منځپانگې ته ورتلل

عصام العماد

د wikishia لخوا
عصام العماد
د یمن عالم او مستبصر
بښپړ نومعصام علي یحیی العماد
د زیږیدنې نیټه۱۹۶۸ز
د زیږیدنې ځاییمن
مشهور خپلوانعلی یحیی العماد، عبدالرحمن العماد
ښوونکيمحمد اسماعیل العمرانی، احمد سلامه،‌ عبدالرزاق الشاحذی،‌ مقبل الوادعی
د تحصیل ځاییمن، عربستان او ایران
تالیفونهرحلتی من الوهابیة إلی الاثنی عشریة، تجربتی مع الإمام محمد بن الحسن العسکری، تقابل اهل سنت و وهابیت، المنهج الجدید و الصحیح فی الحوار مع الوهابیین، روشی نو و صحیح در گفتگو با وهابیت، نقد الشیخ محمد عبد الوهاب من الداخل
نورله عثمان الخمیس سره مناظرې
ټولنیزد اهل بیت(ع) د نړیوالې ټولنې د عمومي مجمع غړیتوب


عصام العماد (زیږېدنه: ۱۹۶۸ ز) د یمن محقق او مستبصر دی، چې شیعه اثناعشري مذهب ته له اوړېدو مخکې زیدي‌مذهبه او د وهابیت تر اغېز لاندې و. هغه په یمن او سعودي عربستان کې د دیني علومو له زده‌کړې وروسته، په ۱۹۸۹ز کال کې ایران ته مهاجرت وکړ او د قم په علمیه حوزه کې یې زده‌کړې وکړې. د هغه له اثارو څخه «رحلتی مِنَ الوَهّابیة إلی الاِثنی عَشَریة» او «المَنهَجُ الجَدید و الصّحیح فِی الحِوار مَعَ الوَهّابیین» یادولی شو. د کویت د وهابیت له مشر عثمان الخمیس سره د هغه مناظرې د تشیع په پراختیا کې مرسته کړې ده.

عصام د اهل‌بیت(ع) د نړیوالې ټولنې د عمومي مجمع غړی دی.

مقام او ژوندلیک

عصام علی یحیی العماد یو شیعه مستبصر او محقق دی چې له تشیع مخکې زیدي‌مذهبه او د وهابیت د عقایدو تر اغېز لاندې و .[۱] د هغه د مذهب بدلون کیسې او د شیعه د تعلیماتو د بیانولو هڅو د ډېرو مسلمانانو پام ځانته را اړولی دی.[۲] د اهل بیت(ع) د نړیوالې ټولنې په عمومي مجمع کې غړیتوب د هغه له سوابقو څخه دی.[۳]

ژوندلیک

عصام العماد په ۱۹۶۸ز کال کې د یمن د اِب ولایت په العماد کلي کې زیږېدلی دی.[۴] د هغه پلار علي یحیی العماد او تره یې عبدالرحمن العماد د سلفي او وهابي عالمانو له ډلې وو او د هغه کورنۍ په یمن کې د وهابیت د تبلیغ له مخکښانو څخه وه. د هغه دوه خویندې هم د یمن د وهابي پوهنتونونو له مشهورو استادانو څخه دي.[۵]

عصام العماد له شپږ کلنۍ څخه وهابي مدرسو کې داخل شو. هغه یو وخت د یمن د وهابیت د علمي مشر محمد اسماعیل العمراني شاګرد و. احمد سلامه، عبدالرزاق الشاحذي او مقبل الوادعي د هغه نور استادان وو. عصام العماد د سعودي عربستان د امام محمد بن عبدالوهاب پوهنتون د اصول‌الدین په پوهنځي کې د حدیث په علومو کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.[۶]

تشیع ته ګروهنه

عصام د صنعا د یوه لوی جومات د جماعت امام او په یمن کې د وهابیت له مبلغانو څخه و، چې د شیعه پر ضد یې یو کتاب «الصلة بین الاثني عشرية و فرق الغلاة» لیکلی و.[۷] هغه د دیني څېړنو په بهېر کې او د شیخ مفید او سید قطب د اثارو په مطالعه کولو سره، د امام علي(ع) او امام حسین(ع) په اړه، په خپلو پخوانیو باورونو کره کتنه او تنقید وکړ. دې څېړنو د اهل بیت(ع) په اړه د هغه ذهنیت بدل کړ او هغه یې د اثناعشري شیعه تعلیماتو په اړه پراخو مطالعو ته وهڅاوه. العماد په خپلو څېړنو کې دې نتیجې ته ورسېد چې د تشیع مکتب د اسلام حقیقت ته تر ټولو نږدې مکتب دی. د تشیع په لوري د هغه د ګروهنې یو مهم عامل دا و چې هغه دا خبره کشف کړه چې ډېرۍ هغه تورونه چې امام علي(ع) ته یې نسبت ورکړل شوی، د نورو د پاکولو او مخ وینځلو لپاره جوړ شوي دي.[۸]

عصام العماد په ۱۹۸۹ز کال کې ایران ته مهاجرت وکړ او د قم په علمیه حوزه کې یې زده‌کړې پیل کړې.[۹]

د الزلزال کتاب د پښتۍ انځور، د عصام العماد او عثمان الخمیس د مناظرو متن

له عثمان الخمیس سره مناظره

د کویت د وهابیت له مشر عثمان الخمیس سره د عصام العماد یوه مناظره ترسره شوه. دا مناظرې، چې د یوه کال لپاره د سپوږمکیزو چینلونو له لارې ترسره شوې، د عربي نړۍ د ځوانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوې او د عربي هېوادونو د رسنیو په بېلابېلو برخو کې یې انعکاس درلود.[۱۰] د مصر د صوت آل البیت مجلې په خپله اووه‌ویشتمه ګڼه کې د «هزیمة فاضحه لشیخ الوهابیة في الکویت» (د کویت د وهابیت د شیخ شرموونکې ماتې) تر عنوان لاندې دې موضوع ته کتنه کړې ده.[۱۱]

الزلزال کتاب، د همدې مناظرې لیکل شوی متن دی[۱۲]، چې په پارسي ژباړې د «زلزال: مناظره‌ای که در اعتقادات وهابیان اضطراب و تزلزل ایجاد نمود» تر عنوان لاندې خپور شوی دی.[۱۳] ویل شوي چې د دې مناظرې خپرېدل له یو نیم میلیون څخه زیاتو کسانو د شیعه کېدو لامل شوي دي.[۱۴]

آثار

له العماد څخه په بېلابېلو برخو کې تألیفات خپاره شوي دي:

عصام العماد همدارنګه په ویناوو،[۲۱] تلویزیوني پروګرامونو [۲۲] او علمي ناستو[۲۳] کې د شیعه د مبانیو او بنسټونو دفاع او د مخالفانو لخوا د راپورته شویو شبهاتو ځوابونه ورکړې دي.

فوټ نوټ

  1. ↑ العماد، وگو با دکتر عصام العماد»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه؛ پناهنده، «دکتری وهابی که شیعه شد!»، سایت تبیان.
  2. ↑ العماد،‌ «لقاء عبر النافذة: مع الدکتور عصام العماد فی رحلته إلی الحق»، ص۱۰-۱۱؛ «دکتر عصام العماد»، سایت پرسمان دانشگاهیان.
  3. ↑ وګورئ: «عصام العماد: شیعیان یمن رهبری در انقلاب یمن مشارکت اساسی دارند»، سایت مجمع جهانی اهل بیت(ع).
  4. ↑ العماد، «گفت وگو با دکتر عصام العماد»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  5. ↑ «دکتر عصام العماد»، مجمع جهانی شیعه‌شناسی.
  6. ↑ «دکتر عصام العماد»، مجمع جهانی شیعه‌شناسی.
  7. ↑ «رشد روزافزون گرایش وهابیون به دین اسلام»، خبرگزاری مهر.
  8. ↑ العماد، «گفت وگو با دکتر عصام العماد»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه؛ ««عصام العماد» درباره ماجرای شیعه شدنش گفت:»،‌ سایت بنیاد بین‌المللی استبصار.
  9. ↑ العماد، «گفت وگو با دکتر عصام العماد»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  10. ↑ «دکتر عصام العماد»، سایت پرسمان دانشگاهیان.
  11. ↑ جبوری، الزلزال، ۱۴۲۸ق، ص۴.
  12. ↑ جبوری، الزلزال، ۱۴۲۸ق، شناسنامه کتاب.
  13. ↑ جبوری، زلزال، ۱۴۰۱ش، شناسنامه کتاب.
  14. ↑ جبوری، زلزال، ۱۴۰۱ش، ص۴.
  15. ↑ العماد، رحلتی من الوهابیة إلی الاثنی عشریة، ۱۹۹۸م، ص۵.
  16. ↑ العماد، تجربتی مع الإمام محمد بن الحسن العسکری،‌ ۱۴۳۵ق، ص۸.
  17. ↑ العماد، تقابل اهل سنت و وهابیت، ۱۳۹۵ش، ص۷.
  18. ↑ العماد، المنهج الجدید و الصحیح فی الحوار مع الوهابیین، ۲۰۰۲م، شناسنامه کتاب.
  19. ↑ العماد، روشی نو و صحیح در گفتگو با وهابیت، ۱۳۸۶ش، شناسنامه کتاب.
  20. ↑ العماد، نقد الشیخ محمد عبد الوهاب من الداخل، ۱۴۲۹ق، ص۶-۷.
  21. ↑ د مثال په توګه وګورئ: «سخنرانی دانشمند ره یافته به تشیع دکتر عصام العماد»، سایت آپارات؛ «سخنرانی دکتر عصام العماد در اجتماع مستبصرین»، سایت آپارات.
  22. ↑ د مثال په توګه وګورئ: «ره یافتگان سخنرانی دکتر عصام العماد»، سایت شیعه کوئست؛ «مصاحبه شبکه سلام با دکتر عصام العماد»، سایت موسسه تحقیقاتی حضرت ولی عصر(عج).
  23. ↑ د مثال په توګه وګورئ: «گزارش شفقنا از نشست علمی تقابل اهل سنت با وهابیت»، خبرگزاری شفقنا؛ «سخنرانی کامل استاد عصام العماد در نشست معرفی فرهنگ قرآنی یمن»، سایت آپارات.

سرچينې