باب حطه
باب حِطَّه هغه دروازه ده چې بني اسرائیلو د تیه په ځمکه له تیریدو د کیسې وروسته باید له هغې تېر وې. هغوي چې کله دې سپېڅلې خاورې ته ننوتل، نو د خپلو ګناهونو د معافیدول لپاره باید د خدای په حکم د "حطه" کلمې په ویلو سره له دې دروازې تیر شوې وې. اکثرو مفسرینو باب حطه په فلسطین کې د بیت المقدس یوه دروازه ګڼلې ده. په شيعه او سني رواياتو كې اهل بيت(ع) له دې دروازې سره تشبيه شوي دي چې له مخې يې هر هغه څوك چې د رسول الله(ص) اهل بيتو ته پناه يوسي هغه به نجات ومومي.
بنیاسرائیلو ته حکم
د قرآني آيتونو له مخې، کله چې بني اسرائيلو د مقدسې خاورې يو ښار ته د ننوتو اراده درلود، نو د خداى په حکم له يوې ځانګړې دروازې ننوتلې وې او د حطه کلمه يې په ژبه جاري کړې وې[۱] په روایتونو کې دې دروازې ته «باب حطه» ویل شوي دي.[۲] ډېرو مفسرینو[۳] تر دې چې کومو مفسرینو هغه کلی د «أریحا» له ښاره بللی دی[۴] «الباب» یې د بیت المقدس یوې دروازې ته اشاره ګڼلې ده.[۵]
د حطه کلمه د مقام د ښکته کولو، د مسؤولیت او د ګناه دون بار د انسان له اوږو ښکته کولو ته وايي.[۶] طبرسي په تفسیر مجمع البیان کې د باب حطه په هکله وايي: الله تعالی بنی اسرائیلو ته حکم وکړ چې بیت المقدس ته د ننوتلو په وخت د تواضع لپاره له حطه دروازې دننه شي چې د ننوتلو په وخت کې باید ټیټ شي او ووایي: «حِطَّه» خو هغوي هم له بلې دروازې څخه ننوتل او هم یې دا کلمه تحریف کړه او په سریاني ژبه کې یې «هاطا سماقاتا» ...«حطا سماقاتا» وویل، هم یې د خدای حکم سره مخالفت وکړ او هم یې مسخره کړ. د دې خبرې معنی ده: سره غنم چې وربشې لري.[۷]
د اهلبیتو باب حطه سره تشبیه
په شیعه منابعو کې اهل بیت(ع) له باب حطه سره پرتله شوي دي. له هغو ځنې د رسول الله(ص) څخه په یوه روایت کې راغلي دي:
- څوک چې زما په دين شي، زما په لاره روان شي او زما د سنتو پيروي وکړي نو په ټول امت باندې زما د اهل بيتو امامانو په فضيلت باندې ايمان ولري. په دې امت کې د هغوي مثال د بنی اسرائیلو په منځ کې د باب حطه په څیر دی.[۸]
په سني منابعو کې هم ابو سعید خدري له رسول الله(ص) څخه روایت کړي دي:
- ستاسو په منځ کې زما د اهل بیتو مثال د بني اسرائیلو په منځ کې د باب حطه مثال دی، څوک چې دې ته ننوځي هغه ته به بخښنه کیږي.[۹]
د دې تشبیه په اړه یې ويلي دي: لکه څنګه چې باب حطه د بني اسرائيلو لپاره د ايمان او اعتقاد تله وه، همدا ډول اهل بيت(ع) هم د پېغمبر اکرم د امت لپاره د ايمان تله ده،[۱۰] د دې حیدث مطابق اهلبیت(ع) د هغه دروازې په څېر دي چې له بني اسرائيلو څخه هر هغې ته ننوتلی، د هغه ګناهونه وبخښل شول، نو څوک چې د رسول الله(ص) اهل بیتو ته پناه یوسي هغه به هم نجات ومومي.[۱۱] همدارنګ ابن حجر هیتمي چې د لسمې پيړۍ له سنی عالمانو دی، د حدیث حطه په نقل سره باوري دی لکه څه رنګ چې الله تعالی د بنی اسرائیلو لپاره د حطه دروازه د هغوي د ګناهونو د بخښلی سبب کړه، په اسلامي امت کې یې هم د اهلبیتو(ع) مینه د امت د بخښنې لامل ګرځېدلوې ده.[۱۲]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ سوره بقره، آیه ۵۸.
- ↑ وګورئ: صدوق، الامالی، ۱۳۷۶، ص۷۴، ح۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طبری، جامعالبیان، دار المعرفة، ج۱، ص۴۲۶؛طَبرِِسی، مجمعالبیان، ۱۳۸۳، ج۱، ص۲۴۷؛ ابن عادل، اللباب فی علوم الکتاب، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۹۵.
- ↑ طبری، جامعالبیان، دار المعرفة، ج۱، ص۴۲۶؛ ابن عادل، اللباب فی علوم الکتاب، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۹۳.
- ↑ طبری، جامعالبیان، دار المعرفة، ج۱، ص۴۲۷؛ ابن عادل، اللباب فی علوم الکتاب، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۹۵.
- ↑ فیروزآبادی، القاموس المحیط، دارالکتب العلمیه، ج۲، ص۸۹۴-۸۹۵، ذیل «حط»؛ زبیدی، تاجالعروس، ج۱۰، ص۲۱۶-۲۱۷، ذیل «حطط».
- ↑ طبرسی، تفسیر مجمع البیان، الناشر : دار المعرفة، ج۱، ص۲۴۸.
- ↑ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۷۴، ح۶ .
- ↑ هیتمی، الصواعق المحرقة، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص ۱۷۹؛ سیوطی و مناوی، جامع الأحادیث، ۱۴۱۴ق، ۱۰ق، ج۸، ح ۸۹۵۶؛ هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۱۶۸؛ طبرانی، المعجم الصغیر، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۲.
- ↑ حسینی میلانی، جواهر الکلام فی معرفة الإمامة والإمام، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۱۶۷.
- ↑ خوانساری، شرح آقا جمال خوانساری بر غررالحکم و دررالکلم، ۱۳۶۶ش، ج۶، ص ۱۸۶.
- ↑ هیتمی، الصواعق المحرقه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۴۷.
سرچينې
- ابنحجر هیتمی، احمد، الصواعق المحرقة، تحقیق عبد الرحمن بن عبد الله التركی و كامل محمد الخراط، لبنان، مؤسسة الرسالة، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- ابنعادل، عمر بن علی، اللباب فی علوم الکتاب، بیروت، دارالكتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- حسینی میلانی، سیدعلی، جواهر الکلام فی معرفة الإمامة والإمام، قم، مرکز الحقایق الاسلامیه، ۱۳۹۲ش.
- خوانساری، محمد بن حسین، شرح آقا جمال خوانساری بر غررالحکم و دررالکلم، تصحیح میرجلال الدین حسینی ارموی، تهران، دانشگاه تهران، چاپ چهارم، ۱۳۶۶ش.
- زبیدی، محمد بن محمد، تاجالعروس، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
- سیوطی و مناوی، عبدالرحمن بن ابیبکر و عبد الرؤوف بن محمد، جامع الأحادیث، ۱۴۱۴ق.
- صادقی تهرانی، محمد، الفرقان، قم، فرهنگ اسلامی، ۱۳۶۶ش.
- صدوق، محمد بن علی، الامالی، تحقیق محمدباقر کمرهای، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
- طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الصغیر، تحقیق محمد شكور محمود الحاج أمریر، بیروت-عمان، دار عمار، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان، بیروت، دار المعرفة، بیتا.
- فیروزآبادی، مجدالدین، القاموس المحیط، بیروت، دارالکتب العلمیه، بیتا.
- هیثمی، علی بن ابوبکر، مجمع الزوائد، تحقیق حسین سلیم أسد الدّارانی، دمشق، دَارُ المَأْمُون لِلتُّرَاثِ، ۱۴۱۴ق.
بهرنۍ لینکونه
- د باب مقاله په اسلامي نړۍ پوهنغونډ (دانشنامه جهان اسلام)