منځپانگې ته ورتلل

امی پيغمبر

د wikishia لخوا

اُمّی پيغمبر، دا هغه صفت دی چې قرآن مجید د حضرت محمد(ص) لپاره راوړی دی. اُمّی هغه چا ته اشاره کوي چې په دودیز ډول یې لوست لیک نه دي زده کړی. دا ځانګړتیا د قرآن کریم د معجزه شونی او د حضرت محمد(ص) د پوهې د الهي شونی د ثبوت په توګه ګڼل کیږي؛ ځکه چې څنګه یو کس چې هیڅکله یې انساني زده کړه نه ده ترلاسه کړې، د پوهې او حکمت څخه ډک کتاب وړاندی کولی شي. دا امی شونه همدارنګ د قرآن کریم په اصالت او له نورو کتابونو څخه په نه اخستل کیدو باندې هم ګواهي ورکوي. د قرآن کریم د آیتونو له مخې، د حضرت محمد(ص) د اُمّی شونې زیرې په تورات او انجیل کې هم ورکړی شوی دی، او دا د حضرت محمد(ص) لپاره یو فضیلت ګڼل کیږي.

د پيغمبر(ص) د امی کېدو په اړه مختلف نظرونه شته؛ په شمول د نه زده شوی او د لوستلو او لیکلو توان نه درلودل، د ام القراء (مکې) سره تړاو درلودل، هغه کس چې د هغه امت او پیغمبر سره تړاو لري چې کتاب یې نه درلود.

د مرتضی مطهري کتاب «پيامبر امی» او د «مکتب وحی و مفهوم امی‌ بودن پیامبر» کتاب پورته ذکر شوې موضوع څیړلی دی.

په قرآن کې د امی توصیف

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، امي کېدل د پیغمبر(ص) له لقبونو څخه یو لقب دی، چې په تورات او انجیل کې هم ورته اشاره شوې ده.[۱] د شیعه مفسر محمد جواد مغنیه په وینا، دا صفت پیغمبر(ص) پورې ځانګړی دی او په نورو پیغمبرانو ته نه شاملیږي.[۲] د «اُمّی» کلمه په قرآن کریم کې دوه ځله د پیغمبر(ص) لپاره کارول شوې ده.[۳]

اُمّي هغه کس ته ویل کیږي چې لوستل او لیکل یې نه وي زده کړی[۴] او د زیږون راهیسې بې سواده پاتې شوی دی.[۵]

د اُمّی بیلا بیل تفسیرونه

نالوستی او د لوستلو او لیکلو توان نه لرونکی د مرتضی مطهري په وینا، د مفسرینو ترمنځ عام نظر دا دی چې د «اُمي» کلمه هغه کس ته ویل کیږي چې لیک لوست نه شي کولی.[۶] ځینې عالمان لکه شیخ طوسي (د پنځمې پیړۍ شیعه عالم)،[۷] علامه طباطبايي، او رشید رضا(یو سني مفسر) په دې باور دي. هغوي په ترتیب سره «اُمي» «هغه څوک چې نه لیکي»، «هغه څوک چې د لوستلو او لیکلو توان نلري»[۸] او «هغه څوک چې هیڅ شی یې نه دی لوستلی یا یې نه دی زده کړی،»[۹] په معنی تفسیر کړی دی.

دا معنی د قرآن کریم په نورو آیتونو[۱۰] او همدارنګه د تاریخ پوهانو په اجماع سره تایید شوې ده.[۱۱] ځینې مستشرقین لکه جان ډیون پورټ،[۱۲] توماس کارلایل،[۱۳] ویل دورانټ[۱۴] او کونسټان ورژیل گیورگیو[۱۵] هم د پیغمبر(ص) اُمي شونه منلې ده.

د دې معنی په ملاتړ کې، کله کله د اتمې پیړۍ د شاعر حافظ یو مشهور شعر کارول کیږي:

نگار من که به مکتب نرفت و خط ننوشت‏
به غمزه مسئله‌آموز صد مدرّس شد[۱۶]


نظامي هم په شپږمې پيړۍ کې دا شعر لیکلی دی:

امی گویا به زبان فصیح‏
از الف آدم و میم مسیح[۱۷]

د مرتضی مطهري په وینا، ځینې خلک، لکه سید مرتضی، په دې باور دي چې پیغمبر(ص) د خپل نبوت په وخت کې د لوستلو او لیکلو توان درلود او د قلم او دوات پیښه یې نقل کړې ده. په هرصورت، مطهري دا نظر ردوي او د قلم او دوات غوښتنه یې د پیغمبر(ص) د شخصي لیکنې لپاره، بلکې د دې لپاره یې غوښتنه کړې وه چې نورو ته حکم وکړي چې دا موضوع ثبت کړي، او داسې مجازا استعمالیږي.[۱۸]

اُم ‌القری(مکه) ته منسوب

امام باقر(ع) سره د ځینو منسوبو روایتونو له مخې، هغه د پيغمبر «اُمّی» شونه، د هغه مکې ته د منسوب شونې له امله ګڼلې ده.[۱۹] ځینې مفسرین هم ورته نظر لري.[۲۰] د سند د کمزورتیا له امله په دې نظر باندې نیوکه شوې ده.[۲۱] همدارنګه، «امّ القُری» د مکې لپاره ځانګړی نوم نه دی چې یوازې مکې سره خاص وي بلکې د هر لوی مرکز او سیمې لپاره یو عمومي عنوان دی. سربیره پردې، د بقره سوره په ۷۸ آیت کې، په مدینه کې میشت یهودیانو ته هم «اُمّی» ویل شوي دي، چې پورتني مطلب سره تناقض لري. د عربي ادب له نظره هم، دا رواج او عام نه دي چې ام القری سره منسوب کس ته «امي» سره خطاب وشي.[۲۲]

امت سره منسوب کس

د مکارم شیرازي په وینا، د پورته ذکر شویو دوو معنیو سربیره، د «اُمي» کلمه د هغه چا معنی هم لري چې د ملت او خلکو له ډلې څخه راپورته شوی وي. هغه د دې کلمې معنی د ټولو دریو امکاناتو مجموعه ګڼلی او د «اُمي پیغمبر» په ترکیب کې یې ویلي دي هغه پیغمبر چې زده کړه یې نه ده کړې او د خلکو له ډلې څخه راپورته شوی او د ام القری په ځمکه کې راپورته شوی دی.[۲۳]

هغه قوم چې اسماني کتاب یې نه درلود

ځینې خلک په دې باور دي چې د «اُمي» اصطلاح هغو خلکو ته اشاره کوي چې اهل کتاب نه وو.[۲۴] او د «اُمي پيغمبر» اصطلاح پدې معنی ده چې خدای هغه پیغمبر د هغو خلکو په منځ کې راولیږه چې کتاب او شریعت یې نه درلود.[۲۵] له همدې امله، په قرآن کریم کې د «اُمي» جمع «اُمّیون» اصطلاح د هغو عربو لپاره کارول شوی چې آسماني کتاب یې نه درلود.[۲۶] او دا اصطلاح هغه لوستي عربانو ته هم شامل دی چې د لوستلو او لیکلو وړتیا یې درلوده.[۲۷]

د مرتضی مطهري په وینا، دا احتمال د «اُمي» کلمې په جمع بڼه کې او د عرب مشرکینو لپاره استعمال شوې ده، خو په واحد بڼه کې او د پیغمبر(ص) په حواله دا احتمال نه دی ورکړی شوی.[۲۸]

د پيغمبر(ص) د امي شونې پایلې

د پيغمبر(ص) کمال په لدني علم او امی شونه کې

د پيغمبر(ص) اُمّی شونه د پيغمبر(ص) لپاره د کمال او فضیلت په توګه ګڼل کیږي، ځکه چې سره له دې چې د عادي انسانانو په شان سواد یې نه درلود، خو له لَدُنّي علم یې ګټه پورته کوله.[۲۹] دا صفت د پیغمبر(ص) په ستاینه کې راغلی دی، پداسې حال کې چې د نورو لپاره دا کیدی شي د ناپوهۍ او ملامتۍ نښه وي.[۳۰] دا توپیر د تکبر د صفت په څېر دی، کوم چې د خدای په ذات کې کمال ګڼل کیږي، خو د نورو لپاره نیمګړتیا او ملامتیا ګڼل کیږي.[۳۱]

امّی شونه د قرآن مجید په خدايي شونې باندې دلیل

مفسرین د پیغمبر(ص) امی شونه د هغه د رسالت په خدايي شونې[۳۲] او د قرآن کریم په معجزه شونې[۳۳] باندې دلیل ګڼي. ځکه چې، سره له دې چې پیغمبر(ص) دودیز تعلیم او سواد نه درلود، خو هغه خلک له ناپوهۍ څخه هدایت او نجات ته بوتلی شول.[۳۴] همدارنګه، د یو نالوستي کس لخوا د قرآن کریم غوندې کتاب راوړل چې مختلف علوم او حکمتونه پکې شامل دي، یوه معجزه ګڼل کیږي.[۳۵] د قرآن کریم د معجزې په اړه په خپل بحث کې، علامه طباطبایي په المیزان کې له ننګونو څخه یوه ننګونه «د هغه چا په اړه ننګونه چې قرآن کریم پرې نازل شوی و» ګڼي. د هغه په وینا، خدای پاک قرآن کریم په هغه چا نازل کړ چې نه یې سبق لوستی او نه یې لیکل کړي، نه یې ښوونکی لیدلی، او حتی د خپل رسالت څخه مخکې په څلویښتو کلونو کې د پوهې یا فصاحت هیڅ نښه په کې نه وه لیدل شوی.[۳۶]

د پیامبر امی کتاب د مرتضی مطهري لخوا

د قران له نورو کتابو څخه د راخستلو نفي

د مفسرینو په وینا، د عنکبوت سوره ۴۸ آیت ته په پام، د پیغمبر(ص) له بعثت څخه مخکې د لوستلو او لیکلو وړتیا نه درلودلو ته اشاره کوي او هره هغه ادعا ردوي چې قرآن کریم له نورو سرچینو څخه د راخستلو دعوا کوي.[۳۷] دا آیت روښانه کوي چې که پیغمبر(ص) سبق زده وې، نو مخالفینو یې دا ادعا کولی شوه چې قرآن کریم یې د پخوانیو کتابونو د مطالعې او یوځای کولو محصول دی.[۳۸] البته، ځینې مستشرقین لکه نولدکه، ویل، بلاشر، او واټ د پیغمبر(ص) د اُمّی شونې انکار کړی دی، او ویل شوي چې دا انکار پرته له کومو شواهدو او د قرآن کریم د الهي منشاء په اړه د شک ایجاد کولو په هدف ترسره شوی دی.[۳۹]

ځانګړی لیکنې

«پیامبر امی» کتاب د مرتضی مطهري کتاب په اصل کې یوه مقاله وه چې په ۱۳۴۷لمریز کال/۱۳۸۷ق کې د «محمد(ص) خاتم پیامبران»‏ کتاب په عنوان سره د مؤسسه حسینیه ارشاد له خوا خپور شو. بیا دا کتاب په ځلونو د انتشارات صدرا له خوا چاپ شوی دی.[۴۰]

عبداللطیف هندي او جعفر سبحاني هم «مکتب وحی و مفهوم امی‌ بودن پیامبر» کتاب لیکلی چې د انتشارات رسالت له خوا په ۱۳۵۶لمریز کال کې چاپ شوی دی.[۴۱]

فوټ نوټ

  1. قرشی، تفسیر أحسن الحدیث، ۱۳۷۷ش، ټوک۴، مخ۱۷.
  2. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۳، مخ۴۰۴.
  3. طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ټوک۵، مخ۴۷۷ و ټوک۶، مخ۴.
  4. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ټوک۱، مخ۱۱۹.
  5. ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ټوک۱۲، مخ۳۴.
  6. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، مخ۴۰.
  7. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۴، مخ۵۵۹.
  8. طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۱۵.
  9. رشید رضا، المنار، ۱۹۹۰م، ټوک۲، مخ۳۸۵.
  10. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ۳۶-۴۰مخونه.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۶، مخ۴۰۰، مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، مخ۹.
  12. دیون‌پورت، عذر تقصیر به پیشگاه محمد و قرآن، ۱۳۴۴ش، ۱۷-۱۸مخونه.
  13. مطهری، مجموعه آثار شهید مطهری، انتشارات صدرا، ټوک۳، ۲۰۶-۲۰۷مخونه.
  14. جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، مخ۲۲۶.
  15. جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، مخ۲۲۷.
  16. «نگار من که به مکتب نرفت...؛گفتگو با استاد مصطفی دلشاد تهرانی»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  17. «در نعت رسول اکرم»، سایت گنجور.
  18. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ۱۹ ـ ۲۰مخونه.
  19. عیاشی، التفسیر، ۱۳۸۰ق، ټوک۲، مخ۳۱؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۲۲۶.
  20. فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۲۴۲؛حسینی شیرازی، تبیین القرآن، ۱۴۲۳ق، مخ۱۸۲.
  21. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۶، مخ۴۰۲.
  22. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ۴۱ ـ ۴۲مخونه.
  23. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۶، ۳۹۶ ـ ۳۹۷ و ۴۰۰مخونه.
  24. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۳۴۷ و ۳۷۵.
  25. طرابیشی، من اسلام القرآن الی اسلام الحدیث، ۲۰۱۰م، ۸۹-۹۰مخونه.
  26. راغب اصفهانی، مفردات ألفاظ القرآن، ۱۴۱۲ق، مخ۸۷.
  27. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۱۹، مخ۹۱.
  28. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، مخ۴۴.
  29. ربیع‌نیا، «امی»، مخ۴۰۰.
  30. ربیع‌نیا، «امی»، مخ۴۰۰.
  31. ربیع‌نیا، «امی»، مخ۴۰۰.
  32. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ټوک۱، مخ۱۲۰.
  33. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱، مخ۶۳.
  34. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۳، مخ۴۰۴.
  35. ربیع‌نیا، «امی»، مخ۴۰۰.
  36. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱، مخ۶۳.
  37. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ټوک۱۶، مخ۱۳۹.
  38. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ټوک۱۶، مخ۱۳۹.
  39. دولت‌آبادی، «تلقی ناصحیح مستشرقان درباره امّی‌بودن پیامبر اکرم(ص)»، خبرگزاری ایکنا.
  40. «کتاب پیامبر امی اثر استاد شهید مرتضی مطهری»، سایت انتشارات صدرا.
  41. «مکتب وحی و امی‌بودن پیامبر»، پایگاه اطلاع‌رسانی کتابخانه‌های ایران(د ایران د کتابتونونو د معلوماتو پايګاه).

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، درېیم چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • حسيني شيرازي، سيد محمد، تبیین القرآن، بیروت، دارالعلوم، دوهم چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • جواهري، سيد محمدحسن، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی (د اعجاز او تحدي د شبهاتو ځواب)، د اسلامي کلتور او اندېښنې څېړنيز بنسټ، ۱۳۹۷ش.
  • «در نعت رسول اکرم» (د رسول اکرم په ستاینه کې)، د نظامي ګنجوي شعر، د ګنجور وېب‌سایټ، د کتو نېټه: ۲۱ زمری ۱۴۰۴ش.
  • دولت‌آبادي، معصومه، «تلقی ناصحیح مستشرقان درباره امّی‌بودن پیامبر اکرم(ص)» (د ختیځپوهانو ناسم درک د رسول اکرم د اُمي‌توب په اړه)، د ایکنا خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۳ تله ۱۳۹۲ش، د کتو نېټه: ۲۴ زمری ۱۴۰۴ش.
  • دیون‌پورت، جان، عذر تقصیر به پیشگاه محمد و قرآن (د محمد او قرآن حضور ته بښنه‌غوښتنه)، ژباړه: سعیدي، تهران، نشر انتشار، ۱۳۴۴ش.
  • راغب اصفهاني، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، بیروت، دارالقلم، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
  • ربیع‌نیا، ابوطالب، «اُمي»، د قرآن کریم دائره‌المعارف، ۱۴ ټوک، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • رشید رضا، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • زمخشري، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دارالکتاب العربي، درېیم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، څېړنه: احمد قصیرعاملي، بیروت، داراحیاء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات في فضائل آل محمد، څېړنه: محسن کوچه‌باغي، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون، دوهم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایي، سيد محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایي، سيد محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، اعلمي، بیروت، دوهم چاپ، ۱۳۹۳ق.
  • طرابیشي، جرج، من اسلام القرآن الی اسلام الحدیث، بیروت، دارالساقي، ۲۰۱۰م.
  • طیب، سيد عبدالحسین، اطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، دوهم چاپ، ۱۳۷۸ش.
  • عیاشي، محمد بن مسعود، التفسیر، څېړنه: هاشم رسولی محلاتي، تهران، المطبعة العلمیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۹ق.
  • فیض کاشاني، ملا محسن، تفسیر الصافي، څېړنه: حسین اعلمي، تهران، انتشارات الصدر، دوهم چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • قرشي، سيد علي‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، درېیم چاپ، ۱۳۷۷ش.
  • قرشي، سيد علي‌اکبر، قاموس قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیة، شپږم چاپ، ۱۳۷۱ش.
  • قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، لومړی چاپ، ۱۳۶۴ش.
  • «کتاب پیامبر امی اثر استاد شهید مرتضی مطهری» (د اُمي پېغمبر کتاب، د استاد شهید مرتضی مطهري اثر)، د صدرا خپرندوی سایټ، د کتو نېټه: ۲۴ زمری ۱۴۰۴ش.
  • مصطفوي، حسن، التحقیق في کلمات القرآن الکریم، تهران، د ژباړې او خپرونو اداره، ۱۳۶۰ش.
  • مطهري، مرتضی، پیامبر امی (اُمي پېغمبر)، انتشارات صدرا، ۱۳۸۱ش.
  • مطهري، مرتضی، مجموعه آثار شهید مطهری (د شهید مطهري د آثارو ټولګه)، قم، انتشارات صدرا، بې‌نېټې.
  • مغنیه، محمد جواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ش.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ش.
  • «مکتب وحی و امی‌بودن پیامبر» (د وحې مکتب او د پېغمبر اُمي‌توب مفهوم)، د ایران د کتابتونونو د معلوماتو پايګاه، د کتو نېټه: ۲۰ زمری ۱۴۰۴ش.
  • «نگار من که به مکتب نرفت...؛گفتگو با استاد مصطفی دلشاد تهرانی» (زما یار چې مکتب ته ولاړ نه شو…؛ له استاد مصطفی دلشاد تهراني سره مرکه)، د حوزې د معلوماتو پايګاه، د خپرېدو نېټه: ۸ تله ۱۳۹۰ش، د کتو نېټه: ۲۰ زمری ۱۴۰۴ش.