سلونی قبل ان تفقدونی

د wikishia لخوا
د سَلونی قبلَ اَنْ تَفْقِدونی حدیث څخه د خطاطی ټوټه، د محمد المشرفاوی لخوا[۱]

سَلُونِی قَبْلَ‏ أَنْ‏ تَفْقِدُونِی (مخکې لدې چې تاسو ما له لاسه ورکړئ، له ما څخه پوښتنه وکړئ) د امام علي(ع) یوه جمله ده چې د هغه د علم پراخه کچې ته ګوته کوي. د شیعه او سني سرچینو په وینا، امام علي(ع) په مکرر ډول دا جمله په ژبه کې ویلي دي. د دوی په مینځ کې یو خطبه وه چې د سعد بن ابي وقاص له عکس العمل سره مخ شو، او له علي(ع) پوښتنه یې وکړه چې د هغه سر او ږیرۍ ویښتان څومره دی. په ځواب کې، امام علي(ع) وویل چې ستاسو په سر کې ویښتان نشته، پرته لدې چې ترڅنگ یي شیطان ستوګن دی. همداسې د هغه زوی عمربن سعد په لاس کې د امام حسین(ع) شهادت هم خبر ورکړ.

سلونی قبل ان تفقدونی، د امام علي(ع) له ځانګړۍ فضیلت بللی او دا یې د پیغمبر(ص) نورو صحابی په پرتله د هغه غوره والي دلیل په توګه لیدلی دی.

لنډیز پیژندپانه

«سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی» (له ما څخه وپوښتئ، مخکې لدې چې تاسو ما له لاسه ورکړئ»، د امام علي(ع) څخه یوه جمله ده.[۲] په یَنابیع‌ُالمَودَّه کې د بیان شوي روایت پر بنسټ، علي بن ابي طالب(ع) په مکرر ډول دا جمله په ژبه راوړلیده.[۳] په شمول؛ وروسته له هغه چې خلکو د خلیفه په توګه هغه سره د بیعت ژمنه وکړه، په یوه خطبه کې د کوفي خلکو ته[۴] او همدارنګه د خپلو ملګرو په ډله کې د صفین او نهروان جګرو تر منځ په واټن کې.[۵]

د دې جملې مضمون په لاندی عبارتونو کې «فَاسْأَلُونی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی»،[۶] «سَلُونِی عَمَّا شِئْتُمْ»(له ما څخه پوښتنه وکړئ د هرڅو په اړه چې وغواړی،[۷] «سَلُونِی قَبْلَ أَنْ لَا تَسْأَلُونِی»[۸] او «سَلونی» (له ما څخه پوښتنه وکړی)[۹] هم نقل شویده.

د امام علي(ع) د علم زیاتوالي نښه

د نهج البلاغه په ځینې شرحونه ویلي شي چې د «سلونی قبل ان تفقدونی» ټکی په ګوته کوي چې امام علي(ع) د هر څه په اړه پوهیږی[۱۰] همداسي د شیعه عالم ملا صالح مازندراني(د مړی کال ۱۰۸۱ ق) په وینا؛ ځینې د اهل سنت پوهانو دا جمله د امام علي(ع) د علم زیاتوالې نښه ګنلې ده.[۱۱]

له امام باقر(ع) څخه د«سلونی قبل ان تفقدونی» جملي په معنی نقل شوه: «هیڅ څوک پوهه نلري پرته لدې چې دا د علي(ع) څخه اخیستې وي، خلک هرچیرې چې وغواړي ځي، زه په خدای قسم کوم چې د حق او سمه علم پرته له دلته بل ځای ندي» د حدیث په دوام کی راغلي ده؛ امام باقر(ع) د لاس په واسطه خپل کور ته اشاره وکړه.[۱۲] د علامه مجلسي په وینا؛ د امام باقر(ع) موخه هغه کور، د وحی او نبوت کور په معنی دی.[۱۳]

همداسې د «سلونی قبل ان تفقدونی» په دوام کې، بیلابیل جملې شتون لري چې د امام علي(ع) د علم پراختیا ښیې، په شمول:

  • « په رښتیا چې د لومړی او وروستۍ علم زما نږدی ته دی. زه د تورات اهلو سره د تورات پر بنسټ، د انجیل اهل ته د انجیل پر بنسټ او د قرآن خلکو ته د قران پر بنسټ فتوا ورکوم.»[۱۴]
  • «ولې تاسو د داسې چا څخه پوښتنه نه کوئ څوک چې د منایا، بلایا (ناوړین) او د نسبونه پوهه د هغه نږدی دی؟»[۱۵]
  • «زه د آسمان لارې (خدای پوهه) د ځمکې له لارو څخه غوره پیژنم ».[۱۶]
  • «زه په خدای قسم کوم چې به هغه څه ته ځواب ووایم چې تاسو یې پوښتنه کوئ. د خدای له کتاب څخه وپوښتئ چې زه خدایږو د قرآن له ټولو آیتونو څخه خبر یم چې د شپې یا ورځې په جریان کې نازل شوي؛ او پوهیږم چې په هواره ځمکه یا غرونو کې نازل شوی. »[۱۷]
  • «خدایژو چې زه به ستاسو د تیرو، اوسني او راتلونکي په اړه کومې پوښتنې ته ځواب ووایم.»[۱۸]

د امام علي(ع) ځانګړی فضیلت

د ابن مَرْدَوَیه اصفهاني په وینا؛ د اهل سنت په څلورم او پنځم پیړۍ محدث؛ د سلونی قبل ان تفقدونی، جملي د امام علي(ع) څخه د نورو صحابي په پرتله د علم زیاتوالي نښه ده.[۱۹] همداسې ابراهیم بن محمد جویني شافعي، د اهل سنت عالم(د مړی کال ۷۳۰ ق)، د فرائد السمطین په کتاب کې، دا جمله د امام علي(ع) یو له ځانګړو فضیلتونو څخه ګني چې دښمنان او مخالفین یې پرته له دې چې اعتراف وکړي بله چاره نلري.[۲۰] د سید ابن طاووس له نظره؛ ځکه چې امام علي(ع) دا د خلکو او دښمنانو په شتون کې ویلي، په علم کې یو ډول تحدی دی.[۲۱] په دغه حال کې، شمس الدین ذهبي[۲۲] او ابن تیمیه[۲۳] د سَلَفیه له پوهانو څخه، د دې فضیلت په رد کولو ته وویل چې علي(ع) د کوفي خلکو ته دا ډول بیان وکړه، څوک چې ناپوه خلک وو.

د ځینې روایتونوله مخې، امام باقر(ع)[۲۴] او امام صادق(ع)[۲۵] په ځینو قضیو کې د «سَلُونی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی» جملي وویل. همداسې د اسلام پیغمبر(ص) څخه د «سَلُونِی عَمَّ شِئْتُمْ» جملي نقل شوې ده[۲۶] په دغه حال کې، ځینې د اهل سنت پوهانو روایت کړې چې هیچا د امام علي(ع) پرته دا جملي نه دی ویلي.[۲۷] البته، په ځینو د اهل سنت سرچینو کې راغلي ده، له صحابي څخه هیڅ څوک د علي(ع) پرته داسې ندي ویلي.[۲۸]


درواغ ادعا کونکي

د مسلمان عالمانو راپور ورکړی چې ځینې خلکو د سلونی قبل ان تفقدونی، ادعا وکړه او د هغه پوښتنو په ځواب کې چې ترې پوښتل شوي دي، هغوی ناتوان پاتې شو. د دوی په مینځ کې قَتَادَة بن دِعامة د تابعین او د بصری له فقیهانو څخه[۲۹] او ابن جوزی، د شپږم پیړۍ حنبلي فقیه، شتون درلود.[۳۰]

علامه امینی د الغدیر په کتاب کې پنځه نورې قضیې هم ذکر کړې چې د «سلونی» ادعا یې کړې او بی عزته شوي.[۳۱] د علامه مجلسي او ملاصالح مازندراني په وینا؛ د امام علي(ع) پرته، هر څوک دا ډول ادعا کړې، سپکاوی شوی.[۳۲]

د حدیث روایت کونکي او اعتبار

«سلونی قبل ان تفقدونی» له ډیری روایت کونکي څخه نقل شوي؛ په شمول د عامربن واثِلَة،[۳۳] عبدالله بن عباس،[۳۴] سُلَیم بن قَیس هِلالی،[۳۵] اَصْبَغِ بْنِ نُبَاتَة[۳۶] او عَبَایة بن رِبْعِی.[۳۷] حاکم نیشابوری، د هغه روایت، سند چیدې له ابوطفیل عامر بن واثلة نقل شوی ده، سمه او د اعتبار وړ شمیرلي ده.[۳۸]

د سعد بن ابي وقاص عکس العمل

د ځینې سرچینو په وینا، وروسته له هغه چې امام علي(ع) په خطبه کې دا جمله وویل، سعد بن ابي وقاص له هغه وپوښتل چې زما په سر او ږیری کې څومره ویښتان دي؟ امام علي(ع) په ځواب کې، قسم یاد وکړ چې رسول الله(ص)، هغه ته خبر ورکړی و چې تاسو به زما څخه داسې پوښتنه وکړئ. ستاسو په سر او ږیری کې هیڅ ویښتان شتون نلري، پرته لدې چې په هغې څنگ کې یو شیطان شتون لری. ستاسو په کور کې هم یو وزه شتون لري(د عمر بن سعد ته ګوته) چې زما زوی حسین(ع) یې وژني.[۳۹] ځینې د انس په اړه د دې کیسې روایت کړې، د د سنان بن انس پلار، د امام حسین(ع) یو له قاتلینو څخه.[۴۰]

فوټ نوټ

  1. «سلونی»، صفحه الخطاط محمد المشرفاوی در پینترس.
  2. وګورئ: صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۲۶۶-۲۶۸، ۲۹۶-۲۹۹؛‌ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۷۴؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۳۳ و۳۴۱-۳۴۴؛ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۸۹، ص۲۸۰؛ حاکم نیشابوری، المستدرک، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸۳؛ خوارزمی، المناقب، مؤسسه نشر اسلامی، ص۹۱؛ جوینی، فرائد السمطین، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۳۴۰ و ۳۴۱؛ ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۸۶، ج۶، ص۱۳۶، ج۷، ص۵۷، ج۱۰، ص۱۴، ج۱۳، ص۱۰۱.
  3. قندوزی، ینابیع‌الموده، دارالاسوه، ج۱، ص۲۲۲.
  4. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۴و۳۵ و۳۳۰.
  5. وګورئ: هلالی، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۰۲ و۹۴۱.
  6. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۹۳، ص۱۳۷.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۹۹،‌ ح۲؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۲.
  8. حاکم نیشابوری، المستدرک، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۰۶.
  9. وګورئ: ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۱۰۷؛ طبری، ذخایر العقبی، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۹۹و۴۰۰؛ ابن عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۲۷، ص۱۰۰ و ج۴۲، ص۳۹۸ و ج۴۴، ص۳۳۵ و ۳۹۷؛ خوارزمی، المناقب، مؤسسه نشر اسلامی، ص۹۴؛ حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۰-۴۲ و ۴۵.
  10. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۵، ص۱۹۲؛ هاشمی خویی، منهاج البراعة، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۰۲ و ج۱۱، ص۱۷۲.
  11. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۵، ص۱۹۲.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۹۹،‌ح۲؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۲، ح۱.
  13. مجلسی،‌ مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۰۸.
  14. صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۴۱.
  15. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۲۶۶-۲۶۸.
  16. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۸۹، ص۲۸۰.
  17. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۱۰۷؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۲؛ طبری، ذخایر العقبی، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۹۹و۴۰۰؛ ابن عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۲۷، ص۱۰۰ و ج۴۲، ص۳۹۸.
  18. ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۷۴؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۳۳و ۱۳۴؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۳۰و۳۳۱.
  19. ابن مردویه اصفهانی، مناقب علی بن ابی‌طالب،‌ ۱۴۲۴ق، ص۸۶و۸۷.
  20. جوینی، فرائد السمطین، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۳۴۰.
  21. سید بن طاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۲،‌ ص۵۱۰.
  22. ذهبی، المنتقی من منهاج الاعتدال، ص۳۴۲.
  23. ابن تیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۵۶و۵۷.
  24. ابن حیون، شرح الاخبار، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۹۲.
  25. ابن ابی‌زینب، الغیبة للنعمانی، ۱۳۹۷ق، ص۸۷؛ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۲۰۰۳م، ج۳، ص۸۲۸؛ قندوزی، ینابیع الموده، دارالاسوه، ج۱،‌ص۲۲۲.
  26. مثال په توګه وګورئ: نیشابوری، صحیح مسلم،‌ دار احیاء‌التراث العربی، ج۴، ص۱۸۳۴.
  27. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۵۹۷؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۱۰۳؛ ابن عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۹۹؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۰؛ ابن ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۷،‌ ص۴۶.
  28. ابن حنبل، فضائل الصحابة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۶۴۶؛ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۲۰۰۳م، ج۲، ص۳۶۱؛ ابن عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۹۹؛ خوارزمی، المناقب، مؤسسه نشر اسلامی، ص۹۰و۹۱.
  29. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۵۵و۳۵۶؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۵، ص۱۹۲.
  30. نباطی عاملی، الصراط المستقیم، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۲۱۸.
  31. وګورئ: امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۶، ص۲۷۵و۲۷۶.
  32. مجلسی،‌ مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۰۸؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۵، ص۱۹۲ و ج۶، ص۴۰۰.
  33. حاکم نیشابوری، المستدرک، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸۳؛ ابن عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۷، ص۳۳۵؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۱۰۷؛ طبری، ذخائر العقبی، ۱۴۲۸ق، ج۱،‌ ص۳۹۹ و ۴۰۰.
  34. قندوزی، ینابیع الموده، دارالاسوه، ج۱، ص۲۲۴.
  35. هلالی، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۰۲ و۹۴۱.
  36. صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۳۳و۳۴۱.
  37. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۲۶۶؛ قندوزی، ینابیع الموده، دارالاسوه، ج۱، ص۲۲۲.
  38. حاکم نیشابوری، المستدرک، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸۳ و ۵۰۶.
  39. ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۷۴؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۳۳و ۱۳۴؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۳۰و۳۳۱.
  40. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲،‌ ص۲۸۶؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۶، ص۴۰۰.

سرچينې

  • ابن ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة‌الله، شرح نهج البلاغه، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قم،‌ مکتبة آیت الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ‌۱۴۰۴ق.
  • ابن ابی‌زینب، محمد بن ابراهیم، الغبیة للنعمانی، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، چاپ اول، ۱۳۹۷ق.
  • ابن اثیر، محمد بن محمد، اسد الغابة، بیروت،‌ دار الفکر ۱۴۰۹ق-۱۹۸۹م.
  • ابن تیمیه، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • ابن حنبل، احمد بن حنبل، فضائل الصحابة، تحقیق وصی الله محمد عباس، بیروت، مؤسسه الرسالة، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • ابن حیون، نعمان بن محمد مغربی، شرح الاخبار فی فضائل الائمة الاطهار(ع)، تحقیق و تصحیح محمد حسین حسینی جلالی، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن عساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق،‌ تحقیق عمرو بن غرامة عمروی،‌ بیروت،‌ دار الفکر،‌ ۱۴۱۵ق-۱۹۹۵م.
  • ابن قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تحقیق و تصحیح عبدالحسین امینی، نجف، دارالمرتضویه، چاپ اول، ۱۳۵۶ش.
  • ابن مردویه اصفهانی، احمد بن موسی، مناقب علی بن ابی‌طالب و مانزل من القرآن فی علی،‌ تحقیق عبدالرزاق محمد حرزالدین، قم، دارالحدیث، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • جوینی، ابراهیم بن محمد، فرائدالسمطین، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسه محمودی، ۱۴۰۰ق.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق-۱۹۹۰م.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق و تصحیح محمدباقر محمودی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • خوارزمی، موفق بن احمد، مناقب، قم،‌ مؤسسه نشر اسلامی، بی‌تا.
  • ذهبی، شمس الدین، المنتقی من منهاج الاعتدال فی نقض کلام أهل الرفض والاعتزال، تحقیق محب الدین خطیب، بی‌نا، بی‌تا.
  • ذهبی، شمس الدین، تاریخ الإسلام و وَفیات المشاهیر والأعلام، تحقیق بشار عوّاد معروف،‌ دار الغرب الإسلامی، چاپ اول، ۲۰۰۳م.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل فی وجوه التأویل، تصحیح مصطفی حسین احمد، بیروت، دارالکتب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • «سلونی»، صفحه الخطاط محمد المشرفاوی در پینترس، تاریخ بازدید:‌ ۱۲ اسفند ۱۴۰۰ش.
  • شریف رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد(ص)، قم، مکتبة آیت الله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طبری، محب الدین، ذخائر العقبی فی مناقب ذوی القربی، قم،‌ دارالکتب الاسلامی،‌ چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة لذوی القربی، قم، دارالاسوه، بی‌تا.
  • کلینی،‌ محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی(اصول و روضه)، تحقیق و تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران،‌ مکتبة الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسی،‌ محمد باقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تحقیق و تصحیح سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • نباطی عاملی، علی بن محمد، الصراط المستقیم الی مستحقی التقدیم، تصحیح محمد باقر بهبودی، تهران، المکتبة المرتضویة، ۱۳۸۴ش.
  • نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت،‌ دار احیاء‌التراث العربی، بی‌تا.
  • هلالی، سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، تحقیق و تصحیح محمد انصاری زنجانی خوئینی، قم، الهادی، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.