مستبصر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

مُستَبصِر، هغه څوک دی چې له بل دین یا مذهبه، شیعه اثناعشري مذهب ته اوړېدلی وي. په حدیثي کتابونو او د فقهي کتابونو په مختلفو برخو کې د مستبصر ډېره یادونه شوې او د هغوي لپاره ځینې احکام بیان شوې دي؛ منجمله د شیعه فقیهانو د فتوا مطابق، کوم عبادتونه چې مستبصر د خپل تېر مذهب مطابق کړي، لازمه نه ده چې له شیعه کېدو وروسته یې تکرار کړي؛ بې د مال د زکات او د فطریه زکات څخه، چې که دا یې غیر شیعه ته ورکړې وي باید دوباره یې ادا کړي.

ځینې مشهور مستبصران دا دي: علی بن مهزیار اهوازی، محمد بن مسعود عیاشی (د تفسیر عیاشي لیکوال)، محمد خدابنده ایلخاني واکمن، سید محمد تیجانی او د نیجریه د شیعیانو مشر ابراهیم زَکزاکی.

د مستبصر تعریف او په فقهي او حدیثي کتابونو کې یې استعمال

مستبصر په شیعه لغت کې، هغه چاته ویل کیږي چې په تحقیق او دلیل سره له خپل دین یا له یوې اسلامي فرقې [۱] یا یو الهي دین [۲] څخه شیعه اثناعشري مذهب ته اوړېدلی وي. شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي، په مجمع البیان کې مستبصر هغه کس ګڼي چې عاقل وی او په استدلال او فکر سره له باطله د حق د پېژندلو توان ولري.[۳] د استبصار معنا په دین کې بصیر، سترګور، خبر او پوهېدل دي.[۴]

د فقې په مختلفو بابونو لکه لمونځ [۵] روژه،[۶] زکات [۷] حج،[۸] میراث[۹] او قصاص،[۱۰] کي د مستبصر د احکامو په اړه بحث شوی دی. د مستبصر د احکامو په اړه بحث د ابن ابي عقیل عماني (وفات ۳۲۹ق) په فتواګانو کې هم چې غیبت صغری یې درک کړی[۱۱] او د څلورمې پېړۍ د فقیه ابن جنید[۱۲] په فتواګانو کې ذکر شوی دی. په کتب اربعه کې له مستبصر سره اړوند حدیثونه د زکات او حج په شان بابونو کې راغلي دي.[۱۳] او همداراز په ډېرو فقهي سرچینو کې د هغو عبادتونو چې مستبصر کړي د قضا نه کولو بحث شوی دی.[۱۴]

د صاحب جواهر په فتوا، د استبصار په احکامو کې ټولې مسلمانې فرقې حتی هغه فرقې چې په کفر محکومې دي لکه ناصبیان او غالیان هم شاملیږی؛[۱۵] خو سید محمدکاظم طباطبایي یزدي په غروة الوثقی کې د استبصار په احکامو کې غلات نه شاملوي.[۱۶]

د مستبصر د تېرو عبادتونو حکم

د مستبصر د تېرو عبادتونو په اړه د شیعه فقیهانو ځینې فتواګانې دا دي:

  • له استبصاره مخکې لمونځونه او روژې: د شیعه فقیهانو په فتوا، لازمه نه ده چې مستبصر بې له زکاته ، نور عبادتونه چې مخکې یې کړې دي دوباره وکړي؛ په دې شرط چې د مستبصر کړي عبادتونه د هغه د تېر مذهب مطابق سم وي.[۱۷]
  • ناکړي لمونځونه او روژې: د زیاتره شیعه فقیهانو په باور، پر مستبصر واجبه ده چې هغه لمونځونه او روژې چې له استبصاره مخکې یې نه دي ترسره کړي، یا یې د خپل مذهب په خلاف ترسره کړي، باید دوباره وکړي.[۱۸] فقیه او محدث حسین آل عصفور (وفات ۱۲۱۶) د هغو د قضا په نه واجبوالي قایل شوی دی.[۱۹]
  • حج: پر مستبصر لازمه نه ده هغه حج چې د خپل مذهب مطابق یې کړی بیا وکړی.[۲۰]البته ځينو فقیهانو لکه صاحبْ‌جواهر، [۲۱] شیخ طوسی[۲۲] او علامه حلی،[۲۳] شرط کړی چې د هغه په حج کې د شیعه مذهب[۲۴] مطابق د حج کوم رکن ته تاوان نه وي رسیدلی.
  • د مال زکات او فطره زکات: مستبصر چې له استبصاره مخکې د خپل مال زکات خپلو هم مذهبو ته ورکړی وي، بیا ورکول یې واجب دي؛[۲۵] خو که هغه یې شیعیانو ته ورکړی وي، بیا ورکول یې نه دي ضروري.[۲۶] البته محمد تقي آملي په دې بڼه کې هم د زکات په بیا ورکولو قایل شوی دی.[۲۷] په کتاب التبیان کې د شهید اول په فتوا، که زکات یې غیر شیعه ته ورکړی او بیا مستبصر شوی وي او عین زکات یې باقي وي کولی شي هغه ستون کړي.[۲۸] د فطره زکات حکم هم د مال د زکات په شان دی.[۲۹]

د مستبصر د غیر عبادي افعالو حکم

د مستبصر د غیر عبادي افعالو شرعي حکم د شیعه د نظر مطابق په دې ډول دی:

  • له استبصاره وروسته د مستبصر نوی واده (طواف نساء نه کولو ته په پام سره) مانع نه لري او صحیح دی.[۳۰]
  • د مستبصر د طلاق حکم: که مستبصر له استبصاره مخکې خپلې مېرمنې ته د خپل مذهب مطابق طلاق ورکړی وي، که دغه طلاق د شیعه له نظره صحیح نه وي، د سید محسن حکیم (وفات ۱۳۹۰ق) د فتوا مطابق طلاق یې صحیح نه دی او کولی شی له استبصاره وروسته بې له نوې نکاحه، هغه ښځې ته رجوع وکړي؛[۳۱] خو د شیخ طوسي په عقیده طلاق یې صحیح دی او جدایي حاصلیږي.[۳۲]
  • د نذر، عهد، قسم او وقف حکم: که هغه نذر، وقف او عهد چې مستبصر له استبصاره مخکې کړی وي د امامیه مذهب مطابق صحیح نه وي، عمل کول پرې لازم نه دي؛ خو که د امامیه مذهب مطابق صحیح وي، لازم دی؛ حتی که د خپل مذهب مطابق یې باطل وي.[۳۳]
  • پر پاکۍ یا نجاست د استبصار اثر: د صاحب جواهر په فتوا که مستبصر له استبصاره مخکې کوم نجس شی د شیعه مذهب مطابق وینځلی وي، له استبصاره وروسته یې دوباره وینځلو ته حاجت نیشته؛ خو که د خپل مذهب مطابق او د شیعه مذهب مخالف وي،«د اقوا حکم په اساس» دوباره وینځل یې واجب دي.[۳۴]

مشهور مستبصران

  • علی بن مهزیار اهوازی: د امام جواد (ع) او امام هادي (ع) له نزدې ملګرو دی چې په اوله کې مسیحي و او بیا یې شیعه مذهب قبول کړ.[۳۵]
  • محمد بن مسعود عَیّاشی: په څلورمه قمري پېړۍ کې شیعه مفسر او د عیاشي تفسیر لیکوال دی. هغه په اوله کې سني مذهبه و.[۳۶]
  • په محقق دواني مشهور جلال‌الدين محمد بن سعد دوانی: هغه د نهمې هجري پېړۍ متکلم او فیلسوف دی چې په اوله کې د اهل سنت مذهب له پېروانو و او بیا شیعه شو. هغه په نور الهدایه کتاب کې په خپل تشیع تصریح کړې ډه.[۳۷]
  • رفاعة بن موسی نخّاس اسدی کوفی: د امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) له اصحابو او راویانو و. د شیخ طوسي په عقیده هغه واقفي مذهبه و [۳۸] او بیا شیعه شو.[۳۹]
  • احمد بن داود بن سعيد فزاری: په خپل رجالي کتاب کې، هغه د امام هاي (ع) په ملګرو کې ذکر کړی دی.[۴۰] هغه د اهل سنتو له مشرانو و او بیا شیعه شو.[۴۱]
  • غیاث‌الدین محمد خدابنده مشهور په اولْجایتو (وفات: ۷۱۶ق): هغه د ایران د ایلخانانو[۴۲] د لړۍ له واکمنانو او لومړی کس و چې د خپل حکومت په دوران کې یې په ایران کې شیعه مذهب ته رسمیت ورکړ.[۴۳] هغه په اوله کې مسیحي و[۴۴] او بیا بودایي شو.[۴۵] څه وخت پس یې حنفي مذهب [۴۶] او بیا شافعي مذهب[۴۷] غوره کړ. اخر د شیعه عالمانو تر اثر لاندې شیعه شو.[۴۸] د شیعه د تقلید مرجع شبیري زنجاني (زوکړه ۱۳۰۶ل) په وینا، هغه د عمر تر پایه په امامیه مذهب باقي پاتې شو.[۴۹]
  • محمد مرعی الامين الانطاكی (وفات:۱۳۸۳ق): سني مذهبه مصري عالم او د الازهر پوهنتون زده کړی او د قاضي القضاة د مقام لرونکی و چې شیعه مذهب یې خپل کړ.[۵۰] هغه د اَلشّیعَةُ و حُجَجُهُم فی التَّشَیُّع کتاب لیکوالی دی.[۵۱]
  • سید محمد تیجانی سماوی (زوکړه ۱۹۳۶م): هغه تیونسي عالم او د ثُمَّ اهْتَدَیتُ (او بیا هدایت شوم) کتاب لیکوال دی چې په اوله کې مالکي مذهبه و[۵۲] او بیا یې شعه مذهب غور کړه.[۵۳]
  • ابراهیم زَکزاکی (زوکړه ۱۳۳۲ش):د نیجریه د اسلامي غورځنګ مشر په سر کې مالکي مذهبه و او له امام خمیني سره له لیدلو وروسته شیعه شو.[۵۴]
  • حسن شَحاته (وفات: ۱۳۹۲ش): د مصر له سني مذهبه عالمانو څخه و چې په ۱۹۹۶ م (۱۳۷۵ل) کال کې شیعه شو.[۵۵]
  • اِدواردُو آنِیِلّی (وفات: ۱۳۷۹ش): د ایټالیا اوسیدونکی او د ایټالیا د یو مشهور پانګه وال زوی و. هغه د قرآن تر اثر لاندې له مسیحیته شیعه مذهب ته وګروهېد.[۵۶]

مونوګراف

کتاب موسوعةٌ مِن حَياةِ المُستَبصِرين، د مركزُ الاَبحاث العقائدية له اثارو دی چې په څوارلسو ټوکو کې یې د مختلفو هیوادونو ځینو مستبصران معرفي کړي دي.[۵۷]

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ لینکونه