منځپانگې ته ورتلل

میر شمس الدین عراقي

د wikishia لخوا
د میرشمس الدین عراقي د مقبره ضریح

میرشمس الدین عراقي (۸۴۵-۹۳۲ق) د امام موسی کاظم علیه السلام یو لمسی او په کشمیر او بلتستان کښې د تشیع له دودوونکو څخه و.

میرشمس‌الدین په کشمیر کښې د تشیع تبلیغ وکړ او له امله یې د دغې سیمې ځیني خلک شیعه شول. هغه همداشان داسې زمینه برابر کړه چې د کشمیر په جامع جومات کښې د شیعه و د دولسو امامانو په نامه خطبه ولوستلی شي. د جومات او خانقاه جوړول او د بتخانې ورانول، په کشمیر کښې د هغه ځینې نور فعالیتونه وو.

محمد علي کشمیري، د میر شمس الدین عراقي په هکله په فارسۍ ژبه تحفة الاحباب کتاب لیکلی او په کښې یې د هغه ژوندلیک او فعالیتونه بیان کړي دي.

ژوندلیک

میر شمس الدین عراقي په ۸۴۵ قمري کال کښې د اراک د اطرافو په یو کلي کښې زیږیدلی و.[۱] د هغه اصلي نوم سید محمد و او نسب یې د شیعو اووم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام ته رسیګي.[۲] پلار یې سید ابراهیم او مور یې د قزوین له ساداتو څخه وه.[۳] عراقي نسبت یې د ایران له ښارونو څخه د عجم عراق ته د هغه د انتساب په وجه دی[۴] چې نن سبا د اراک په نامه پيژندل کیږي.[۵] په دې وجه ځینو د هغه له نوم سره اراکي هم لګولی دی.[۶]

د میر شمس الدین عراقي د وفات کال، د یوې شجرې نامې له مخې ۹۳۲قمري کال بلل شوی دی.[۷] سره له دې د ځینو محققانو په وینا، د بهارستانِ شاهي، تحفة الاحباب او تاریخ ملک حیدر چادوره په شان لرغونو سرچینو کښې په دې هکله هیڅ نه دي راغلې.[۸] همداشان په دې هکله چې میر شمس الدین په خپل مرګ مړ دی او که وژل شوی دی، د نظر اختلاف دی.[۹] د محمد باقر مجلسي د خوریې  ملا سعید اشرف څخه په یوې مرثیې  کښې د هغه وژل کیدو ته اشاره شوې ده.[۱۰] په کشمیر کښې ځیني لیکوالان هم دغه باور لري.[۱۱]

میرشمس‌الدین د کشمیر مرکز سرینګر ته نزدې د جادیبال په یوې خانقاه کښې دفن دی.[۱۲]

کلتوري فعالیتونه

میر شمس الدین په کشمیر کښې یولړ کلتوري فعالیتونه ترسره کړل؛ ویل شوي دي چې هغه د شاه میري لړۍ(۸۷۶-۸۸۹ق) څخه د شاه حسن په پړاؤ کښې د شیخ الاسلامۍ مقام ترلاسه کړ[۱۳] او داسې زمینه یې برابر کړه چې د کشمیر په جامع جومات او نورو جوماتونو کښې به یې د شیعه امامانو په نوم خطبه ویل کیدله.[۱۴] په کشمیر کښې د هغه ځیني نور فعالیتونه په دا ډول دي:

په کشمیر کښې د تشیع دودول

میرشمس‌الدین در ۸۸۲ قمري کال کښې د خراسان د تیموري واکمن، سلطان حسین بایقرا (حکومت: ‌۸۷۵-۹۱۱ق) د سفیر په توګه کشمیر ته لاړ او اته کاله هلته له پاتې کیدو وروسته خراسان ته ستون شو.[۱۵]

هغه هم داشان په ۹۰۲قمري کال کښې د شاه قاسم نوربخش په غوښتنه کشمیر ته لاړ او خلک یې شیعه مذهب ته راوبلل.[۱۶] میرشمس‌الدین به د عمومي او مخامخ تبلیغ پر ځاې، په سیاست کښې د قبایلو مشرانو او نفوذ لرونکو کسانو ته پام کوه.[۱۷] د هغه پړاؤ مشهور صوفي بابا علي نجار وړومبنی کس و چې د هغه بیعت یې وکړ.[۱۸] بیا وزیراعظم موسی رینه او د حکومت له نفوذ لرونکو کسانو څخه کاجي چک او غازي چک (حک: ۹۶۲-۹۷۱ق) شیعه مذهب ومنه؛[۱۹] په دې وجه سرچینو د میر شمس الدین په لاس د چکانو، چې د امامي مذهب یوه لړۍ وه او له ۹۶۲ نه تر ۹۹۴قمري کلونو یې په کشمیر حکومت کوه، د شیعه کیدو خبره کړې ده.[۲۰] همداشان ویل شوي دي چې هغه د کشمیر د وزیراعظم موسی رینه په مرسته ۲۴ زره هندو کورنۍ تشیع ته لارښوونه کړې[۲۱] او په بلتستان سیمه کښې د لداخ یوشمیر بودايیان هم شیعه کړل.[۲۲]

د جوماتونو او خانقاهو جوړول

میر شمس الدین یوشمیر بتخانې ورانې کړې او د هغو په ځاې یې جوماتونه او خانقاهې جوړې کړې؛ سرچینو د هغه په لاس د ورانو شویو بتخانو شمیر ۳۹۴۳ بللی دی.[۲۳] له دې امله په مُکَسّر الأصنام (بت‌شکن) مشهور شو.[۲۴] د میرشمس الدین په لاس له جوړو شویو خانقاهو څخه یوه د کشمیر د مرکز سرینګر په ۸ کیلومیټرۍ کښې په زدي بل کښې پرته خانقاه وه.[۲۵] همداشان یې د هغې خانقاه تعمیر او بیارغونه وکړه چې سلطان سکندر بت شکن (۷۹۶ق) د میر سید علي همداني لپاره جوړه کړې وه.[۲۶]

لرو سیمو ته د مبلغانو لیږل[۲۷] او د جهاد د کلتور راژوندي کول د میر شمس الدین له نورو کلتوري فعالیتونو څخه وو.[۲۸]

علمي فعالیت

میرشمس‌الدین د سید محمد نوربخش شاګردي وکړه.[۲۹] څه موده یې هم د شمس الدین لاهیجي او شاه قاسم نوربخش په شان کسانو په ملګرتیا کښې تیره کړه.[۳۰] هغه ډیر شاګردان درلودل[۳۱] چې د بهارستان شاهي کتاب په سریزه کښې یې د ځینو نومونه راغلي دي.[۳۲][یادداشت ۱]

ځانګړی لیکنی

د محمدعلي کشمیري لیکلی تحفة‌الاحباب کتاب، د میرشمس الدین عراقي ژوندلیک او د فعالیتونو شرحه ده.[۳۳] دغه کتاب د سلطان حسین د حکومت په پړاؤ کښې (حکومت: ۹۷۱-۹۷۸ق) شاه چک لیکلی دی.[۳۴] دغه کتاب په اردو ژبه هم ژباړل شوی دی.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. ↑ ریاحی، «نقش و تأثیر شخصیت‌های ایرانی در کشمیر...»، ص۹.
  2. ↑ متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۰.
  3. ↑ سهرودی، تاریخ بلتستان، ص۸۸، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۰.
  4. ↑ متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۶۹.
  5. ↑ وګورئ:‌ سعیدی، «اراک»، ج۷، ص۴۱۷.
  6. ↑ وګورئ: ریاحی، «نقش و تأثیر شخصیت‌های ایرانی در کشمیر...»، ص۹.
  7. ↑ بهارستان‌شاهی، مقدمه، ص۸۴؛ همدانی، تاریخ شیعیان کشمیر، ص۲۱؛ رضوی، شیعه در هند، ص۲۷۹، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۹.
  8. ↑ متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۹.
  9. ↑ وګورئ: متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۹.
  10. ↑ وګورئ: متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۹.
  11. ↑ کاظمی، چاند میری زمین پهول میرا وطن، ص۱۸؛ موسوی، کحل الجواهر، ص۷، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۹-۱۸۰.
  12. ↑ ریاحی، «نقش و تأثیر شخصیت‌های ایرانی در کشمیر...»، ص۱۰.
  13. ↑ ریاحی، «نقش و تأثیر شخصیت‌های ایرانی در کشمیر...»، ص۱۰.
  14. ↑ بهارستان‌شاهی، ص۳۵۸، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۶.
  15. ↑ قاضی ظهور الحسن، نگارستان کشمیر، ص۲۴۰؛ حسن شاه، تاریخ حسن، ص۱۲۲.
  16. ↑ ددّمری، واقعیات کشمیر،، ص۱۲۱، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۳.
  17. ↑ همدانی، تاریخ شیعیان کشمیر، ص۱۹، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۳.
  18. ↑ همدانی، تاریخ شیعیان کشمیر، ص۱۹، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۳.
  19. ↑ همدانی، تاریخ شیعیان کشمیر، ص۱۹، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۳.
  20. ↑ معینی‌نیا، «ظهور و سقوط چکان»، ص۱۳۷-۱۳۸.
  21. ↑ تاریخ ملک حیدر، ص۱۱۷، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۱.
  22. ↑ ضابط، «تشیع در شبه قاره هند»، ص۸۷.
  23. ↑ میرشمس‌الدین عراقی بت‌شکن، ص۱۴، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۶.
  24. ↑ بهارستان‌شاهی، ص۴۶، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۶.
  25. ↑ بهارستان‌شاهی، ص۷۲؛ موسوی، اختر درخشان، ص۲۸، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۴.
  26. ↑ بهارستان‌شاهی، ص۶۱، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۵.
  27. ↑ بهارستان‌شاهی، ص۱۳۰،۲۵۸، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۷.
  28. ↑ وګورئ: بهارستان‌شاهی، ص۵۶، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۵.
  29. ↑ سهرودی، تاریخ بلتستان، ص۸۸، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۱.
  30. ↑ وګورئ: متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۶۹.
  31. ↑ متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۸.
  32. ↑ بهارستان‌شاهی، مقدمه، ص۸۰، به نقل از متو، «نقش میرشمس‌الدین عراقی در ترویج تشیع در کشمیر»، ص۱۷۸.
  33. ↑ عطایی، «نقش و جایگاه میرشمس‌الدین عراقی...»، ص۲۳۰.
  34. ↑ عطایی، «نقش و جایگاه میرشمس‌الدین عراقی در گسترش تشیع در کشمیر بر اساس تحفةالاحباب»، ص۲۲۹.
  35. ↑ عطایی، «نقش و جایگاه میرشمس‌الدین عراقی...»، ص۲۳۷.

سرچينې