منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د جمعه سورې ۲ آیت

د wikishia لخوا
د جمعه سورې ۲ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتجمعه
د آیت شمېر۲
جزء۲۸
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه
په اړهد پیغمبرو(ص) د بعثت موخې


د جمعې سورې ۲م آیت د الهي آیتونو تلاوت، تزکیه او د کتاب او حکمت ښوونه د اسلام د پېغمبر(ص) د بعثت له موخو څخه ګڼي. د ځینو مفسرینو په وینا، دا چې آیت د پېغمبر(ص) په وسیله د مؤمنانو د روزنې د طریقې د بیان په مقام کې دی، نو تزکیه یې د کتاب او حکمت پر ښوونې مخکې راوړې ده. دغه آیت همدارنګه په داسې قوم کې د پېغمبر(ص) بعثت ته اشاره کوي چې بې‌سواده او له پېغمبر او آسماني کتاب څخه بې‌برخې و او په ښکاره ګمراهۍ کې یې ژوند کاوه.

د اسلام د پېغمبر د بعثت موخه

د جمعې سورې ۲م آیت د اسلام د پېغمبر(ص) د بعثت موخه د الهي آیتونو تلاوت، د نفسونو تزکیه او د کتاب او حکمت ښوونه بیانوي.[۱] دغه آیت د پېغمبر(ص) بعثت د «اُمّیّینو» په منځ کې ګڼي او د بعثت تر مخه د هغوی حالت ښکاره ګمراهي بولي. ځینو مفسرینو «اُمّیّین» هغه قوم ګڼلی چې آسماني کتاب یې نه درلود[۲] او ځینو نورو هغوی داسې کسان بللي چې د لوستلو او لیکلو وړتیا یې نه درلوده.[۳] ځینو مفسرینو د داسې قوم په منځ کې د پېغمبر(ص) بعثت د هغه د رسالت د اهمیت او عظمت له نښو څخه ګڼلی دی.[۴]

هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ


هغه ذات دی چې په اُمّیانو کې یې د هغوی له منځه یو استازی راولېږه، چې هغوی ته د هغه آیتونه تلاوت کړي، پاک یې کړي او کتاب او حکمت ورزده کړي؛ حال دا چې هغوی تر دې وړاندې په ښکاره ګمراهۍ کې وو.



جمعه سوره، ۲ آیت

د ځینو څېړونکو په وینا، د جمعې سورې۲م آیت د بقرې سورې په ۱۲۹م آیت کې د حضرت ابراهیم(ع) د دعا د قبلېدو څرګندونه کوي؛ په هغه آیت کې حضرت ابراهیم(ع) له الله تعالی څخه غوښتنه کړې وه چې د ده له اولادې څخه یو پېغمبر راولېږي.[۵]

په دغه آیت کې حکمت په بېلابېلو معناوو تفسیر شوی دی؛ لکه د قرآن معارف،[۶] فرایض، شرعي احکام،[۷] عقلي دلیلونه او د اسلام د احکامو رازونه.[۸] د «لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ؛ په ښکاره ګمراهۍ کې» تعبیر هم د بعثت تر مخه د عربو ټولنې حالت ته اشاره کوي؛ هغې ټولنې ته چې شرک، بت‌پرستي، جګړې او وینې تویول، لوټماري او ځینې ناسم باورونه او کړنې، لکه د نجونو ژوندۍ ښخول، پکې دود وو.[۹]

پر علم د تزکیې لومړیتوب

د جمعې سورې د ۲م آیت مضمون د بقرې سورې په ۱۲۹م او ۱۵۱م آیتونو او د آل عمران سورې په ۱۶۴م آیت کې هم راغلی دی.[۱۰] په ځینو دغو آیتونو کې تزکیه تر ښوونې مخکې او په ځینو نورو کې ښوونه تر تزکیې مخکې یاده شوې ده.[۱۱]

شیعه مفسر علامه طباطبایي د جمعې سورې په ۲م آیت کې د تزکیې د لومړیتوب لامل د پېغمبر(ص) له خوا د مؤمنانو د روزنې له طریقې سره تړلی ګڼلی دی. د هغه په وینا، په عملي روزنه کې د نفس پاکول او د اخلاقو سمونه د علمونو او معارفو پر زده‌کړه لومړیتوب لري.[۱۲] نوموړي د بقرې سورې په ۱۲۹م آیت کې د تزکیې پر وړاندې د ښوونې د لومړیتوب په اړه هم ویلي چې حضرت ابراهیم(ع) له الله تعالی څخه غوښتنه کړې وه چې د ده اولادې ته کتاب او حکمت ورزده کړي. د هغه په وینا، انسان باید لومړی نېک اعمال او ښه اخلاق وپېژني، څو وکولای شي پر هغو عمل وکړي او په تدریجي ډول د تزکیې پړاو ته ورسېږي.[۱۳]

مکارم شیرازي، چې له شیعه مفسرینو څخه دی، په دغو آیتونو کې د ښوونې او تزکیې مخکې او وروسته یادول د دواړو د متقابل اغېز نښه ګڼلې ده. د هغه په وینا، سمه ښوونه د تزکیې او اخلاقي ودې لامل کېږي او تزکیه هم د علم او پوهې د زیاتوالي زمینه برابروي.[۱۴]

د اُمّي معنا او د اُمّیّینو مصداقونه

ځینو مفسرینو د جمعې سورې په ۲م آیت کې د «رَسُولًا مِنْهُمْ؛ د هغوی له منځه یو استازی» تعبیر د اسلام د پېغمبر(ص) اُمّي‌والي ته اشاره ګڼلې ده. د هغوی په وینا، پېغمبر(ص) د خپل وخت د خلکو په څېر د لوستلو او لیکلو وړتیا نه درلوده، څو څرګنده شي چې د قرآن معارف یې له نورو څخه نه دي زده کړي او سرچینه یې الهي وحی ده.[۱۵] په مقابل کې، سید هاشم بحراني، چې له شیعه مفسرینو څخه دی، د یوه روایت په استناد د پېغمبر(ص) د ۷۲ یا ۷۳ ژبو د لوستلو او لیکلو وړتیا نقل کړې ده.[۱۶] نوموړي په یوه بل روایت کې «اُمّي» مکې ته منسوب بللی دی؛ ځکه مکه «اُمّ‌القری» (د ښارونو مور) نومول شوې ده او له همدې امله پېغمبر(ص) ته اُمّي ویل شوي دي.[۱۷]

د اُمّیّینو د مصداقونو په اړه هم بېلابېل نظرونه شته. ځینو مفسرینو هغوی عرب ګڼلي دي؛ ځکه د هغوی ډېری د لوستلو او لیکلو وړتیا نه درلوده.[۱۸] ځینو نورو اُمّیّین هغه کسان ګڼلي چې آسماني کتاب او پېغمبر یې نه درلود او له همدې امله د الهي معارفو له پلوه اُمّیان بلل کېدل، که څه هم ښايي د لوستلو او لیکلو وړتیا یې لرله.[۱۹] یوې ډلې هم د مکې اوسېدونکي د اُمّیّینو مصداق ګڼلي دي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. ↑ رضایي اصفهاني، تفسیر قرآن مهر، ټوک۲۱، مخ۲۹.
  2. ↑ علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، ټوک۲، مخ۳۶۶.
  3. ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۴، مخ۱۰۵.
  4. ↑ دهقان، نسیم رحمت، مخ۴۸۸.
  5. ↑ دهقان، با قرآن در مکه و مدینه، مخ۳۹.
  6. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۲۶۵.
  7. ↑ فخر رازي، التفسیر الکبیر، ټوک۳۰، مخ۵۳۸.
  8. ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۴، مخ۱۰۷.
  9. ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۴، مخ۱۰۸.
  10. ↑ هاشمي رفسنجاني، فرهنګ قرآن، ټوک۷، مخ۴۵۲.
  11. ↑ مکارم شیرازي، اخلاق در قرآن، ټوک۱، مخ۱۸.
  12. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۲۶۵.
  13. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۲۶۵.
  14. ↑ مکارم شیرازي، اخلاق در قرآن، ټوک۱، مخ۱۹.
  15. ↑ مشکیني اردبیلي، تفسیر روان، ټوک۸، مخ۱۸۷.
  16. ↑ بحراني، البرهان، ټوک۵، مخ۳۷۴.
  17. ↑ بحراني، البرهان، ټوک۵، مخ۳۷۴.
  18. ↑ مشهدي قمي، تفسیر کنز الدقایق، ټوک۱۳، مخ۲۴۴.
  19. ↑ علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، ټوک۲، مخ۳۶۶.
  20. ↑ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۱۰، مخ۴۲۸.

سرچينې

  • بحراني، سید هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، څیړونکی: د بعثت بنیاد، د اسلامي څیړنو واحد، قم، د بعثت مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ هـ ق.
  • دهقان، اکبر، نسیم رحمت، قم، حرم، ۱۳۸۶ هـ ل.
  • دهقان، علي‌اکبر، با قرآن در مکه و مدینه، تهران، مشعر، دوهم چاپ، ۱۳۹۱ هـ ل.
  • رضایي اصفهاني، محمدعلي، تفسیر قرآن مهر، قم، د تفسیر او د قرآني علومو څیړنې، ۱۳۸۷ هـ ل.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، د الاعلمي خپرندویو مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۳۹۰ هـ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سمون: فضل‌الله یزدي طباطبایي، هاشم رسولي، تهران، ناصر خسرو، دریم چاپ، ۱۳۷۲ هـ ل.
  • علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، قم، دار الکتاب، دریم چاپ، ۱۳۶۳ هـ ل.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ هـ ق.
  • قمي مشهدي، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، څیړونکی: حسین درګاهي، تهران، د ارشاد وزارت، د چاپ او خپرونو ادارہ، لومړی چاپ، ۱۳۶۸ هـ ل.
  • کاشاني، فتح‌الله، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، اسلامیه کتابپلورنځی، لومړی چاپ، بې‌تا.
  • مشکیني اردبیلي، علي، تفسیر روان، قم، د دار الحدیث علمي فرهنګي مؤسسه، ۱۳۹۲ هـ ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، لسم چاپ، ۱۳۷۱ هـ ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، اخلاق در قرآن، قم، د امام علي بن ابي‌طالب(ع) ښوونځی، لومړی چاپ، ۱۳۷۷ هـ ل.
  • هاشمي رفسنجاني، اکبر، فرهنگ قرآن: کلید راهیابی به موضوعات و مفاهیم قرآن کریم، قم، د بوستان کتاب مؤسسه، ۱۳۸۳ هـ ل.