامرا کې د هغه اجباري استوګنه ګڼلې ده چې د علومواو معارفو د خپرېدو فرصت یې هغه ته نه دی ورکړی.[۹۷] له امام هادي په منقولو روایتونو کې له هغه په مختلفو نومونو لکه ابی‌الحسن الهادی، ابی‌الحسن الثالث، ابی‌الحسن الاخیر، ابی‌الحسن العسکری، الفقیه العسکری، الرجل، اَلطَّیِّب، الاخیر، الصادق بن الصادق او الفقیه یادونه شوې ده چې ویل شوي د دغه مختلفو نومونو د استعمال سبب تقیه و.[۹۸]

له امام هادي منقول روایتونه په مختلفو زمینه لکه توحید، امامت، زیارت، تفسیر او د فقهې په مختلفو بابونو لکه طهارت، لمونځ، روژه، خمس، زکات، واده او ادابو کې دي. د توحید او تنزیه په باب کې له امام هادي(ع) تر ۲۱ زیات روایتونه نقل شوې دي.[۹۹]

له امام هادي همداراز د جبر او اختیار په مساله کې یوه رساله پاتې ده. په دې رساله کې د «لا جبر و لا تفویض بل امر بین الاَمرین» حدیث د قرآن په اساس بیان شوی او د شیعه کلامي بنسټونه د جبر او تفویض په مساله کې وړاندې شوې دي.[۱۰۰] د هغوي روایتونو په مینځ کې چې د امام هادي(ع) د احتجاجاتو په توګه وړاندې شوي، زیاتره یې د جبر او تفویض په اړه دي.[۱۰۱]

زیارتونه

اصلي مقاله: جامعه کبیره زیارت


جامعه کبیره زیارت[۱۰۲] او غدیریه زیارت له امام هادی(ع) نقل شوي دي.[۱۰۳] جامعه کبیره زیارت د امام شناسۍ یو کورس ګڼل کیږي.[۱۰۴] د غدیریه زیارت چورلیز تولی و تبری او مینځ پانګه یې د امام علي(ع) د فضائلو بیان دی.[۱۰۵]

د متوکل په محفل کې د امام هادي شعر

د څلورمې قمري پېړۍ د تاریخ لیکونکي مسعودي په لیکنه، متوکل ته یې راپور ورکړی و چې د امام هادي(ع) په کور کې جنګي سامان او د شیعیانو لیکونه موجود دي له همدې امله د متوکل په امر یو شمېر مامورانو په پټه د امام هادي(ع) په کور برید وکړ.[۱۰۶] کله چې یې امام د متوکل محفل ته وروسته د خلیفه په لاس کې د شرابو لوښی و او امام ته یې د هغه ست وکړ.[۱۰۷] امام په دې بیان سره چې زما وینه او غوښه په شرابو نه ده ککړه شوې د متوکل غوښتنه رد کړه.[۱۰۸] بیا متوکل له هغه حضرته وغوښتل چې یو شعر ووایي چې هغه په وجد کې راولي.[۱۰۹] امام په اوله کې د هغه غوښتنه ونه منله؛ خو د متوکل په ټینګار سره یې دغه شعرونه وویل:










باتوا علی قُلَلِ الأجبال تحرسهم غُلْبُ الرجال فما أغنتهمُ القُللُ
واستنزلوا بعد عزّ عن معاقلهم فأودعوا حُفَراً، یا بئس ما نزلوا
ناداهُم صارخ من بعد ما قبروا أین الأسرة والتیجان والحلل؟
أین الوجوه التی کانت منعمة من دونها تضرب الأستار والکللُ
فأفصح القبر عنهم حین ساء لهم تلک الوجوه علیها الدود یقتتل (تنتقل)
قد طالما أکلوا دهراً وما شربوا فأصبحوا بعد طول الأکل قد أُکلوا
وطالما عمروا دوراً لتحصنهم ففارقوا الدور والأهلین وانتقلوا
وطالما کنزوا الأموال وادخروا فخلفوها علی الأعداء وارتحلوا
أضحت مَنازِلُهم قفْراً مُعَطلة وساکنوها إلی الأجداث قد رحلوا.[۱۱۰]


ژباړه: د غرونو په څوکو اوسېدل او پیاوړو سړو یې ساتنه کوله؛ خو دغه څوکې یې هیڅ په کار رانغلې. له عزت او له خپلو پناهځایونو راووېستل شول او سوړو او کندو ته یې کوز کړل او څومره بد کوزېدل وو. کله چې په ګور شول یو کس ورغږ کړ؛« تختونه تاجونه او ګاڼې مو چرته دي؟ هغه څېرې چې په نعمتونو روږدې شوې وې او مخې ته یې پردې ځوړندېدې چرته لاړې؟» او قبر په خبرو شو او وې ویل: په دغه څېرو چینجي لګیا دي. ډېره زمانه یې وخوړل او وې څښل او وایې غوستل او له اوږدو خوراکونو وروسته په خپله وخوړل شو. په مودو یې کورونه جوړ کړل چې پکې خوندي پاتې شي او له خپلو کورونو او خپلوانو لرې شول او لاړل. مودې مودې یې مالونه جمع او زېرمه کړل او دښمنانو ته یې پرېښودل او لاړل. کورونه یې تش تور پاتې شول او په خپله لاړل ګور ته»[۱۱۱]

مسعودي نقل کړې چې د امام شعرونو په متوکل او په خواوشا کسانو اثر وکړ؛ په دې ډول چې د متوکل مخ په ژړا لوند شو او امر یې وکړ چې د شرابو ټغر ټول کړي او امام په درناوي سره خپل کور ته ستون کړي[۱۱۲]

اصحاب او راویان

اصلي مقالهٔ: د امام هادي(ع) د اصحابو لړلیک


سید محمدکاظم قزوینی (وفات: ۱۴۱۵ق) په الامام الهادی من المهد الی اللحد، کتاب کې ۳۴۶ تنه د امام هادي د اصحابو په توګه معرفي کړې دي.[۱۱۳] د رسول جعفریان په وینا د امام هادي پېژندل شوې اصحاب کابو ۱۹۰ تنه دي چې له کابو ۱۸۰ تنو یې حدیثونه موجود دي.[۱۱۴] د شیخ طوسي د رجال مطابق، د هغو کسانو شمېر چې له هغه حضرته یې حدیثونه نقل کړي تر ۱۸۵ کسانو زیات دی.[۱۱۵] عطاردي په مسند امام هادي کې ۱۷۹ کسان د امام هادي د راویانو په توګه نومولې دي او ویلي یې دي چې په هغوي کې ثقه، ضعیف، حسن، متروک او مجهول موندل کیږي.[۱۱۶] د عطاردي په وینا ځینې راویان چې په خپله هغه یې نوم اخستی په رجال شیخ طوسي کې نیشته او ځینې راویان چې شیخ طوسي په خپل رجال کې راوړي په مسند عطاردي کې نه دي راغلي.[۱۱۷]


عبدالعظیم حسنی، عثمان بن سعید،[۱۱۸] ایوب بن نوح،[۱۱۹] حسن بن راشد و حسن بن علی ناصر[۱۲۰] د هغه له اصحابو ګڼل کېدل. ابن شهر آشوب د امام په وکیلانو کې د جعفر بن سهیل الصیقل نوم اخستی او محمد بن عثمان یې د امام هادي باب معرفي کړی ی.[۱۲۱]

رسول جعفریان د امام هادي د ځینو اصحابو د ایراني والي د ثابتولو لپاره د هغوي د نومونو په وروستړوالي استناد کړی دی. هغه د هغه حضرت ځینې اصحاب لکه بشر بن بشار نیشابوری، فتح بن یزید جرجانی، حسین بن سعید اهوازی، حمدان بن اسحاق خراسانی، علی بن ابراهیم طالقانی، محمد بن علی کاشانی،[۱۲۲] ابراهیم بن شیبه اصفهانی و ابو مقاتل دیلمی[۱۲۳] په ایران کې د هغه حضرت اصحاب ګڼلي دي.[۱۲۴] جعفریان په همدان کې خپل وکیل ته د امام هادي په لیک په استناد سره چې پکې راغلي دي«ما په همدان کې خپلو دوستانو ته ستا سپارښتنه کړې ده»[۱۲۵] ویلي چې د هغه حضرت ځینې اصحاب په همدان کې او د ځینو شواهدو له مخې، یې په قزوین کې استوګن وو.[۱۲۶]

کتاب پیژندنه

د امام هادي(ع) په باره کې په فارسۍ او عربۍ ژبه یو لړ کتابونه لیکل شوي چې د امام هادي په کتاب پېژندنه کې په دې اړه په فارسۍ او عربۍ دېرش کتابونه معرفي شوي دي.[۱۲۷] ځینې یې دا دي:


  1. مُسنَد الامام الهادی نوشته عزیزالله عطاردی (وفات :۱۳۹۳ش): په دې کتاب کې د امام هادي کابو ۳۵۰ حدیثونه راغونډ کړی شوې دي؛
  2. حیاة الامام علی الهادی اثر د باقر شریف قَرشی (وفات: ۱۴۳۳ق):دا کتاب د امام هادي د ژوند په اړه دی؛
  3. اَّلنّورُ الهادی اِلیٰ اَصحابِ الاِمام الهادی لیک د عبدالحسین شَبِستری ( وفات ۱۳۹۵ل): په دې کتاب کې د امام هادي ۱۹۳ اصحاب معرفي شوې دي؛
  4. موسوعة امام الهادی په څلور ټوکو او ۲۰۱۹ مخونو کې
  5. همداراز شکوه سامرا کتاب د امام هادي او امام عسکري(ع) په اړه ځینې مقالې لري چې هغه د امام صادق(ع) پوهنتون په ۱۳۹۰ لمریز کال کې په ۵۰۸مخونو کې خپور کړی دی.[۱۲۸]

فوټ نوټ

  1. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷؛ مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۲۸.
  2. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷.
  3. نوبختی، فرق الشیعه، دارالاضوا، ص۹۳.
  4. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۱.
  5. قرشی، حیاة الامام علی الهادی، ۱۴۲۹ق، ص۲۱.
  6. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۴۲۱ق، ج۴، ص۴۰۱.
  7. صدوق، علل‌الشرایع، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۲۴۱.
  8. ابن‌جوزی، تذکرة‌الخواص، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۹۲.
  9. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۱؛ طوسی، تهذیب‌الاحکام، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۱۰۴.
  10. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۹۷، ۳۴۱.
  11. قرشی، حیاة الامام علی الهادی، ۱۴۲۹ق، ص۲۱.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۷.
  13. طوسی، تهذیب‌الاحکام، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۱۰۴.
  14. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷.
  15. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۱.
  16. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۲۸.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۷.
  18. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۲۸.
  19. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۴۸۴.
  20. وګورئ: ابن‌جوزی، تذکرة‌الخواص، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۹۲.
  21. علل محدود بودن اطلاعات تاریخی درباره امام هادی(ع)، وبگاه تحلیلی نخبگان.
  22. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۳۱-۲۳۰.
  23. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۱-۳۱۲؛ ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۲.
  24. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۲.
  25. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۲.
  26. طبری، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۴۱۲.
  27. ابن‌حجر هیثمی، الصواعق المحرقة، مکتبة القاهرة، ص۲۰۷.
  28. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۱و۳۱۲؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ۴۹۷-۴۹۸؛ طوسی، تهذیب‌الاحکام، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۱۰۴.
  29. طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۴۰۹؛ اربلی، کشف‌الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۳۷۵.
  30. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۱.
  31. نوبختی، فرق‌الشیعه، دارالاضوا، ص۹۲؛ ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۱.
  32. اربلی، کشف‌الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۳۷۵.
  33. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۴۳.
  34. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۱۰۴.
  35. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۱۸.
  36. وګورئ: محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۱۸-۳۹۳.
  37. خامه‌یار، تخریب زیارتگاه‎‌های اسلامی در کشورهای عربی، ۱۳۹۳ش، ص۲۹ و ۳۰.
  38. عملیات بازسازی گنبد حرم امامین عسکریین پایان یافت، خبرگزاری ایلنا.
  39. «آخرین وضعیت پروژه ساخت ضریح حرم امامین عسکریین(ع)»، خبرگزاری فارس.
  40. قمی، منتهى الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص ۱۸۷۸
  41. حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۸۱.
  42. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۰۰.
  43. نوبختی، فرق‌الشیعه، دارالاضوا، ص۹۱-۹۲.
  44. اشعری قمی، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۹۹‌.
  45. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۰۰.
  46. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۲.
  47. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، ص۲۰‌.
  48. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۲۳-۳۲۵؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۸.
  49. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۲.
  50. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷؛ طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۰۹.
  51. طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۰۹.
  52. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۱.
  53. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۷۴ش، ص۵۹۵.
  54. جاسم، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۷۶ش، ص۸۱.
  55. طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۰۹و۱۱۰.
  56. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۴۸۴.
  57. شیخ مفید، الارشاد، ج۲، ص۳۱۰.
  58. جعفریان، حيات فكرى و سياسى ائمه، ۱۳۸۱ش، ص۵۰۳.
  59. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۰۹.
  60. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۳۳.
  61. ابن‌جوزی، تذکرة‌الخواص، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۹۳.
  62. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۳۳.
  63. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۳۳.
  64. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۰۹.
  65. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۰۹.
  66. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۰۹؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۱.
  67. جعفریان، رسول، حيات فكرى و سياسى ائمه، ۱۳۸۱ش، ص۵۰۵.
  68. ابن‌جوزی، تذکرة‌الخواص، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۹۲.
  69. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۳۶-۲۳۷.
  70. مسعودی، اثبات‌الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۳۷.
  71. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۱.
  72. طبرسی، إعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۲۶.
  73. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۱.
  74. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۱.
  75. مجلسی، بحار الأنوار،۱۴۰۳ ق، ج۵۹، ص۲۰.
  76. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۸.
  77. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۹۸۷م، ص۴۷۸‌.
  78. جعفریان، حیات فکری -سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۵۱۱.
  79. سوره بقره، آیه۴۳.
  80. کشی، رجال‌الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۵۱۷.
  81. اربلی، کشف‌الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۳۳۸.
  82. کشی، رجال‌الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۵۱۸-۵۱۹.
  83. نوبختی، فرق‌الشیعه، دارالاضوا، ص۹۳.
  84. کشی، رجال‌الکشی، ۱۴۰۹ق، ص ۵۲۰.
  85. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، ص۳۲۳.
  86. وګورئ: نجاشی، رجال‌النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۸۰، طوسی، فهرست، ۱۴۲۰ق، ص۵۷.
  87. جعفریان، اکذوبة تحریف القرآن بین الشیعة و السنة، ۱۴۱۳ق، ص۷۶ـ۷۷.
  88. ابن شعبه حرانی، تحف العقول،۱۴۰۴ق، صص۴۵۹-۴۵۸
  89. نجاشی، رجال‌النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۳۲۹.
  90. جعفریان، حیات فکری - سیاسی امامان شیعه، ص۶۳۱.
  91. جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، ص۶۵۴.
  92. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، ص۴۵.
  93. جعفریان، حیات فکری - سیاسی امامان شیعه، ص۶۳۱.
  94. جباری، سازمان وکالت، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۵۱۳ـ۵۱۴، ۵۳۷.
  95. شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۲۴.
  96. جعفریان، حیات فکری -سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۶۵۰.
  97. عطاردی، مسند الامام الهادی، ص۱۰.
  98. عطاردی، مسند الامام الهادی، ص۱۰.
  99. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، ص‌۹۴‌-‌۸۴.
  100. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، ص‌۲۱۳‌-‌۱۹۸.
  101. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، ص‌۲۲۷‌-‌۱۹۸.
  102. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۰۹.
  103. ابن مشهدی، المزار، ۱۴۱۹ق، ص۲۶۳.
  104. زیارت جامعه کبیره یک دوره کامل امام‌شناسی است، ایکنا.
  105. زیارت جامعه کبیره یک دوره کامل امام‌شناسی است، ایکنا.
  106. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۱.
  107. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۱.
  108. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۱.
  109. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۱.
  110. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۱.
  111. پاینده، ترجمه مروج‌الذهب، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۵۰۳.
  112. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۲.
  113. قزوینی، الامام الهادی من المهد الی اللحد، ۱۴۱۳ق، ص۱۴۰-۴۶۷.
  114. جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۵۱۲.
  115. طوسی، رجال‌الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۸۳-۳۹۳.
  116. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۳۰۷
  117. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۳۰۷.
  118. طوسی، رجال‌الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۴۰۱-۳۸۹.
  119. طوسی، رجال‌الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۸۴.
  120. طوسی، رجال‌الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۸۵.
  121. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۲.
  122. صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۰۱.
  123. عطاردی، مسند الامام الهادی، ۱۴۱۰ق، ص۳۱۷.
  124. جعفریان، حیات فکری -سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۵۳۰-۵۳۳.
  125. کشی، رجال‌الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۶۱۲.
  126. جعفریان، حیات فکری -سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۵۳۰-۵۳۳.
  127. کرجی، «کتابشناسی امام هادی(ع)»، ص۱۹۷-۱۹۹.
  128. شکوه سامرا: مجموعه مقالات درباره امام هادی و امام عسگری علیهما السلام پاتوق کتاب فردا.

سرچينې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل‌الطالبیین، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۹۸۷م.
  • ابن‌حجر هیثمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقة علی اهل الرفض و الضلال و الزندقة، قاهره، مکتبةالقاهره، بی‌تا.
  • ابن‌جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص، قم، لیلی، ۱۴۲۶ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمة، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۱.
  • پاینده، ابوالقاسم، ترجمه مروج‌الذهب و معادن‌الجوهر، تهران، انتشارات علمى و فرهنگى، چاپ پنجم، ۱۳۷۴ش.
  • پيشوايی، مهدی، سيره پيشوايان، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۷۲ش.
  • خامه‌‎یار، احمد، تخریب زیارت‌گاه‎‌های اسلامی در کشورهای عربی، قم، دارالاعلام لمدرسة اهل‌‎البیت(ع)، ۱۳۹۳ش.
  • جاسم، محمدحسين، تاريخ سياسى غيبت امام دوازدهم، مترجم: سيد محمدتقى آيت‌‏اللهى‏، سوم، تهران، امير كبير، ۱۳۸۵ش.
  • جباری، محمدرضا، سازمان وکالت و نقش آن در عصر ائمه(ع)، قم، موسسه امام خمینی(ره)، ۱۳۸۲ش.
  • جعفریان، رسول، اکذوبة تحریف القرآن بین الشیعة و السنة، تهران، مشعر، ۱۴۱۳ق.
  • جعفریان، رسول، حیات فكری و سیاسی ائمه‏، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • صدوق، محمد بن علی، التوحید، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۹۸ق.
  • صدوق، محمد بن علی، علل‌الشرایع، نجف، مکتبة الحیدریة، ۱۳۸۵ق.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام‌الوری باعلام‌الهدی، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، دلائل‌الامامه، قم، بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب‌الاحکام، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال‌الطوسی، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعة و اصولهم، قم، مکتبة المحقق الطباطبایی، ۱۴۲۰ق.
  • عطاردی، عزیزالله، مسند الامام الهادی علیه‌السلام، قم، المؤتمر العالمی للامام الرضا(ع)، ۱۴۱۰ق.
  • علل محدود بودن اطلاعات تاریخی درباره امام هادی(ع)، وبگاه تحلیلی نخبگان، درج مطلب ۵ خرداد ۱۳۹۱ش، مشاهده ۱۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • قرشی، باقرشریف، حیاة الامام علی النقی، تحقیق: باقرشریف قرشی، مهر دلدار، ۱۴۲۹ق/۲۰۰م.
  • قزوینی، سید محمدکاظم، الامام الهادی من المهد الی اللحد، قم، مرکز نشر آثار شیعه، ۱۴۱۳ق.
  • قمی، شیخ عباس، منتهى الآمال، قم‏، دلیل ما، ۱۳۷۹ش‏.
  • کرجی، علی، کتابشناسی امام هادی(ع)، فرهنگ کوثر، ش۷۰، تابستان ۱۳۸۶ش.
  • کشی، محمد بن عمر، رجال‌الکشی - اختیار معرفة الرجال، تلخیص: محمد بن حسن طوسی، تصحیح: حسن مصطفوی، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار،‌ دار إحیاء التراث العربی، بیروت، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محلاتی، ذبیح‌الله، مآثر الکبراء فی تاریخ سامراء، قم، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۴ش/۱۴۲۶ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات‌الوصیه للامام علی بن ابی‌طالب، قم، انصاریان، ۱۴۲۶ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج‌الذهب و معادن‌الجوهر، قم، منشورات دارالهجرة، ۱۴۰۴ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تصحیح مؤسسه آل البیت(ع)، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال‌النجاشی، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۶۵ش.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، بی‌تا.
  • عملیات بازسازی گنبد حرم امامین عسکریین پایان یافت، خبرگزاری ایلنا، انتشار: ۷ شهریور ۱۳۹۴ش، مشاهده ۱۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • «آخرین وضعیت پروژه ساخت ضریح حرم امامین عسکریین(ع)»، خبرگزاری فارس، انتشار: ۱۸ آذر ۱۳۹۱ش، مشاهده ۱۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • شکوه سامرا: مجموعه مقالات درباره امام هادی و امام عسگری علیهما السلام پاتوق کتاب فردا، مشاهده ۱۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • زیارت جامعه کبیره یک دوره کامل امام‌شناسی است، ایکنا، ۱۶ بهمن ۱۴۰۰ش، مشاهده ۱۳ مرداد ۱۴۰۲ش.

بهرنۍ لینکونه