عجب
عُجْبْ له اخلاقي رذایلو څخه دی چې مطلب یې دی په خپلو ښو کارونو خوشالېدل او د هغو لوی ګڼل، په داسې حال کې چې هغه د ځان له لوري وګڼي، نه د خدای له لوري. په علم اخلاق کې د ځینو څیزونو لکه طاقت، ښکلا، نسب او د بچیانو زیاتوالی د عجب د اسبابو په توګه یاد شوي او د نیکو عملونو تباه کېدل، تکبر او د عقل فساد یې پایلې ګڼل شوې دي.
د اخلاقو عالمان عجب د جهل نتیجه ګڼي او باوري دي چې په معرفت، علم او پوهې سره یې درملنه کیږي. همداراز په دې باور دي چې دغه اخلاقي رذیله باید د هغې د اسبابو او جرړو د لرې کولو په وسیله درمل شي.
مفهوم
د عجب مطلب دی په خپلو ښو کارونو خوشالېدل او د هغو لوی ګڼل، په داسې حال کې چې هغه د ځان له لوري وګڼي، نه د خدای له لوري او له تباه کېدو یې ونه وېرېږي.[۱] [یادداشت ۱] البته ملا احمد نراقي عجب د ځان لوی ګڼل بللي او سبب یې دا ګڼلی چې انسان په ځان کې یو کمال ویني.[۲]
له تکبر او اِدلال سره یې نسبت
عجب له تکبر سره نزدې معنا لري په دې فرق چې د عجب په پېدا کېدو کې انسان ځان له نورو سره نه پرتله کوي خو په تکبر کې انسان ځان تر نورو لوړ او اوچت ګڼي.[۳]
د عجب او ادلال تر مینځ د فرق په اړه ویل شوي چې عجب د خپل عمل لوی ګڼل او د ځینو عملونو او عبادتونو په وجه په خدای باندې احسان اړول دي ، خو په ادلال کې پر دې سربېره، انسان ځان د یو حق مستحق هم ګڼي چې په هغه سره، هیڅ وېره او ترهه نه لري.[۴]
سببونه
د اخلاقو عالمان د عجب لپاره مختلف اسباب او محرکات بیانوی. فیض کاشاني په المحجة البیضاء کې، ښکلا او ښایست، قدرت او طاقت، عقل او هوښیاري، نسب او خاندان، له پاچاهانو او قدرتمنانو سره نسبت لرل، د بچیانو مال او شتمنیو او فکر زیاتوالی، د عجب اسباب ګڼلي دي.[۵] هغوي همداراز د حشر سورې دوهم ایت «وَ یوْمَ حُنَین اذْ اعْجَبَتْکمْ کثْرتُکمْ»،[۶] او د کهف سوري 104 آیت له عجب سره اړوند ګڼلی دی.[۷] نراقي ویلي چې عباداتو کې عجب د هغو له فلسفې سره چې د خدای په وړاندې د ذلت او خوارۍ څرګندونه ده منافات لري.[۸]
پایلې
په روایتونو کې د عجب لپاره ځینې پایلې او اثار بیان شوې دي؛
- د نېکو عملونو تباه کول؛ له پېغمبر اکرم(ص) نقل شوي چې عجب د انسان اویا کلن عملونه له مینځه وړي.[۹] همداراز د یو روایت له مخې چې له امام صادق(ع) نقل شوی دوه کسان یو فاسق او بل عابد جومات ته ننوتل خو کله چې له جوماته وتل، فاسق کس عابد او عابد کس فاسق شوی وی ځکه چې عابد په جومات کې په عجب اخته شوی او په خپل عبادت نازېده خو فاسق د توبې په فکر کې یو او استغفار یې کاوه.[۱۰]
- تکبر؛ عجب د تکبر له اسبابو او سرچینې ګڼل شوی دی.[۱۱]
- د ګناهونو هېرول یا یې واړه شمارل
- د عملونو او عبادتونو لوی ګڼل او په خدای احسان اړول.[۱۲]
په روایتونو کې د عقل[۱۳] او پوهې[۱۴] فساد، هلاکت [۱۵] او یوازیتوب[۱۶] د عجب له پایلو ګڼل شوي. همداراز عجب د علم د زیاتولو[۱۷] او کمالاتو ته د رسیدلو[۱۸] خنډ ګڼل شوی دی. د یو روایت له مخې چې په نهج البلاغه کې راغلی دی، هغه ګناه چې انسان خپه کړي او یا یې عذر غوښتلو ته اړ باسي تر هغه نېک کار چې هغه په عجب کې راولي، غوره ده.[۱۹]
درملنه
فیض کاشاني عجب یوه ناروغي ګڼي چې علت یې جهل او ناپوهي ده او له دې امله چې هغه هر مرض د هغې په ضد سره د درملنې وړ ګڼي، باوري دی چې عجب هم په پوهې او معرفت سره ښه کیږي.[۲۰] فیض او ځینې نور د اخلاقو عالمان په دې باور دي چې د عجب د درملنې لپاره باید د هغې اسبابو او جرړو ته پام وشي؛ که د عجب سبب د خدای یو نعمت لکه ښکلا، قدرت، او د اولاد زیاتوالی وي، انسان باید دې ټکي ته پام وکړي چې کوم خدای چې ورته دا نعمتونه ورکړي د سترګو په رپ کې یې ترې اخستی هم شي او همداراز کومو کسانو چې په تاریخ کې دغه شیان لرل او په صحیح لاره کې یې ترې استفاده ونه کړه له هغوي باید د عبرت درس واخلي. د مثال په توګه د هغه عجب درملنه چې سبب یې قدرت او توانمني وي، د خدای د قدرت سترتوب ته توجه او د انسان د خلقت مراحلو ته پام دی چې له څه شي پیدا شوی دی. همدارا که د هغه عجب د فکر او لیدتوګې له امله وي علاج یې دا دی چې همېشه خپل نظریات تورن کړي مګر دا چې له قرآن او یا روایتونو یې یو قطعي دلیل په صحیحوالي ګواهي ورکړي. همداراز هغه د نظر خاوند کس ته وړاندې کړي.[۲۱]
د امام باقر(ع) د یو روایت له مخې چې جابر بن یزید جعفي ته یې کړی، د نفس په پېژندلو سره باید د عجب لاره بنده کړی شي.[۲۲]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ج۶، ص۲۷۶.
- ↑ نراقی، معراج السعاده، ۱۳۷۸ش، صفت چهاردهم عجب و خودبزرگبینی و مذمت آن.
- ↑ نک: ابن قدامه مقدسی، مختصر منهاج القاصدین، ۱۳۹۸ق، ص۲۲۷-۲۲۸: به نقل از دانشنامه جهان اسلام مدخل: تکبر.
- ↑ فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ج۶، ص۲۷۶.
- ↑ فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ۲۸۲-۲۸۷
- ↑ سوره توبه، آیه۲۵.
- ↑ فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ج۶، ص۲۳۶.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ق، ج۱، ص۳۳۳.
- ↑ پاینده، نهجالفصاحه، ۱۳۸۲ش، ص۲۸۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۱۴.
- ↑ فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ص۲۷۵؛ نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ق، ج۱، ص۳۲۵.
- ↑ >فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ص۲۷۵؛ نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ق، ج۱، ص۳۲۵.
- ↑ تمیمی آمدی، غررالحکم، ۱۴۱۰ق، ص۳۸۸.
- ↑ ابن شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۳۶۳ق، ص۷۴؛ نهج البلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۳۹۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۱۳.
- ↑ ابن شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۳۶۳ق، ص۶.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار،۱۴۰۳ق، ج۶۹، ص۱۹۹.
- ↑ نهج البلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۸۱۷.
- ↑ نهج البلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۴۷۷.
- ↑ فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ص۲۷۷.
- ↑ فیض کاشانی، المحجة البیضاء، موسسة النشر الاسلامی، ص۲۸۲-۲۸۹؛ نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ق، ج۱، ص۳۲۶-۳۴۴.
- ↑ ابن شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۳۶۳ق، ص۲۸۵.
سرچيڼې
- ابن شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، تصحیح: علی اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۳ق.
- ابن قدامه مقدسی، مختصر منهاج القاصدین، چاپ شعیب و عبدالقادر ارنؤوط، دمشق ۱۳۹۸ق/۱۹۷۸م.
- پاینده، ابوالقاسم، نهج الفصاحه، تهران، دانش، ۱۳۸۲ش.
- تمیمی آمدی، عبدالواحد بن محمد، غررالحکم و دررالکلم، تصحیح: مهدی رجائی، قم، دارالکتب الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
- فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، المحجة البیضاء فی تهذیب الاحیاء، تصحیح: علیاکبر غفاری، قم، موسسة النشر الاسلامی، بیتا.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- نراقی، احمد، معراج السعادت، قم، انتشارات هجرت، ۱۳۷۸ش.
- نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، قم، مؤسسه مطبوعاتی ایرانیان، ۱۹۶۳م/۱۳۸۳ق.
- نهج البلاغه، تصحیح: صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.