منځپانگې ته ورتلل

اصحاب ایکه

د wikishia لخوا
اصحاب ایکه
نومایکه
نوم په قرآن کېاصحاب ایکه
ژبهعربي
پیغمبرحضرت شعیب(ع)
د اوسیدو ځاید حجاز او شام ترمنځ
مهم ځانګړنیکم خرڅلاو، بت پرستي، د شعیب(ع) د تبلیغ د درولو هڅه
پایلېد الهي عذاب له امله تباهي


اصحاب اَیکَه یو داسې قوم دی چې په قرآن کریم کې د دوي کم خرڅلاو او بت پرستۍ له امله غندل شوی دی. د تفسیري او حدیثي سرچینو پر بنسټ، د ایکه قوم د خپل پيغمبر شعیب(ع) بلنه ونه منله په بیله توګه د هغوي له ګناهونو څخه منعه کولو او په ځانګړې توګه د کم خرڅلاو ته بلنه یې ونه منله او هڅه یې وکړه چې هغه ودروي. په پای کې، هغوي د الهي عذاب له امله له منځه یوړل شول. اصحابه ایکه له حجاز څخه شام ته د سوداګرۍ په لاره کې اوسېدل. د اصحاب ایکه نامه په قرآن کریم کې څلور ځله راغلې ده.

پيژندنه او موقعیت

اصحاب اَیْکَه یو قوم و چې په ایکه نومې سیمې کې پاتی کیده چې دا سیمه له حجاز څخه د شام په لور د سوداګرۍ په لاره کې راتله.[۱] ايکه مدين ته نږدې يوه مشهوره سيمه وه.[۲] د «اصحاب الایکه» اصطلاح په قرآن کریم کې څلور ځله راغلې ده: د حجر سوره ۷۸ آیتونه، د الشعراء سوره ۱۷۶ آیتونه، د ص سوره ۱۳، او د ق سوره ۱۴ آیتونو کې.[۳] د مفسرینو په وینا، دا قوم د خپلو ګڼو فسادونو له امله وغندلی شو او د خپل پیغمبر شعیب(ع) بلنه یې ونه منله.[۴] هغوي د خپلو پیغمبرانو له دروغ ګڼلو وروسته، په الهي عذاب کې ښکیل شول او له منځه لاړل.[۵]

اصحاب ایکه او د مدین خلک

مفسرین په دې اړه اختلاف لري چې ایا د ایکه اصحاب او د مدین خلک یو قوم وو چې په قرآن کریم کې په دوو مختلفو نومونو یاد شوي دي، یا دوه جلا قومونه وو چې یو مشترک پیغمبر او ورته ځانګړتیاوې یې درلودې.[۶] ځینو څیړونکو، له ډیرو مفسرینو په حواله، حضرت شعیب(ع) لومړی د مدین د خلکو پیغمبر ګڼلی دی، چې د هغوي له تباهۍ وروسته یې د اصحاب ایکه لارښوونه په غاړه اخسته وه.[۷]

د هغوي دلیل د رسول الله(ص) یو روایت دی،[۸] چې د قرآن کریم د یو مفسر قتادة بن دِعامه، وینا ده[۹] او د اصحاب ایکه او د مدین د خلکو لپاره په قرآن کریم کې د ذکر شوي عذاب په اړه د تفسیر توپیر دی: په قرآن کریم کې د اصحاب ایکه سزا د «عَذابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ» (د وریځو د ورځې عذاب) په توګه یاد شوی، او د مدین د خلکو عذات د «رَجْفه» (یوه سخته زلزله) او «صَیحه»(وېروونکی غږ) یاد شوی دی.[۱۰] سربېره پردې، په قرآن کریم کې، د اعراف سوره په ۸۵ آیت کې، شعیب(ع) ته «د مدین د خلکو ورور» ویل شوی دی؛ خو هغه ته «د اصحاب ايکه ورور» نه دی ويلی شوی.[۱۱]

ځانګړتیاوې

د اصحاب ایکه له ځانګړتیاوو څخه کم خرڅلاو او بت پرستي بیان شوې دي:

په معاملاتو کې کم خرڅلاو

د یوې څېړنې له مخې، له آیتونه څخه دا په لاس راځي چې د اصحاب ایکه تر ټولو لوی انحراف کم خرڅلاو و.[۱۲] د مختلفو سرچینو له مخې، هغوي په خپل تجارت کې د وزن او اندازې په کمولو[۱۳] په اندازو او ترازو کې درغلۍ، او حتی د توکو د رنګ او په داخلي برخو کې د بدلولو،[۱۴] سره هر ډول درغلۍ او فساد ترسره کړی و.[۱۵] قطب الدین راوندي په خپل کتاب قصص الانبیاء کې د امام سجاد علیه السلام له قوله نقلوي چې حضرت شعیب(ع) په خپلو لاسونو پیمانه او تله جوړه کړه ترڅو خلک په سمه اندازه سوداګري وکړي او د نورو حقونو ته درناوی وکړي. په لومړي سر کې، خلکو په انصاف سره تول وکړ او بشپړ وزن یې ورکړ؛ خو ورو ورو په کم خرڅلاو اخته شول او په توازن کې یې حق له پامه وغورځاوه.[۱۶]

د مکارم شیرازي په تفسیر نمونه کې ویل شوي چې دې قوم به، د خپل سوداګریز موقعیت له امله،[۱۷] دې خلکو توکي په ټیټه بیه اخیستل او خپل توکي به یې په لوړه بیه پلورل؛[۱۸] همدارنګ کله چې به دوي خپل توکي وزن کول نو ډیر احتیاط به یې کاوه؛ خو د نورو خلکو مالونه به بې په پروایۍ او بې پامۍ سره وزن کول.[۱۹] د طبري په وینا، چې د دریمې او څلورمې پیړۍ تاریخ لیکوال دی، هغوي په دې ډول د ځانونو لپاره د آرامښت او هوسایه ژوند برابر کړی و.[۲۰]

بت‌ پرستي

د مختلفو راپورونو له مخې، اصحابه ایکه ته الله تعالی طبیعي او چاپیریالي نعمتونو ورکړي وو؛ خو د خدای د شکر کولو پر ځای، دوي بت پرستۍ ته مخه کړه.[۲۱] او د شنو ونو عبادت ته یې مخه کړه؛[۲۲] همدارنګ هغوي د قیامت له ورځې هم منکر وو.[۲۳]

د حضرت شعیب(ع) بلنه او د هغوي غبرګون

د تاریخي او تفسیري سرچینو له مخې، کله چې په اصحاب ایکه کې شرک او فساد زیات شو، خدای پاک حضرت شعیب(ع) هغوی ته واستاوه.[۲۴] حضرت شعیب(ع) خلک د خدای عبادت،[۲۵] تقوا او له ګناهونو څخه ځان ساتلو، په عبادت کې اخلاص او د خدای د احکامو په اطاعت کې حکم منلو ته رابلل،[۲۶] او له شرک او بت پرستۍ څخه یې منع کول.[۲۷]

هغه همدارنګ اصحاب ایکه له کم خرڅلاو منعې کول[۲۸]، او د بغاوت او فساد،[۲۹] وژنې،[۳۰] په د نورو مالونو ته له تجاوزه او لوټمارۍ منعه کول او وېرول.[۳۱] هغه خپل قوم ته خبرداری ورکړ چې که هغوي له خپلو ګناهونو توبه ونه باسي، نو په الهي عذاب کې به ښکیل شي.[۳۲]

د دې په برعکس، د ابن عباس په وینا، اصحاب ایکه به په لارو کې ناست وو او خپل تبلیغاتو سره به یې شعیب(ع) د خلکو دښمن او د هغوي د دین د انحراف لامل معرفي کاوه.[۳۳] د اَلتّفسیرُ الْمنیر په نقل، هغوي د حضرت شعیب په ګواښ کولو او کمزوری کولو سره دا هڅه کوله چې د هغه د بلنې بې اغیزې کړي او کمزوری یې کړي.[۳۴]

د مختلفو سرچینو له مخې، اصحاب ایکه د حضرت شعیب(ع) خبرې دروغ وګڼلې[۳۵] او هغه یې لیونی،[۳۶] دروغجن،[۳۷] جادوګر،[۳۸] او د ځان په څیر یو انسان وباله چې پر هغوي هیڅ برتري نه لري.[۳۹]

هلاکت

اصحاب ایکه د حضرت شعیب(ع) له انکار سربیره،[۴۰] به یې هغه ته وویل چې که هغه رښتیا وایي، نو له اسمانه دې په هغوي باندې ډبرې راولوېږي او په هماغه عذاب دې اخته کړي چې هغه یې ګواښ ورکوي.[۴۱] وروسته له دې چې حجت ورباندې تمام شو، الله تعالی هغوي په الهي عذاب اخته کړل.[۴۲]

د تفسیري او حدیثي سرچینو له مخې، اصحاب ایکه د اوو ورځو لپاره په سخته ګرمۍ اخته شوو؛ تر دې حده چې د هغوي په ښار او ځمکه باندې هیڅ باد ونه لګېده. بیا یوه ورېځ راښکاره شوه او هغوي له تودوخې څخه د خلاصون لپاره د هغې سیوري ته پناه یوړه. خو په هغه وخت کې، له هغه ورېځې څخه اور راښکته شو او ټول یې وسوځول.[۴۳]

فوټ نوټ

  1. ابن کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۱، ص۱۸۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۰.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۰.
  3. دشتی، «اصحاب ایکه» ص۳۸۶.
  4. طیب، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۶۹ش، ج۱۰، ص۸۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۴۱؛ زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۱ق، ج۸، ص۲۸۹.
  5. تفسیر جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۷۰.
  6. دشتی، «اصحاب ایکه» ص۳۸۹. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش‏، ج۷، ص۳۱۷؛ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۱۴۷.
  7. دشتی، «اصحاب ایکه» ص۳۸۹.
  8.  ابن ‏ابی ‏حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۱۳، ص۷۷۴.
  9. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۷۱.
  10. خسروانی، تفسیر خسروی، ۱۳۹۰ق‏، ج۶،‌ ص۲۸۹.
  11. خسروانی، تفسیر خسروی، ۱۳۹۰ق‏، ج۶،‌ ص۲۸۹.
  12. دشتی، «اصحاب ایکه» ص۳۸۷.
  13. مجلسی، بحارالأنوار،۱۴۰۳ق، ج‏۱۲، ص۳۸۰.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۳؛ طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۱۰، ص۸۳؛ امین، تفسیر مخزن العرفان، ج۹، ص۲۴۸.
  15. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ‏، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۵۷.
  16. راوندی، قصص الأنبیاء(ع)، ۱۴۰۹ق، ص۱۴۲.
  17. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۳.
  18. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۳.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۳.
  20. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳۲۶.
  21. النویری‏، نهایة الأرب، النویری، ۱۴۲۳ق، ج‏۱۳، ص۱۶۸؛ بیومی، دراسات تاریخیة من القرآن الکریم، ۱۴۰۸ق، ج‏۱، ص۲۹۱.
  22. شیبانی، نهج البیان،۱۴۱۳ق، ج‏۴، ص ۹۸.
  23. سبزواری، الجدید، ۱۴۰۶ق، ج‏۷، ص۱۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۲۴۱.
  24. حسینی، انوار درخشان، ۱۳۸۰ق، ج‏۱۲، ص۷۶.
  25. النویری، نهایة الأرب، النویری، ۱۴۲۳ق، ج‏۱۳، ص۱۶۹.
  26. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش‏، ج۷، ص۳۱۷.
  27. حسینی، انوار درخشان، ۱۳۸۰ق، ج‏۱۲، ص۷۶.
  28. النویری، نهایة الأرب، النویری، ۱۴۲۳ق، ج‏۱۳، ص۱۶۹.
  29. امین، تفسیر مخزن العرفان، ج۹، ص۲۸۴.
  30. ثقفی تهرانی، روان جاوید در تفسیر قرآن مجید، ۱۳۹۸ق، ج۴، ص۱۲۵.
  31. ابن کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۱، ص۱۸۵؛ جرجانی، جلاء الأذهان، ۱۳۷۸ق، ج۴، ص۲۶۷.
  32. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش‏، ج۷، ص۳۱۸.
  33. زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۱ق، ج۸، ص۲۸۹.
  34. زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۱ق، ج۸، ص۲۸۹.
  35. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۴۱.
  36. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۸.
  37. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش‏، ج۷، ص۳۱۷.
  38. زحیلی، التفسیر المنیر‏، ۱۴۱۱ق، ج۸، ص۲۸۹.
  39. جرجانی، جلاء الأذهان، ۱۳۷۸ق، ج۷، ص۹۷.
  40. اشکوری، تفسیر شریف لاهیجی، ۱۳۷۳ش، ج۳، ص۳۹۴.
  41. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۳۳۹.
  42. شاه‌عبدالعظیمی، تفسیر اثنی‌عشری، ۱۳۶۳ش، ج۱۲، ص۲۲۱.
  43. مجلسی، بحارالأنوار،۱۴۰۳ق، ج‏۱۲، ص۳۸۰؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‏۱، ص۳۲۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش‏، ج۷، ص۳۱۷.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ‏، بیروت، دار الصادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌کثیر، حافظ ابن‌کثیر‏، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • اشکوری، محمد بن علی، تفسیر شریف لاهیجی، تصحیح: جلال الدین محدث، تهران، دفتر نشر داد، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
  • النویری، احمد بن عبدالوهاب، نهایة الأرب فی فنون الأدب‏، قاهره‏، دار الکتب و الثائق القومیة، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • امین، نصرت‏ بیگم‏، تفسیر مخزن العرفان در علوم قرآن‏، بی‌جا، بی‌نا، چاپ اول، بی‌تا.
  • ثقفی تهرانی، محمد، روان جاوید در تفسیر قرآن مجید، تهران، برهان، چاپ دوم، ۱۳۹۸ق.
  • جرجانی، حسین بن حسن‏، جلاء الأذهان و جلاء الأحزان، تصحیح، جلال‏ الدین محدث، تهران، دانشگاه تهران‏، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • حسینی همدانی، محمد، انوار درخشان در تفسیر قرآن، تهران، لطفی، ۱۳۸۰ق.
  • دشتی، سید محمود، «اصحاب ایکه» در دانشنامه دائرة المعارف قرآن کریم(ج۳)، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • زحیلی، وهبه‏، التفسیر المنیر فی العقیدة و الشریعة و المنهج‏، دمشق، دار الفکر، چاپ دوم، ۱۴۱۱ق.
  • سبزواری، محمد، الجدید فی تفسیر القرآن المجید، بیروت، دار التعارف للمطبوعات‏، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • شاه‏‌عبدالعظیمی، حسین، تفسیر اثنی عشری، تهران، نشر میقات، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن‏، تفسیر جوامع الجامع‏، تصحیح: ابوالقاسم‏ گرجی، قم، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن‏، مجمع البیان فی تفسیر القرآن‏، تصحیح: فضل‌الله یزدی طباطبایی، هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش‏.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، بیروت، دار التراث‏، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، نشر اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • قطب الدین راوندی، سعید بن هبة الله‏، قصص الأنبیاء (للراوندی)، مصحح: غلامرضا عرفانیان یزدی، مشهد، مرکز پژوهش های اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • قطب، سید، فی ظلال القرآن‏، بیروت، دار الشروق، چاپ سی و پنجم، ۱۴۲۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، محقق، جمعى از محققان‏، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم،‌ دار الکتاب الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران‏، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • مهران، محمد بیومی، دراسات تاریخیة من القرآن الكريم، بیروت، دار النهضة العربیة، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار (معروف به تفسیر خواجه عبدالله انصاری)، تحقیق: علی‌اصغر حکمت، تهران، امیر کبیر، چاپ پنجم، ۱۳۷۱ش.
  • ابن ابی ‏حاتم، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر القرآن العظیم، ریاض، مکتبة نزار مصطفی البازُ چاپ سوم، ۱۴۱۹ق.
  • خسروانی، علیرضا، تفسیر خسروی، تحقیق، محمدباقر بهبودی، تهران، كتابفروشی اسلامیه، چاپ اول، ۱۳۹۰ق‏.
  • سيوطى، عبدالرحمن بن ابى‏بكر، الدر المنثور فى التفسير بالماثور، قم، كتابخانه عمومى حضرت آيت الله العظمى مرعشى نجفى( ره)، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • شیبانی، محمد بن حسن، نهج البیان عن کشف معانی القرآن، قم، نشر الهادی، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.