عمار بن حسان طائی

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

عَمّار بن حَسّان طایي د امام حسین(ع) له ملګرو او د کربلا له شهیدانو دی. په زیارت الشهدا ( غیر مشهور ناحیه مقدسه زیارت) کې د هغه نوم راغلی. د تاریخي سرچینو له مخې په ۶۱ ق کال عمار بن حسان له امام حسین سره یو ځای له مکې کربلا ته راغی او د کربلا په پېښه کې د عاشورا په ورځ شهید شو.

نوم او نسب

عَمّار بن حَسّان له طی قبیلې و.[۱] هغه د لومړۍ هجري پېړۍ له شیعیانو او د امام حسین(ع) له ملګرو ګڼل کیږي.[۲] په ځینو سرچینو کې د هغه نوم «عامِر بن حسان» راغلی دی. ځینې څېړاندو احتمال ورکړی چې دا اتفاق له عامر بن مسلم (د عاشورا د پېښې له شهیدانو او احتمالا د عمار وراره) سره د نوم د شباهت په وجه رامینځته شوی؛ یا دا چې دا دوه نومونه د یوه نوم دوه ضبطه دي چې له یو بل سره د شباهت په وجه ګډوډ شوې دي.[۳] محمد تقي شوشتري هم په قاموس الرجال کتاب کې احتمال ورکړی چې «عمار بن حسان» او «عمار بن ابي سلامه» (د عاشورا د پېښې له شهیدانو) یو کس وي.[۴]

د عمار پلار، «حسان بن شریح» یې هم د امام علي(ع) له اصحابو ګڼلی چې په جمل او صفین جنګونو کې د امام علي(ع) په سپایانو کې و او په صفین جنګ کې شهید شو.[۵] د شیعه راوي او د «قضایا امیرالمؤمنین» کتاب لیکوال عبدالله بن احمد د عمار لمسی ګڼل کیږي.[۶]

په کربلا کې شهادت

نجاشي، عمار بن حسان د هغو کسانو په لیکه کې ګڼي چې د عاشورا په ورځ د هجرت په ۶۱ کال په کربلا کې شهید شو.[۷] د څېړاندو په اند عمار له مکې د امام حسین(ع) د تګ په وخت له هغه سره شو.[۸] د تاریخي سرچینو له مخې، د کربلا په پېښه کې، امام حسین(ع) په دې هیله چې د عمر بن سعد لښکر له جنګه لاس واخلي، په یوې خطبې کې هغوي ته نصیحت وکړ؛ خو هغوي د امام نصیحت ونه مانه، له دغه خطبې وروسته شمر له خپلو یو شمېر لښکریانو سره له کیڼ او ښي لوري د امام حسین(ع) د اصحابو په خیمو برید وکړ او پرې یې غشي وورول. دغه یرغل په تاریخي کتابونو کې په «لومړۍ حمله» مشهور شوی دی.[۹] عمّار بن حسان د دغه حملې یو شهید ګڼل کیږي.[۱۰] البته ځینو سرچینو د عمار شهادت د جنګ په مېدان کې او د امام حسین(ع) د سترګو په وړاندې راپور کړی دی.[۱۱]

په زیارت الشهدا کې په «اَلسّلامُ عَلَی عَمّار بنِ حَسّان» عبارت سره هغه ته سلام شوی دی. [۱۲]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: الصمیانی، موسوعة فی ظلال شهداءالطف، ۱۴۳۴ق، ج۱، ص۲۱۴.
  2. جمع نویسندگان، ذخیرة الدارین، ۱۳۷۹ش، ص۴۱۶.
  3. الصمیانی، موسوعة فی ظلال شهداء الطف، ۱۴۳۴ق، ج۱، ص۲۲۷.
  4. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۷.
  5. الصمیانی، موسوعة فی ظلال شهداء الطف، ۱۴۳۴ق، ج۱، ص۲۱۷.
  6. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۹۷؛ نجاشی، رجال نجاشی، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۲۲۹.
  7. نجاشی، رجال نجاشی، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۲۲۹.
  8. جمع نویسندگان، ذخیرة الدارین، ۱۳۷۹ش، ص۴۱۶.
  9. الصمیانی، موسوعة فی ظلال شهداء الطف، ۱۴۳۴ق، ج۱، ص۲۳۵.
  10. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، المکتبة الحیدریة، ج۳، ص۲۵۹.
  11. جمع نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، ۱۳۸۱ش، ص۲۰۷.
  12. وګورئ: مجلسی، بحارلانوار، ۱۳۶۸ش، ج۹۸، ص۲۷۳.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل أبی‌طالب، نجف، المکتبة الحیدریة، بی‌تا.
  • الصمیانی، حیدر، موسوعة فی ظلال شهداء الطف، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسة، ۱۴۳۴ق.
  • جمع نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، قم، یاقوت، ۱۳۸۱ش.
  • جمع نویسندگان، ذخیرة الدارین فیما یتعلق بمصائب الحسین(ع)، قم، تحسین، ۱۳۷۹ش.
  • سماوی، محمد بن طاهر، إبصار العین فی أنصار الحسین، مرکز الدراسات الإسلامیة لحرس الثورة، ۱۴۱۹ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس‌الرجال، قم، انتشارات جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارلانوار، بیروت،‌ دار الاحیاء التراث العربی، ۱۳۶۸ش.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال نجاشی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.