شرعي ذبحه

د wikishia لخوا

دامقاله د تدوین په حال کې ده!

شرعي ذبحه یا(حلالول): په شرعی طریقې سره دحیواناتو سر غوڅولو ته وايي. غوښه خوړل دهغه حیواناتو چي حلال ګوشته(غوښه)وي او په وچه کي ژوند کوي،(ماسوا دملخانو او اوښانو؛ چي د تذکیې لپاره خپله خاصه اوځانګړې لاره لري) د حلالولو نه وروسته، روا ده. او کله چي حرام ګوشته حیوانات؛ په شرعی طریقې سره؛ دهغوی سر پري شي، د فقهاوو په فتوا؛ پرته له لمانځه اوخوړل، د ژوند په نورو چارو کي ګټه اخیستل هيڅ ستونزه نه لري.

د اسلام په دين کښي دحيواناتو ذبحه کول خپل خاص شرائط لري؛ لکه: د ذبحي کولو وسائل(چاړه)اوسپنيز وي، د حیوان مخ دقبلې و لورته وي، حیوان دحلالولو په وخت کي ژوندی وي، حلالونکی(قصاب)باید مسلمان وي، د حیوان د سر پرېکولو په وخت کی د خدای(ج) نوم يادول، او د ستوني لاندي د څلورو شاه رګونو (اوداج اربعه) بشپړ پریکول.

همدارنګه د یهودو په دين کي؛ د حيواناتو د حلالو لپاره ځينې شرائط را نقل سوي دي. د اسلام په دين کي د حيواناتو د حلالولو لپاره ځانګړی پروګرام او آداب شتون لري؛ ترڅو حیوان د لږ درد احساس وکړي، خو په ځینو غیر اسلامی هېوادونو کي بیا داډول ذبحه منعه کړل شوي دي. د ځينو څېړنو له مخي، ذبحه کول د اسلامي تګلارې سره سم، لامل ګرځي چي غوښه هم خوندور وي او هم دوام یې ډېر شي.

مفهوم پیژندنه او ځایګاه

په اسلامي فقهه کښي؛ ذَبح د حيواناتو د تذکيې له لارو څخه ده، چي د حیوان د ستوني لاندي دڅلورو شاه رګونو (اوداج اربعه) په پريکولو سره؛ رامنځته کیږي. [١]هغه حلال غوښه حیوانات چی؛ په وچه کښي ژوند لري (پرته د اوښانو اوملخانو)[یادونه۱] او هغه دريايي حیوانات چی جهنده(پرشي) وینه لري، په ذبحه کولو سره، تذکیه(روا) کیږي.[٢] کله چي حیوان په شرعي طریقه سره؛ ذبحه کړل شي، مذکّی ورته ويل کېږي او غیر مذکّی ته بیا مردار وایو.[٣]

هغه حلالونکی(قصاب) ته بیا "ذابح" او حیوان ته بیا "ذبیحه" او "مذبوحه" وايي. [۴] قرآن کریم، د هغه غوښو د خوړلو څخه منعه کړی، چي شرعي [یادونه۲] ذبحه شوی نه وي.[٥]دحيواناتو د حلالو احکام او موضوعات، په فقهي کتابونو کي، د ښکار (صید) او ذباحه په باب کي راځي.[٦]

شرطونه

د اسلام په دين کښي؛ د شرعي ذبحي لپاره، ځانګړی شرائط شتون لري. دغه شرائط عبارت دى:

  • د حیوان دستوني لاندي د څلورو شاه رګونو غوڅول.[٧]
  • حلالونکی(قصاب) د حلالولو په وخت کي؛ دخدای(ج)نوم يادکړي. د شيخ محمد حسن نجفي(دجواهر نومي کتاب خاوند) په وينا، ټول فقها دغه ضرور ګڼي.[٨]
  • د حلالولو په وخت کي، حیوان باید د قبلې لورته وي.[٩] د شيعه فقهاوو په فتوا سره، که چېري قصاب د همدا حکم سره بلدیت ولري؛خو په قصدي ډول د حیوان مخ بل لور ته، واړوي، غوښه خوړل يي روا نه ده.[١٠]
  • د حلالولو وسيله (چاکو-چاړه) اوسپنيز وي؛ خو که چيري دا رنګه شى موجود نه وي، او دبلي خوا بیا د حیوان د مرداریدو بېره وي؛ نو بيا کولای شو چي له تيږې اوداسي نور شيان چي تېره وي، د حلالولو لپاره ګټه واخلو.[١١]
  • قصاب باید مسلمان وي.[١٢]د شهيد ثاني(د شیعه عالم چي په لسم هجري قمري پيړۍ کي ژوند کاوه) په خبره، د ټولو اسلامي فقیهانو په اند، ذابح یاحلالونکی نشي کولای چي کافر، غیر کتابي او یا مرتد او غالي وي. [١٣] خو د اهل کتابو (یهود او نصارا) د ذبیحې په اړوند، دوه نظرونه شتون لري؛ د شیعه عالمانو د هغوی ذبیحې حرام ګڼي.[۱۴]د شيعه فقهاوو په نظر؛ د نواصبو (هغه تش په نامه مسلمانانو؛ چي د رسول الله مبارک اهل بیتو ته کنځاوي کوي) ذبیحې حرام او نجس ګڼل کیږي.[١٥]
  • حیوان مخکي له ذبحي نه، ژوندی وي. یوه ډله فقهاوو؛ ویلي دي چي؛ حیوان وروسته له ذبحي نه؛ باید خپل لاس او پښې وښوروي، تر څو څرګند شي، چي مخکي له حلالېدو نه ژوندی ؤ.[۱۶]

د مسلمانو فقهاوو د فتواګانې سره سم، د حيواناتو حلالول، په عصري ماشین آلاتو او دستګاوو سره؛ پروا نه لري، خو باید د خدای(ج) نوم یاد شي، او همدارنګه نور شرائط؛ لکه غوڅول د څلورو شاه رګونو، مراعات شي. [١٧] او هغه غوښه چي نه پوهېږو، په صحیح او شرعي طریقه سره حلال شوی او که نه؟، وايي که د مسلمان او د مسلمانانو له بازار څخه، رانیول سوی وي؛ حلال او خوړل يي روا ده.[١٨]

آداب

په عملیه رسالو کې د څارویو د ذبح کولو (حلالولو) آداب ذکر شوي دي:

مستحبات

  • ذبح کونکی دي مخ په قبله وي.[۱۹]
  • د ذبحې وسیله تیزه وي او ذبحه په چټکۍ سره ترسره شي.
  • د ذبح کولو مخکې څاروي اوبه ورکول شي.
  • حیوان په نرمۍ سره د ذبحې لپاره چمتو شي.
  • د پسه د ذبحې پر مهال دوه لاسونه او یوه پښه وتړل شي او بله پښه یې خلاصه وي.
  • د غوا په حلالولو کې څلور لاسونه او پښې یې وتړل شي او لکۍ یې ازاده وي.
  • د چرګ له ذبح کولو وروسته خوښي شي چې وزرونه ووهي.[۲۰]

مکروهات

  • د حیوان له ساه ورکولو مخکې د نخاعې رګ پرې کول
  • د نورو څارویو په مخ کې د څاروي ذبح کول
  • د نور څارویو پرمخ ذبح کول
  • حیوان د شپې مهال ذبح کول
  • د جمعې ورځي له زوال مخکې ذبح کول
  • چاقو د ستوني شاته اېښول او مخته یې کش کول تر څو ستوني له شا څخه پرې شي.

د ذبح اغیزې

د مسلمانو فقهاوو له نظره د حلالو څارويو غوښې خوړل له ذبحې وروسته حلالېږي او د بدن غړي يې هم پاک پاتېږي؛ خو که حرام غوښه حیوان ذبح شي، يوازې د بدن غړي يې پاکېږي، او د ځينو فقهاوو د فتوا له مخې د هغوی څرمن او پوستکي له لمانځه پرته په نورو ځايونو کې کارول کېدای شي.[۲۲] همدارنګه که حیوان په شرعي لاری ذبح نشي د شريعت له نظره مردار او نجس دی.[۲۳] د ځينو څېړنو له مخې په دشري ډول ذبح کول د غوښې په کيفيت مثبت اغېز لري، ځکه چې د ذبحې په غوښه کې د وينې د کمښت له امله دغه غوښه د حيواناتو د وژلو د نورو طريقو په پرتله لوړ کيفيت او دوامدارتيا لري.[۲۴]

په یهودیت او مسیحیت کې ذبح کول

په یهودیت دین کې، د څاریو د ذبح کولو په اړه ځیني لارښوونې په نظر کې نیول شوي، په تلمود کې راغلی چې څاروی باید د ذبح کولو دمخه بې هوښه یا د دریدو ناتوان نه وي.[۲۵] همدارنګه ذبحه بايد د هغه چا له خوا چې د يهودو علماوو ( خاخامونه) له خوا روزل شوی وي په دقيقه او چټکه وهل تر سره شي.[۲۶] په يهوديت کې د څارويو د ذبحه کولو طريقه د شحیطه (Shechita) په نوم يادېږي.[۲۷] خو په مسیحیت کې د ذبح کولو په اړه خاص احکام نه دي ذکر شوي.[۲۸]

په ځینو هیوادونو کې د شرعي ذبح کولو ممانعت

په ځینو هیوادونو لکه هالنډ،[۲۹] ډنمارک[۳۰] او بلجیم[۳۱] کې په اسلامي او یهودي طریقو د څارویو ذبح کول منع دي. د دې قانون دليل د ذبحې پر مهال د څارويو د درد او ځورول مخنيوى دى.[۳۲] البته په ذبحه كې د ځينو اسلامي آدابو فلسفه لكه د چاقو تېزول او د ذبحې د بهير چټکتیا د حیوان د درد کمول بلل شوې ده.[۳۳]

په ځینو مسیحي هیوادونو کې له ذبحې څخه مخکې د څاروي بې هوښه کول، قانون شوی دی.[۳۴] د شیعه فقهاوو له نظره هم له ذبحي څخه مخکې د حیوان داسي بې هوښه کول چې حیوان مړ نه شي ستونزه نه لري.[۳۵]

کتاب پېژندنه

د شرعي ذبحې او احکامو په اړه ځیني آثار لیکل شوي دي. لکه:

  • بررسی تطبیقی ذبح شرعی در اسلام(په اسلام کې د شرعي ذبحې تطبیقي څېړنه): په دې کتاب کې د اثنا عشري شیعه فقهاوو نظرونه د اهل سنت څلورو مذاهبو سره پرتله شوي دي.[۳۶]
  • ذبح در اسلام آثار و احکام مطابق با مذاهب اسلامی(په اسلام کې ذبحه او د اسلامي مذهبونو له مخې اثار او احکام یې): په فارسي ژبه کې د بنیامین شیرخاني اثر. د اسلامي مذاهبو د نژدیوالي د نړيوال مجلس خپرونو دغه کتاب په ١٣٩٨ کال کې خپور کړ.[۳۷]
  • پژوهش تطبیقی در احکام فقهی ذبح(د ذبحې په فقهي احکامو کې تطبیقي څیړنه): د محمد رحماني لیکنه دی. په کرنې وزارت کې د ولی فقیه نمایندګۍ د مطالعاتو او څېړنو مرکز دغه کتاب په ۱۳۷۷ لمریز کال کې چاپ کړی دی. [۳۸]
  • کتاب روش های مختلف ذبح و اثر آن بر کیفیت گوشت(د ذبحې د مختلفو طریقو او د غوښې په کیفیت د هغې اغیزې کتاب): د سید سعید فرهي اثر دی چې په ۱۳۹۴ کال کې په فارسی ژبه خپور شوی دی.[۳۹]