وادي ایمن هدیره (کربلا)
- د نورو استعمالونو لپاره وادي ایمن (ابهام لرې کول) وګورئ.
وادي ایمن هدیره | |
| ولایت | کربلا |
|---|---|
| هیواد | عراق |
| ولسوالۍ | کربلا |
| نور نومونه | وادیالقدیم • وادیالصفا |
| اوسنی غوښتنلیک | هدیره |
وادي ایمن هدیره، چې واديالقدیم یا واديالصفا هم ورته ویل کېږي، په کربلا ښار کې یو تاریخي قبرستان دی چې پکې ځینې شخصیتونه لکه سید محمد جُودَه، شیخ عبدالزهرا کَعبي، سید هاشم حَدّاد و سید ابوالقاسم شجاعي دفن شوي دي. د ابنحمزه مقبره، چې د باب طویريج په واټ کې موقعیت لري، په تېر وخت کې د دې هدیرې یوه برخه وه. د ابنحمزه په مقبره کې د ښخ شوي کس د هویت په اړه بېلابېل نظرونه شته دي.
د بنياسد ښځو د عزاداري مراسم هر کال د محرم په ۱۳مه نېټه له دې ځایه پیلېږي.
مقام او حیثیت
وادي ایمن هدیره په کربلا ښار کې یو زوړ قبرستان دی چې د حضرت عباس(ع) د حرم په سویل ختیځ کې موقعیت لري. د دې هدیرې لویه برخه د وخت په تېرېدو سره په ښار بدله شوې ده او پاتې برخه یې، چې د النجف په واټ کې ده، د واديالقدیم یا واديالصفا په نومونو یادیږي. د پنځلسمې قمري پېړۍ په راورسته کلونو کې، دا قبرستان نور د دفن لپاره نه دی کارول شوی او بل قبرستان، چې واديالجدید نومیږي، د کربلا په سویل کې ۵ کیلومتره واټن کې د مړو د ښخولو لپاره جوړ شوی دی.[۱] د څوارلسمې قمري پېړۍ له وروستیو څخه، د وادي ایمن هدیره، د ځینو شیعه شخصیتونو د دفن له امله، د ځانګړي احترام وړ ګرځېدلی دی.[۲]
د بنياسد د ښځو د عزاداري د مراسمو د پیل ځای
په دې هدیرې کې د سید محمد جوده د دفن ځای، د محرم په ۱۳مه نېټه د کربلا د شهیدانو د دفن لپاره د بنياسد قبیلې د راغونډېدو ځای دی. هر کال د بنياسد ښځې خپله عزاداري له دې ځایه پیلوي او د امام حسین(ع) په حرم کې یې پای ته رسوي.[۳]
ښخ شوي کسان
په دې هدیره کې ځینې ښخ شوي کسان په لاندې ډول دي:
- د امام کاظم(ع) له لمسیانو، سید محمد جوده (مړینه: ۱۳۱۲ق).[۴]
- د کربلا مشهور روضهخوان (مصایب ویونکی)، شیخ عبدالزهرا کعبي (مړینه: ۱۳۹۴ق).
- شیعه عارف، سید هاشم حداد (مړینه: ۱۴۰۴ق).
- مشهور نوحهخوان، ملا حمزه الصغیر(الزّغیر) (مړینه: ۱۳۴۰ق).
- له شیعه عالمانو څخه، ملا امین شیرازي.[۵]
- د تهران واعظ او روضهخوان، سید ابوالقاسم شجاعي.[۶]
- د کربلا له پرهیزکارانو څخه، سید عباس کاشاني.[۷]

د ابنحمزه مقبره
د ابنحمزه مقبره د کربلا په ختیځ کې د باب طویريج په واټ کې پرته ده. دا ځای پخوا وختونو کې د وادي ایمن قبرستان یوه برخه وه.[۸] نن سبا، د ډېرو واټونو د جوړېدو له امله، د دې مقبرې او واديالقدیم ترمنځ واټن رامنځته شوی دی.[۹] په دې مقبرې کې د ښخ شوي شخص په اړه څو نظریې شته:
- د الوسیلة الی نیل الفضیله کتاب لیکوال د پنځمې او شپږمې قمري پېړۍ فقیه، ابن حمزه طوسي.[۱۰]
- د حضرت عباس(ع) لمسی، علي بن حمزه،[۱۱] د کربلا د خلکو ترمنځ د مشهور نظر او په مقبره کې د نصب شوي تابلو له مخې.[۱۲]
- د حضرت عباس(ع) بل لمسی، عبیدالله بن حمزه بن قاسم.[۱۳]
ځینې په دې باور دي چې د ابنحمزه د بقعې په څنګ کې، د حضرت عباس له لمسیانو څخه د محمد بن علي بن حمزه قبر دی، چې د نسب او شهرت د ورته والي له امله، په غلطۍ سره، دا دوه کسان یو بلل شوي دي.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ نبوی، «نیمروزی در وادی ایمن»، ص۲۸۷.
- ↑ نبوی، «نیمروزی در وادی ایمن»، ص۲۸۷_۲۸۸.
- ↑ نبوی، «نیمروزی در وادی ایمن»، ص۲۹۶.
- ↑ فقیه بحرالعلوم، زیارتگاههای عراق، نشر مشعر، ج۱، ص۲۵۵.
- ↑ نبوی، «نیمروزی در وادی ایمن»، ص۲۹۰، ۲۹۴ و ۲۹۶.
- ↑ «آخرین شاگرد مرحوم فلسفی که در کربلا دفن شد»، خبرگزاری فارس.
- ↑ حائری، رجل العلم و التقی، ۱۴۲۲ق، ص۱۸.
- ↑ آل طعمه، «مرقد ابنالحمزة»، ص۶۰.
- ↑ نبوی، «نیمروزی در وادی ایمن»، ص۲۸۹.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۵، ص۵؛ آل طعمه، تراث کربلا، ۱۴۰۳ق، ص۱۱۶؛ صدر، تأسیس الشیعة، ۱۴۱۱ق، ص۳۰۵.
- ↑ حرزالدین، مراقد المعارف، ۲۰۰۷م، ج۱، ص۵۷.
- ↑ فقیه بحرالعلوم، زیارتگاههای عراق، نشر مشعر، ج۱، ص۲۵۰.
- ↑ فقیه بحرالعلوم، زیارتگاههای عراق، نشر مشعر، ج۱، ص۲۵۱.
- ↑ دائرة المعارف تشیع، ج۱، ص۶۵؛ بهنقل از نبوی، «نیمروزی در وادی ایمن»، ص۲۸۹.
سرچينې
- «آخرین شاگرد مرحوم فلسفی که در کربلا دفن شد»، خبرگزاری فارس، تاریخ بازدید ۱۴ اسفند ۱۴۰۳ش.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعه، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- آل طعمه، سلمان هادی، تراث کربلا، بیروت، موسسه اعلمی، ۱۴۰۳ق.
- آل طعمه، سلمان هادی، «مرقد ابنالحمزة»، مجله ینابیع، شماره ۱۳، رجب و شعبان ۱۴۲۷ق.
- حائری، احمد، رجل العلم و التقی: نبذه من حیاه هادی بن ملاامین الشیرازی الحائری، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۲ق.
- حرزالدین، محمد، مراقد المعارف، قم، سعید بن جبیر، ۲۰۰۷م.
- صدر، سید حسن، تأسیس الشیعة لعلوم الاسلام، بیروت، موسسه النعمان، ۱۴۱۱ق.
- فقیه جلالی بحرالعلوم، محمدمهدی، زیارتگاههای عراق، تهران، مشعر، بیتا.
- نبوی، احمد، «نیمروزی در وادی ایمن»، فصلنامه فرهنگ زیارت، شماره ۱۰ و ۱۱، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.