عدلیه

د wikishia لخوا

عدلیه، شیعه او معتزله ته د اشارې لپاره یوه کلامي اصطلاح ده. د دغه نوم کېښودلو سبب د شیعه او معتزله دا عقیده ده چې له عقلي نظره حُسن و قبح یا ښه والی او بدوالی شته دی او خدای تعالی د هغه په اساس عمل کوي او له دې امله عادل ګڼل کیږي. پر دې اساس، عدل د شیعه مذهب له اصولو او د معتزله و له پینځګونو اصولو ګڼل کیږي.

د عدلیه په مقابل کې بیا اشاعره دي چې په شرعي حُسن و قبح قایل دی؛ یعنې دا چې باور لري په حقیقت کې هیڅ حسن او قبح (ښه والی بدوالی) نیشته بلکې هر څه چې خدای پرې امر وکړي ښه او هر هغه څه چې خدای ترې نهي وکړي بدیږي. د مرتضی مطهري په وینا ټول اسلامي مذهبونه خدای عادل ګڼي او یوازې د عدالت په تفسیر کې د نظر اختلاف لري.

په عقلي حسن و قبح د عدلیه د عقیدې نتیجه دا ده چې هغوي د قرآن، سنت او اجماع په څنګ کې چې ټولو مسلمانانو منلي عقل هم حجت ګڼي او له هغه د شرعي احکامو د استنباط لپاره د یو شرعي دلیل په توګه استفاده کوي.

الهي عدل؛ په اسلامي کلام کې مهمه مساله

اصلي مقاله: الهي عدل

د عدل مساله د اسلامي کلام له مهمو مسایلو ګڼل کیږی او ویل کیږی چې اهمیت یې دومره زیات دی چې مسلمان متکلمان د دغه مسالې په اړه د خپل دریځ په اساس په دوو ډلو عدلیه او غیر عدلیه ویشل شوې دي.[۱] د عدل اصل د شیعه مذهب له پینځګونو اصلونو یو اصل دی.[۲] همداراز د اهل سنت له کلامي مذهبونو څخه د معتزله مذهب له پينځو اصولو څخه دوهم اصل دی.[۳]

په الهي عدل کې اصلي مساله

د مرتضی مطهري په وینا د عدل په مساله کې پوښتنه دا نه ده چې خدای عادل دی که نه؛ ځکه چې ټول مسلمان عالمان د خدای په عدالت باور لري او هیڅ فرقه د خدای د عدل مخالفه نه ده. خبره له عدالته د هغوي د تفسیر او مطلب اخستلو په اړه ده.[۴] مساله دا ده چې ایا د عدل لپاره کوم معیار او میزان شته او پر هستۍ د خدای قوانین او همداراز د خدای شریعت یعنې د هغه امر و نهي له دې متابعت کوي که نه، د عدل لپاره هیڅ معیار نیشته او هر کار چې خدای یې کوي د عدل مصداق دی.[۵]

په بله ژبه اول یو ښه او بد، مصلحت او مفسده او حق او ناحق موجود وو او بیا خدای خپل اوامر د هغه په اساس برابر کړي دي، که نه دا نه وو بلکې اول د خدای اوامر راغلل او بیا، د دغه اوامرو په اساس، ښه بد، حق او ناحق جوړ شوې دي.[۶]

د مثال په توګه خدای په امانتدارۍ امر کوي، ځکه چې په رښتیا امانتداري ښه کار دی او یو مصلحت پکې دی او خدای له خیانته انسانان منعې کوي ځکه چې په رښتیا هم خیانت بد شی دی او پکې یوه مفسده موجوده ده، که نه واقعي مصلحت او مفسده بیخي شته نه او له دې امله چې خدای تعالی د ځینو کارونو امر کړی نو هغه ښه شوي او له ځینو کارونو یې منع کړې یوو نو هغه بد شوې دي.[۷]

عدلیه کوم کسان دی؟

په اسلامي کلامي مذهبونو کې شیعه او معتزله ته عدلیه ویل کیږی.[۸] شیعه او معتزله متکلمان په عقلي حُسن و قبح باوري لري؟ یعنې وایي چې کارونه له دې ورتېر چې خدای یې په ښه والي یا بدوالي حکم وکړي، له عقلي نظره، په ښه او بد یعنې حَسَن او قبیح تقسیمیږي؛ یعنې عقل د ځینو چارو په ښه والي او بدوالي حکم کوي او خدای له دې امله عادل دی چې د هغه حُسن او قبح په خلاف چې عقل یې تشخیص ورکوي، عمل نه کوي.[۹]

د عدلیه مخالفان

اشاعره، د مسلمانو متکلمانو یوه ډله ده چې د شیعیانو او معتزله په مقابل کې عقلي حسن و قبح نه مني او په شرعي حسن و قبح باور لري. دوي وایي چې عقل دا وس نه لري چې د چارو ښه والی او بد والی معلوم کړي؛ په بله ژبه واقعي ښه والی او بدوالی نیشته او هر هغه څه چې شارع یې امر وکړي ښه او هر هغه څه چې شارع ترې منعې وکړي بد دي. او که شارع نه وای هیڅ حسن او قبح (ښه والی بدوالی) نه و.[۱۰]

د عدلیه په نزد د عقل حجیت

د مرتضی مطهري د خبرې په اساس، عدلیه له دې امله چې عقلي حسن او قبح مني، د قرآن، سنت او اجماع تر څنګ چې ټول مسلمانان یې مني، عقل هم حجت ګڼي؛ یعنې هغه له شرعي دلیلونو ګڼي او د شرعي احکامو د استنباط او اجتهاد لپاره پرې استناد کوي.[۱۱] دا د غیر عدلیه د نظر په خلاف دی چې وایي عقل نه شي کولی شرعي قوانینو ته زمونږ په رسېدلو کې راهنما او لارښوونکی ووسي.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. مطهری، مجموعه‌آثار، ۱۳۸۴ش، ج۴، ص۸۱۱.
  2. محمدی ری‌شهری، دانشنامه عقاید اسلامی، ۱۳۸۵ش، ج۸، ص۹۹.
  3. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۷۳ش، ج۴، ص۵۱.
  4. مطهری، مجموعه‌آثار، ۱۳۸۴ش، ج۳، ص۷۳.
  5. مطهری، مجموعه‌آثار، ۱۳۸۴ش، ج۴، ص۸۱۱-۸۱۲.
  6. مطهری، مجموعه‌آثار، ۱۳۸۴ش، ج۴، ص۸۱۳.
  7. مطهری، مجموعه‌آثار، ۱۳۸۴ش، ج۴، ص۸۱۱-۸۱۲.
  8. وګورئ: علامه حلی، استقصاء النظر فی القضاء و القدر، ۱۴۱۸ق، ص۳۴؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۳۳۳.
  9. حلی، کشف‌المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۲-۳۰۳.
  10. حلی، کشف‌المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۲.
  11. مطهری، مجموعه‌آثار، ۱۳۸۴ش، ج۴، ص۸۱۵.
  12. مطهری، مجموعه‌آثار، ۱۳۸۴ش، ج۴، ص۸۱۴.

سرچينې

  • حلی، حسن بن یوسف‏، إستقصاء النظر فی القضاء و القدر، تحقیق محمد حسینی نیشابوری، مشهد، دار انباء الغیب، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • حلی، حسن بن یوسف‏، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تصحیح حسن حسن‌زاده آملی، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، مؤسسة النشر الاسلامی‏، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • سبحانی، جعفر، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، قم، توحید، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه عقاید اسلامی، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۵ش.
  • مشکور، محمدجواد، فرهنگ فرق اسلامی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۵ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۴ش.