نجمه‌ د امام رضا(ع) مور

د wikishia لخوا

نجمه‌خاتون د امام کاظم(ع) میرمن او د امام رضا(ع) او فاطمه معصومه(س) مور و. دا هغه کنېز و چې حمیده د امام صادق(ع) میرمن، هغه وپیرله او هغه یې امام کاظم ته وربخښلی و. د ځینو روایاتونو پر بنسټ، حمیده یو خوب ولید او د رسول‌الله(ص) په فرمان باندې نجمی امام کاظم ته وربخښلی و. د نجمه قبر په مدینه کې د ابراهیم په مشربه کې موقعیت لري.

توکم او نسب

دا مقبره نجمه خاتون ته منسوبه ​​ده چې له ویجاړیدو مخکې په مدینه منوره کې په مشربه ام ابراهیم کې وه

نجمه یو کنیز و چې حمیده، د امام صادق(ع)‌ میرمن، هغه وپیرله او امام کاظم ته یی ورکړه. هغه د امام کاظم(ع) لپاره امام رضا ته وزیږید.[۱] ځینې هغه له شمالي افریقا کې د نوبه‌ ښار او ځینې له سویلي فرانسه کې د مارسیل ټاپو څخه بولی. [۲] له همدې امله، هغه د خَیزُران مَرسِیه او شَقْرَاء نُوبِیه په نوم هم پیژندل شوی.[۳]

نوم او لقبونه

د هغه ترټولو مشهور نوم نجمه خاتون دی. هغه د سَکَن نُوبیه[۴] اَرویٰ، سمانه، تُکتَم او خَیزُران[۵] په نامه هم یادیږي. د شیخ صدوق لخوا د روایت له مخې، کله چې نجمي امام موسی کاظم(ع) ته ورکړل شو، هغه تُکتَم نومولې شو.[۶] او کله چې امام رضا(ع) زیږیدلی شو د طاهره په نوم یادکړه[۷] د هغه لقب شَقْراء او کنیي ام البین و.[۸]

مقام او ځایگاه

د امام صادق(ع) میرمن، حمیده امام کاظم ته ویلي و له نجمه څخه غوره کنیز کې نه لیدلی یم.[۹] د شیخ صدوق لخوا د روایت پر بنسټ، حمیده، حضرت محمد(ص) ته په خوب لیدلې چې له هغه څخه یې غوښتنه کړې چې خپلې کنیز نجمي امام کاظم ته ورکړي؛ ځکه چې هغه به په ځمکه کې غوره خلق زیږون وکړي. له همدې امله، حمیدی چې په هغه وخت کې یو لور و، موسی بن جعفر(ع) ته ورکړ.[۱۰] امام کاظم(ع) د پیغمبر (ص) په حکم د نجمه پیرودلو هم ویلي دی. [۱۱]

د نجمه وینا په توګه ویل شوي چې د امام رضا(ع) د حاملی پرمهال ما دروند والی وزن احساس نکړ، زه په خوب کې د خپل بار وړلو څخه د ستاینی(تسبیح) او تهلیل غږ واوریدم. کله چې زه راویښ شوم، ما ولیدل چې هیڅ خبر شتون نلري.[۱۲] د روایت پربنسټ، نجمي د امام رضا(ع) لپاره رنځورپاره(دایه) غوښتنه کوي او د لمانځه او عبادت کولو‌ د دی لپاره دلیل بیانوي.[۱۳]

دفن ځای

د محمد باقر حسیني جلالی په وینا؛ د نجمه خاتون قبر، د امام صادق میرمن حميده قبر ته څیرمه موقعیت لري، چی مشربه‌ ام ابراهیم العوالی مدینه سیمو کی د بقیع هدیری ختیح ته دی.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. صدوق، عیون اخبارالرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۴.
  2. قائمی، در مکتب عالم آل محمد، ۱۳۷۸ش، ص۳۰.
  3. اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۲۵۹.
  4. کلینی، الکافی، ۱۳۶۷ش، ج۱، ص۴۸۶؛ مجمل التواریخ والقصص، تهران، ص۴۵۷.
  5. مجمل التواریخ والقصص، تهران، ص۴۵۷.
  6. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۴.
  7. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵.
  8. قمی، تاریخ قم، ۱۳۶۱ش، ص۱۹۹.
  9. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵.
  10. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۷.
  11. مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۴۲۶ق، ص۲۰۲.
  12. صدوق، عیون اخبارالرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۰.
  13. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵.
  14. حسینی جلالی، فدک و العوالی، ۱۴۲۶ق، ص۵۵.

سرچینې

  • اربلی، علی بن عسیی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، مصحح رسولی محلاتی، تبریز، انتشارات بنی هاشمی، چاپ اول، ۱۳۸۱ق.
  • «تصاویری از مزار مادر امام رضا(ع) در مدینه»، همشهری آنلاین، درج مطلب ۷ مهر ۱۳۹۱ش، مشاهده ۱۸ مهر ۱۴۰۰ش.
  • حسینی جلالی، محمدباقر، فدک و العوالی او الحوایط السبعة فی الکتاب و السنة و التاریخ و الأدب، مشهد، دبيرخانه کنگره ميراث علمی و معنوی حضرت فاطمه زهرا، ۱۴۲۶ق.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • قائمی، علی، درمکتب عالم آل محمد، تهران، انتشارات امیری،۱۳۷۸ش.
  • قمی، حسین بن محمد بن حسن، تاریخ قم، ترجمه حسن بن علی بن حسن عبد الملک قمی، تحقیق سید جلال الدین تهرانی، تهران، انتشارات توس، ۱۳۶۱ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، علی‌اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ سوم، ۱۳۶۷ش.
  • مجمل التواریخ و القصص، مؤلف مجهول، تحقیق ملک الشعراء بهار، تهران، کلاله خاور، بی‌تا.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیه، قم، انتشارات انصاریان، چاپ سوم، ۱۴۲۶ق.