منځپانگې ته ورتلل

بلوغ

د wikishia لخوا
بلوغ مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.

بلوغ، یوه فقهې اصطلاح ده او هغه مرحلې ته رسېدو ته وایي چې په کې شرعي تکلیف پر انسان واجبېږي او د شرعي قوانینو په رعایت مکلف ګرځي. فقیهانو د معصومو امامانو(ع) له روایتونو په استفادې سره د بلوغ لپاره ځینې نښې ذکر کړي دي. د شیعه فقیهانو د مشهور نظر له مخې، هلکان د پنځلس قمري کلونو په پای کې او نجونې د نهو قمري کلونو په پای کې د بلوغ عمر ته رسېږي. البته ځینې فقیهان د نجونو د بلوغ عمر دیارلس کلنۍ ګڼي.

احتلام (مني راتلل) او تر نوم لاندې د زیږو وېښتانو راشنه کېدل هم هغه طبیعي نښې دي چې د هلکانو او نجونو دواړو لپاره دي. د حیض وینې لیدل د نجونو ځانګړې نښه ګڼل شوې ده. د دغو نښو هره یوه چې په یوه کس کې څرګنده شي، هغه بالغ بلل کېږي. کله چې انسان د بلوغ عمر ته ورسېږي، د الهي تکالیفو لاندې راځي او د دیني احکامو او امرونو مخاطب ګرځي؛ چې دا احکام په عباداتو، حقوقي، جزایي، اقتصادي او نورو برخو پورې تړاو لري.

مفهوم پېژندنه او ځایگاه

بلوغ یوه فقهې اصطلاح ده، داسې عمر ته د رسېدو معنا لري چې پکې پر یو کس شرعي تکلیف واجبیږی. او باید د شرعي قوانینو خیال وساتي.[۱] له دې امله چې بلوغ د انسان د مکلفیت سبب کیږي، نو په فقه کې ځانګړی ځای لري او فقیهانو د هغې په حقیقت، نښو او احکامو بحث کړی دی.[۲] د فقیهانو په نظر، بلوغ د عقل او د تکلیف د ترسره کولو له توان سره یوځای، د تکلیف له عمومي شرطونو څخه دی؛ یعنې دا هغه شرط دی چې په ټولو تکالیفو کې باید موجود وي.[۳] له همدې کبله، په ډېری فقهي بابونو کې یې یادونه شوې ده.[۴]

د بلوغ نښې

په فقه کې، د معصومو امامانو(ع) له روایتونو سره سم د بلوغ لپاره د عمر شرطونه او طبیعي نښې ذکر شوي چې له هغو څخه د یوې په څرګندېدو سره بلوغ ثابتېږي: د شیعه فقیهانو د مشهور نظر له مخې، هلکان د پنځلس قمري کلونو په پای کې (چې نږدې د ۱۴ کلونو، شپږو میاشتو او ۱۲ ورځو لمریز کال برابر دي) او نجونې د نهو قمري کلونو په پای کې (چې کابو د اته کلونو، اته میاشتو او ۲۰ ورځو شمسي کال برابر دي) بالغ ګڼل کېږي.[۵] البته ځینې فقیهان لکه محمد اسحاق فیاض[۶] او یوسف صانعي،[۷] د ځینو روایتونو[۸] په استناد د نجونو د تکلیف عمر دیارلس کلنی ګڼي.

د بلوغ په طبیعي نښو کې ځینې د هلکانو او نجونو ترمنځ ګډې دي. دا دي: د مني وتل (احتلام) [۹] او تر نامې لاندې د غټو وېښتانو راشنه کېدل.[۱۰] د حیض لیدل د نجونو د بلوغ له نښو څخه ده.[۱۱] البته ځینې فقیهان وایي هغه وینه چې له نه کلنی نه مخکې لیدل کېږي، که څه هم د حیض ځانګړتیاوې ولري، د حیض وینه نه ده او هغه چې له نه کلنی وروسته لیدل کېږي، د حیض وینه ګڼل کېږي او د حیض احکام لري؛ له همدې کبله یوازې د نهو قمري کلونو پوره کېدل د نجونو د بلوغ معیار دی.[۱۲]

د بلوغ د ثبوت لارې

که څوک ادعا وکړي چې د بلوغ عمر ته رسېدلی دی، له دغه دریو حالاتو څخه په یو کې یې خبره منل کېږي:

  • که د بلوغ علت یې احتلام (په هلکانو او نجونو کې) یا حیض (په نجونو کې) وګڼي، باید دا چاره د هغه په اړه ممکنه وګڼل شي.[۱۳]
  • که د بلوغ علت یې تر نامې لاندې د زیږو وېښتانو راشنه کېدل وګڼي، د لیدلو په صورت کې منل کېږي.[۱۴]
  • که د بلوغ علت یې عمر بیان کړي، یوازې د بیّنې (معتبرو شرعي شاهدانو) په وړاندې کولو سره ترې منل کېږي.[۱۵]

د بلوغ فقهي او حقوقي اغېزې

کله چې انسان د بلوغ عمر ته رسېږي، په الهي تکالیفو کې شاملیږي. او د دیني احکامو او امرونو مخاطب ګرځي؛ دا احکام په عباداتو، حقوقي، جزایي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو پورې تړاو لري.[۱۶] البته د «العناوین» کتاب د لیکوال میرعبدالفتاح مراغي په وینا، چې د دیارلسمې پېړۍ فقیه دی، په ډېرو وضعي احکامو لکه ارث، دیاتو، ضمان، حیازت او ګڼ شمېر نور احکامو کې بلوغ شرط نه دی او پر نابالغو هم تطبیق کېږي.[۱۷]

ژرنی بلوغ او ناوخته بلوغ

تر وخت مخکې یا زر بلوغ یوه فیزیولوژیکه ښکارنده ده چې په ځینو هلکانو او نجونو کې لیدل کېږي. په دې حالت کې د ارثیت، اب وهوا، روغتیا او تغذیې په څېر عواملو له کبله په یو کس کې د بلوغ نښې تر همځولو څخه مخکې څرګندېږي.[۱۸] تر وخته وروسته یا ناوخته بلوغ هم په هلکانو او نجونو دواړو کې لیدل کېږي او په هلکانو کې یې پېښېدل تر نجونو زیات دي. ویل کېږي که چېرې تر ۱۷ کلنۍ پورې په یوه کس کې د بلوغ نښې څرګندې نه شي، هغه د ناوخته بلوغ ښکیل دی.[۱۹]

فوټ نوټ

  1. جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۱۳۵.
  2. سبحانی، البلوغ حقيقته، علاماته وأحكامه، ص۶.
  3. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۴۷۲؛ منتظری، نهایة الاصول، ۱۴۱۵ق، ص۱۷۴.
  4. نورمفیدی، بررسی فقهی بلوغ دختران، ۱۳۹۵ش، ص۲۰.
  5. د مثال په توګه وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۳۶۳ش، ج ۲۰، ص۳۴۸.
  6. «تغییر فتوای یکی از مراجع تقلید درباره سن تکلیف دختران»، خبرگزاری حوزه.
  7. صانعی، بلوغ دختران، ۱۳۸۶ش، ص۳۵-۳۶.
  8. رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، ص۱۶۸.
  9. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۸۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۴۴؛ محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۹، ص۱۸۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۲، ص۱۴.
  10. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۸۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۴۴؛ محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۹، ص۱۸۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۲، ص۱۴.
  11. د مثال په توګه ګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ج۲، ص۲۸۲؛ محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۹، ص۱۹۱.
  12. د مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۴۶؛ رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، ص۱۷۵.
  13. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۵، ص۱۱۷.
  14. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۵، ص۱۱۸.
  15. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۵، ص۱۱۸.
  16. جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۱۳۶؛ مهریزی، «بلوغ دختران»، ص۱۲۷-۱۲۸.
  17. حسینی مراغی، العناوین الفقهیة، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶۶۰.
  18. محمدیان، بلوغ تولدی دیگر، ۱۳۷۱ش، ص۴۷.
  19. محمدیان، بلوغ تولدی دیگر، ۱۳۷۱ش، ص۴۹.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، بی‌تا.
  • بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
  • «تغییر فتوای یکی از مراجع تقلید درباره سن تکلیف دختران»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۳۰ اردیبهشت ۱۴۰۰ش، تاریخ مشاهده: ۲۷ اسفند ۱۴۰۳ش.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، دایرة المعارف فقه فارسی، ۱۳۸۷ش.
  • حسینی مراغی، میر عبدالفتاح، العناوین الفقهیة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • رجایی، سیدمحمد، المسائل الفقهیة، قم، انتشارات علمیة، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • سبحانی، جعفر، البلوغ: حقیقته، علاماته وأحکامه، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ دوم، ۱۴۳۹ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تصحیح و تعلیقه سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، بنیاد معارف اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • صانعی، یوسف، بلوغ دختران، قم، میثم تمار، ۱۳۸۶ش.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، انتشارات اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • محمدیان، محمود، بلوغ تولدی دیگر، تهران، انجمن اوایاء و مربیان، ۱۳۷۱ش.
  • منتظری، حسینعلی، نهایة الاصول (تقریرات درس اصول آیت‌الله بروجردی)، تهران، انتشارات تفکر، ۱۴۱۵ق.
  • مهریزی، مهدی، «بلوغ دختران»، در کتاب بلوغ دختران (به کوشش مهدی مهریزی)، قم، مرکز مطالعات و تحقیقات اسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء تراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نورمفیدی، سیدمجتبی، بررسی فقهی بلوغ دختران، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۵ش.