سوګواري
- دا مقاله د سوګوارۍ (غم لمانځنې) په اړه ده د امام حسین(ع) له عزادارۍ سره بلدتیا لپاره د محرم سوګواري مدخل وګورئ.
سوګواري هغه دستورې دي چې د وفات شویو کسانو په مرګ جوړیږي. د سوګوارۍ مخینه اوږده ده او له لرغونې زمانې، د خپلوانو یا مذهبي مشرانو د یاد د درنښت لپاره جوړیږي.
د تاریخي سرچینو له مخې په اسلام کې د سوګوارۍ مخینه د پېغمبر(ص) زمانې ته ګرځي. له هغه وخته تر اوسه، په اسلامي هیوادونو کې په مختلفو شکلونو ترسره کیږي؛ منجمله د فاتحې دستورو یا مجلس ترحیم، دریمې او څلویښتمې د دستورو په نامه.
شیعه فقیهان سوګوارۍ او د ویر دستورې او د مړو لپاره ژړا جایزه ګڼي؛ خو د اهل سنتو فقهیانو په فتوا د خپلو خپلوانو د مرګ په غم کې یوازې بې غږه ژړا کېدی شي. ځینې یې په غږ او چغې سره د مړي لپاره ژړا جایزه نه ګڼي.
د شیعیانو اکثره عزادارۍ مذهبي دي؛ یعنې د دیني مخکښانو لکه پېغمبر(ص)امامانو(س) او په تېره بیا امام حسین (س) لپاره کیږي. ځینې اهل سنت دغه ډول عزادارۍ بدعت او حرامې ګڼي؛ خو له پخوا تر ننه ځینې اهل سنتو د شیعیانو په عزاداریو کې برخه اخستې ده.
سوګواري د وفات شویو کسانو د یاد درنښت
سوګواري هغه دستورو ته ویل کیږي چې د چا د مرګ په غم او عزا کې جوړیږي.[۱] سوګوارۍ د عزیزانو یا دیني مشرانو د وفات په غم کې ترسره کیږي.[۲]
د سوګوارۍ مخینه
سوګواري له پخوا راهسې په مختلفو فرهنګونو کې موجوده وه. وایي چې په ایران کې له زرتشتیانو مخکې هم دود وه او ځینې بېلګې یې په شاهنامې کې راغلې دي.[۳] په سپېڅلي کتاب کې هم د تېرو شویو کسانو په غم کې د بني اسراییلو د عزادارۍ خبر راغلی دی.[۴]
په اسلام کې د تاریخي راپورونو په اساس د عزادارۍ مخنیه د اسلام د پېغمبر(ص) زمانې ته ګرځي. د مثال په توګه د اتمې پېړۍ مورخ ابن کثیر لیکلي دي چې د احد له غزا وروسته، د مدینې خلکو د خپلو وژل شویو لپاره سوګواري کوله، پېغمبر(ص) د دغه صحنې په لیدلو سره وویل: په حمزه باندې څوک نه ژاړي. له دې وروسته ښځو د حمزه بن عبدالمطلب لپاره هم ویر وکړ.[۵]
سوګواري په مختلفو فرهنګونو کې
د مړو شویو کسانو لپاره د سوګ یا ویر دستورې په مختلفو کلتورونو کې په مختلفو شکلونو ترسره کیږي: په ایران کې د ختم د مجلس، د دریمې شپه، اومې او څلوېښتمې دستورې ترسره کیږي.[۶] په ځينو هیوادونو لکه تاجکستان کې د مرګ په شلمه، څلویښتمه ورځ او یو کال پس د سوګوارۍ دستورې جوړیږي[۷] د هند مسلمانان هم په دریمه ورځ د مړي په مزار ځینې دستورې جوړوي.[۸] په نورو هیوادونو لکه مصر، آذربایجان اوعراق کې هم د سوګوارۍ لپاره ځانګړې دستورې جوړیږي.[۹]
د مړو لپاره د سوګوارۍ یا ویر کولو شرعي حکم
د شیعه فقیهانو په فتوا په مړو ژړا او ویرنې ویل جایز دي.[۱۰] صاحب جواهر(وفات ۱۲۶۶ق) لیکلي دي ډېر روایتونه شته چې تاییدوي پر مړي ژړا او نوحه یا ویرنه جایزه ده؛ منجمله هغه روایتونه چې د خپل تره حمزه او خپل زوي ابراهیم په غم کې د پېغمبر اکرم(ص) د ژړا ښودنه کوي او همداراز هغه روایتونه چې د پېغمبر(ص) په وفات د حضرت فاطمې(س) د نوحې په اړه دي.[۱۱]
د اهل سنتو نظر
د مصري فقیه عبدالرحمان جزیري په وینا، د اهل سنتو د فقې مطابق د مړي لپاره نوحه او ویر کول جایز نه دی؛ خو د هغه لپاره ژړا که بې غږه وي، ستونزه نه لري. په غږ سره په ژړا کولو کې د اهل سنت د فقهي مذاهبو تر مینځ اختلاف دی؛ مالکیان او حنفیان یې حرام ګڼي؛ خو د شافعي او حنبلي مذهب مطابق جایزه ده.[۱۲]
مذهبي سوګواري
- همداراز وګورئ: د محرم سوګواري
ځینې عزادارۍ مذهبي اړخ لري. شیعیان دغه ډول عزاداریو ته خاص اهمیت ورکوي او د دیني مشرانو په تېره بیا د پېغمبر(ص) حضرت زهرا(س) او امامانو(س) په تېره بیا امام حسین(ع) لپاره په محرم کې عزادارۍ کوي.[۱۳]
د شیعیانو مذهبي سوګوارۍ په مختلفو شکلونو منجمله روضه خوانۍ (ماتم کولو)[۱۴] مرثیه خوانۍ، ژړا، نوحه خوانۍ، سینه زنۍ[۱۵] او زنځیر وهلو[۱۶] سره ترسره کیږي.[۱۷]
شیعه عالمانو د عزادارۍ په دفاع او د هغې د جواز په وضاحت کې ډېر کتابونه او تیسز لیکلي دي چې د سید محسن امین لیکلی اِقناعُ اللّائِم عَلیٰ اِقامةِ المَآتم، یې یوه بېلګه ده.[۱۸] اهل سنت عالمان په تېره بیا حنبلیان عزاداري حرامه او بدعت ګڼي.[۱۹] سره له دې د تاریخي راپورونو له مخې په ایران کې ځینې اهل سنت په تېره بیا شافعیان او حتی اهل سنت عالمان منجمله حنفي او شافعي عالمان د شیعیانو د عزادارۍ په دستورو کې برخه اخلي.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ۱۳۸۱ش، ج۵، ذیل وازه «عزاداری».
- ↑ باقی، «عزاداری».
- ↑ باقی، «عزاداری».
- ↑ بهرامی، «ترحیم، مجلس»، ص۱۰۸.
- ↑ ابنکثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۵۵.
- ↑ فرهنگی و منفرد، «ترحیم، مجلس»، ص۱۰۳.
- ↑ فرهنگی و منفرد، «ترحیم، مجلس»، ص۱۰۴، ۱۰۳.
- ↑ بهرامی، «ترحیم، مجلس»، ص۱۱۰.
- ↑ فرهنگی و منفرد، «ترحیم، مجلس»، ص۱۰۴، ۱۰۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۳۰-۱۳۱؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۲۶۴-۲۶۵.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۲۶۴-۲۶۵.
- ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ج۱، ۱۴۲۴ق، ص۴۸۴.
- ↑ مظاهری، «عزاداری»، ص۳۴۵.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۸۰ش، ص۴۴۱.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۶.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۸۰ش، ص۲۱۴.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۸۰ش، ص۳۳۸.
- ↑ مظاهری، «عزاداری»، ص۳۴۶.
- ↑ مظاهری، «عزاداری»، ص۳۴۶.
- ↑ مظاهری، «عزاداری»، ص۳۴۷.
سرچينې
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
- انوری، حسن و دیگران، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، انتشارات علمی، چاپ هفتم، ۱۳۹۰.
- باقی، عمادالدین، «عزاداری»، در وبگاه مرکز دایرةالمعاف بزرگ اسلامی، تاریخ درج: ۸ اردیبهشت ۱۳۹۹، تاریخ بازدید: ۵ تیر ۱۴۰۱.
- بهرامی، عسکر، «ترحیم، مجلس»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۵، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
- جزیری، عبدالرحمن بن محمد عوض، الفقه علی المذاهب الاربعه، بیروت، دارلاکتب العلمیه، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
- فرهنگی، سوسن و افسانه منفرد، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ج۷، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
- طباطبایی یزدی، محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسه انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- مظاهری ، محسنحسام ، «عزاداری» در فرهنگ سوگ شیعی، تهران، خیمه چاپ اول، ۱۳۹۵ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.