عیني واجب

د wikishia لخوا

عیني واجب د دیني واجباتو هغه قسم دی چې باید ټول مکلفان یې ترسره کړي. عیني واجب د کفایي واجب په مقابل کې دی چې که ځینې مکلفان یې ترسره کړي نو په نورو یې ترسره کول ضروري نه دي. ورځني لمونځونه، زکات، له مور پلار سره نیکي او صله رحم د عیني واجباتو برخه دي.

د اصول فقه د عالمانو په وینا، کله چې شک وي چې واجب عیني دی که کفایي، باید اساس په عیني والي کېښودل شي.

فقهي تعریف

عیني واجب هغه واجب ته ویل کیږي چې کول یې په ټولو مکلفانو واجب دي؛ یعنې هر مکلف انسان نه شي کولی په دې خاطر چې نورو کسانو دغه واجب ترسره کړی، هغه ترسره نه کړي.[۱] ورځني لمونځونه، روژه، حج،[۲] له مور پلار سره نیکي، صله رحم، د لوظ پوره کول او زکات[۳] د عیني واجباتو برخه ده.

له کفایي واجب سره فرق

همداراز وګورئ: کفایي واجب

عیني واجب د کِفایي واجب په مقابل کې دی چې مخاطب یې کوم خاص کس نه وي؛ یعنې د شارع له نظره هر څوک چې دغه واجب ترسره کړي، کافي ده. پر دې اساس که ځینې مکلفان یې ترسره کړي له نورو یې وجوب اوچتیږي؛[۴] لکه امر بالمعروف او نهي عن المنکر، جهاد، د سلام جواب ورکول،[۵] د مړي کفن او ښخول او لمونځ پرې کول او د انسان د ځان ژغورل.[۶]

د اصول فقه د عالمانو په وینا، د دې خبرې علت چې په کفایي واجباتو کې د ځینو مکلفانو له خوا په ترسره کولو سره یې له نورو کسانو وجوب ختمیږي، دا دی چې په هغو کې په خپله عمل مطلوب دی او د عمل ترسره کېدل اهمیت لري، نه دا چې څوک یې ترسره کړي.[۷]

د عیني او کفایي واجب تشخیص

د فقې د اصولو عالمان وایي چې په هغو ځایونو کې چې دلیل نه لرو چې د خدای امر کفایي واجب دی که عیني واجب، باید بنیاد دا وګرځوو چې واجب عیني دی؛[۸] ځکه چې عقل حکم کوي کله چې ډاډه نه یوو چې د نورو له خوا د خدای د امر په ترسره کولو سره هغه زمونږ له غاړې لرې کیږي که نه، باید په هغه عمل وکړو.[۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۴۰؛ حسینی، الدلیل الفقهی، ۲۰۰۷م، ص۳۰۱؛ ولایی، فرهنگ تشریحی اصطلاحات اصول، ۱۳۸۷ش، ص۳۳۶.
  2. حسینی، الدلیل الفقهی، ۲۰۰۷م، ص۳۰۱.
  3. العجم، موسوعة مصطلحات اصول الفقه عند المسلمین، ۱۹۹۸م، ج۲، ص۱۶۹۰.
  4. مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۴۰؛ حسینی، الدلیل الفقهی، ۲۰۰۷م، ص۳۰۹؛ ولایی، فرهنگ تشریحی اصطلاحات اصول، ۱۳۸۷ش، ص۳۳۷.
  5. العجم، موسوعة مصطلحات اصول الفقه عند المسلمین، ۱۹۹۸م، ج۲، ص۱۶۹۰.
  6. مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۴۰.
  7. مثال په توګه وګورئ: مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۴۰-۱۴۱.
  8. مثال په توګه وګورئ: مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۵؛ آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۰۹ق، ص۲۵۲؛ سبحانی، الوسیط، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۰۰.
  9. مظفر، اصول‌الفقه، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۵.

سرچينې

  • آخوند خراسانی، محمدکاظم، کفایةالاصول، قم، مؤسسه آل‌البیت، جاپ اول، ۱۴۰۹ق
  • العجم، رفیق، موسوعة مصطلحات اصول الفقه عند المسلمین، بیروت، مکتبة لبنان ناشرون، ۱۹۹۸م.
  • حسینى، محمد، الدلیل الفقهى تطبیقات فقهیة لمصطلحات علم الاصول‏ دمشق، مرکز ابن ادریس الحلی للدارسات الفقهیه‏، چاپ اول‏، ۲۰۰۷م.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، الوسیط فی اصول الفقه، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ چهارم، ۱۳۸۸ش.
  • مظفر، محمدرضا، اصول‌الفقه، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۳۰ق.
  • ولایی، عیسی، فرهنگ تشریحى اصطلاحات اصول‏، تهران، نشر نی، چاپ ششم، ۱۳۸۷ش.