Jump to content

حمیده د امام صادق(ع) مېرمن

د wikishia لخوا
حمیده د امام صادق(ع) مېرمن
لقبحمیده مصفاه
نسببربر
د دفن ځایمدینه، مشربه‌ ام ابراهیم
مشهور خپلوانامام صادق(ع)امام کاظم(ع)
مذهبشیعه
له معصوم څخه راویامام صادق(ع)
د روایاتو موضوعحج • د امام صادق(ع) شهادت


حُمَیدَه یا حمیدة المُصَفّاة د امام صادق(ع) مېرمن او د امام کاظم(ع) مور وه. د یو روایت په اساس د شیعیانو شپږم امام د فقهي پوښتنو د ځواب لپاره خپل یو صحابي حمیده ته ارجاع کړی دی. حمیده همداراز د امام صادق(ع) له پینځو وصیانو څخه یوه وه.

امام باقر(ع) د حمیدې په ستاینه کې هغه په دنیا کې خوښه شوې او په اخرت کې ستایل شوې بللې او امام صادق(ع) هم هغه له پلیتیو پاکه ګڼلې ده.

ژوند لیک


حُمَیدَه، د امام کاظم(ع) مور ده.[۱] د هغې د زوکړې او وفات د نېټو په اړه څه معلومات نیشته.[۲] د حمیده پلار «صاعد بربر» یا «صالح» نومېده.[۳] د حمیده د توکم په اړه د نظر اختلاف موجود دی[۴] او په تاریخي سرچینو کې هغه په ځینو نومونو لکه حمیده بربریه، حمیده‌ اندلسیه[۵] او حمیده مغربیه[۶] یاده شوې ده.

د یو روایت مطابق امام باقر(ع) حمیده له یو غلام خرڅوونکي واخسته او هغه یې خپل زوي امام صادق(ع) ته وبخښله.[۷] د علامه مجلسي د نقل مطابق هغه د امام صادق(ع) له بچیانو څخه د موسی بن جعفر(ع) اسحاق او د فاطمې مور ده.[۸]

یل شوي چې د حمیده قبر د بقیع هدیرې په ختیځ کې په العوالي سیمه کې واقع په مشره ام ابراهیم [یادونه۱] کې د امام رضا(ع) د مور نجمه قبر په خوا کې دی.[۹]

مقام

د حدیثي سرچینو په وینا امام صادق(ع) د فقهي پوښتنو د ځواب لپاره خپل یو صحابي خپلې مېرمنې حمیده ته ارجاع کړی او له هغه یې غوښتي چې خپله وینځه حمیده ته ولیږي او د پوښتنو ځواب یې واخلي.[۱۰] امام صادق(ع) حمیده او لور یې ام فروه، د مدینې د خلکو د حقوقو د ادا کولو لپاره لېږله.[۱۱] همداراز حمیده یوه له هغو پینځو کسانو ده چې امام صادق(ع) د خپل وصي په توګه معرفي کړې دي.[۱۲]

امام باقر(ع) حمیده په دنیا کې خوښه شوې او په اخرت کې ستایل شوې بللې ده.[۱۳] امام صادق(ع) هغه له پلیتیو پاکه او د سرو زرو د خښتې په شان بللې چې ملایکو یې همیشه ساتنه کوله.[۱۴] له دې امله حمیده ته مصفاة لقب هم ورکړی شوی دی.[۱۵] لؤلؤة،[۱۶] او مهذّبة[۱۷] یې نور لقبونه دي.

له حمیده د ماشومانو د حج[۱۸] په اړه یو حدیث او د امام جعفر صادق(ع) د شهادت په اړه یو حدیث په روایي سرچینو کې نقل شوی دی.[۱۹] د یو روایت په اساس د امام رضا(ع) مور نجمه هم یوه وینځه وه چې حمیدې هغه له رښتیني خوبه وروسته،[۲۰] خپل زوي امام کاظم(ع) ته بخښلې ده.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دارالمعرفة، ص۴۱۳.
  2. اصغرنژاد، حمیده: مادر امام کاظم(ع)، ۱۳۸۹ش، ص۱۰.
  3. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴۲-۴۳.
  4. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴۲-۴۳.
  5. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۲۶۱.
  6. ابن‌عنبه، عمدة الطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۷۷.
  7. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۴۷۷.
  8. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۲۴۱.
  9. حسینی جلالی، فدک و العوالی، مشهد، ص۵۵.
  10. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۴، ص۳۰۱.
  11. حر عاملی، هداية الأمة، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۳۱.
  12. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴۱۵-۴۱۶.
  13. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۴۷۷.
  14. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۴۷۷.
  15. قمی، «هداية الأنام إلی وقایع الأیام»، ص۳۵۹-۳۶۰.
  16. حسون، اعلام النساء المؤمنات، ۱۴۱۱ق، ص۳۱۱.
  17. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۱۷ق، ص۱۹۰.
  18. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۴، ص۳۰۱؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۱ق، ج۸، ص۲۰۷.
  19. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۲.
  20. اربلی، کشف الغمه، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۸۰۳-۸۰۴.
  21. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۴.

سرچينې

  • ابن‌عنبه حسنی، احمد بن علی، عمدة‌الطالب فی انساب آل ابی‌طالب، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ق.
  • ابوالفرج اصفهاني، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الكبرى، دار صادر.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه، قم، الشریف الرضی، ۱۴۲۱ق.
  • اصغرنژاد، محمد، حمیده: مادر امام کاظم(ع)، ۱۳۸۹ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تهران، مکتبة الاسلامیه، ۱۴۰۱ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، هداية الامة الی احکام الائمة، مشهد، مجمع البحوث الإسلامية، ۱۴۱۲ق.
  • حسون، محمد و ام علی مشکور، اعلام النساء المؤمنات، بی‌جا، اسوه، ۱۴۱۱ق.
  • حسینی جلالی، محمدباقر، فدک و العوالی او الحوائط السبعه، مشهد، کنگره میراث علمی و معنوی حضرت فاطمه(س)، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تحقیق حسین اعلمی، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۴ق.
  • شیخی، حمیدرضا، فرهنگ اعلام جغرافيايى ـ تاريخى در حديث و سيره نبوى (ترجمه المعالم الأثيره فى السنة و السيرة).
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • قرشی، باقرشریف، حیاة الامام موسی بن جعفر، بی‌جا، دارالبلاغه، ۱۴۱۳ق.
  • قمی، عباس، «هداية الأنام إلی وقائع الأيام»، در کتاب یازده رساله، قم، نور مطاف، ۱۳۸۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافي، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، ‌دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیه، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ق.

بهرنۍ لینکونه