سلفیه
سَلَفیّه یا سَلَفی ګروهنه په اهل سنتو کې یو ټولنیز او مذهبي تفکر او بهېر دی چې د مسلمانانو د ستونزو حل لاره د سَلَف (متقدمو مسلمانانو) له طریقې پېروي ګڼي. سلفیه د پېغمبر(ص) په یو حدیث په استناد سره، لومړۍ درې اسلامي پېړۍ تر ټورو غوره اسلامي پېړۍ ګڼي او د هغه کسانو لپاره چې په دغه پړاو کې یې ژوند کړی د فکري مرجعیت قایل دي.
د سلفیانو په عقیده، قرآن او سنت یوازې د صحابه، تابعینو، او تبعه تابعینو په تفسیر سره معتبر دي. هغوي عقل حجت نه ګڼي او په دیني تعلیماتو د پوهېدو لپاره یوازې د قرآن په ایتونو او حدیثونو تکیه کوي.
د توحید له اصله د سلفیانو د اخستون له مخې، ډېر مسلمانان مشرکان دي. ابن تیمیه، ابن قیم جوزیه، محمد بن عبدالوهاب، محمد شوکاني او رشیدرضا د سلفیانو له مهمو اندیالو دي. په اوسمهاله مشهورو سلفي ډلو کې وهابیت، اخوان المسلمین او دیوبندیانو ته اشاره کولی شو.
د سلفیه د عقیدو په اساس جهادي او تندلارې ډلې لکه طالبان، القاعده او داعش جوړې شوي چې زیاتره مسلمانان کافر او له هغوي سره جهاد خپله دنده ګڼي او ډېر اهل سنت او شیعه مسلمانان یې قتل عام کړې دي.
تعریف
د سلف معنا ده پخواني تېر شوي کسان.[۱] سَلَفیّه هغه ډله ده چې د «مسلمانانو د سلف» د پېروۍ ادعا کوي. په دې کې چې له سلفه مطلب کوم کسان دی، په هغوي کې ځینې اختلافات موجود دي. خو اکثره یې له «سلف صالحه»مطلب د لومړيو دریو اسلامي پېړیو شخصیتونه (د اسلام پېغمبر(ص) صحابه، تابعین او تبعه تابعین) ګڼي په دې مساله کې دهغوي استناد «د لومړیو پیړیو په حدیث» دی چې هغه د اسلام له پېغمبر(ص) نقلوي:« تر ټولو ښه خلک زما د پېړۍ دي، بیا هغه کسان چې په دوي پسې راځي او بیا نور چې په هغوي پسې راځي»[۲]
سلفیه هغه څه چې د پېغمبر د یو صحابي له خبرو سره مخالف وي، بدعت ګڼي.[۳]
فکري ځانګړنې
د سلفیانو ځینې فکري ځانګړنې په دې ډول دي:
پر نقل تاکید او د عقل کمزورې کول
سلفیان نقل (د قرآن ایتونه او حدیث) ته په عقل ترجیح ورکوي. د سلفیانو د مشر ابن تیمیه په نظر، د دیني تعلیماتو منجمله عقایدو او احکامو د پېژندلو لپاره له قرآن او سنته پرته بله لاره نیشته. هغه باوري دی چې عقلي استدلالونه خپل په خپله اعتبار نه لري او د هغوي رول یوازې د دیني متونو د محتوا تصدیق، پرې اعتراف او د هغو پیاوړتیا ده.[۴]
ظاهرګروهنه
سلفیان یوازې د قرآن د آیتونو په ظاهر استناد کوي او د قرآن د ایتونو هیڅ تفسیر او تاویل صحیح نه ګني. د مثال په توګه «الرحمن علی العرش استوی» ایت چې ظاهري معنا یې دا ده چې خدای په یو تخت مستقر دی،[۵] وایي چې په رښتیا خدای یو تخت لري چې پرې کښیني. همداراز د قرآن له تعبیر«یدالله» دا اخستون کوي چې ځدای لاس لري.[۶]
تکفیر
فلاسفه، باطنیه، اسماعیلیه، شیعه اثناعشري، قدریه او اشاعره له هغو ډلو دي چې سلفیان یې تکفیروي(کافر یې ګڼي)[۷]
ځینې څیزونه چې د ابن تیمیه له نظره د کفر سبب کیږي، دا دي: د خدای او ځان تر مینځ د یو چا واسطه ګرځول، له کفارو سره تشبّه، له متواتر حدیث سره مخالفت او اجماع سره مخالفت[۸] ځینې نوي سلفي ډلې چې په تکفیري سلفیانو مشهورې دي، د کفر معنا او مصداق ډېر پراخوي او له تکفیره د خپلو جهادي عملیاتو لپاره جواز اخلي.[۹]
مخینه
د سلفي ګرۍ په مخینې کې د حدیث اصحاب دي که څه هم په دې نوم نه پېژندل کیږي، خو د سلف اصطلاح په هغوي کې دود شوه.[۱۰] د هغوي امام احمد بن حنبل (وفات ۲۴۱ق) خپل پېروان د پېغمبر(ص) د سنتو تر څڼګ د پېغمبر د اصحابو[۱۱] یا له اصحابو هدایت موندلو کسانو او تابعینو پېروۍ ته بلل.[۱۲]
د ابن حنبل په پېروانو کې سلفي توب په ورپسې پېړیو کې کله کله په ټولنیزو لانجو او شخړو هم بدل شو. د مثال په توګه په څوارلسمې قمري پېړۍ کې حنبلي واعظ ابوبکر بربهاري ځینې تندلاري حنبلیان په بغداد کې په ځان راغونډ کړل او له بدعت سره د مبارزې په نامه یې د حسیني عاشورا د مخالفت په شان مساله کې له شیعه سره په ټکر کې او د خدای په صفاتو د عقېدې د څرنګوالي په شان مساله کې له اهل سنتو سره په ټکر کې راغلل.[۱۳]
د سلفیه نوم له اتمې قمري پېړۍ سلف ته په ګروهونکو ډلو کې استعمال شو چې د دمشق حنبلي عالم ابن تیمیه (وفات ۷۲۸ ق) په ډېرو تالیفاتو سره سلفي لیدتوګې تئوریزه کړې.[۱۴] د احمد پاکتچي په وینا هغه منهاج السنه د امامیه په رد کې او د الرسالة الحمویه په شان رسالې د اشاعرې په رد کې او د صوفیه طوایفو او ابن عربي د پلویانو په رد کې ځینې لیکنې وکړې. امر بالمعروف او نهي عن المنکر، د اجتهاد د باب پرانستل او د تقلید نفي او په سیاسي ټولنیز ډګر فعال شتون د هغه له تعلیماتو وو چې پرې یې ټینګار کاوه.[۱۵]
له ابن تیمیه وروسته دهغه شاګر ابنقَیِّم جوزیه (وفات ۷۵۱ق) د هغه د افکارو تر ټولو اصلي خپروونکی و. له هغه وروسته ابن رجب حنبلي (وفات ۷۹۵ق) دغه لارې ته دوام ورکړ.[۱۶] د ورپسې نسلونو په حنبلي عالمانو کې، سلفي ګروهنې یوه دود مساله وه او د عثمان بن قائد (وفات ۱۰۹۷ق) په شان کسان په نجد کې او محمد بن احمد سفاریني په شام کې له سلفیه و وو.[۱۷]
تر ټولو لویې سلفي ډلې
وهابیت، اخوان المسلمین ډله او دیوبند مکتب د سلفیانو تر ټولو مهم مذهبي او ټولنیز بهېرونه دي:
وهابیت
اصلي مقاله: وهابیت
د دولسمې قمري پېړۍ په دوهمې نیمایۍ کې محمد بن عبدالوهاب په عربستان کې د محمد بن سعود له ملاتړه په برخمنتیا سره وکړی شول د جزیرة العرب په مختلفو سیمو کې خپله بلنه پراخه کړي.[سرچینې ته اړتیا] د هغه افکار د ابن تیمیه په فکري بنسټونو ولاړ وو.[سرچینې ته اړتیا] هغه یې تر ابن تیمیه هم زیات تندلاری ګڼلی دی.[سرچینې ته اړتیا] محمد بن عبدالوهاب له خرافاتو سره د مقابلې په نامه اعقتادي تعلیمات ډېر کم کړل او د جهاد په نامه یې ډېر خلک تیارسی کړل، د ال سعود حکومت یې جوړ کړ او په عثماني حکومت یې سخت ګوزار وکړ.[۱۸]
د وهابیانو د تعلیماتو په اساس، د قبرونو زیارت او په قبرونو د ودانۍ، مقبرې او ګنبد جوړلو حرام او توسل بدعت او د شرک سبب دی.[۱۹] وهابیانو په عربستان له واکمنۍ وروسته د اسلام له لومړیو وختونو پاتې اثار وران کړل. په ۱۲۲۱ق کې د بقیع د قبرونو ورانول او د امام حسین(ع) د حرم ویجاړول او د ضریح او د هغه د قیمتي شیانو غلا کول او د امام حسین (ع) د حرم د یو شمېر زایرانو وژل او په ۱۲۱۶ ق کال کې د کربلا ښار د ښخو اسیرول د هغه له اقداماتو څخه دي.[۲۰]
اِخوان المسلمین
اخوان المسلمین ډله یوه سلفي ډله ده چې په مصر کې حسن البناء جوړه کړه. حسن البنا له ځانه مخکې د اصلاح غواړي رشید رضا لاروی و چې له یوې خوا د ابن تیمیه، محمد عبده او سلفي تفکر د لیدتوګو تر اغېز لاندې و؛[۲۱] او له بلې خوا یې له سید جمال الدین اسد ابادي په اثر اخستلو سره د مسلمانانو د یووالي په لاره کې هڅه کوله.[۲۲]
حسن البنا په ۱۹۲۸ کال کې د اخوان المسلمین لومړی زړی د خپلو پېروکارو شپږو ځوانانو په مرسته په مصر کې وکاره. ډېر زر په مصر، فلسطین، سوډان، عراق او سوریې په مختلفو ښارونو کې د دغه جمعیت مختلفې څانګې جوړې شوې او هغه په خپلو پېروانو کې په عام مرشد مشهور شو.[۲۳]
د اخوان المسلمین تر ټولو مهم هدفونه د اسلامي حکومت جوړول، ټولنیز اصلاحات او له ښکېلاک سره مخالفت ګڼل شوی دی.[۲۴] په ورپسې نسلونو کې په اخوان المسلمین ډله کې درز رامینځته شو او د اخوان یو شمېر اسلام غواړو ځوانانو د سید قطب له افکارو په الهام اخستلو سره چې د اسلامي نظام جوړول یې ضروري ګڼل، جهادي ډلې جوړې کړې.[۲۵]
دیُوبندیان
اصلي مقاله: دیوبند مکتب
د هند په وړه وچه کې د سلفي مکتب بنیاد شاه ولی الله دهلوی (۱۱۱۴-۱۱۷۶ق) کېښود.[۲۶] هغه چې د ابن تیمیه په دفاع کې یې یوه رساله لیکلې وه.[۲۷] په خپلو اثارو کې ځینې عملونه لکه د قبرونو زیارت، توسل، استغاثه، نذر او قسم د شرک له بېلګو ګڼلې دي.[۲۸]
له شاه ولی الله دهلوي وروسته، د هغه ځینې با واسطه شاګردانو دیوبند مدرسه جوړه کړه او د هغه افکار یې خپاره کړل. دغه مدرسه ډېره زر مشهوره شوه او له ټول هند او نورو هیوادونو څځه د طالبانو په اخستلو سره د هند په تر ټولو لویې علمیه مدرسې بدله شوه.[۲۹]
د ایران له اسلامي انقلابه وروسته دیوبند چې له مخکې له شیعیانو سره په ټکر کې و، د دې لپاره چې د پاکستان اهل سنت شیعه نه شي د سپاه صحابه انجمن جوړ کړ.[۳۰]
جهادي سلفیان
د اوسمهال د سلفي بهیرونو د اعتقاداتو په اساس، جهادي ډلې جوړې شوې چې ځینې یې نوې سلفیه بلل کیږی.[۳۱] له تاریخي نظره، عبدالوهاب سلفي ادبیاتو ته د «شرک» مفهوم په داخلولو کې بنسټي رول لري؛ خو عملا نوې سلفیان په موحد او مشرک د ټولو کسانو په تقسیمولو سره په تکفیري سلفیانو مشهور شوې دي.[۳۲]
تکفیري ډلې د مسلمانانو یوه لویه برخه کافره او د هغوي وژل واجب ګڼي او دې کار ته «جهاد» وایي.[۳۳]
طالبان
اصلي مقاله : طالبان
طالبان یوه سلفي جهادي ډله او د دیوبندي مذهب او پښتنو یوه ګډوله ده چې په افغانستان کې قدرت ته رسېدلې ده.[۳۴] د طالبانو اصلي زړی د افغانستان او شوروي په جنګونو کې موجود مجاهدین جوړوي.[۳۵] د طالبانو مشر ملا عمر و چې د طالبانو له خوا د کابل له نیول کېدو وروسته امیرالمومنین لقب وموند. طالبانو ملا عمر خلیفه ګاڼه او د هغه مخالفان یې د خلیفه په خلاف سرغړاندي او د هغوي وینه مباح ګڼله.[۳۶]
طالبان له هر ډول نوښت او تجدد سره مخالف دي. د مثال په توګه په اوله کې یې له ټیلي ویژنه استفاده منع کړه. همداراز یې اجازه ورنه کړه چې جینکۍ ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړې شي.[۳۷] هغوي زیارتي مرکزونه او فرهنګي میراث له بت پرستۍ سره د مبارزې په شعار سره وران کړل.[۳۸]
القاعده
په افغانستان د شوروي له حملې وروسته یو شمېر تندلاري عرب مسلمانان د نړۍ له مختلفو سیمو د جهاد په انګېزه دې سیمې ته راغلل. دغه کسان په عربو افغانانو مشهور شول، د عبدالله عزام تر مشرۍ لاندې چې د اخوان المسلمین د جهادیانو لیدتوګه یې لرله منظم شول او له افغانستانه د شوروي په وېستلو کې یې اغېزمن رول ولوباوه.[۳۹]
د افغانستان له جنګ او د عبدالله عزام له مرګه وروسته اسامه بن لادن د دغه ډلې مشري په غاړه واخیسته او د القاعدې په جوړولو سره یې د مجاهدو عربو افغانانو د تیتوالي مخه ونیوله. هغه د نړیوالې جبهې له جوړولو وروسته د یهودیانو او صلیبیانو په خلاف د جهاد خبره وکړه.[۴۰] دغه ډلې په ورپسې کلونو کې د نړۍ په مختلفو سیمو کې ډېر ترهه ګر عملیات وکړل چې په هغو کې په امریکا کې د ستمبر د یوولسمې عملیاتو ته اشاره کولی شو.[۴۱]
داعش
اصلي مقاله: داعش
داعش د (الدّولة الاسلامیة فی العراق والشّام) مخفف یوه تکفیري ډله ده چې له القاعدې جدا شوې ده. دغه ډله په ۲۰۰۶ کال کې د «جماعه التوحید والجهاد» په نامه د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ په عراق کې جوړه شوه[۴۲] او د عراق په القاعدې مشهوره وه. بیا یې د عراق او سوریې ځینې سیمې ونیولې او په ۲۰۱۴ کال کې یې «په عراق او شام کې اسلامي دولت» جوړ کړ او ابوبکر البغدادي یې د خلیفه په توګه معرفي کړ.[۴۳]
داعش ډېر جنایتونه وکړل او یو ډېر زیات ملکي کسان یې ووژل.[۴۴] د داعش افراطي وژله سبب شوه چې حتی د القاعدې مشر ایمن الظواهري هم په هغوي اعتراض وکړي؛ تر دې چې هغه په اخره کې اعلان وکړ چې داعش له القاعدې سره هیڅ اړه نه لري.[۴۵]
شیعه ته د سلفیه نظر
د ځینو څیړاندو په وینا له تاریخي نظره سلفي ګرۍ خپل دښمن په اهل سنتو کې دننه تعریف کړی و؛ خو وهابي سلفیانو، له اوله د شیعیانو په خلاف اقدام وکړ چې د محمد بن عبدالوهاب په پړاو کې د عتباتو وژله یې یوه بېلګه ده. البته غیر وهابي سلفیانو لکه اخوان المسلمین له شیعیانو سره مناسب اړیکي لرل؛ حتی په ځینو مواردو کې یې د اسراییلو په خلاف له یو بل سره ملګرتیا کوله؛ خو نوي سلفیان شیعیان بې لارې ګڼي. هغوي د شیعیانو په خطر په تاکید سره هڅه کوي ټول اهل سنت د شیعیانو په خلاف له ځان سره کړي.[۴۶]
کتابونه
د ابن تیمیه له زمانې تر اوسه شیعه او سني عالمانو د سلفیه په نقد او کره کتنه کې ډېر کتابونه لیکلي دي. ځینې دا دي:
- المواهب اللَّدُنیه فی المنح المحمدیه، نوشته قسطلانی (۸۵۱ تا ۹۲۳ق)
- الصواعق الالهیه فی الرد علی الوهابیه، لیک سلیمان بن عبدالوهاب (د محمّد بن عبدالوهّاب ورور)
- منهج الرشاد لمن اراد السداد، لیک د شیخ جعفر کاشف الغطاء
- السلفیة مرحلة زمنیة مبارکه، لا مذهب اسلامی، لیک د محمد سعید رمضان البوطي
- کشف الارتیاب فی اتباع محمد بن عبدالوهاب لیک د سید محسن امین
- آیین وهابیت، لیک د جعفر سبحانی
- الوهابیة المتطرفة: موسوعة نقدیه (موسوعه نقد وهابیت). دا کتاب چې پینځه ټوکه یې خپاره شوي، د وهابیت په رد کې د اهل سنتو لیکوالانو په کتابونو مشتمل دی.
- فتنه وهابیت لیک د احمد سید زینی دحلان
- السلفیة الوهابیة؛ اَفکارها الاَساسیه و جذورها التاریخیه، لیک د حسن بن علی بن هاشم سقاف
- وهابیت، مبانی فکری و کارنامه عملی لیک جعفر سبحانی
- قرائةٌ فی الأدلة السلفیه، لیک د مروان خلیفات
- التحفة المدنیة فی العقیدة السلفیه، لیک د عبدالسلام آلعبدالکریم
فوټ نوټ
- ↑ ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۱۵۸.
- ↑ علیزاده موسوی، سلفیگری و وهابیت، ۱۳۹۳ش، ص۳۲.
- ↑ ابن قیم جوزیه، اعلام الموقعین، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۱۱۵.
- ↑ ابوزهره، تاریخ المذاهب الاسلامیه، دارالفکرالعربی، ص۵۲۹.
- ↑ سوره طه، آیه ۵، ترجمه مشکینی.
- ↑ علیزاده موسوی، سلفیگری و وهابیت، ۱۳۹۳ش، ص۶۱-۶۲.
- ↑ المشعبی، منهج ابن تیمیة فی مسألة التکفیر، ۱۴۱۸ق، ص۳۵۱-۴۶۳؛ عاصمی نجدی، الدررالسنیة فی الاجوبة النجدیة، ، ۱۴۱۶قـ ،ج۳، ص۲۱۱.
- ↑ رضوانی، وهابیان تکفیری، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۴-۱۲۲.
- ↑ علیپور و شعبانیکیا، «سلفیگری از معنا تا برداشتهای نادرست مبانی»، ص۱۶۵.
- ↑ پاکتچی، هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، ۱۳۹۳ش، ص۳۰.
- ↑ جبرين، شرح أصول السنة لإمام أحمد بن حنبل، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۳۶.
- ↑ ابن بدران دمشقی، المدخل الی مذهب الامام احمد بن حنبل، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م، ص۵۳و۵۴.
- ↑ پاکتچی و هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، ۱۳۹۳ش، ص۷۱و۷۲.
- ↑ پاکتچی و هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، ۱۳۹۳ش، ص۷۷.
- ↑ پاکتچی و هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، ۱۳۹۳ش، ص۷۸.
- ↑ پاکتچی و هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، ۱۳۹۳ش، ص۷۹.
- ↑ پاکتچی و هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، ۱۳۹۳ش، ص۷۹و۸۰.
- ↑ پاکتچی و هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، ۱۳۹۳ش، ص۳۳.
- ↑ مغنیه، هذه هی الوهابیة، منظمة الاعلام الاسلامی، ص۷۴تا۷۶.
- ↑ امین، کشف الإرتیاب، دارالکتب الاسلامی، ص۱۵و۳۳.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۵۲ش، ص۱۰۸تا۱۱۰.
- ↑ فرمانیان، «سلفیه و تقریب»، ص۱۴۳و۱۴۴.
- ↑ آسایش طلب، «البنا».
- ↑ یوسفی اشکوری، «اخوان المسلمین»، ص۲۷۳و۲۷۴.
- ↑ یوسفی اشکوری، «اخوان المسلمین»، ص۲۷۲و۲۷۳.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۷۶تا۷۸.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۷۸.
- ↑ ملا موسی میبدی، «بررسی و نقد دیدگاه شاه ولی الله دهلوی در مسئله شرک»، ص۱۵۵.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۸۳.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۱۰۰.
- ↑ پورحسن و سیفی، «تقابل نئوسلفیها با شیعیان و پیامدهای آن بر اتحاد جهان اسلام»، ص۱۴.
- ↑ پورحسن و سیفی، «تقابل نئوسلفیها با شیعیان و پیامدهای آن بر اتحاد جهان اسلام»، ص۱۷.
- ↑ وګورئ: پورحسن و سیفی، «تقابل نئوسلفیها با شیعیان و پیامدهای آن بر اتحاد جهان اسلام»، ص۱۸.
- ↑ «نحلههای فکری طالبان؛ از دیوبندیه تا وهابیت»، خبرگزاری رسا، ۱۵ مهر ۱۳۹۵.
- ↑ فرمانیان، تاریخ تفکر سلفیگری، ۱۳۹۴ش، ص۱۰۳.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۱۰۳.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۱۰۳.
- ↑ کریمی حاجی خادمی، مازیار، «تبارشناسی جریانهای تکفیری: بررسی موردی جنبش طالبان در افغانستان»، ص۱۹.
- ↑ وګورئ: فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۱۵۸تا۱۶۲.
- ↑ وګورئ: فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۱۶۲ تا ۱۷۲.
- ↑ فرمانیان، جریانشناسی فکری فرهنگی سلفیگری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۱۷۲تا۱۷۴.
- ↑ کرمی، سلفیگری و خاورمیانه عربی، ۱۳۹۳ش، ص۲۶تا۲۹.
- ↑ داعش خپل خلافت اعلان کړ، بولتن نیوز، ۹ تير ۱۳۹۳.
- ↑ د داعش جنایتونه: روز شمار ۸۳ جنایت داعش در سراسر جهان، پایگاه اطلاع رسانی پیام آفتاب، ۱۵ تیر ۱۳۹۶.
- ↑ فیروزآبادی، تکفیریهای داعش را بهتر بشناسیم، ۱۳۹۳ش، ص۵۵.
- ↑ پورحسن و سیفی، «تقابل نئوسلفیها با شیعیان و پیامدهای آن بر اتحاد جهان اسلام»، ص۱۸تا۲۰.
سرچينې
- ابنبدران دمشقی، عبدالقادر بن احمد، المدخل الی مذهب الامام احمد بن حنبل، تحقیق عبدالله بن عبدالمحسن ترکی، بیروت، مؤسسه الرساله، چاپ دوم، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م..
- ابنمنظور، محمد بن مكرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
- ابوزهره، محمد، تاریخ المذاهب الاسلامیه، بیروت، دارالفکرالعربی.
- آسایش طلب طوسی، محمدکاظم، «البنا حسن»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۴، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- پاکتچی، احمد و حسین هوشنگی، بنیادگرایی و سلفیه، انتشارات دانشگاه امام صادق(ع)، ۱۳۹۳ش.
- پورحسن، ناصر و عبدالمجید سیفی، «تقابل نئوسلفیها با شیعیان و پیامدهای آن بر اتحاد جهان اسلام»، شیعهشناسی، شماره ۵۲، زمستان ۱۳۹۴.
- داعش خپل خلافت اعلان کړ، بولتن نیوز، ۹ تير ۱۳۹۳
- رضوانی، علیاصغر، وهابیان تکفیری، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۰ش.
- عاصمی نجدی، عبدالرحمن بن محمد، الدررالسنیة فی الاجوبة النجدیة، چاپ ششم، ۱۴۱۶ق.
- علیپور گرجی، محمود و شادی شعبانیکیا، «سلفیگری از معنا تا برداشتهای نادرست مبانی»، در فصلنامه سیاست پژوهی، تابستان ۱۳۹۷.
- علیزاده موسوی، سید مهدی، سلفیگری و وهابیت، نشر آوای منجی، ۱۳۹۳ش.
- فرمانیان، مهدی، تاریخ تفکر سلفیگری، قم، انتشارات دارالإعلام لمدرسة اهل البیت (ع)، ۱۳۹۴ش.
- فرمانیان، مهدی، جریانشناسی فکری -فرهنگی سلفیگری معاصر، قم، پژوهشگاه علوم اسلامی امام صادق(ع)، چاپ دوم، ۱۳۹۶ش.
- فرمانیان، مهدی، «سلفیه و تقریب»، در مجله هفت آسمان، شماره۴۷، ۱۳۸۹ش.
- فیروزآبادی، سید حسن، تکفیریهای داعش را بهتر بشناسیم، تهران، دانشگاه عالی ملی، ۱۳۹۳ش.
- کرمی چرمه، کامران، سلفیگری و خاورمیانه عربی، تهران، خبرگزاری فارس، ۱۳۹۳ش.
- کریمی حاجی خادمی، مازیار، «تبارشناسی جریانهای تکفیری؛ بررسی موردی جنبش طالبان در افغانستان»، در مجله مطالعات بیداری اسلامی، بهار و تابستان ۱۳۹۵.
- المشعبی، عبدالمجید بن سالم، منهج ابن تیمیة فی مسئلة التکفیر، ریاض، مکتب أضواء السلف، ۱۴۱۸ق.
- مغنیة، محمدجواد، هذه هی الوهابیة، تهران، منظمة الاعلام الاسلامی.
- «نحلههای فکری طالبان؛ از دیوبندیه تا وهابیت»، خبرگزاری رسا، ۱۵ مهر ۱۳۹۵.
- یوسفی اشکوری، «اخوان المسلمین»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۷، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۷۷ش.