آل الله
آلُ الله یا یا د خدای کورنۍ په روایتونو کې د اهل بیتو(ع) له صفتونو دی چې شیعه ویناوال او شاعران هم اهل بیتو(ع) ته د اشارې لپاره له هغې استفاده کوي. دغه استعمال د خدای په نزد د اهل بیتو د لوړو مقام له امله دی، نه دا چې هغوي په حقیقت کې د خدای له کورنۍ وي او یا له خدای سره خپلوي ولري. همداراز قریشو ته په دې وجه چې د کعبې ساتونکي وو آل الله ویل کېدل.
مفهوم پیژندنه
د آل الله مطلب داسې کورنۍ ده چې خدای ته منسوبه ده[۱] «آل» د «اهل» له ټکي اخستل شوی چې مطلب یې دی خاندان ، کورنۍ ، پیروان او خپلوان.[۲] دغه ټکی په قرآن کې کارول شوی دی؛ لکه آل عمران[۳] چې مطلب یې دی د عمران کورنۍ چې پکې مریم او عیسی(ع) شاملیږي.[۴] د آل لوط[۵] مطلب د لوط کورنۍ[۶] او آل فرعون[۷] د فرعون پیروان او لښکر یې.[۸] البته الله ته د آل اضافه، تشریفیه اضافه ده له دې امله د هغه شي په لوی والي او عظمت دلالت کوي چې الله ته اضافه شوی، نه دا چې د کورني نسبت په معنا وي.[۹]
مصداق پېژندنه
د ځینو روایتونو له مخې له خاص علمه د امامانو(ع) برخمنتیا له دې امله ده چې هغوي «اهل سرّ الله»، «آل الله» او «ورثة الانبیاء» دي.[۱۰][یاداشت۱][۱۱] د رجب د میاشتې په پینځلسمه د امام حسین(ع) په زیارت کې ال الله ټکی کارول شوی دی. السَّلامُ عَلَیْکُمْ یَا آلَ اللهِ السَّلامُ عَلَیْکُمْ یَا صَفْوَةَ اللهِ او همداراز په نورو زیارتنامو کې هم د آل الله تعبیر ذکر شوی دی.[۱۲] د جابر بن عبدالله انصاري د اربعین زیارت[۱۳] او شاعرانو د اهل بیتو(ع) لپاره له «آل الله» ټکي استفاده کړې ده.
خدای تعالی ته د شیعه امامانو په انتساب کې ویل شوې چې دا کار د هغوي په عظمت او سترتوب دلالت لري نه دا چې له خدای سره یې خپلوي وي.[۱۵] هغوي له دې امله چې له خدای سره د نزدېکت په ډېرو لوړو درجو کې دي، هغه ته منتسب شوې دي.[۱۶] د قریشو قبیله له دې امله چې د کعبې ساتونکي او محافظان وو، پر جیران الله او سکان الله سربېره آل الله هم نومول کېدل.[۱۷] د پینځمې پېړۍ د شیعه عالم منصور بن حسین آبي په وینا، د اصحاب فیل کیسه قریشو ته سترتوب ورکړ او سبب شوه چې هغوي اهل الله ونومول شي.[۱۸]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ «چرا به اهل بیت علیهمالسلام، آل الله میگویند؟»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ راغب اصفهانی، المفردات، ۱۴۱۲ق، ص۹۸.
- ↑ سوره آل عمران، آیه۳۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۵۱۸.
- ↑ سوره نمل، آیه۵۶؛ سوره حجر، آیه۶۱.
- ↑ علامه طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۵، ص۳۷۶.
- ↑ سوره بقره، آیه۵۰؛ سوره انفال، آیه۵۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۵۱؛ قرشی، تفسیر احسنالحدیث، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۱۲۰.
- ↑ «چرا به اهل بیت علیهمالسلام، آل الله میگویند؟»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۱، ص۵۹۲ و ج۴۴، ص۱۸۴.
- ↑ «پاسخ آیتالله العظمی وحید؛ چرا به اهلبیت پیامبر «آل الله» میگویند»، خبرگزاری رسمی حوزه.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ج ۹۹، ص۲۰۲
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ج ۹۸، ص۳۲۹
- ↑ ابن طاووس، لهوف، ۱۳۷۷ش، ص۹۷.
- ↑ «چرا به اهل بیت علیهمالسلام، آل الله میگویند؟»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ «پاسخ آیتالله العظمی وحید؛ چرا به اهلبیت پیامبر «آل الله» میگویند»، خبرگزاری رسمی حوزه.
- ↑ ابن عبدربه، العقد الفرید، دارالکتب العلمیه، ج۳، ص۲۲۶؛ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۵، ص۲۵۸؛ شیخ صدوق، الامالی، ۱۴۱۷ق، ص۳۱۷.
- ↑ آبی، نثر الدر، ۱۴۲۴ق، ص۲۷۳.
سرچينې
- آبی، منصور بن حسین، نثر الدر فی المحاضرات، تحقیق محفوظ خالد عبدالغنی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۴م.
- ابن طاووس، علی بن موسی، لهوف منظوم، ترجمه علی محلاتی، دفتر نشر نوید اسلام، ۱۳۷۷ش.
- ابن عبدربه، احمد بن محمد، العقد الفرید، تحقیق عبدالمجید ترحینی، بیروت، دارالکتب العلمیه.
- «پاسخ آیتالله العظمی وحید؛ چرا به اهلبیت پیامبر «آل الله» میگویند»، خبرگزاری حوزه، درج مطلب ۳۰ مهر ۱۳۹۳ش، مشاهده ۱۰ آذر ۱۳۹۹ش.
- «چرا به اهل بیت علیهمالسلام، آل الله میگویند؟»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه، درج مطلب ۸ اسفند ۱۳۹۱ش، مشاهده ۱۰ آذر ۱۳۹۹ش.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، دارالقلم، ۱۴۱۲ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، قم، موسسه البعثه، ۱۴۱۷ق.
- علامه طباطبائی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، انتشارات مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- قرشی، علیاکبر، تفسیراحسنالحدیث، دفتر نشر نوید اسلام، ۱۳۹۱ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، دارالکتب الاسلامیه، تهران، ۱۳۷۴ش.