طور سیناء
طُور سِیناء د مصر په سینا صحرا کې یو غر یا د غرونو یو ټولګه ده چې په قرآن او تورات کې یې یادونه شوې ده. په طور سینا غره کې مختلفې پېښې شوي لکه له حضرت موسی(ع) سره د خدای خبرې کول، څلویښت ورځنی میقات، (څلویښت شپې) د بني اسراییلو له اویا کسانو سره یو ځای میقات او د حضرت موسی(ع) مړینه. د اسلام پېغمبر(ص) د طور سینا د سپېڅلتیا علت له حضرت موسی(ع) سره په دغه ځای کې د خدای د خبرو کول ګڼلی دی.
جغرافیایي موقعیت
طور سینا د سینا غر په جنوب کې پروت دی او سینا دښته هم د مصر په شمال ختیځ کې او له فلسطین، اردن او عربستان سره په پولو کې ده. په دغه سیمه کې ډېر غرونه شته دي چې سینا غر هم پکې دی.[۱] ابن منظور، طور سینا په شام کې یو غر ګڼلی دی.[۲]
ځینو احتمال ورکړی چې له طور سیناء مطلب، د غرونو یوه ټولګه ده او د طور سیناء مختلفې پېښې په دغه غرونو کې شوې دي، نه په یو خاص غر کې.[۳] همداراز ویل شوي چې له دوو تعبیرونو «سیناء» او «سینین»د قرآن استفاده همدې ټکي ته اشاره لری او طور سینین د طور سیناء یوه برخه ده.[۴]
د سینا دښتې په جنوب کې، د سیناء غر په نوم یو غر دی چې سپېڅلی کاترین دیر ته نزدې پروت دی.[۵]
نوموَنه
قرآن یو ځل د «طور سیناء» له تعبیره استفاده کړې او هغه ونې ته چې وده کوي او تېل ترې وځي اشاره کړې ده.[۶] همداراز په طور سینین یې قسم خوړلې[۷] چې ځینو مفسرانو ترې مطلب هماغه طور سیناء ګنلی دی.[۸] په ځینو نورو ایتونو کې هم «الطور» تعبیر موجود دی. مفسرانو ترې مطلب هماغه طور سیناء اخستی دی.[۹]
شیخ صدوق له ابن عباسه یو حدیث نقلوي، پر اساس یې د طور سیناء د نومول کیدو علت په هغه کې د یوې ونې شتون ګڼلی دی.[۱۰]
سپېڅلتیا
طور سینا هغه ځای دی چې خدای پکې له موسی سره خبرې وکړې: د طه سورې د دولسم ایت له مخې خدای تعالی هلته حضرت موسی(ع) ته امر وکړ چې پېزار دې وباسه ځکه چې «إِنَّک بِالْوادِ الْمُقَدَّسِ طُوی؛ ته د طوی په سپڅلي ټاټوبي کې یې»[۱۱] ځینو څېړاندو له دغه ایته د طور سیناء سپېڅلوالی استفاده کړی دی.[۱۲] همداراز خدای تعالی په طور سوره کې په دغه غر قسم خوړلی دی.[۱۳]
د اسلام له پېغمبر څخه د طور سیناء د سپيڅلوالي د علت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نقل شوی:
د طور پېښې
د روایتونو او ایتونو له مخې په حضرت موسی او بني اسراییلو ځینې پېښې په طور سیناء کې شوې دی:
- د مصر په لور تګ او د وحي لومړی نزول؛ حضرت موسی وروسته له دې چې په مدین کې یې له حضرت شعیب سره د ژمنې موده پوره شوه، له خپلې مېرمنې، زوی او مالونو سره د مصر په لور لاړ، لاره یې ورکه کړه[۱۵] او په غر یې یو اور ولید او هلته لاړ[۱۶] هلته پرې وحي نازله شوه او دا د حضرت موسی(ع) د بعثت پېل و.[۱۷] قرآن د دغه پېښې د واقع کیدو ځای د«الطور»[۱۸] او «طُوی»[۱۹] په تعبیر یاد کړی دی. ځینو مفسرانو له «الطور» څخه مطلب هماغه طور سیناء ګڼلی دی چې «طوی» وادي د دغه غره په ټیټه کې ده.[۲۰]د اتمې پېړۍ شاعر سیف فرغاني وایي:
خطاب إنی أنا الله شنود گوش کلیم | و گرچه در پی آتش به طور سینا رفت[۲۱] |
- څلویښت ورځنی میقات؛ له مصره د حضرت موسی(ع) له وتلو وروسته حضرت موسی(ع) غر ته وخته او څلوېښت ورځې هلته پاتې شو او پر هغوي د تورات الواح نازل شول.[۲۲] ځینو مفسرانو دغه څلویښت ورځنی میقات په طور سیناء کې ګڼلی دی.[۲۳] په تورات کې راغلي دی چې:
- «سهار مهال تیار اوسه. سهار وختي سیني (سینا) غر ته زما خواته راشه او د غر په څوکه ودرېږه»[۲۴]
- د بني اسراییلو له اویا کسانو سره یو ځای میقات ته تګ؛ حضرت موسی(ع) د بني اسراییلو له اویا کسانو منجمله له خپل وصي حضرت یوشع(ع)[۲۵] سره میقات ته لاړ.[۲۶] او د ځینو پېښو په وجه خدای غر (یا د غر یوه برخه) د هغوي د سر لپاسه ودراوه، هغوي تسلیم شول او الهي عذاب پرې نازل نه شو.[۲۷] په یو روایت کې امام صادق(ع) هم دغه واقعه په طور سیناء کې ذکر کړې ده.[۲۸]
- د ځینو روایتونو له مخې د حضرت موسی(ع) وفات په طور سیناء کې و.[۲۹]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۰ش، ج۵، ص۲۹۳.
- ↑ ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۵۰۸.
- ↑ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۰ش، ج۵، ص۲۹۳.
- ↑ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۰ش، ج۵، ص۲۹۵.
- ↑ مجموعه نویسندگان، موجز دائرة المعارف الاسلامیة،۱۴۱۸ق، ج۲۲، ص ۶۹۹.
- ↑ سوره مومنون، آیه ۲۰.
- ↑ سوره تین، آیه ۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۷، ص۱۴۰.
- ↑ طیب، أطیب البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۸ش، ج۱۲، ص۲۹۲.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۶۸.
- ↑ سوره طه، آیه۱۲.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۵، ص۲۵۶.
- ↑ سوره طور، آیه۱.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۷۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۱۶۷.
- ↑ سوره طه، آیه ۱۰-۱۱.
- ↑ سوره طه، آیه ۱۲-۱۳.
- ↑ سوره قصص، آیه ۲۹.
- ↑ سوره طه، آیه۱۲.
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۷، ص۵۰۹.
- ↑ سیف فرغانی، دیوان اشعار، شماره ۱۵، سایت گنجور.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۴۲-۱۴۵.
- ↑ ملاحویش، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ج۱، ص۴۱۶.
- ↑ خروج، باب ۳۴؛ آیه۲.
- ↑ خروج، باب ۲۳، آیه۱۳.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۵۵.
- ↑ سوره بقره،آیه۹۳.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۴۶.
- ↑ بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۲۸۹.
سرچينې
- ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، محقق و مصحح: میر دامادی، جمالالدین، بیروت، دارالفکر، دارصادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
- بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
- شیخ صدوق، علل الشرائع، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- طیب، سید عبد الحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
- قرشی، سید علی اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، محقق و مصحح: موسوی جزائری، سید طیب، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- مجموعه نویسندگان، موجز دائرة المعارف الإسلامية،بی جا، مركز الشارقة للإبداع الفكري، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
- مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
- مغنیه، محمد جواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
- ملاحویش آل غازی، عبدالقادر، بیان المعانی، دمشق، مطبعة الترقی، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.