د سبأ قام
د سَبَأْ قام په یمن کې له استوګنو عربو قامونو څخه و چې د مفسرانو په وینا د کفران نعمت او د پېغمبرانو د انکار په وجه په الهي عذاب اخته شو. دغه قام له ډېرو نعمتونو لکه ښې کروندې، له میوو ډکو باغونو، امن واټونو او د موذي حشراتو له نشتونه برخمن وو؛ خو د ناشکرۍ په وجه د مَأِرب بند د ماتېدو له امله د هغوي ښیرازه ځمکه او شنه باغونه تباه شوو او خلک یې د عرب ټاپو په مختلفو سیمو کې خپاره شول.
قرآن په سبأ سوره کې د سبا قام قصه بیان کړې ده. تفسیري او تاریخي سرچینې د سبا قام لپاره ځینې ځانګړتیاوې لکه پوځي طاقت، له ابادۍ او رغاونې سره مینه، او د بوتانو او لمر عبادت بیان کړې دي. دغه قام په جیومیټری او نجوم کې په مهارت سره حیرانوونکې ودانۍ لکه صِرواح او مأرب معبدونه او مأرب بند جوړ کړی و.
د سبأ قام او د سبأ د ملوکې قصه د سبأ سورې په ۱۵ آیت او د نمل سورې په ۲۲ آیت کې راغلې ده.
پېژندګلو او حیثیت
د سبأ قام، د عربو له لرغونو قامونو او د سبأ بن یَشجُب یا یَسجُب[یادونه ۱] له نسله وو چې له ۱۰۰۰ تر ۷۵۰ میلاد مخکې کاله په یمن کې اوسېدل.[۱] د څېړاندو په وینا، هغوي اول د جزیرة العرب په شمال کې اوسیدل. بیا د جزیرة العرب جنوب ته لاړل او د مَأرِب په شان سیمو کې استوګن شول چې وروسته په سبا ټاټوبي مشهور شو.[۲]
په قرآن کې د سبأ په نوم یوه سوره ده چې د سبا قام قصه بیانوی. د دغه سورې له ۱۵تر ۱۹ ایتونو، په خپلو ځمکو او شنو باغونو کې د خدای له نعمتونو د دغه قام د برخمنېدو خبره راغلې چې د نعمتونو له کفرانه وروسته د عرم په لوی سیلاب سره لولپه شول. همداراز د نمل سورې له ۲۲ تر ۲۴ ایتونو هم د سبا قام او د سبا د ملوکې (بلقیس) د پیاوړې حکومت په اړه د هدهد خبر او له سلیمان(ع) سره د هغې د کتنې او پرې ایمان راوړلو ته اشاره شوې ده.
ځېنو مفسرانو په اوږدو پېړیو کې د سبا قام د لوی تمدن پټوالی او په نولسمه میلادي پېړۍ کې یې کشفېدل د قرآن له غیبي خبرونو او د قران د علمي معجزې په توګه ذکر کړی دی.[۳] د ځینې څېړاندو په باور، د سبا قام په اړه د قرآن راپورونه په دوو سورو، نمل او سبا کې، د سبا قام د ژوند د دوو تاریخي پړاوونو په اړه دي،[۴] پر دې اساس له عرم سیلابه وروسته د سبا قام ختمېدل، د حضرت سلیمان له پړاوه څو پېړۍ وروسته بڼه خپله کړې او د حضرت سلیمان(ع) په زمانه کې د سبا ملوکې قام پکې نه شاملیږي.[۵]
د ځينو څېړاندو په راپور، د «سبا» نوم ته په تورات کې هم د یو تاریخي قام په توګه اشاره شوې ده.[۶]
ځانګړنې
په تاریخي او تفسیري سرچینو کې، د سبا قام ځینې ځانګړنې لکه پوځي طاقت، ابادي د هغوي د ځمکې ابادۍ او رغاونې او بت پالنه بیان شوې دي.
یوه ټولنه چې د توحید او بت پالنه څخه جوړه وي
قرآن د سبا قام یوې ډلې ته اشاره کوي چې د قیامت په ورځ او له مرګه وروسته ژوند باندې یې ایمان درلود[۷] او د خدای په ربوبیت قایل وو.[۸] د تاریخي او تفسیري سرچینو په نقل، د سبا قام ځینې نورې ډلې هم وې چې یا یې په خدای عقیده نه لرله او یایې د لویو معبدونو په جوړولو سره د لمر، سپوږمۍ، ستورو او د هوسیو او غواګانو[۹] په شان حیواناتو عبادت او د «یغوث» بت پرستش ته مخه کړې وه.[۱۰] د دیني څیړاندي بي ازار شیرازي په وینا، د سبا خلکو عقیده لرله چې د غوا دوه ښکر چې د هلال په شکل دي، د زهره ستوري د دیوي بېلګه دي.[۱۱] ځینې څېړاندي په دې باور دي چې په ځينو پړاوونو کې د سبا قام په مینځ کې یهودیت هم دود پاتې شوی دی.[۱۲]
پوځي طاقت
ډېرو سرچینو خبر ورکړی چې د سبأ پاچاهي، د عربو په مینځ کې او د یمن له ډېرو مشهورو او پیاوړو حکومتونو څخه او په رومیانو او یونانیانو کې هم مشهوره وه او له پوځي او دفاعي اړخه یې پریمانه او ډېر فرمان وړونکي سپایان لرل.[۱۳]
رغاونه او پوهې ته پاملرنه
سبا قام ابادولو او رغولو ته ځانګړی پام درلود،[۱۴] دا خبره د سبا له حکومته په پاتې ډېرو لیکنو کې په ځینو عبارتونو لکه بیارغاونې، جوړولو او اصلاح، سره ذکر شوې چې پراختیا او ترقۍ ته د هغوي د ځانګړي پام ښودنه کوي.[۱۵] ځینو څېړاندو د سبا قام د هڅوب له پاتې اثارو څخه د صرواح ښار مشهور معبد او د مارب (د بت پالنې سمبول) مشهور معبد ګڼلی چې د سپوږمۍ دیوي لپاره د ۳۰ قدمونو په اندازه اوږدو ډبرو څخه جوړ شوی و.[۱۶]
د نعمت کفران د عذاب د نازلېدو سبب
ویل کیږي چې د سبا وطن له پریمانه مادي او معنوي نعمتونو برخور و[۱۷] او د بند په جوړولو سره یې ښیرازه کروندې او پریمانه میوه دارې ونې لرلې.[۱۸] د دغه ټاټوبي په توصیف کې لیکل شوي چې خلکو په یو بل پورې جوخت دوه باغونه لرل چې اوږدوالی یې د لسو ورځو لارې په اندازه و.[۱۹]
همداراز لیکل شوي چې په ژمي او اوړي کې ساړه او ګرمي ځوروونکې نه وې[۲۰] خلک یې د سفر په وخت له شوکمارو او داړونکو حیواناتو په امن کې وو[۲۱] او د نعمتونو د زیاتوالي په وجه یې د لارې توښې ته اړتیا نه لرله.[۲۲] د مفسرانو په وینا، سبا قام د دغه ټولو خدای ورکړو نعمتونو په وړاندې ناشکري وکړه او خدای یې هېر کړ[۲۳] او د الهي پېغمبرانو په تکذیب اخته شول او د خدای شکر یې ونه وېسته.[۲۴] فخر کول به یې کاوه او طبقاتي اختلافاتو ته یې لمن وهله.[۲۵] همدار ناشکري د الهی عذاب (د عرم سیلاب) د نازلېدو سبب شوه.[۲۶]
په عرم سیلاب سره د قام تباهي
د مفسرانو په وینا، د الهي عذاب د واقع کېدو په وخت، صحرایي مږو د بند (ډیم) داخلي دیوالونه خراب او د بند د ړنګېدو سبب شول. دغه پېښه د ډېر لوی سیلاب سبب شوه چې چارپایان یې له مینځه یوړل او شنه باغونه یې د ترخو او نه خوړل کېدونکو میوو په باغونو بدل کړل.[۲۷] له دې پېښې وروسته، د سبا خلک له خپل وطنه خپاره شول او د جزیرة العرب مختلفو سیمو ته وکوچېدل.[۲۸] غَسّان قبیله شام، قُضاعَه قبیله مکې، اسد قبیله بحرین، انمار قبیله یثرب او خُزاعه قبیله (جُذام) په مکې کې تِهامه ته او اَزد قبیله عمان ته لاړه.[۲۹] دغه کډوالي دومره پراخه وه چې د عربو په خلکو کې په یو متل بدله شوه چې: «تَفَرّقُوا اَیادِی سَبأ»؛ یعنې د سبا لاسونه خواره واره شول.[۳۰]
فوټ نوټ
- ↑ یوسفی، موسوعة التاريخ الاسلامی، نشر مجمع الفکرالاسلامی، ج۱، ص۹۹؛ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۸۹ و ۸۴؛ عودی، «قوم سبأ»، ص۶۸۴.
- ↑ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۸۹؛ عودی، «قوم سبأ»، ص۶۸۴.
- ↑ رضایی، تفسير قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱۷، ص۴۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۸، ص۶۹.
- ↑ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۸۸.
- ↑ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۸۷.
- ↑ کریمیان و هوشنگی، «بلقیس»، ص۷۳ و ۷۴.
- ↑ سوره سبأ، آیه ۲۱.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، فرهنگ قرآن، ۱۳۸۳ش، ج۱۵، ص۵۲۱.
- ↑ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۹۰؛ بلاغی، قصص قرآن، ۱۳۸۱ش، ص۳۷۹؛ قرطبی، الجامع لأحكام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۳، ص۱۸۴.
- ↑ طبری، جامع البيان فى تفسير القرآن، ۱۴۱۲ق، ج۲۹، ص ۶۲.
- ↑ بیآزار شیرازی، باستانشناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۳۲۵؛ بلاغی، قصص قرآن، ۱۳۸۱ش، ص۳۷۹.
- ↑ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۹۰.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، فرهنگ قرآن، ۱۳۸۳ش، ج۱۵، ص۵۱۳؛ دستوری، اقوام هلاک شده، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۷؛ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۸۵ و ۸۶ و ۸۸؛ بلاغی، قصص قرآن، ۱۳۸۱ش، ص۳۷۷؛ بیآزار شیرازی، باستانشناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۳۱۶.
- ↑ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۸۵.
- ↑ دستوری، اقوام هلاک شده، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۷؛ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۸۵.
- ↑ عودی، «قوم سبأ»، ص۶۸۶؛ بلاغی، قصص قرآن، ۱۳۸۱ش، ص۳۷۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۸، ص۵۸.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۳۱ق، ج۸، ص۶۰۴؛ رضایی، تفسير قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱۷، ص۴۱؛ مکارم شیرازی، قصههای قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۵۰۷.
- ↑ طبرسی، تفسير جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۳۴۶؛ شاهعبدالعظیمی، تفسیر اثنی عشری، ۱۳۶۳ش، ج۱۰، ص۵۲۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۳۱ق، ج۸، ص۶۰۵.
- ↑ مکارم شیرازی، قصههای قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۵۰۹.
- ↑ طبرسی، تفسير جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۳۴۸؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۳۱ق، ج۸، ص۶۰۵.
- ↑ منهج الصادقين فى إلزام المخالفين، تهران، ج۷، ص۳۶۱؛ قصههای قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۵۰۹.
- ↑ منهج الصادقين فى إلزام المخالفين، تهران، ج۷، ص۳۶۱.
- ↑ دستوری، اقوام هلاک شده، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۱؛ خسروانى، تفسير خسروى، ۱۳۹۰ق، ج۷، ص۸۰؛ مکارم شیرازی، قصههای قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۵۰۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۸، ص۵۹؛ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۹۱؛ المیزان في تفسیر القرآن، ج۱۶، ص۳۶۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البيان في تفسير القرآن ج ۸ ص۶۰۵؛ شاهعبدالعظیمی، تفسیر اثنی عشری، ۱۳۶۳ش، ج۱۰، ص۵۲۳؛ هاشمی رفسنجانی، فرهنگ قرآن، ۱۳۸۳ش، ج۱۵، ص۵۱۱ و ۵۱۲؛ قانعی و اسدی، «قوم سبأ» ص۹۱؛ مکارم شیرازی، قصههای قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۵۰۸.
- ↑ الحموی، معجم البلدان، بیروت، ج۳، ص۱۸۱.
- ↑ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۸، ص۳۸۹؛ کاشانی، تفسير منهج الصادقين فى الزام المخالفين، ج۷، ص۳۶۴.
- ↑ الحموی، معجم البلدان، بیروت، ج۳، ص۱۸۱؛ کاشانی، تفسير منهج الصادقين فى الزام المخالفين، تهران، ج۷، ص۳۶۴.
سرچينې
- بلاغی، صدرالدین، قصص قرآن، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۱ش.
- بیآزار شیرازی، عبدالکریم، باستانشناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- جعفری، یعقوب، «قوم سبا، سد مارب و سیل عرم» در مجله درسهایی از مکتب اسلام، شماره ۶۹۵، فروردین ۱۳۹۸ش.
- حسینی همدانی، محمد، انوار درخشان در تفسیر قرآن، تحقیق، محمدباقر بهبودی، تهران، لطفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- الحموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- خسروانی، علیرضا، تفسیر خسروی، تحقیق، محمدباقر بهبودی، تهران، كتابفروشی اسلامیه، چاپ اول، ۱۳۹۰ق.
- دستوری، مژگان، ترجمه اقوام هلاک شده، تهران، انتشارات کیهان، ۱۳۸۱ش.
- رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهشهای تفسیر و علوم قرآن، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
- شاهعبدالعظیمی، حسین، تفسیر اثنی عشری، تهران، نشر میقات، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، تصحیح: ابوالقاسم گرجی، قم، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح: فضلالله یزدی طباطبایی، هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تصحیح، احمد حبیب عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، بیتا.
- عودی، ستار، «قوم سبأ» در دانشنامه جهان اسلام، ج۲۲، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۵ش.
- قانعی، علی و علی اسدی، «قوم سبأ» در دانشنامه دائرة المعارف قرآن کریم، ج۱۵، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
- قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحكام القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ اول، ۱۳۶۴ش.
- كاشانی، فتحالله، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، كتابفروشی اسلامیه، چاپ اول، بیتا.
- کریمیان، محمدباقر و لیلا هوشنگی، «بلقیس»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۴، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الكتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، قصههای قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۸۶ش.
- یوسفی، محمدهادی، موسوعة التاریخ الاسلامی، قم، مجمع الفکرالاسلامی، بیتا.