فاطمه د امام حسن(ع) لور
- د نورو استعمالونو لپاره، وګورئ: فاطمه (ابهام پاک کږل).
فاطمه د امام حسن(ع) لور، د امام سجاد(ع) میرمن او د امام باقر(ع) مور ده. هغه د احادیثو له راویانو څخه ده او امام صادق(ع) د هغې په اړه ویلي دي چې هغه یوه پرهیزګاره او نیکه ښځه وه او خدای له صالحانو سره مینه لري. فاطمه د کربلا په پیښه کې حاضره وه او ونیول شوه.
امام صادق(ع) د خپلې نیا امعبدالله په هکله:
کانَت صِدّیقةً لَم تُدرَک فی آلِ الحَسَنِ امرَأَةٌ مِثلُها.
ترجمه:
امعبدالله دومره ریښتونې وه چې د امام حسن(ع) په کورنۍ کې د هغې په شان ښځه ونه لیدلی شوه.
پیژندنه
فاطمه ام عبدالله[۱] د هغې پلار امام حسن(ع) دی او مور یې ام اسحاق د طلحه بن عبید الله التیمي لور ده.[۲] ام محمد،[۳] یا ام عبده[۴] د هغې نور کنیتونه دي. په يوه روايت کې جابر وايي چې د فاطمې په صحیفې کې يې د امامانو د ميندو نومونه لیدلي دي. په دې روایت کې هغه بي بي د حسن بن علي بن ابي طالب لور ام عبدالله د امام باقر(ع) مور ګڼي.[۵]
هغه د احادیثو له راویانو څخه ده او په روایتي سرچینو کې د فاطمه بنت الحسن یو حدیث له خپل پلار امام حسن(ع) څخه روایت شوی دی[۶] امام صادق علیه السلام د هغې د مقام په هکله فرمايي: هغه له مؤمنو، پرهیزګارو اړ نیکو ښځو څخه وه او خدای پاک له ینکانو سره مینه لري.[۷] په تاریخي سرچینو کې د هغې د وفات وخت او د ښخولو ځای نه دی معلوم.
واده
فاطمه ام عبدالله له خپل تره زوی امام سجاد(ع) سره واده وکړ او دا د یوه علوي لومړی واده و چې له بل علوي سره یې وکړ.[۸] د ناسخ التواریخ په نقل، فاطمه هغه یواځینۍ ښځه وه چې امام سجاد علیه السلام سره یې دایمي واده وکړ.[۹] له علي بن الحسين(ع) سره د فاطمې واده د دې سبب شو چې د دوي نسل له امام باقر(ع) څخه د مور له اړخه د امام حسن مجتبی(ع) او د پلار له اړخه د امام حسين(ع) په واسطه پیغمبر(ص) ته ورسي. دا واده د دې سبب شو چې امام باقر(ع) ته د هاشمي بین الهاشمين، علوي بین علويین او په فاطمي بین فاطميین لقب ورکړی شي.[۱۰]
د دې واده ثمره د عبد الله په نوم یو بل ماشوم و.[۱۱] چې د ښکلا او د مخ د روښانه والي له امله په «باهر» لقب یاد شو،[۱۲] عبدالله له خپل ورور امام محمد باقر(ع) څخه مشر و او د پېغمبراکرم(ص) او امام علي(ع) د اوقافو ولی و.[۱۳]
د کربلا په پیښه کې شتون
فاطمه بنت الحسن د کربلا په پېښه کې حاضره وه او د امام حسین(ع) له کورنۍ سره یوځای په بند کې لاړه.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ بحارالانوار، ج۴۶، ص۲۱۵.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، ج ۲، ص ۲۰.
- ↑ تاریخ مدینه دمشق، ج۷۰، ص۲۶۱.
- ↑ اعیان الشیعه، ج۸، ص۳۹۰.
- ↑ بحارالانوار، ج۳۶، ص۱۹۴.
- ↑ سید ابن طاووس، فلاح السائل و نجاح المسائل، ص ۱۳۸.
- ↑ تواریخ النبی و الآل، الشیخ محمدتقی تستری، ص۹۰.
- ↑ طبری آملی، دلائل الامامة، ص ۲۱۷
- ↑ ناسخ التواریخ امام سجاد علیه السلام، ج۸، ص۴۰.
- ↑ اعیان الشیعه، ج۸، ص۳۹۰؛ بحارالانوار، ج۴۶، ص۲۱۵ ؛ منتهی الامال، ج۲، ص۱۷۳.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، دارصادر، ج۵، ص۳۲۵؛ خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، ج۱۱، ص۲۸۳.
- ↑ منتهی الامال، ج۲، ص۱۰۱؛ ناسخ التواریخ امام سجاد علیه السلام، ج۸، ص۴۰
- ↑ منتهی الامال، ج۲، ص۱۰۱؛ ناسخ التواریخ امام سجاد علیه السلام، ج۸، ص۴۰
- ↑ نک: ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۰، ص۲۶۱.
سرچينې
- ابن حجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، بیروت، دارصادر، بی تا.
- ابن عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، تحقیق علی شیری، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
- امین، محسن، أعیان الشیعة، تحقیق حسن امین، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، بیتا.
- خوئی، أبو القاسم، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی الإسلامیة.
- طبری آملی، محمد بن جریر، دلائل الامامة، ص ۲۱۷، قم، بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- قمی، عباس، منتهی الآمال، قم، مؤسسه انتشارات هجرت.
- کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، ترجمه حسن حسنزاده آملی، قم، قائم آل محمد، ۱۳۸۷ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار الجامعه لدرر اخبار الائمه الاطهار (ع)، تصحیح جمعی از نویسندگان، بیروت، دار احیاء التراث العربی.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تحقیق موسسة آل البیت لاحیاء التراث، قم، المؤتمر العالمی لالفیه الشیخ المفید، ۱۳۷۲ ش.