شطرنج
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
شَطْرَنج، یوه فکري دوه کسیزه لوبه ده چې په فقه کې د قمار له آلاتو او حرامه ګڼل شوی، خو سید احمد خوانساري او امام خمیني د دې حرام شونې لپاره دا شرط بیان کړی چې که په کې شرط بندي وشي نو حرامه ده. په ځینې تفسیري روایتونو کې، لکه د بقرې سوره ۲۱۹ او د مائدې سوره ۹۰ او ۹۱ آیتونه د شطرنج په حراموالي دلالت کوي، او همدارنګ د شرط د حراموالي لپاره له معصومینو(ع) څخه خاص روایتونه هم راغلي دي چې په روايي سرچینو کې د شطریج او نرد په هکله د روایتونو باب لري.
د صاحب جواهر په وینا، شیعه فقها په دې خبره یوه خوله دي چې د شطرنج لوبه د قمار له آلو ګڼل کیږي او حرام ده، خو بیا هم سید احمد خوانساري شطرنج هاله حرام ګڼي چې شرط بندي په کې وشي، او امام د یوې پوښتنې په ځواب کې په اجتهاد کې د وخت او ځای د رول پر بنسټ فرمایلي چې که د شطرنج لوبه د یو ورزش په توګه وپيژندل شي نو حرامه نه ده خو که د قمار په توګه د قمار آله وګڼل شي نو بیا حرامه ده. او همدارنګ یې اخستل او خرڅول.
موضوع پيژندنه
شطرنج یوه ډېره زړه فکري لوبه ده چې دوه کسان یې په یوه تخته باندې یا یوه صفحه باندې په ۳۲ ګیټو سره په دوه بیلا بیلو رنګونو سره کوي او د نړۍ په ډېرو سیمو کې رواج لري.[۱]
ویل کیږي چې شطرنج هندیانو جوړ کړی و، له هندوستان څخه ایران ته راغی او بیا اسلامي نړۍ ته او بیا یورپ ته لاړ.[۲] د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایۍ کې د شطرنج نړیوالې مقابلې شورو شوې او په شلمې پیړۍ کې یو فکري ورزش وګڼل شو او نړیوال فیډریشن یې جوړ شو.[۳]
موقعیت
د بقرې سوره په ۲۱۹ آیت کې او د مائدې سوره په ۹۰ او ۹۱ آیتونو کې، له مَیسِر، چې د قمار په معنا ده، نهي شوې ده.[۴] او په ځینې روایتونو کې یې مصداق شطرنج ګڼل شوی دی.[۵] د دې موضوع په هکله په شیعه سرچینو کې یو خپلواک باب شته چې د «نرد او شطرنج» په عنوان سره په کې روایتونه راغونډ شوي دي..[۶] ځينې مستفیض روایتونه[۷] د شطرنج د حرمت لپاره نقل شوي دي،[۸] چې په ځینې روایتونو کې په واضحه له شطرنج کولو منعه شوې ده.[۹]
په ځینې روایتونو کې د شطرنج په غندنه کې سختې خبرې راغلي دي؛ د بیلګې په توګه په یو روایت کې د شطرنج لوبه شرک ګڼل شوې ده، شطرنج کوونکي ته سلام کول کبیره ګناه او په دوزخ کې د تل پاتی کیدو سبب ګڼل شوی او هغه ته لاس ورکول داسې ګڼل شوي لکه د خنزیر غوښې ته لاس وروړل، او همدارنګ ویل شوي دي چې د شطرنج لوبه کوونکي ځای دوزخ دی.[۱۰]
فقهي حکم
شیعه فقیهانو خپل نظرونه د معصومینو(ع) روایتونو ته په پام د شرعي حکم په بڼه بیان کړي دي چې د شطرنج اخستل او خرڅول هم په کې شامل دي:
شطرنج کول
صاحبْجواهر(۱۲۰۲-۱۲۶۶ق)، چې د دیارلسمې پیړۍ له شیعه فقیهانو څخه دی په څرګنده ویلي دي چې شیعه فقیهان په دې باندې ټول اتفاق لري چې د شطرنج لوبه حرام ده ځکه چې د قمار آله ګڼل کیږي.[۱۱] خو سید احمد خوانساري (۱۳۰۹-۱۴۰۵ق)، د څوارلسمې پیړۍ شیعه فقیه په دې باور دی چې شطرنج لوبه هغه وخت حرامه ده چې ورباندې د ګټې او بیلات په حالت کې د پیسو شرط بندي وشي. که نه وي نو جایزه ده.[۱۲]
امام خمیني (۱۲۸۱-۱۳۶۸ش)، یو شیعه د تقلید مرجع او د جمهوري اسلامی ایران تېر رهبر، لومړی د «المکاسب المحرمة» کتاب په سر کې د ټولو شیعه فقیهانو په شان د شطرنج د لوبې او خرڅولو اخستلو د حرام شونی نظر ورکړی و،[۱۳] خو د خپل عمر په اخري وختونو کې،[۱۴] په اجتهاد کې د زمان او مکان رول ته په پام سره،[۱۵] د یوې پوښتنې په ځواب کې ولیکل که شطرنج لوبه کول او اخستل او خرڅول یې د یو فکري ورزش په توګه وګڼل شي او د ګټې او بیلات شرط په کې نه وي نو جایز دی.[۱۶]
په همدې لړ کې سید علي خامنه اي او ناصر مکارم شیرازي، چې د پينځلسمې پيړۍ شیعه فقیهان دی، په دې نظر دي چې که شطرنج په عام عرف کې د قمار ابزار ونه ګڼل شي او یو ډول فکري ورزش وګنل شي او بې له شرطه وي نو لوبه یې جایزه ده.[۱۷] خو سید علی سیستاني حرامه ګڼي که شرط بندي په کې وشي او که ونه شي.[۱۸]
د شطرنج اخستل او خرڅول
شیعه فقیهان د قمار د آلاتو د اخستلو او خرڅولو په حرمت باندې اتفاق نظر لري[۱۹] او شطرنج یې د قمار له آلاتو څخه ګڼلی دی.[۲۰] هغوي د شطرنج د خرید و فروش د حرمت لپاره ځینې روایتونه د دلیل په توګه راړي دي چې په کې شطرنج د قمار له آلاتو ګڼل شوی دی؛[۲۱] او همدارنګ هغه روایتونه چې د شطرنج اخستل او خرڅول یې په څرګنده حرام کړی دی.[۲۲] شیعه فقیهانو له روایتونو سربېره په اجماع او د مسلمانانو په سیرت سره هم د شطرنج د اخستلو او خرڅولو د حرامیدو لپاره د دلیل په توګه راوړي دي.[۲۳]
فوټ نوټ
- ↑ موسوی ساداتی و رستمی، درسنامه شطرنج دانشگاه، ۱۳۹۳ش، مخ۸.
- ↑ موسوی ساداتی و رستمی، درسنامه شطرنج دانشگاه، ۱۳۹۳ش، مخ۸.
- ↑ موسوی ساداتی و رستمی، درسنامه شطرنج دانشگاه، ۱۳۹۳ش، مخ۸.
- ↑ د بقره سوره ۲۱۹ آیت؛ د مائده سوره، ۹۰-۹۱آیتونه.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۴۳۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۴۳۵؛ سبزواری، جامع الأخبار، ۱۴۱۳ق، ۴۳۱-۴۳۲ مخونه.
- ↑ رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، مخ۲۳۹.
- ↑ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۲۲ق، ټوک۱۳، مخ۲۶۲.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۷، ۳۲۱-۳۲۳ مخونه؛ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۲۲ق، ټوک۱۳، مخ۲۶۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۴۱، ۴۳-۴۴ مخونه؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۴۱، مخ۴۳.
- ↑ حرّ عاملی، وسایل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۷، مخ۳۲۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۴۱، مخ۴۳.
- ↑ خوانساری، جامع المدارک، ۱۳۵۵ش، ټوک۳، مخ۲۷.
- ↑ امام خمینی، المکاسب المحرمة، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۳۶۲ او ټوک۲، مخ۱۸.
- ↑ قاضیزاده، «امام خمینی و فقاهت مبتنی بر عنصر زمان و مکان»، ۱۶۸-۱۶۹ مخونه.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ټوک۲۱، ۱۵-۱۵۱ مخونه؛ قاضیزاده، «امام خمینی و فقاهت مبتنی بر عنصر زمان و مکان»، ۱۴۷، ۱۶۹مخونه.
- ↑ امام خمینی، توضیح المسائل (امام و مراجع)، ۱۳۸۱ش، ټوک۲، ۹۳۲، ۹۶۰ مخونه.
- ↑ خامنهای، «شطرنج»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر مقام معظم رهبری؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ټوک۱، مخ۱۵۷.
- ↑ سیستانی، «توضیح المسائل جامع: شطرنج و سایر وسایل قمار»، سایت رسمی دفتر مرجع عالیقدر آقای سیدعلی حسینی سیستانی(د عالیقدر مرجع آغای سیدعلي حسیني سیستاني د دفتر رسمي ویبپاڼه).
- ↑ شیخ انصاری، کتاب المکاسب، بې نیټې، ټوک۱، مخ۱۱۶؛ سبحانی، المواهب فی تحریر احکام المکاسب، ۱۴۱۶ق، مخ۲۵۴.
- ↑ شیخ انصاری، کتاب المکاسب، بې نیټې، ټوک۱، مخ۱۱۶؛ سبحانی، المواهب فی تحریر احکام المکاسب، ۱۴۱۶ق، مخ۲۵۴.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۷، مخ۳۲۱؛ سبحانی، المواهب فی تحریر احکام المکاسب، ۱۴۱۶ق، مخ۲۵۵.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۷، مخ۳۲۳؛ سبحانی، المواهب فی تحریر احکام المکاسب، ۱۴۱۶ق، مخ۲۵۵.
- ↑ سبحانی، المواهب فی تحریر احکام المکاسب، ۱۴۱۶ق، مخ۲۵۴.
سرچينې
- قرآن کریم.
- امام خمیني، سید روحالله، المکاسب المحرمة، تهران، د امام خمیني د آثارو برابرولو او خپرونه مؤسسه، ۱۴۱۵ق.
- امام خمیني، سید روحالله، توضیح المسائل (امام او مراجع)، قم، د قم علمي حوزې د مدرسینو ټولنې، ۱۳۸۱ل.
- امام خمیني، سید روحالله، صحیفه امام، تهران، د امام خمیني د آثارو برابرولو او خپرونه مؤسسه، ۱۳۸۹ش.
- حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
- خامنهاي، سیدعلي، «شطرنج»، د مقام معظم رهبري د معلوماتي دفتر، د لینې نیټه: ۱۸ تله ۱۴۰۴ش.
- خوانساري، سید احمد، جامع المدارک، تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، مکتبة الصدوق، دوهم چاپ، ۱۳۵۵ش.
- رجایي، سید محمد، المسائل الفقهیة، قم، انتشارات علمیة، ۱۴۲۱ق.
- سبحاني، جعفر، المواهب فی تحریر احکام المکاسب، قم، مؤسسة الامام الصادق(ع)، ۱۴۱۶ق.
- سبزواری، محمد بن محمد، جامع الأخبار أو معارج الیقین في أصول الدین، تحقیق علاء آل جعفر، بیروت، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۳ق/ ۱۹۹۳م.
- سیستانی، سیدعلی، «توضیح المسائل جامع: شطرنج و سایر وسایل قمار»، د عالیقدر مرجع آغای سیدعلي حسیني سیستاني د دفتر رسمي ویبپاڼه، د لینې نیټه: ۱۸ تله ۱۴۰۴ش.
- شیخ انصاری، مرتضی، کتاب المکاسب، قم، تراث الشيخ الأعظم، بې نيټې.
- طباطبایی، سید علی، ریاض المسائل، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۲ق.
- قاضیزاده، کاظم، «امام خمینی و فقاهت مبتنی بر عنصر زمان و مکان»(امام خمیني او د وخت او ځمکې عنصر پر بنست فقاهت)، د نقد او نظر نشریه ، ګنه ۵، ژمي ۱۳۷۴ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، سمون: محمد آخوندي او علیاکبر غفاري، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید،(نوي استفتائات) قم، مدرسه الامام على بن ابي طالب(ع)، ۱۴۲۷ق.
- موسوي ساداتي، سید کاظم، و رضا رستمي، درسنامه شطرنج دانشگاه، تهران، د حتمی خپرندوی، ۱۳۹۳ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۳۶۲ش.