المبسوط في فقه الامامیه (کتاب)
المَبسوطُ في فِقهِ الإمامیّة، یا په لنډه، المبسوط په عربي ژبه کې د شیخ طوسي (۴۶۰-۳۸۵ هـ ق) له فقهي اثارو څخه دی. المبسوط شیخ طوسي د شیعه مخالفانو په ځواب کې لیکلی چې ادعا یې کوله چې د شیعه فقه او په هغه کې بیان شوي مسایل بې ارزښته دي. د لیکوال په اند په دې کتاب کې د فقهې هغه ټول بابونه او هغه ټول فروعات شامل دي چې د سنیانو له خوا بیان شوي دي.
شیعه فقهاوو په خپلو اثارو کې المبوسوط سره دلیل راوړی دی. دا کتاب د شیخ طوسي وروستی فقهي کار ګڼل کیږي.
لیکوال
اصلي مقاله: شیخ طوسي
محمد بن حسن (۴۶۰-۳۸۵هـ ق) چې په شیخ طوسي مشهور دی،[۱] له هغو شیعه علماوو څخه دی چې د خپل ځانګړي علمي مقام له امله له هغه وروسته فقهاو او مجتهدینو به تر سل کاله پورې یوازې د هغه فتواګانې نقلولی.[۲] په فقه، تفسیر، رجال، کلام او اصول فقه کې د نظریو خاوند و او په دې موضوعاتو کې یې بېلابېل اثار لري.[۳] التهذیب، الاستبصار، النهایه او الخلاف د شيخ طوسي له مهمو فقهي اثارو څخه دي چې له المبسوط څخه مخكې ليكل شوي دي.[۴] د هغو څخه دوه كتابونه تهذيب او استتبصار د شيعو له څلورو معتبرو كتابونو څخه دي.[۵]
اهمیت او مینځپانګه
اغا بزرګ تهراني د المبسوط کتاب د شیعه فقهې یوه بشپړه دوره ګڼلې ده.[۶] او شیخ طوسي دغه کتاب د شیعه او سني کتابونو په منځ کې بې څاري بللی ځکه چې د فقهې ټول اصول او فروع پکې شامل دي.[۷] شیعه عالمانو په خپلو فقهي کتابونو کې المبسوط سره دلیل راوړی دی او له هغه یې مطلبونه نقل کړي دي.[۸] سید رضا صدر المبسوط د شیعه فقهې لومړنی کتاب ګڼلی چې د فقهې له فروعاتو په کې بحث شوی دی او دغه کتاب یې د خپلې دورې تر ټولو بشپړ او څېړنیز کتاب ګڼلی دی او دا ځانګړنې یې د شیخ طوسي د علم او علمي تخصص د پراخوالي څرګندونکي ګڼلي دي.[۹]
شیخ طوسي په یاد شوي کتاب کې د فقهې په مختلفو موضوعاتو بحث کړی دی لکه طهارت، لمونځ، روژه، خمس، زکات، حج، اعتکاف، نکاح، طلاق، اجاره، وقف، صدقه، حدود او دیې. د هر موضوع اړوند احکام یې بیلو بیلو برخو کې د «کتاب» په شکل راغونډ کړي دي. [یادونه 1]
د المبسوط کتاب لکه څنګه چې شیخ طوسي ویلي دي، د دعا او آداب له ذکر څخه ډډه کړی ده او د احکامو په بیان کې لنډیز ته پام کړی دی.[۱۰] محمد باقر خواساري المبسوط د قیاس او استحسان لرونکی معرفی کړی دی.[۱۱] او د دې کار دلیل یې تقیه کول ګڼلي دي.[۱۲] په دې كتاب كې شيخ طوسي د هغو علماوو د نومونو له يادولو ډډه كړې چې له هغه څخه يې مواد نقل كړي او يوازې د ابن براج يادونه یې كړې ده.[۱۳]
د لیکلو هڅونه
شیخ طوسي امامیه فقهې ته د شیعه د مخالفانو د بې پامۍ په ځواب کې کتاب المبسوط وړاندې کړی دی.[۱۴] لکه څه رنګ چې هغه ویلي دي مخالفانو د شیعو په فقهه کې د فروعاتو او مسایلو شمېر کم ګڼلی دی او د دې دلیل یې قیاس او اجتهاد ګڼلی دی، خو د شیخ طوسي په عقیده هغه ټولې څانګې او مسایل چې سنیانو په خپلو فقهي کتابونو کې راوړي دي د امامانو په نصوصو او احادیثو کې موجود دي.[۱۵] او له همدې امله د المبسوط په کتاب کې د فقهې مختلفې څانګې د اهل بيت علیهم السلام له روایتونو رایستل شوي دي.[۱۶]
د شیخ طوسی په وینا، د شیعه مذهب پر بنسټ د فقهې ټول اصولو او فروعو په کوم کتاب شتون نه درلود تر دې چې المبسط ولیکلی شو.[۱۷]
د لیکلو وخت
د روضات الجنات کتاب ليکوال محمد باقر خوانساري په خپل کتاب روضات الجنات کې د المبسوط کتاب د سريزه په حوالې، دا کتاب د فقهې په برخه کې د شيخ طوسي وروستی کار بللی دی.[۱۸] همدارنګ شیخ طوسي په المبسوط کتاب کې په مصباح المتهجد،[۱۹] الخلاف،[۲۰] النھایه،[۲۱] او همدارنګه الجُمَل و العُقود[۲۲] حوالې ورکړي دي او د دې کتابونو نامې یې اخستي دي. خو شیخ طوسي په خپل کتاب الاقتصاد الهادي الی طریق الرشاد کې د المبسوط کتاب حواله ورکړې ده.[۲۳]
چاپ او نسخې
المبسوط کتاب په ۱۲۷۰ هجري قمري کال کې په ایران کې د محمد علي خوانساري په لاس لیکل شوی او د میرزا مسیح په لاس یې اصلاح شوې ده.[۲۴] همدارنګ انتشارات المکتبة المرتضویة په ۱۳۸۷ق کال کې د محمدتقي کشفي په لمن لیک او د محمد باقر بهبودي په تصحیح سره په 8 ټوکونو کې خپور شوی. دی[۲۵]
اغا بزرګ تهراني د المبسوط دوه زړې نسخې په ۵۸۶ او ۶۱۳ هجري کال کې ذکر کړي دي[۲۶] د «مقدمهای بر فقه شیعه» په کتاب کې یې د دې کتاب بېلابېلې نسخې ذکر کړي چې تر ټولو پخوانۍ نسخه یې د ۵۰۷ هجري قمري کال ده.[۲۷]
فوټ نوټ
- ↑ دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۴۷.
- ↑ دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۶۶.
- ↑ دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۵۵-۵۶ و ۶۶.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۲۲.
- ↑ دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۶۵.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۹، ص۵۴.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳؛ خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۲۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابن ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۶۴۷؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۴۵۹.
- ↑ صدر، «مقام فقهی شیخ طوسی»، ص۳۸۸.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۱۷.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۱۸.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۱.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱-۳.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱-۳.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱-۳.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۲۲.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۱۷.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۲۱، ج۴، ۶۳، ۱۱۱.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۱۱، ج۷، ص۵۴.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳.
- ↑ شیخ طوسی، الاقتصاد الهادی، ۱۳۷۵ق، ص۲۳۹، ۳۱۶.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۹، ص۵۴.
- ↑ وګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۹، ص۵۴.
- ↑ وګورئ: مدرسی طباطبایی، مقدمهای بر فقه شیعه، ۱۳۶۸ش، ص۷۹.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم و تهران، اسماعیلیان و کتابخانه اسلامیه، ۱۴۰۸ق.
- ابن ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۰ق.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، تصحیح: محمدتقی ایروانی و سید عبدالرزاق مقرم، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۵ق.
- خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات، تحقیق اسدالله اسماعیلیان، قم، مکتبة اسماعیلیان، بیتا.
- دوانی، علی، هزاره شیخ طوسی: مقالهها و خطابههایی به مناسبت هزارمین سال ولادت شیخ طوسی، تهران، مؤسسه انتشارات امیر کبیر، ۱۳۸۶ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تصحیح سید محمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویة لاحیاء الآثار الجعفریه، ۱۳۸۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد الهادی الی طریق الرشاد، تهران، کتابخانه جامع چهل ستون، ۱۳۷۵ق.
- صدر، سید رضا، «مقام فقهی شیخ طوسی: در سه کتاب پرارج وی: نهایه، خلاف و مبسوط»، در هزاره شیخ طوسی: مقالهها و خطابههایی به مناسبت هزارمین سال ولادت شیخ طوسی، مقدمه، ترجمه و تدوین علی دوانی، تهران، مؤسسه انتشارات امیرکبیر، ۱۳۸۵ش.
- مدرسی طباطبایی، سیدحسین، مقدمهای بر فقه شیعه، ترجمه محمدآصف فکرت، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۶۸.