په یمن کې د امام علي(ع) سریه

د wikishia لخوا

په یمن کې د امام علي(ع) سَریّه، په دغه سیمه کې د اسلام د پراختیا لپاره امام علي(ع) ته د پېغمبر(ص) لخوا یو ماموریت و. ځینو راپورونو د امام علي(ع) لپاره یمن ته د دوو یا دریو سفرونو راپورونه ورکړې دي. امام په دغه سفرونو کې وکړی شو د اسلام د منلو لپاره د هَمْدان او مَذْحِج قبایلو نظر جلب کړي چې د یمن د ټولو قبالو د مسلمانیدو زمینه یې برابره کړه. وروسته همدانیان او مذحجیان د امام علي(ع) امام حسن(ع) او امام حسین(ع) د ملګرو په ډله کې راغلل.

د دغه سریې د ولجو په وېش کې د امام علي(ع) ځینو لښکریانو د پېغمبر(ص) په نزد د هغه شکایت وکړ چې د پېغمبر له غبرګون او د امام علي(ع) د فضایلو له بیان سره یو ځای شو. ځینې اهل سنت تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې د غدیر خطبه د دغه شکایتونو په ځواب کې ورکړل شوې ده. د دې په ځواب کې ځینو څېړاندو د امام علي(ع) په دفاع کې د پېغمبر د خبرو او د غدیر خطبې تر مینځ زماني، مکاني، د مینځپانګې او سبب اختلافونو ته اشاره کړې ده.

پېغمبر(ص) په دغه شان یو سفر کې او یا په بل ماموریت کې له امام علي(ع) وغوښتل چې د یمن په خلکو کې قضاوت وکړي.

اسلام ته د یمني قبایلو بلل

د امام علي سریه، اسلام ته د یمن د خلکو د دعوت لپاره د پېغمبر اکرم(ص) له خوا یو ماموریت بلل شوی دی.[۱] اهل سنت تاریخ لیکونکو ابن هشام او ابن سعد په یمن کې د امام لپاره د دوو جدا ماموریتونو خبره کړې ده.[۲] ځینو د دغه سفرونو شمېر درې ګڼلی دی.[۳] یمن ته د حضرت علي(ع) د سفر او اسلام ته د یمنیانو د بللو په اړه، مختلف راپورونه موجود دي چې ځینې یې له همدان قبیلې[۴] او ځینې له مذحج قبیلې[۵] سره د مقابلې په اړه دي.

همدان قبیلې ته د اسلام بلنه

د طبري تاریخ په راپور، پېغمبر(ص) په اوله کې خالد بن ولید یمن ته ولېږه، خو له شپږو میاشتو ناکامۍ وروسته د ۱۰ ق کال په روژه کې یې امام علي(ع) له یو لیک سره دغه ټاټوبي ته واستوه.[۶] کله چې امام علي(ع) یمن ته ورسېد، خلکو ته یې د پېغمبر لیک ولوسته او ټوله همدان قبیله په هماغه ورځ مسلمانه شوه.[۷] ځینو څېړاندو د دغه سفر تاریخ په ۸ ق کال کې ګڼلی دی.[۸]

مَذْحِج قبیلې ته بلنه

واقدي،[۹] ابن‌سعد[۱۰] او نورو تاریخ لیکونکو[۱۱] هغه سریې ته اشاره کړې چې پېغمبر(ص) امام علي(ع) له درې سوو سپرو سره یمن ته ولیږه چې امام په اوله کې له مذحج قبیلې سره مخ شو او هغوي یې اسلام ته وبلل. دا خبره د هغوي له مخالفت سره مخ شوه؛ خو له نښتې وروسته چې د هغوي پکې کابو شل کسان ووژل شول، د امام علي(ع) بیا بلنه یې وبلله او مسلمان شول. دا سریه د لسم کال په رمضان کې راپور شوې ده.[۱۲]

ویل شوي چې په دغه سفر کې یهودي عالم کعب الاحبار له امام علي(ع) سره مخامخ شو او د اسلام او پیغمبر په اړه له امامه د ځینو پوښتنو له کولو وروسته مسلمان شو او هڅه یې وکړه د خپلې سیمې یهودي عالمان اسلام ته وبلي.[۱۳]

د ولجو وېش

امام علي(ع) له مذحجیانو سره په جنګ کې ځینې ولجې لاسته راوړې او د غنیمتونو د خمس له جدا کولو وروسته یې پاتې په لښکریانو کې ووېشلې.[۱۴] د تېرو کوماندانانو د دود مطابق، ځینو لښکریانو له امامه وغوښتل چې د خمس یوه برخه هغوي ته ورکړي؛ خو امام ونه منله او وې ویل ټول خمس به پېغمبر اکرم(ص) ته چې حج ته روان دی یوسي او چې هغه څنګه صلاح ګڼي هغه شان دې عمل وکړي.[۱۵] د یو راپور په اساس امام علي(ع) په یو لیک کې د پېغمبر لپاره د خپل دغه کار په اړه ولیکل او پیغمبر(ص) په ځواب کې له امامه وغوښتل چې ځان هغه ته ورسوي او د حج په دستورو کې برخه واخلي.[۱۶]

امام علي طایف ته له رسېدو وروسته، د لښکر کومانده او د خمس ساتنه ابو رافع ته وسپارله او په مکې کې له پېغمبر(ص) سره یو ځای شو. ځینو کسانو له ابو رافع وغوښتل چې د خمس یوه برخه هغوي ته ورکړي او هغه هم ومنله. امام له لښکریانو سره په بیا ملاقات کې ابورافع سزا کړ او مالونه یې د هغه له ملګرو بیرته واخستل چې دا خبره د هغوي د خپګان او پېغمبر ته د ګیلې کولو سبب شوه.[۱۷] ویل شوي چې پېغمبر(ص) دغه کسان وغندل او د امام علي(ع) د فضائلو د بیانولو په ترڅ کې یې د هغه کار تایید کړ.[۱۸][یادداشت۱]

پېغمبر(ص) ته د امام علي(ع) د خواوشا کسانو د ګیلې راپور د خالد بن ولید په ځای له استولو وروسته هم راغلی دی چې هلته هم، پېغمبر د امام علي(ع) دفاع وکړه او د هغه فضایل یې بیان کړل.[۱۹] ابن هشام له امام علي(ع) د شکایت کیسه د نجران سیمې د زکات د راغونډولو لپاره د امام له ماموریت وروسته هم راوړې ده.[۲۰]

له امام علي(ع) له شکایت سره د غدیر د خطبې اړیکه

احمد بن حسین بیهقی،[۲۱] ابن‌کثیر[۲۲] او نورو،[۲۳] د پیغمبر د غدیر خطبې له ورکولو هدف په یمن جنګ کې له امام علي(ع) د ځینو مسلمانانو د شکایت ځواب ګڼلی او ځکه ځینو باوري دي چې دا خطبه د علي(ع) له بلافصل خلافت سره اړیکه نه لري.[۲۴] ځینو څېړاندو د دې شبهې په ځواب کې ویلي چې دا دوه خبرې بیخي له یو بله جدا دي او هیڅ ډول زماني، مکاني، محتوایي او سببي ارتباط نه لري.[۲۵]

د دواړو پېښو د وخت او ځای بیل بیل والی

د ځینو څېړاندو په وینا، د یمن د سپایانو د شکایت په راپورونو کې داسې راغلي چې پېغمبر(ص) سملاسي په هماغه وخت کې شکایت کوونکو ته په صراحت ځواب ورکړ او هیڅ پټه خبره او شبهه یې پرې نه ښوده چې په راتلونکي واقعې کې د جبران لپاره، هغه ته کومه خطبه ځانګړې کړي؛[[۲۶] لکه څنګه چې ویل شوي د غدیر خم د پېښه د پېښېدو او د یمن د سپایانو د شکایت ځای، له یو بل سره مطابق نه دی. د غدیر واقعه د تاریخ لیکونکو په نقل، د مکې او مدینې تر مینځ په یوې پرتې سیمې کې شوې ده؛[۲۷] خو ځینې روایتونو، د شکایت ځای مدینه او ځینې نورو مکه بللې دی.[۲۸]

د دوو پېښو د مینځ پانګې بیل بیل والی

ویل شوي چې د غدیر پېښه د محتوا له نظره هم، د یمن د سپایانو له شکایت سره هیڅ ارتباط نه لري؛ ځکه چې د غدیر په حدیث کې شکایت ته هیڅ اشاره نه ده شوې؛ خو یمن ته د امام علي(ع) د سفر په راپورونو کې، له پېغمبره ځینې روایتونه چې د شکایت ټکي پکې دي لکه «لاتشکوا علیاً...» راغلي دي.[۲۹]

لکه څنګه چې له خلکو د پېغمبر(ص) د دې خبرې اقرار اخستل چې زه په مؤمنانو د هغوي تر نفسونو زیات اختیار لرم، له امام علي(ع) څخه د شکایت نه کولو او له هغه سره د مینه کولو له اعلان سره تناسب نه لري. په ضمن کې، امام ته د حاضرو کسانو د مبارکۍ ورکولو او د «امیرالمؤمنین» په عبارت سره هغه ته سلام او له هغه سره د بیعت کولو راپورونه د دې خبرې بیانوونکي ګڼل شوي چې د پېغمبر له خبرو د مخاطبانو فهم او پوهه، د جانشینۍ مساله وه.[۳۰]

د دواړو پېښو په اړه د سببي فرق خبره هم شوې ده. له دې امله چې د امام علي(ع) په مدحه کې د پېغمبر جملې له هغه د شکایت په وجه وې؛ خو د شیعه او حتی د ډېرو اهل سنتو د نظر مطابق، د غدیر خطبه د تبلیغ آیت له نازلېدو وروسته ورکړی شوه او له هغه وروسته هم د اکمال آیت نازل شو.[۳۱]

په یمن کې د امام علي قضاوت

د مُسند ابن‌حنبل[۳۲] او د حاکم نیشابوري د کتاب المُستدرک علی الصحیحین[۳۳] په شان سرچینو هغه ماموریت ته اشاره کړې چې پېغمبر(ص) له امام علي(ع) وغوښتل چې یمن ته لاړ شي او په خلکو کې فیصلې وکړي. امام په دې اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د هغه ځای خلک د هغه د زلمیتوب په وجه د هغه قضاوتونه ونه مني خو پېغمبر امام علي(ع) ته د سپارښتنو په ترڅ کې په دې کار کې د هغه د ټینګتیا دعا وکړه. ځینو دغه ماموریت د همدان یا مذحج قبیلې د دعوت لپاره د یو سفر په چوکاټ کې ګڼلی دی.[۳۴] او ځینو احتمال ورکړی چې دغه ماموریت د جنګ په مقصد نه و او د اتم او نهم کلونو ترمینځ شوی دی او په یمن کې له امام علي(ع) نقل شویو ډېرو قضاوتونو ته په پام سره، هغه ډېر وخت په یمن کې تېر کړی دی.[۳۵]

په یمن کې د امام علي(ع) د حضور لاسته راوړنې

د ځینو راپورونو له مخې، یمن ته د امام علي(ع) سفر او د همدانیان یا مذحجیانو د اسلام راوړل سبب شول چې د یمن نور قبایل هم د هغوي په پېروۍ اسلام ومني.[۳۶] ویل شوی، د یمن د خلکو په تېره بیا همدان او مذحج قبیلو له هماغه وخته له امام سره مینه پېدا شوه او په کوفې کې د امام له ډېرو نزدې ملګرو وګرځېدل[۳۷] او په صِفّین[۳۸] او نَهْرَوان جنګونو[۳۹] کې یې د امام ملګرتیا وکړه. هغوي وروسته له امام حسن(ع)[۴۰] ا و امام حسین(ع)[۴۱] سره هم مرسته وکړه. ځینې په دې باور دي چې د هغوي سرښندنه او خالصانه پېروي له اسلامه او د امام علي(ع) د معنوي مقام په تېره بیا د هغه د ولایت او وصایت څخه د هغوي د ژورې پېژندنې نتیجه وه.[۴۲]

فوټ نوټ

  1. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۳۱-۱۳۲.
  2. ابن‌هشام، السیرة النبویه، بی‌تا، ج۲، ۶۴۱؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۱۲۸.
  3. رضانژاد و رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)»، ص۸۵-۸۹.
  4. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۳۱-۱۳۲.
  5. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۷۹.
  6. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۳۱-۱۳۲.
  7. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۳۱-۱۳۲؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، قاهره، ص۲۳۸.
  8. دحلان، السیرة النبویه، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۳۷۱.
  9. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۷۹.
  10. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۱۲۸-۱۲۹.
  11. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۹۵-۹۶؛ صالحی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۲۳۸.
  12. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۵.
  13. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۸۳؛ ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۴۸۲.
  14. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۱۲۸- ۱۲۹.
  15. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۷۹.
  16. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۸۱-۱۰۸۲.
  17. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۷۹؛ مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۹۶.
  18. ابن‌هشام، السیرة النبویه، بی‌تا، ج۲، ص۶۰۳؛ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۶۳۱.
  19. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۴۴؛ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۲۳۵.
  20. ابن‌هشام، السیرة النبویه، بی‌تا، ج۲، ص۶۰۲-۶۰۳.
  21. بیهقی، الاعتقاد، ۱۴۲۳ق، ص۴۷۷-۴۷۸.
  22. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۲۰۸.
  23. حلبی شافعی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۳۸۴.
  24. بیهقی، الإعتقاد، ۱۴۲۳ق، ص۴۷۷-۴۷۸.
  25. رضانژاد و رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)»، ص۸۹-۹۰.
  26. رضانژاد و رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)»، ص۹۲.
  27. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بی‌تا، ج۲، ص۱۱۲
  28. رضانژاد و رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)». ص۹۳.
  29. رضانژاد و رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)»، ص۹۴-۹۵.
  30. رضانژاد و رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)» ص۹۵.
  31. رضانژاد و رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)» ص۹۵-۹۷.
  32. ابن‌حنبل، مسند احمد، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۲۲۵.
  33. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۴۵.
  34. جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۶۶۷.
  35. امین، فی رحاب ائمة اهل‌البیت(ع)، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۵۶-۲۵۷.
  36. مسعودی، التنبیه و الاشراف، قاهره، ص۲۳۸؛ حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۳.
  37. جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۶۶۶ – ۶۶۷.
  38. منقری، وقعه الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۲۵۲، ۴۳۶؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۰؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۸۹.
  39. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۹.
  40. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بیروت، ص۷۲.
  41. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۹-۲۰.
  42. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۳-۱۴.

سرچينې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی بن محمد، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌حجر، احمد بن علی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌حنبل، احمد بن محمد بن حنبل، مسند احمد، تحقیق شعیب الأرنؤوط و دیگران، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویه، تحقیق مصطفی السقا و دیگران، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • امین، سید محسن، فی رحاب ائمة اهل‌البیت(ع)، بیروت،‌ دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۱۲ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، قاهره، وزارة الاوقاف، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • بیهقی، احمد بن حسین، الاعتقاد و الهدایة إلی سبیل الرشاد علی مذهب السلف أهل السنة و الجماعة. تحقیق عبدالله محمد درویش، بیروت،‌ دار الیمامة، ۱۴۲۳ق.
  • جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، قم، دلیل ما، چاپ سوم، ۱۳۸۳ش.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.
  • حجری یمانی، محمد بن احمد، مجموع البلدان الیمن و قبائلها، صنعا، دارالحکمه الیمانیه، چاپ دوم، ۱۴۱۶ق.
  • حلبی شافعی، ابوالفرج، السیرة الحلبیة، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
  • دحلان، احمد بن زینی، السیرة النبویه، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۲۱ق.
  • رضانژاد، عزّالدین و مهدی رادفرد، «حدیث غدیر و شبهه شکایت از امیرالمؤمنین(ع) نزد پیامبر اکرم(ص)»، در مجله کلام اسلامی، دوره ۲۱، شماره ۸۳، پاییز ۱۳۹۱ش.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • صالحی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الإشراف، تصحیح عبد الله اسماعیل الصاوی، قاهرة،‌ دار الصاوی، بی‌تا
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • مقریزی، أحمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبد الحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • منتظرالقائم، اصغر، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، قم، پژوهشگاه، حوزه و دانشگاه، ۱۳۸۵ش.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، القاهرة، المؤسسة العربیة الحدیثة، چاپ دوم، ۱۳۸۲ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، تحقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الأعلمی، چاپ سوم، ۱۴۰۹ق.
  • یعقوبی، احمد بن أبی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.