د حضرت عباس(ع) حرم

د wikishia لخوا
د حضرت عباس(ع) حرم

د حضرت عباس(ع) حرم په کربلا کې د حضرت عباس د ښخېدو ځای او د شیعیانو زیارت دی. د عباس حرم د امام حسین(ع) د حرم په شمال ختیځ کې واقع دی او د دواړو تر مینځ فاصلې ته بین الحرمین ویل کیږي. حرم کابو ۱۰۹۷۳ مربع میټره مساحت لري او ودانۍ یې له ضریح، رواق ، ګنبد، ګلدستې، او په اسلامي معمارۍ سره له ایوان یا برنډو جوړه شوې ده. تاریخي مخینه یې آل بویه وخت ته ستنیږي؛ خو د صفویانو او قاجاریانو په پړاوونو کې پراخ یا بیا رغول شوی دی. تر ټولو نوی ضریح یې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې لګول شوی دی.

د حضرت عباس حرم د امام حسین(ع) د حرم د متولیانو له خوا چلېده. هغوي د ځان په نیابت ځینې کسان د حرم د اداره کولو لپاره ټاکل. حضرت عباس، د امام حسین(ع) ورور او په کربلا کې د هغه د سپایانو بېرغوال و چې د ۶۱ قمري کال د عاشورا په ورځ د عمر بن سعد له لښکریانو سره په جنګ کې شهید شو.

حضرت عباس

اصلي مقاله : حضرت عباس علیه السلام

حضرت عباس، د امام علي(ع) او ام البنین زوی دی. هغه په ۶۱ قمري کال کې په کربلا کې د خپل ورور امام حسین(ع) په څنګ کې شهید شو. عباس د کربلا په پېښه کې د امام حسین(ع) د لښکریانو بېرغوال او کوماندان و.[۱] د راپورونو له مخې هغه د عاشورا په ورځ د اوبو راوړلو لپاره د عقلمې نهر په لور لاړ او د عمر سعد لښکریانو شهید کړ.[۲] هغه هم هلته چې شهید شوی و ښخ کړی شو.[۳] وروسته یې په مزار یوه بارګاه جوړه شوه چې د حضرت عباس په حرم مشهور ده. د عباس حرم په کربلا کې او د امام حسین(ع) د حرم د شمال ختیځ په کابو ۳۰۰ میټرې کې پروت دی.[۴] د دواړو حرمونو تر مینځ فاصلې ته بین الحرمین وایي.

تاریخچه

د حضرت عباس د حرم له لومړۍ ودانۍ تاریخي معلومات ډېر کم دي.[۵] ځینې لیکوالان په دې باور دي چې د امام حسین او حضرت عباس د حرم تاریخونه له یو بله جدا نه دي او هره پېښه چې د امام حسین(ع) له حرم سره پېښه شوې لکه جوړل، بیا رغاونه، ورانول او پراختیا، دغه راپور د حضرت عباس حرم ته هم شاملیږي.[۶] د حضرت عباس په حرم پورې اړوند وبسایټ کې د امام حسین د حرم تاریخچه لکه د مختار ثقفي په زمانه کې لومړۍ ودانۍ، د هارون په زمانه کې یې ودانېدل، د مأمون په حکومت کې یې بیا ورانېدل، او په ۲۳۶ ق کال کې د متوکل عباسي په امر یې تخریب[۷] د حضرت عباس د مرقد لپاره هم ذکر شوې دي.[۸]

د ځینو لیکوالانو په وینا، د حضرت عباس د حرم د لومړۍ ودانۍ جوړښت دوهمې قمري پېړۍ ته ګرځي.[۹] دا ودانۍ په ۱۷۰ ق کال کې د هارون الرشید په امر ورانه شوه.[۱۰] هغوي د امام صادق(ع) په یو روایت [یادداشت۱] استناد کړی چې پکې د حضرت عباس په قبر چوپال ته اشاره شوې ده.[۱۱]

د آل بویه په زمانه کې د ودانۍ جوړېدل

په ۳۷۱ ق کال کې او د آل بویه په زمانه کې د عضدوالدله دیلمي په امر د حضرت عباس په مرقد یوه ودانۍ جوړه شوه.[۱۲]

د صفویانو په زمانه کې یې پراختیا

د صفویانو په دور کې د حضرت عباس حرم پراختیا وموندله، شاه طهماسب په ۱۰۳۲ ق کال کې امر وکړ چې د حرم ګنبد تزیین او د قبر په صندوق یو ضریح جوړ شي. همداراز د هغه په دوره کې د حرم غولی او رواق هم جوړ شو.[۱۳]

په وروستیو پړاوونو کې یې تعمیر او بیا رغاونه

په مختلفو پړاوونو کې د حضرت عباس حرم یا یې ځینې برخې تعمیر شوې دي. هغه پاچاهان چې د امام حسین(ع) حرم یې بیا رغولی د حضرت عباس د حرم بیا رغاونې ته یې هم پام کړی دی.[۱۴] د نادر شاه په حکومت کې د قبر صندوق او د حرم رواق، د عبدالمجید خان محمود عثماني په پړاو کې، حرم او د قاجار په پړاو کې یې ګنبد تعمیر شوی دی.[۱۵]

د وهابیانو حمله او د حرم ویجاړتیا

په ۱۲۱۶ قمري کال کې سعود بن عبدالعزیز په کربلا حمله وکړه. د هغه لښکریانو د حضرت عباس حرم ړنګ کړ او مالونه یې چور کړل. د وهابیانو له حملې وروسته د فتحعلي شاه قاجار په امر دوباره تعمیر شو.[۱۶]

د ۱۴۱۱ ق کال د شعبانیه په انتفاضه کې په کربلا د بعث ګوند ځواکونو په حملې سره د حضرت عباس(ع) حرم ته تاوان ورسېد.[۱۷]

معماري

د حضرت عباس ضریح چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ولګول شو.

د حضرت عباس حرم مستطیل شکل دی او د حضرت عباس قبر یې په مینځ کې واقع دی. حرم، له ضریح، رواق، غولي، ایوان، ګلدستې او ګنبد جوړ شوی دی.[۱۸] د حرم د ودانۍ لاندې یوه لاره ده چې دروازه یې له یو رواقه پرانستل کیږي او د حضرت عباس قبر ته رسیږی.[۱۹] په حرم پورې اړوند وبسایټ کې، د هغه مساحت ۱۰۹۷۳ مربع میټره ذکر شوی دی.[۲۰]

ضریح

ضریح له سرو او سپینو زرو جوړه یوه جنګله ده چې د خاتم صندوق (هغه صندوق چې قبر پکې راګېر وي) جوړه شوې وي. د صفویانو له دورې د حضرت عباس په قبر ضریح لګېدلی و.[۲۱] او په وروستیو پړاوونو کې تعمیر او بدل شوی دی. د محمد شاه قاجار په زمانه کې په ۱۲۳۶ق کال کې د سپينو زرو یو ضریح د عباس په قبر جوړ شو.[۲۲] په ۱۳۸۵ق کې د سید محسن حکیم په ملاتړ د حرم ضریح بدل کړی شو.[۲۳] دغه ضریح په ایران کې جوړ شوی و او پکې ۴۰۰ زره مثقاله ( دوه زره کلوګرامه) سپین زر او ۸۰۰ مثقاله (۴۰ کیلو) سره زر کارول شوې وو.[۲۴] په ۱۳۹۵ لمریز کال کې هم د حرم ضریح بدل شو.[۲۵] نوی ضریح له سپینو او سرو زرو جوړ شوی دی او جوړېدو یې کابو پینځه کاله په عراق کې وخت اخستی دی.[۲۶]

رواقونه

د حضرت عباس(ع) حرم د ضریح څلورو لورو ته څلور رواقونه یا ډېوډۍ لري چې چت او دیوالونه یې ایینه کاري شوې دي. شمالي رواق تل خونې او قبر ته لاره لري، په ختیځ رواق کې پینځه مقبرې موجودې دي. جنوبي رواق په دریو ورونو سره له طلا ایوان سره ګنډلی کیږي.[۲۷]

د سرو زرو ایوان

د سرو زرو ایوان ۳۲۰ مربع میټره مساحت لري او د حرم د ګنبدخانې په مخکې پروت دی. د سرو زرو د ایوان په نما کې له مس رنګه خښتو او طلاکارۍ استفاده شوې ده.[۲۸]

ګنبد

د حضرت عباس د حرم ګنبد ۱۲ میټره قطر او ۳۹ میټره لوړوالی لري. ګنبد یې نیم کره ای دی چې تېره څوکه لري او ترې ځینې کړکۍ د کمانونو په شکل کې بهر ته خلاصیږي. د ګنبد په داخلي برخه کې د قرآن ایتونه په سپین رنګ سره انځور شوي دي. د ګنبد لپاسه د ۱۳۰۵ ق تاریخ لیکل شوی دي. په ۱۳۷۵ ق کال کې د عراق دولت په هغه د سرو زرو کار وکړ. ویل کیږي چې په دغه طلاکارۍ کې د سرو زرو ۶۴۱۸ خښتې په ګنبد لګېدلې دي. د ګنبد په لاندینۍ برخه کې د قرآن آیتونه له آیینه کارۍ سره انځور شوې دي.[۲۹]

ګلدستې

د سرو زرو د ایوان په ګوټ او د حرم د دېوال په څنګ کې دوه ګلدستې موجودې دي چې لوړوالی یې ۴۴ میټرو ته رسیږي. په لاندینۍ برخه کې یې په کاشیو د ۱۲۲۱ ق تاریخ لیکل شوی دی. د هرې ګلدستې نیمه برنۍ برخه په ۲۰۱۶ خښتو سره چې د سرو زرو اوبه ورکړل شوي او نیمه لاندینۍ برخه یې له خښتو او کاشیو جوړه شوې ده.[۳۰] د حرم تولیت په ۱۳۸۸-۱۳۸۹ لمریز کلونو کې ګلدستې بیا رغولې او نیمه لاندینۍ برخه یې هم د سرو زرو په اوبو وپوښله. په دې بیا رغاونه کې له ۱۰۸ کلوګرامه سرو زرو استفاده شوې ده.[۳۱]

غولی

د حضرت عباس د حرم غولی یا انګڼ ۹۳۰۰ مربع میټره مساحت او څلور ایوانه لري. د ایوانونو چتونه مقرنس کاري او طاخونه او قوسونه لرونکي شکل لري او په هرې یوې کې د دیني علومو د تدریس یا مباحثې لپاره یوه کوټه موجوده ده.[۳۲]

د صحنونو یا انګڼونو دروازې

د حضرت عباس(ع) د حرم ننوتو دروازې

د حرم د غولي دروازې په ۱۳۹۴ ق (۱۹۷۴عیسوي) کال کې برابر شوې او په لاندې ډول دي:

  • باب القبله، د غولي په جنوب کې
  • باب الامام الحسن،د غولي په لویدیځ او د امام حسین د انګڼ په لور.
  • باب الامام الحسین، د باب الامام الحسن په څنګ کې
  • باب صاحب الزمان، د باب الامام الحسین(ع) په څنګ کې
  • باب الامام موسی بن جعفر، د غولي په لویدیځ ګوټ کې
  • باب الامام محمد الجواد، د غولي په شمال کې
  • باب الامام علی الهادی، د غولي په شمال ختیځ ګوټ کې
  • باب الفرات، د غولي په ختیځ کې
  • باب الامیر، د غولي په ختیځ کې.[۳۳]

د غولي ګوټونه

غولی څلور ګوټونه (ضلعې) لري. په هر یو کې یې یو شمېر کوټې دي چې شمېر یې ۵۷ ته رسیږي. د هرې کوټې مخې ته یو وړوکی ایوان دی. د هر ګوټ په مینځ کې له بهرني لور یو لوی ایوان دی چې د هغو پوړونو چې کوټې پکې موجودې دي دوه برابره لوړوالی لري. دغه ایوانونه د ګلونو بوټو هندسي شکلونو او د قرآني ایتونو نقش و نګار لري.[۳۴]

تولیت

ویل کیږي چې له څلورمې قمري پېړۍ د امام حسین او حضرت عباس د زیارتونو اداره کول، د واکمنانو له خوا د قبیلي مشر یا یو عالم ته ورکول کېدل.[۳۵] د سلمان هادي آل طمعه په وینا په کربلا کې ځینې استوګنې کورنۍ له صفوي پاچاهانو ځینې فرمانونه لري چې د حرمت تولیت او مدیریت هغوي ته سپارل شوی دی. د عثماني سترواکۍ په زمانه کې د ځینو متولیانو نومونه د عراق په اوقافو کې لیکل شوې دي. معمولا د حضرت عباس د حرم تولیت د امام حسین د حرم د متولیانو له دندو و. هغوي به د ځان په نیابت د دغه حرم د چلولو لپاره ځینې کسان ګمارل.[۳۶] معمولا متولیان له علویانو انتخابېدل. په تاریخ مرقد الحسین والعباس کتاب کې د حضرت عباس د حرم د ۲۱ متولیانو نومونه راغلي دي. په دوي کې د آل ضیاء الدین، آل ثابت، آل طعمه او آل وهاب د کورنیو د ځینو کسانو نومونه ترسترګو کیږي.[۳۷]

د حرم ګنجینه یا خزانه

د حضرت عباس(ع) په حرم کې قیمتي شیان ساتل کیږي. منجمله لاس جوړې غالۍ چې د سرو زرو تارونه لري. یا قیمتي غمي، د سرو زرو چهل چراغونه، مرصعې تُورې او د سرو زرو دیوالي ساعتونه.[۳۸] همداراز د حرم په کتابتون کې تر ۱۰۹ زیات قرانونه ساتل کیږي چې یو یې په امام علي(ع) پورې منسوب دی.[۳۹]

په حرم کې ښخ مشهور کسان

اصلي مقاله: د حضرت عباس(ع) په حرم کې د ښخو کسانو لړلیک

د حضرت عباس په حرم کې ځینې ښخ کړی شوې کسان دا دي:


نندارتون

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۰۸.
  2. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۰۸؛ قرشی، حیاة الامام الحسین علیه‌السلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۲۶۵-۲۶۸.
  3. معروف حسنی، سیرة الائمة الاثنی عشر علیهم‌السلام، ۱۳۸۲ق، ج۳، ص۹۷؛ زجاجی کاشانی، سقای کربلا، ۱۳۷۹ش، ص۱۳۵.
  4. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۱.
  5. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۱.
  6. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۱.
  7. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۹، ص۱۸۵.
  8. مراحل بناء وأعمار وتطویر العتبة العباسیة المقدسة، شبکة الکفیل العالمیة.
  9. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۷۲.
  10. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۷۴.
  11. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۷۲؛ آل شبیب، مرقد الامام الحسین(ع)، ۱۴۲۱ق، ص۱۲۰.
  12. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۸۰، ۲۶۳.
  13. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۳.
  14. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۱.
  15. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۳-۲۶۴.
  16. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۳.
  17. آل‌طعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۴۷.
  18. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۲.
  19. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۳۰۳.
  20. وصف العتبة المقدسة، شبکة الکفیل العالمیة.
  21. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۳.
  22. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۳.
  23. وګورئ:‌ آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۳.
  24. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۵-۲۶۷.
  25. ضریح جدید حضرت عباس(ع) رسما افتتاح شد، سایت شفقنا.
  26. آغاز مرحله قلمزنی ضریح جدید حضرت عباس(ع)، خبرگزاری فارس.
  27. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۷۱-۲۷۲.
  28. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۷۸.
  29. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۹۷-۲۹۸.
  30. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۳۰۳.
  31. اخبار سیاسی عراق، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  32. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۸۷-۲۸۸.
  33. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۸۹-۲۹۵.
  34. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۹۵-۲۹۶.
  35. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۳۰۷.
  36. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۳۰۷.
  37. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۳۰۸-۳۱۱.
  38. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۷۳-۲۷۵.
  39. مقدس، راهنمای اماکن زیارتی و سیاحتی در عراق، ۱۳۸۸ش، ص۲۳۸.
  40. آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، ص۲۷۱.
  41. مقدس، راهنمای اماکن زیارتی و سیاحتی در عراق، ص۲۳۹ - ۲۳۸

سرچينې

  • ابن شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • آل شبیب، سید تحسین، مرقد الامام الحسین(ع)، قم،‌ دار الطباعه، ۱۴۲۱ق.
  • آل طعمه، سلمان هادی، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، قم،‌ کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام و ایران، ۱۴۳۳ق.
  • آل طعمه، سلمان هادی، تاریخ مرقد الحسین و العباس، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۶م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت،‌ دار التراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • قرشی، باقرشریف، حیاة الامام الحسین علیه‌السلام، قم، مدرسه علمیه ایروانی، ۱۴۱۳ق.
  • معروف حسنی، هاشم، سیرة الائمة الاثنی عشر علیهم‌السلام، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۲ق.
  • مفید، محمد بن محمد، کتاب المزار، تصحیح: محمدباقر ابطحی، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • مقدس، احسان، راهنمای اماکن زیارتی و سیاحتی در عراق، تهران، مشعر، ۱۳۸۸ش.
  • مجله اخبار شیعیان شماره ۵۷، مرداد ۱۳۸۹ش، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه، انتشار: ۱۹ آذر ۱۳۹۲ش، بازبینی: ۲ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • شفقنا؛ ضریح جدید حضرت عباس(ع) رسما افتتاح شد، انتشار: ۳۱ فروردین ۱۳۹۵ش، بازبینی:‌ ۲ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • خبرگزاری فارس؛ آغاز مرحله قلمزنی ضریح جدید حضرت عباس(ع)، انتشار:‌ ۱ آبان ۱۳۹۳، بازبینی:‌ ۲ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • شبکة الکفیل العالمیة؛ مراحل بناء وأعمار وتطویر العتبة العباسیة المقدسة، بازبینی: ۳۱ تیر ۱۳۹۷ش.