wikishia:Featured Article

د wikishia لخوا
الاقصی جومات

الاقصی جومات یا مسجد الاَقصی، په بیت المقدس کې له جوماتونو څخه یو جومات دی او د مسلمانانو لومړی قبله ده. د اسلام پیغمبر له هغه ځایه معراج ته لاړ. قرآن په اسراء سوره کې د معراج د پیښې یادونه له هغه جوماته یاده کړی ده. د مسلمانانو، یهودیانو او عیسایانو لخوا د مسجد الاقصی درناوی کیږي؛ په اسلامي حدیثونو کې، د مسجد الحرام او مسجد النبي په څیر له فضیلت لرونکيو جوماتونو څخه بلل شوی او ویل شوي دی چې لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله په دی جومات کی د زرو لمونځونو سره برابر دی.

یهودیان پدې باور دي چې د سلیمان د معبد، پاتې برخی د مسجدالاقصی لاندې دي. د ځینې عیسایانو له نظره د مسجد الاقصی ویجاړول او د دی پرځای د سلیمان د دریم معبد جوړول د مسیح ظهور لپاره شرط دي. له همدې امله، ځینې یهودیان هڅه کوي چی مسجدالاقصی له مینځه یوسي او پرځای یې د سلیمان معبد ژوندی کړي. له همدی امله، اسرائیلي ځواکونه جومات ته د مسلمانانو د ننوتلو مخه نیسي. په ۱۹۶۹ م. کې، یو یهودي مسجدالاقصی ته اور واچاو او په همدې دلیل، د ایران د اسلامي جمهوریت په کليز کې، د زمری په ۳۱ نیټه، د جومات نړیواله ورځ نومول شوې ده.

دغه ودانۍ، چې اوس د مسجدالاقصی په نامه یادیږي، په لومړۍ پیړۍ کې د عبدالملک بن مروان دوره کې جوړه شوی او په بیلابیلو دورو کې یي بیارغونه او ترمیم شوی دی.

نوریی ولوله ...