منځپانگې ته ورتلل

مهرالمثل

د wikishia لخوا

مَهرُ الْمِثل هغه مهر ته وايي چې له هغه واده وروسته ټاکل کیږي چې په صیغه کې یې مهریه نه ده ټاکل شوی او ښځې او سړي په خپلو کې کورولی کړی دی. مهرالمثل دائمي واده سره خاص دی او په لنډمهاله واده کې مهرالمثل نشته. که د لنډمهاله واده په صیغه کې مهریه ونه ټاکل شي نو واده باطل دی.

د فقیهانو د فتوا له مخې، د مهرالمثل د ټاکلو لپاره د هغه ښځې د ورته ښځو شان ته باید پام وشي او د ځینې معیارونو لکه عمر، ښکلا، بکارت، او کورني موقعیت سره ورته مهر وټاکل شي.

د شیعه د تقلید مرجع مکارم شیرازي د فتوا له مخې، غیر متعارف مهریې لکه زر د سرو زرو سکې، باطلې دي او دا په مهرالمثل باندې بدلیږي.

مفهوم پيژندنده

«مَهرالْمِثل» هغه مهریې ته ویل کیږي چې له واده وروسته ټاکل کیږي، داسې مهریه هغه وخت راځي چې ښځې او سړي دائمي نکاح کړی وي او کورولی یې هم کړی وي، خو د واده په صیغه کې یې مهریه نه وي ټاکلی.[۱]

مهرالمثل څنګه ټاکل کیږي؟

د فقهاو د فتوا له مخې، د یوې ښځې د مهرالمثل د ټاکلو لپاره، د هغې د هم شأن ښځو یا هغې ته ورته ښځو ته کتلی شي.[۲] په دریمې هجري پیړۍ کې شیعه فقیه محمد حسن نجفي وايي د مهرالمثل په ټاکلو کې ځینې معیارونه لکه د کورنۍ موقعیت، ښکلا، عمر، بکارت، شته مني او هره هغه ځانګړنه په نظر کې وساتل شي چې د ښځې مقام ورسره له نورو جلا کیږي.[۳]

په کومو مواردو کې باید مهرالمثل وټاکل شي؟

د فقیهانو د فتوا له مخې باید په لاندې مواردو کې مهرالمثل ښځې ته ورکړی شي:

  • په دائمي واده کې کله چې مهریه نه وي ټاکلی شوی او کورولی شوی وي.[۴] په لنډمهاله واده کې مهرالمثل نشته او که د دې واده په صیغه کې مهریه ونه ټاکل شي نو عقد یې باطل دی.[۵]
  • کله چې په شبهې سره کورلی وشي،[۶] په دې شرط چې شبهه د دواړو اړخونو یا یواځې د ښځې له خوا وي؛ خو که ښځې ته د کورولي د حرامیدو پته وي، نو مهرالمثل ورته نه ورکول کیږي.[۷]
  • که مهریه یې نامعلومه او مبهمه وي. د مثال په توګه، که مهریه یې دا وي چې د قرآن یو سورت به ورزده کوي، او بې له دې چې هغه سورت وټاکل شي، نو مهریه یې باطلیږي او که کورولی ورسره شوی وي نو مهرالمثل د سړي په غاړه راځي.[۸]
  • که سړی مرتد شي او په دې نه پوهیږي چې ښځې سره د کورولي حق نه لري او ورسره کورولی وکړي، نو ځینې فقیهان لکه شیخ طوسي ویلي دي چې د مهرالمسمی سربېره (یعنی هغه مهر چې د واده په وخت کې ټاکل کیږي) باید مهرالمثل هم ورکړي.[۹]
  • که ښځه خاوند دواړه مسلمان شي یا یوازې سړی مسلمان شي، ځینې فقیهان باوري دي چې واده یې فسخ کیږي او که کورولی وکړي نو ښځه ته باید مهر المثل ورکړی شي.[۱۰]
  • شیعه مرجع تقلید مکارم شیرازي باوري دی غیر متعارفې مهریې لکه زر د سروزرو سکې باطلې دي او مهرالمثل ته اوړي.[۱۱]

مهرالمثل د ایران په مدني قانون کې

د مهرالمثل په هکله د ایران په مدني قانون کې خبرې شوي دي. د مدني قانون د ۱۰۸۷ مادې مطابق که په دائمي واده کې مهریه ونه ټاکل شي یا د مهریې نه شونه په کې شرط شي، عقد یې صحیح دی؛ خو باید د مهریه حالت معلوم شي. که تر اوسه کورولي نه دی شوی نو ښځه او سړی د مهر په هکله په خپله کې توافق کولی شي؛ خو که له توافقه وړاندې کورولی وشي، نو ښځه د مهرالمثل حقداره کیږي.[۱۲] همدارنګ د مدني قانون د ۱۰۹۰ مادې له نظره که د مهر ټاکل ښځې ته پریښودی شي، نو هغه له مهرالمثل زیات نه شي ټاکلی.[۱۳]

اړونده څیړنه

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۳۸۲ش، ج۶، ص۳۹.
  2. مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۳۸۲ش، ج۶، ص۴۲.
  3. نجفی، جواهر الکلام، بیروت، ج۳۱، ص۵۲.
  4. شبیری زنجانی، کتاب النکاح، مؤسسه رای‌پرداز، ج۹، ص۳۱۱۱.
  5. مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۱۳۷.
  6. طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۸۰۸؛ شبیری زنجانی، کتاب النکاح، موسسه رای‌پرداز، ج۴، ص۱۲۵۸.
  7. نجفی، جواهر الکلام، بیروت، ج۳۲، ص۳۷۸-۳۷۹.
  8. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۶۹.
  9. شبیری زنجانی، کتاب النکاح، موسسه رای پرداز، ج۱۷، ص۵۶۰۰.
  10. شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۲۵ق، ج۸، ص۱۶۲.
  11. مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۲۰.
  12. محقق داماد، بررسی فقهی حقوق خانواده، ۱۳۸۴ش، ص۲۵۱.
  13. محقق داماد، بررسی فقهی حقوق خانواده، ۱۳۸۴ش، ص۲۵۱.

سرچينې

  • شبیری زنجانی، سید موسی، کتاب النکاح، قم، موسسه رای پرداز، بی‌تا.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الاسلام، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، چاپ سوم، ۱۴۲۵ق.
  • طباطبائی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، موسسه مطبوعاتی اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • محقق داماد، سید مصطفی، بررسی فقهی حقوق خانواده نکاح و انحلال آن، تهران، مرکز نشر علوم اسلامی، چاپ یازدهم، ۱۳۸۴ش.
  • مدرسی، سید محمدتقی، احکام خانواده و آداب ازدواج، قم، انتشارات محبان الحسین، چاپ پنجم، ۱۳۸۸ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، کتاب النکاح، قم، مدرسة الامام امیر المؤمنین، ۱۳۸۲ش.
  • نجفی، محمد حسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، تحقیق محمود قوچانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، بی‌تا.
  • هاشمی شاهرودی، سید محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم السلام، قم، موسسة دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۹۰ش.

باندنۍ تړنې