اقتصادنا (کتاب)

د wikishia لخوا
اقتصادنا

اِقتصادُنا، د اسلامي اقتصاد په برخه کښې د سید محمد باقر صدر یو کتاب دی. دغه کتاب د مارکسیزم او سرمایه دارۍ اقتصادي نظریې معرفي کړي او نقد کړې دي او بیا یې د اسلام اقتصادي مکتب وړاندې کړی دی. د کتاب له لیکلو یې موخه د اسلامي اقتصاد د اصولو او له نورو سترو اقتصادي مکاتبو سره یې توپیر دی. د منطقة الفراغ نظریه، د اسلامي اقتصاد په برخه کښې د شهید صدر ترټولو مهمه نظریه ده چې په دې کتاب کښې مطرح شوې ده. له «اقتصادنا» څخه په فارسۍ ژبه ډیرې ژباړې شته دي چې د سید محمد مهدي برهاني او سید ابوالقاسم حسیني ژرفا، د «اقتصادِ ما» نومې کتاب له دغو ژباړو څخه دی.

لیکوال

اصلي مقاله: سید محمد باقر صدر

سید محمد باقر صدر د اقتصادنا کتاب لیکوال

سید محمد باقر صدر د ۱۳۱۳ لمریز کال د کب په لسمه (د ۱۳۵۳کال د ذي القعدې په ۲۵ نیټه) په کاظمین کښې وزیږیده او په ۱۴۰۰قمري یا ۱۳۵۹لمریز کال کښې له خپلې خور بنت الهدی صدر سره یوځاې، بعث رژیم ونیوه او بیا یې شهید کړ.[۱] هغه پر دیني مرجعیت سربیره، د عراق د شیعیانو سیاسي مرجعیت هم په غاړه درلود او حزب الدعوة الاسلامیة یې جوړ کړ.[۲]

سید محمد باقر صدر، د اصولو، فقهې، د سیاست د فلسفې او معرفت شناسۍ په شان علمونو کښې نوې نظریې وړاندې کړې دي. د حق الطاعه،[۳] منطقة الفراغ[۴] او توالد ذاتی معرفت[۵] د هغه مشهورې نظریې دي. همداشان فلسفتنا، اقتصادنا، دروسٌ فی علم الاصول (مشهور په حلقات) او الاُسُسُ المنطقیه للاستقراء د هغه ډیر مهم آثار او کتابونه دي.[۶]

د لیکلو انګیزه

شهید صدر د کتاب د وړومبي چاپ په سریزه کښې د هغه لیکل د اسلام د اقتصادي افکارو د ژورې څیړنې او په نظام منده توګه یې د هغه د وړاندې کولو لپاره یوه ابتدايي هڅه بللې ده. د هغه په وینا، موخه یې دا وه چې د اسلامي اقتصادي بنیادي افکار او اصول بیان کړي، له نورو سترو مکتبونو سره یې توپير په ګوته کړي او د اسلام له نورو اجزاو سره په اړیکه کښې اسلامي اقتصاد مطرح کړي.[۷]

د کتاب علمي ارزښت

د اقتصادنا له لیکلو څه باندې نیمه پیړۍ وروسته دغه کتاب لاهم د اسلامي اقتصاد په برخه کښې ترټولو مهم او دود کتاب دی او د نړۍ په مختلفو پوهنتونونو کښې د اسلامي اقتصاد په څانګه کښې د توجه وړ کتابونو کښې شمار دی. په اسلامي نړۍ کښې د دغه کتاب تدریس تر شیعه هیوادونو نه دی محدود شوی او د مصر په شان د ځینو سني هیوادونو په پوهنتونونو کښې هم ښودل کیږي.[۸]ډاکټر محمد مبارک لیکلي دي: اقتصادُنا، د اسلامي اقتصاد نظریه د اسلام د احکامو په څیړنې سره وړاندې کړې او د فقهي اصالت د ساتنې په ترڅ کښې یې هغه د اقتصاد په مفاهیمو د پوهېدو وسیله بیان کړې ده.[۹]

جوړښت

د اقتصادُنا کلي لړلیک په دا ډول دی:

  1. د مارکس ازم پیژندګلوي او ورته کره کتنه
  2. د سرمایه دارۍ پیژندګلوي او ورته کره کتنه
  3. د اسلامي اقتصاد اصلي ځانګړنې
  4. اقتصادي مکتب ته د رسیدو بهیر
  5. له تولید څخه مخکښې د ویش نظریه
  6. له تولید وروسته د ویش تیوري
  7. د تولید نظریه
  8. په اسلامي اقتصاد کښې د حکومت مسئولیت

مهم مطالب

په اقتصادنا کښې د اقتصادي مکتب او د اقتصاد د علم دوه مفهومونه له یوبله جلا کړې شوي دي؛د اقتصاد علم په ټولنه کښې د اقتصادي ښکارندو او عواملو او په خپلو کښې یې د اړیکو د کشفولو په تکل کښې دی؛ په داسې حال کښې چې اقتصادي مکتب د خلکو د اقتصادي ژوند د تنظیم لپاره د یوې عادلانه طریقې وړاندې کول دي.[۱۰]

د صدر په باور، په اسلام کښې، د اسلام اقتصادي مکتب بیان شوی دی نه د اسلامي اقتصاد علم او په دې وجه اسلامي اقتصاد د اقتصادي ژوند د تنظیم لپاره د یوې عادلانه رودې وړاندې کونکی دی او هیڅکله د اقتصاد په برخه کښې د علمي اکتشافاتو په تکل کښې نه دی؛ د مثال په توګه اسلام په حجاز کښې د رِبا د عواملو د موندلو په لټه کښې نه و؛ بلکې هغه یې ممنوع کړی او د مضاربې په بنیاد یې یو نوی نظام جوړ کړ.[۱۱]

منطقة الفراغ

اصلي مقاله: منطقة الفراغ

د منطقة الفراغ نظریه، په اقتصادنا کښې مطرح شوې ترټولو مهمه نظریه او د شهید صدر یو نوښت دی. د دغې نظریې له مخې، اسلام په ځینو مواردو کښې اسلامي حکومت ته اجازه ورکوي چې د زمانې ضرورتونو ته په پام سره، حکم او قانون وضع کړي. شهید صدر د قانون جوړونې دغه برخه «منطقة الفراغ» ونوموله او د پیغمبراکرم(ص) له خوا وضع شوي ځینې قوانین یې هم په دې وجه بللي دي؛ نه په دې وجه چې د خدای پیغمبر و.[۱۲]

د کتاب سرچینې

په کومو سرچینو چې په اقتصادنا کښې استناد شوی دی، د مختلف ډوله روایي، فقهي، تاریخي، تفسیري او فلسفي کتابونو یوه ټولګه ده او ځیني غیراسلامي کتابونه هم په کښې شامل دي.[۱۳] شهید صدر د اقتصادنا د اولني چاپ په سریزه کښې د هغه د فقهي لیدتوګو په هکله ویلي دي چې نه یې غوښتل یوازې خپلې فقهي نظریې بیان کړي. په دې وجه یې پر خپلو لیدتوګو سربیره د نورو فقیهانو نظرونه هم راوړي دي.[۱۴]

د کتاب د استناد وړ ځینې اسلامي سرچینې په دا ډول دي:

ځینې غیراسلامي سرچینې یې دا دي:

  • د کارل مارکس لیکلی رأس المال
  • د هنري فانر په قلم لیکل شوی کارل مارکس
  • د روژه ګاروډي لیکلی الروح الحزبیه فی الفلسفة و العلوم
  • د احمد شبلي لیکلی الاشتراکیه
  • د کارل مارکس او فریډریک انګلس لیکلی البیان الشیوعي
  • د اندره ژدانوف په قلم لیکل شوی حول تاریخ تطور الفلسفه
  • او د مائوتسه تونګ په لاس لیکل شوی حول التطبیق[۱۶]
ژباړه له اقتصادنا څخه محمد مهدي فولادوند

د کتاب په هکله نظریه

د ځینو په باور، د محمد باقر صدر د نورو کتابونو په پرتله اقتصادنا، یو غوره کتاب دی ځکه چې په داسې وخت کښې لیکل شوی چې په عربو او اسلامي هیوادونو کښې لیبرلسټي او مارکسیسټي افکار دود وو او دا مسئله مطرح وه چې آیا اسلام هم د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو د ختمولو لپاهر کوم پلان لري؟ [۱۷] هم داشان د سطحې او موضوع او رودې لہ نظره د حوزوي اسلامي بحثونو په برخه کښې یو نوی، جدي او بنیادي کار دی.[۱۸]

په دې کتاب باندې ځیني نقدونه او کره کتنې هم شوې دي، له هغو نه یوه دا چې ویل شوي دي، اقتصادنا کارنده او علمي مسائلو ته پام نه دی کړی او د ټولنې د اقتصادي ارګانونو د مدیریت لپاره یې هیڅ عملي پروګرام نه دی وړاندې کړی.[۱۹] ځینو هم په اقتصادنا کتاب کښې په مطرح شوې منطقة الفراغ نظریې باندې یوشمیر نیوکې کړې دي.[۲۰]

چاپ او ژباړه

د اقتصادنا ځینې ترجمې او چاپونه په دا ډول دي:

  • اقتصادنا، د قم د شهید صدر د تحصصي علمي څیړنځي چاپ
  • اقتصادنا، د بیروت د دارالفکر چاپ
  • اقتصاد ما، د محمد مهدي فولادوند ژباړه، د علومِ اسلامي فاونډیشن چاپ
  • اقتصاد ما، د سید محمد مهدي برهاني او سید ابوالقاسم حسیني ژرفا ژباړه، په قم کښې د شهید صدر د تخصصي علمي تحقیقاتي مرکز چاپ
  • اقتصاد ما، د محمد کاظم موسوي او عبدالعلي اسپهبدي ترجمه، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو د ټولنې چاپ
  • د اقتصادي نظامونو څیړنه (د اقتصادنا لنډیز)، برابرونکی غلامرضا مصباحي، د قم ناصر چاپ

فوټ نوټ

  1. حسینی حائری، سید کاظم، زندگی و افکار شهید صدر، ص۳۵.
  2. فضل الله، «شهیدصدر در بستر اندیشه وعمل»، ص۱۳و۱۴.
  3. اسلامی، «مکتب اصولی شهید آیت الله صدر»، ص۱۵۳؛ لاریجانی، «نظریه حق الطاعه»، ص۱۲.
  4. حسینی حائری، «اقتصاد اسلامی و روش کشف آن از دیدگاه شهید صدر رحمه الله»، ص۲۹.
  5. خسروپناه، «منطق استقراء از دیدگاه شهید صدر»، ص۲۹.
  6. صدر، مباحث الاصول، مقدمهٔ حسینی حائری، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۷تا۶۹.
  7. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۴۳، ۴۴.
  8. «تأملی بر اقتصاد اسلامی در اندیشه شهید محمد باقر صدر؛ مرجع اقتصاد اسلامی در اندیشه شهید محمد باقر صدر»، پگاه حوزه، ۱ اردیبهشت ۱۳۸۶، ش۲۰۵.
  9. صدر، اقتصاد ما، مقدمه ناشر، ج۱، ۱۳۹۳ش، ص۱۰.
  10. حسینی حائری، «اقتصاد اسلامی و روش کشف آن از دیدگاه شهید صدر رحمه الله»، ص۲۲-۲۴.
  11. حسینی حائری، «اقتصاد اسلامی و روش کشف آن از دیدگاه شهید صدر رحمه الله»، ص۲۲و۲۳.
  12. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۴۴۳، ۴۴۴؛ صدر، اقتصاد ما، ترجمه سیدابوالقاسم ژرفا، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۴۱، ۴۲.
  13. وګورئ: صدر، اقتصاد ما، ۱۳۹۳، ج۲، ص۴۸۹تا۴۹۹.
  14. صدر، اقتصادنا، ۱۴۱۱ق، ص۳۱.
  15. وګورئ: صدر، اقتصاد ما، ۱۳۹۳، ج۲، ص۴۸۹تا۴۹۹.
  16. وګورئ: صدر، اقتصاد ما، ۱۳۹۳، ج۲، ص۴۸۹تا۴۹۹.
  17. سلمان، «اقتصادنا (محمدباقر صدر)»، ص۲۵۳.
  18. سلمان، «اقتصادنا (محمدباقر صدر)»، ص۲۵۴.
  19. جداری عالی، «نقد کتاب اقتصادنا»، ص۱۶۷.
  20. حسینی، بازشناسی، «تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، ص۹۶.

سرچينې

  • اسلامی، رضا، «مکتب اصولی شهید آیت الله صدر»، پژوهش و حوزه، ش۲۷و۲۸، ۱۳۸۵ش.
  • «تأملی بر اقتصاد اسلامی در اندیشه شهید محمد باقر صدر: مرجع اقتصاد اسلامی در اندیشه شهید محمد باقر صدر»، پگاه حوزه، ۱ اردیبهشت ۱۳۸۶، ش۲۰۵.
  • جداری عالی، محمد، «نقد کتاب اقتصادنا»، اقتصاد اسلامی، ش۱، ۱۳۸۰ش.
  • حسینی، سید علی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، اندیشه صادق، ش۶و۷، ۱۳۸۱ش.
  • حسینی حائری، سیدکاظم، «اقتصاد اسلامی و روش کشف آن از دیدگاه شهید صدر رحمه الله»، ترجمه احمدعلی یوسفی، اقتصاد اسلامی، ش۱، ۱۳۸۰ش.
  • حسینی حائری، سیدکاظم، زندگی و افکار شهید صدر، ترجمه حسن طارمی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • خسروپناه، عبدالحسین، «منطق استقراء از دیدگاه شهید صدر»، ذهن، ش۱، ۱۳۸۳ش.
  • سلمان، حسن، «اقتصادنا (محمدباقر صدر)»، الاجتهاد، ش۳۷، ۱۴۱۸ق.
  • فضل الله، سید محمدحسین، «شهید صدر در بستر اندیشه و عمل: او به شکلی طبیعی در جایگاه مرجعیت قرار گرفت»، در مجله شاهد یاران، شماره ۱۸، اردیبهشت ۱۳۸۶.
  • صدر، سیدمحمدباقر، اقتصادنا، مرکز الابحاث و الدراسات التخصصیه للامام الشهید الصدر، قم، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • صدر، سیدمحمدباقر، اقتصاد ما، ترجمه سیدابوالقاسم حسینی ژرفا، قم، پژوهشگاه علمی‌تخصصصی شهید صدر، ۱۳۹۳ش.
  • لاریجانی، صادق، «نظریه حق الطاعة»، پژوهش‌های اصولی، ش۱، ۱۳۸۱ش.