ریښتونی خوب

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

رؤیای صادقه، ریښتونی خوب یا حقیقي خوب هماغه کشف او شهود دی چې په خوب کې پیښیږي. ریښتونی خوب د «رؤیای حَسَنه» او «رؤیای صالحه» په نوم هم یاد شوی دی. د احادیثو له مخې، پر پیغمبرانو او امامانو سربیره، مومنان هم ریښتیني خوبونه لیدلی شي، او دا په دنیا کې مومنانو ته د خدای یو زیری دی.

ریښتونی خوب په دریې ډوله ویشل شوی دی. 1. یو هغه خوب چې تعبیر او تاویل ته اړتیا نه لري؛ لکه د اسمعیل(ع) د ذبح په اړه د ابراهیم(ع) خوب؛ 2. هغه خوب چې یوه برخه یې تعبیر ته اړتیا لري او بله برخه یې تعبیر ته اړتیا نه لري؛ لکه د يوسف(ع) خوب چې په هغه کې لمر، سپوږمۍ او ستورو تعبير ته اړتيا درلوده. خو د دوي سجده له سجدې پرته بله معنا نه درلوده. 3. هغه خوب چې د یوسف(ع) په زمانه کې د مصر د پاچا خوب و چې بشپړ تعبیر ته اړتیا لري.

په قرآنکریم کې د رښتیني خوبونو څو مثالونه راغلي دي چې په هغو کې د مکې له فتحې مخکې د پیغمبر(ص) هغه خوب چې په کې هغه او ملګري یې مکې ته ننوځي او حج کوي. د سوره فاتحې په ۲۷ آیت کې د دې خوب د پوره کېدو وعده شوې ده. د سورة اسراء په ۶۰ آیت کې د هغه لعنتي ونې په اړه چې د پیغمبر(ص) خوب لیدل د ریښتیني خوب یوه بله بیلګه ده. په دې خوب کې رسول الله(ص) وليدل چې څو شادوګانې د هغه په منبر پورته او ښکته کیږي. ویل شوي چې د دې خوب تعبیر له رسول الله (ص) وروسته د اموي خلافت و.

د روح پاکوالی او د نفس ریاضیت د رښتیني خوب د لیدلو له عواملو څخه ګڼل کیږي او ګناه، ډېر خوراک او د مزاج سالم نه شونه یې خنډونه ګڼل کیږي.

مفهوم او اهمیت

رښتیني خوب هغه خوب ته ویل کیږي چې له حقیقت سره مطابقت ولري.[۱] په احادیثو کې رښتیني خوب په  «رؤیای حسنه»[۲] و «رؤیای صالحه»[۳] سره هم یاد شوی دی. مسلمان فیلسوفان او عارفان ریښتینی خوب یو ډول کشف او شهود ګڼي چې په خوب کې پیښیږي.[4]

په شیعه [۵] او سني [۶] روایي سرچینو کې د ریښتوني خوب ذکر شوی دی. په احادیثو کې رښتیني خوب د خدای له لوري ښه زیری[7] او د نبوت یوه برخه بلل شوې ده.[8]

همدارنګه د مسلمانانو په فلسفي او عرفاني ليکنو کې هم د وحې او مکاشفې په ليکه کې ياد شوی دی او د دې څه شي والي او لامل يې په اړه بحث شوی دی.[۹] علامه مجلسي هم په بحار الانوار کې په دې اړه تفصيلي خبرې کړې دي. او د دې موضوع په اړه یې د فیلسوفانو په نظریاتو نیوکه کړې ده.[۱۰]

ریښتیني خوبونه چې د پټو چارو یا راتلونکو پیښو خبر ورکوي د روح د شتون دلیل ګڼل کیږي.[۱۱]

اضغاث احلام (ګډوډ خوبونه)

ضِغث په لغت کې د ازغو او خشاکو پنډوکي ته وايي.[۱۲] او که په قرآن کریم کې په سوره یوسف ۴۴ آیت او په سوره انبیاء کې په ۵ آیت کې ګډوډ خوبونه ازغو او خشاکو ته ورته بللي دي نو د فیلسوف او د قرآن مفسر سید محمد حسین طباطبايي په وینا، له دې سببه دي چې ځینې خوبونه د مختلفو خوبونو ګډوډ شکل دی، چې هر یو یې خپل جلا تعبیر درلود او له دې امله چې یو یې روښانه نه وي، نو له دې سببه د دوي تعبیر، د تعبیر کوونکي لپاره ستونزمن وي.[13]

څوک رښتوني خوبونه ویني؟

په بحار الانوار کې د محمد باقر مجلسي له قوله، پیغمبران، امامان او مؤمنان رښتیني خوبونه ویني. د هغه په باور، د پېغمبرانو ټول خوبونه رښتيني خوبونه دي او د پېغمبرانو دا رښتيني خوبونه په حقيقت کې يو ډول وحي ګڼل کیږي. مجلسي عقيده لري چې امامان هم يو رښتيني خوبونه ويني چې که څه هم وحي نه بلل کيږي. خو دا د وحې په بڼه ده.[۱۴] هغه له پېغمبراکرم(ص) څخه د څو حديثونو په نقلولو سره وايي چې له پېغمبره وروسته د نبوت ټولې برخې بې له رښتيني خوبه له منځه ځي.[۱۵]

مجلسي د رواياتو په حواله په دې عقيده دی چې مؤمنان هم  رښتينی خوب لیدلی شي.[۱۶] د شيعه او سني په ځينو روايي تفسيرونو کې د دې آیت «لَهُمُ الْبُشْرى‏ فِي الْحَياةِ الدُّنْيا وَ فِي الْآخِرَةِ؛ په دنیا او آخرت کې د دوي لپاره ښه زیری دی»[۱۷] لاندې راغلي دي. چې په دنیا کې د مؤمن لپاره ښه زیری هماغه نیک خوب دی چې په خوب کې یې ویني.[۱۸]

د وحی سره توپیر

د محی الدین ابن عربی په وینا ریښتینی خوب له وحی څخه توپیر نه لری او له یوه ځای څخه راځي او یوازینی توپیر یې دا دی چې وحی په ویښ حالت کې وي خو ریښتینی خوب د خوب په حالت کې وي. (فإن الرؤيا الصادقة والوحي كلاهما من واد واحد لا تباين بينهما إلا بالنوم واليقظة) [۱۹] او رښتیني خوب تعبیر ته اړتیا نه لري (لکه د مکې له فتحې مخکې مسجد الحرام ته د ننوتلو په اړه د رسول الله(ص) خوب). او له همدې سببه ریښتونې خوب د نبوت له 46 برخو یوه برخه ګڼل شوی دی. او هغه څوک وحی ترلاسه کولی شي چې د قوي روح څیښتن وي چې ورسره د مجرداتو نړۍ سره وصل شي. او همدا د روح قوت له هغه څخه د کرامتونو او خارق العاده څیزونو او معجزو د کیدو سبب ګرځي.[۲۰]

په قرآن کې ریښتوني خوبونه

ویل شوي چې په قرآن کریم کې د ریښتینو خوبونو لږ تر لږه اوه مثالونه بیان شوي دي:

  • د مکې له فتحې مخکې د پېغمبر(ص) خوب چې هغه او ملګري به يې مکې ته ننوځي او حج به کوي. چې د سوره فتح په ۲۷ آیت کې د دې خوب د پوره کېدو وعده شوې ده.
  • د لعنتي ونې په اړه د پېغمبر(ص) خوب چې د اسراء په ٦٠ آيت کې ذکر شوى دى. په دې خوب کې رسول الله(ص) وليدل چې څو شادوګانې د هغه له منبر څخه پورته ښکته کیږي. ویل شوي چې د دې خوب تعبیر له رسول الله(ص) وروسته د امویانو واکمني وه.
  • د حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل زوی اسماعیل د ذبحې خوب چې د سورة صافات په ۱۰۲ آیت کې راغلی دی. د دې سورت په 104 او 105 آیتونو کې د دې خوب صحیح شونه تایید شوې ده.
  • په ماشومتوب کې د یوسف علیه السلام خوب، چې له مخې یې یوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ ورته سجده کوله (سوره یوسف، ۴ آیت). د قرآني آيتونو له مخې، دا خوب څو کاله وروسته هغه وخت رښتيا شو، کله چې يوسف عزيز مصر شو او د هغه يوولسو وروڼو او يعقوب او مېرمن يې ورته سجده وکړه (سوره يوسف، آيت 100).
  • د يوسف (ع) د دوو ملګرو خوبونه چې يو يې وليدل چې له انګورو څخه شراب جوړوي او بل يې وليدل چې ډوډۍ يې په سر ده او مرغان له هغې خوري (سوره يوسف، ٣٦ ​​آيت). د همدې سورت د ۴۱ آيت پر بنسټ، يوسف د دغو دوو خوبونو تعبير په دې ډول کړى، چې لومړى به له بنده خوشې شي او د پاچا ساقي به شي او دويم به په صليب پورې وتړل شي او مرغان به يې سر [مغزه] خوري.
  • د مصر د پادشاه خوب چې په کې اوه وچو غواګانو اوه غټې غواګانې خوړلې او د غنمو اوه وچې او اوه شنې غونچې وې (سوره یوسف، آیت ۴۳). د همدې سورت د ٤٦ او ٤٧ آيتونو پر بنسټ، يوسف د دې خوب تعبير د اوو کلونه له اوبو ډک او ورپسې د اووه کلونو وچکالي تعبير کړل.[21]

ډولونه

د یوولسمې او دولسمې قمري پیړۍ اصطلاح پوه ریښتونی خوب په دریو دوله ویشلی دی:

  1. یو هغه خوب چې تعبیر ته اړتیا نلري؛ لکه د اسماعیل(ع) د ذبحې په اړه د ابراهیم(ع) خوب.
  2. بل هغه خوب چې یوه برخه یې تعبیر ته اړتیا لري او بله برخه یې نه لري؛ لکه د يوسف عليه السلام خوب چې په هغه کې لمر، سپوږمۍ او ستورو تعبير ته اړتيا درلوده، خو سجده يې له سجدې پرته بل هيڅ تعبير نه درلود.
  3. بل هغه خوب چې بشپړ تعبیر ته اړتیا لري؛ لکه د حضرت يوسف(ع) په زمانه کې د مصر د پاچا خوب[۲۲]

د ریښتیني خوب د لیدلو عوامل او خنډونه

په اسلامي منابعو کې هم د صادقانه خوبونو عوامل او هم خنډونه ذکر شوي دي. ملا صدرا د روح پاکوالی، له دنیا څخه کرکه او د نفس ریاضت د رښتیني خوب د لیدلو لاملونه یاد کړي دي.[۲۳] علامه طباطبايي ورځنۍ مراقبه د رښتیني خوبونو او لیدونو د لاسته راوړلو لامل ګڼلی دی.[سرچینې ته اړتیا لري] او ګناه، زیات خوراک، د مزاج ناسالموالی او مستي یې د صادقانه خوب په وړاندې خنډونه ګڼلي دي.[۲۴]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌ابی‌جمهور، محمد بن زين‌الدين، عوالي اللئالي العزيزية في الاحاديث الدينية، تحقیق و تصحیح مجتبی عراقى، ‏دار سيد الشهداء للنشر، چاپ اول،‏ ۱۴۰۵ق.
  • ابن‌سینا، حسین بن عبدالله، المبدأ و المعاد، تهران، مؤسسه مطالعات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل‌ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، ‏علامه، ‏چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن العربی، محی الدین، تفسیر ابن عربی، تحقیق وتصحیح: الشيخ عبد الوارث محمد علي، بيروت - دار الكتب العلمية ، ۱۴۲۲ق.
  • ابن‌فهد حلی، احمد بن محمد، عدة الداعي و نجاح الساعي‏، تحقیق و تصحیح احمد، موحدى قمى، دار الكتب الاسلامي، ‏چاپ اول، ‏۱۴۰۷ق.
  • بحرانی، سيدهاشم بن سليمان، ‏البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسه بعثه، ‏چاپ اول،‏ ۱۳۷۴ش.
  • تهانوی، محمدعلی بن محمد، موسوعة کشاف اصطلاحات الفنون و العلوم، بیروت، ناشرون، چاپ اول، ۱۹۹۶م.
  • جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآنی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
  • راغب اصفهانی، المفردات فی غریب القرآن، ترجمه غلامرضاخسروی حسینی، تهران، نشر مرتضوی، چ۳، ۱۳۸۳ش.
  • سجادی، جعفر، فرهنگ معارف اسلامی، تهران، کومش، ۱۳۷۳ش.
  • سیوطی، جلال‌الدين، ‏الدر المنثور فى تفسير المأثور، قم، ‏كتابخانه آيت‌الله مرعشى نجفى‏، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی محمد حسین، تفسیر المیزان‏، ترجمه محمد باقر موسوی همدانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعهٔ مدرسین حوزه علمیه قم، چ۵، ۱۳۷۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • متقی هندی، علی بن حسام‌الدین، کنز العمال فی سنن و الاقوال، بیروت، مؤسسةالرساله، ۱۴۰۹ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • ‌ محسنی، محمدآصف، روح از نظر دین، عقل و علم روحی جدید، بی‌جا، بی‌نا، ۱۳۷۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر و دیگران، پیام قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۸ش.
  • ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، المبدأ و المعاد، تهران، انجمن حکمت و فلسفه ايران، ۱۳۵۴ش.