منځپانگې ته ورتلل

شغار نکاح

د wikishia لخوا

شِغار نکاح د جاهلیت په دوران کې د واده یو ډول و.[۱] په دې ډول واده کې به، دوو سړو د یو بل لور یا خور یو بله ته په نکاح کوله او هره ښځه به د بلې ښځې د مهر په توګه شمېرل کېده. دا واده د اسلام له نظره حرام او باطل دی.[۲] په فقهي سرچینو کې، له شغار نکاح څخه د بې‌مهره واده په توګه هم یادونه شوې ده.[۳]

د لسمې قمري پېړۍ د شیعه فقیه شهید ثاني، په وینا، امامیه فقیهان اجماع لري چې د شِغار واده باطل دی.[۴] د دې نکاح د باطل والي لپاره، په نبوي روایت «لا شِغار فی الاسلام؛ په اسلام کې شغار نشته»باندې استناد شوی دی.[۵] د شیعه فقیه صاحبْ‌جواهر (۱۲۵۵-۱۳۲۹ق)، په فتوا، په هره هغه نکاح کې چې د بلې ښځې واده د مهر په توګه یا د مهر د شرط په توګه شامل وي، هغه واده باطل دی.[۶]

په «نکاح شغار در فقه و قانون و نقش آن در منازعات فامیلی» مقاله کې راغلي چې د حنفي مذهب پرته، د اهل سنتو نور ټول مذاهب شغار باطل بولي.[۷] ابوحنیفه وایي د شغار د واده د حرمت لامل د هغه باطل شرطونه دي؛ ځکه باطل شرط پر واده اغېز نه لري. هغه مني چې د ښځې واده د مهر یا د مهر د شرط په توګه نه شي ټاکل کېدای؛ خو د هغه په باور، د مَهرُالمِثل په جبري کولو سره، د شغار د واده ستونزه حل کېږي.[۸]

د ځینو راپورونو له مخې، د شغار واده په ځینو سیمو لکه استرالیا، افریقا، افغانستان، هند او سوماترا کې، د فقر او د مهر د ورکولو د ناتوانۍ له امله ترسره کېږي.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ علی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۳۹۱ق، ج۵، ص۵۳۷-۵۳۸.
  2. ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۱۹۰.
  3. ↑ ابن‌حجر عسقلانی، تلخیص الحبیر، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۳۲۸.
  4. ↑ شهید ثانی، الروضه البهیه، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۲۴۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۰، ص۱۲۸.
  5. ↑ حر العاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۲۰، ص۳۰۳؛ مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۰۳۴.
  6. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۰، ص۱۳۰.
  7. ↑ پوهندوی، «نکاح شغار در فقه و قانون و نقش آن در منازعات فامیلی»، ص۵۵-۵۶.
  8. ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۱۹۱.
  9. ↑ ترمانینی، الزواج عند العرب الجاهلیه و الاسلام، ۱۹۸۴م، ص۲۸؛ پوهندوی، «نکاح شغار در فقه و قانون و نقش آن در منازعات فامیلی»، ص۵۵-۵۶.

سرچينې

  • ابن‌حجر عسقلانی، تلخیص الحبیر فی تخريج احاديث الرافعی الكبير، بی‌جا، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • پوهندوی، عبدالمجید صمیم، «نکاح شغار در فقه و قانون و نقش آن در منازعات فامیلی»، فصلنامه علمی پژوهشی موسسه تحصیلات عالی خصوصی غالب، سال چهارم، شماره ۱، بهار ۱۳۹۴ش.
  • ترمانینی، عبدالسلام، الزواج عند العرب الجاهلیه و الاسلام، کویت، عالم المعرفه، ۱۹۸۴م.
  • جزیری، عبدالرحمن، الفقه علی المذاهب الاربعه(ج۴)، بیروت، دارالثقلین، ۱۴۱۹ق.
  • جمعی از نویسندگان، الموسوعه الفقیه الکویتیه(ج۴۱)، کویت، وزارت اوقاف و الشئون الاسلامیه، ۱۴۰۴ق- ۱۴۲۷ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضه البهیه فی شرح اللمعه الدمشقیه(ج۵)، قم، مکتب الداوری، ۱۴۱۰ق.
  • علی، جواد، المفصل فی تاریخ العرب قبل السلام(ج۵)، بیروت، دارالعلم للملایین، ۱۳۹۱ق.
  • مسلم بن حجاج، مسلم، صحیح مسلم(ج۲)، قاهره، دارالحدیث، ۱۴۱۲ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام(ج۳۰)، به تحقیق محمود قوچانی، بیروت، دارالاحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.