منطقة الفراغ

د wikishia لخوا

منطقةُ الفَراغ، په شیعه فقه کې یوه نظریه ده چې په دین کې د شرعي حکم د نه لرونکو ځینو حدودو د شتون خبر ورکوي. دا نظریه سید محمد باقر صدر (۱۳۱۳-۱۳۵۹ل) په اقتصادنا کتاب کې مطرح کړې ده. د دغه نظریې له مخې، دین، اسلامي واکمن ته اجازه ورکوي چې په ځینو ټولنیزو مسایلو کې ځینو ضوابطو ته په پام سره او د هرې زمانې د خلکو اړتیاوو ته په توجه سره، حکم او قانون جوړ کړي.

ویل شوي چې د دغه نظریې جرړې له صدر مخکې د فقیهانو په نظرونو په تېره بیا د محمد حسین نائیني په لیدتوګو کې موجودې وې.

نظریه او ایجادوونکی یې

منطقة الفراغ د دین د هغه حدودو په معنا ده چې معین او ټاکلی شرعي حکم نه لري. د دغه نظریې له مخې دین په ځینو ټولنیزو برخو کې کوم حکم نه دی ورکړی او اسلامي حاکم ته یې اجازه ورکړې چې ځینو ضوابطو ته په پاملرنې او د هرې زمانې اړتیاوو ته په پام سره حکم او قانون جوړ کړي.[۱]

دغه نظریه شیعه متفکر او فقیه سید محمد باقر صدر په اقتصادنا کتاب کې مطرح کړې ده.[۲] هغه د فقې، اصولو، فلسفې او اقتصاد په برخو کې د تالیف او نظریې څښتن و.[۳]

د نظریې بیان

سید محمد باقر صدر په اقتصادنا کتاب کې د اسلام اقتصادي مکتب په دوو برخو وېشلی دی:

  • یوه هغه برخه چې اسلام، د هغه قوانین او احکام په جوته او مشخص ډول ټاکلې دي او په کې هیڅ بدلون او تغییر نه راځي.
  • بله هغه برخه چې د قانون د تشریع فریضه یې پکې د اسلامي دولت په غاړه اېښې ده او اسلامي واکمن باید د هرې زمانې اړتیاوو ته په پام سره حکم او قانون جوړ کړي.[۴] صدر دغه ډول احکامو ته منطقة الفراغ نوم ورکړی او ویلي یې دي چې پېغمبر(ص) هم له هغه استفاده کړې او ځینې قانونونه یې د ټولنې د واکمن په توګه (نه د پېغمبرۍ له اړخه) جوړ کړې دي. د هغه په باور، د پېغمبر دغه ډول قانون جوړونې دایمې نه دي او په اسلام کې د اقتصادي مکتب ثابته او نه بدلیدونکې برخه نه ګڼل کیږي.[۵]

د منطقة الفراغ د شتون اهمیت

محمد باقر صدر په اسلام کې د منطقة الفراع د شتون په ضرورت ټینګار کړی دی. هغه په اقتصادنا کتاب کې لیکلي: د منطقة الفراع په نظر کې نیولو پرته د اسلام د اقتصادي مکتب پوره جاج، ممکن نه دی. د هغه په باور، په اسلام کې د حکم نه لرونکو حدودو څخه غفلت، د اسلام د اقتصادي مکتب له عناصرو په یوې مهمې برخې د سترګو پټولو په معنا دی.[۶]

د صدر شاګرد سید کاظم حائري، په مختلفو ځایونو او وختونو کې اقتصادي بدلونونه او د اسلام د احکامو نړۍ شمولوالی د دغه نظریې د دفاع لپاره د صدر دلیل ګڼلی دی. هغه لیکي چې د وخت په تېرېدو سره د ټیکنالوجۍ د پرمختګ په وجه له طبیعت (نیچر) سره د انسان اړیکي بدلیږي. له دې امله چې اسلام باید له دې سره متناسبې او برابرې حل لارې وړاندې کړي، لازمه ده چې منطقة الفراغ موجود وي چې اسلامي واکمن په خپل اختیار او د اسلامي اقتصاد د اهدافو په اساس قانون جوړ کړي.[۷]

مخینه

د منطقة الفراغ د نظریې وړاندې کول او ترې دفاع د سید محمد باقر صدر له نوښتونو ده. سره له دې ځینې باوري دي چې د دغه نظریې زمینه د مسلمانو عالمانو په لیدتوګو کې موجوده وه او هغه یې د اهل سنت په فقه کې د مصالحِ مرسله له نظریې سره پرتله کړې ده.[۸]

ویل کیږي چې د ځینو شیعه فقیهانو لکه شیخ انصاري په لیکنو کې هم د منطقة الفراغ نظریې پلونه لیدل کیږي.[۹] خو تر هر چا زیات محمد حسین نائیني په خپلو نظریو کې د منطقة الفراغ ډېر عناصر مطرح کړې دي. نائیني په تنبیهُ الامه و تنزیه المله، کتاب کې د داسې شرعي احکامو خبره کړې چې د هغو په اړه کوم آیت یا روایت نیشته. هغه لیکلي دي: د غیبت په زمانه کې د دغه احکامو جوړول د فقیهانو په غاړه اچول شوې دي.[۱۰]

کره کتنې

منطقة الفراغ نظریه د علمي لیکنو د پام وړ ګرځېدلې او د هغې په دفاع او نقد کې لیکنې شوې دي. ځینو ویلي چې دا نظریه د حکومتي او غیر حکومتی روایتونو په باره کې مهم مطالب بیانوي؛ خو د هغو د جدا کولو لپاره کوم معیار نه وړاندې کوي.[۱۱] د صدر په دې خبره یې هم اعتراض کړی چې منطقة الفراغ د دین له غیر الزامي احکامو سره مخصوصه ده. ویلی یې دي چې که په دین کې د منطقة الفراغ شتون ثابت شي، د غیر الزامي احکامو په برخه کې د هغه د محدود والي لپاره هیڅ دلیل نیشته.[۱۲]

بله نیوکه، له هغو روایتونو او ایتونو سره چې د اسلام دین په کاملوالي او جامعوالي دلالت کوي د منطقة الفراغ نظریې ناسموالی او تضاد دی.[۱۳] البته صدر په خپله دغه اعتراض ته پام لرلی او په ځواب کې یې ویلي چې د حکم نه لرونکو حدودو شتون، په قانون جوړونه کې نیمګړتیا او اهمال نه ګڼل کیږي؛ ځکه چې شریعت، دغه حدود په خپل حال نه دي پرېښي؛ بلکې اسلامي حاکم ته یې اجازه ورکړې چې د وخت حالاتو او شرایطو ته په پام سره د هغه لپاره حکم ولګوي. په نتیجه کې، دا نظریه له مختلفو شرایطو او حالاتو سره د دین د هماهنګۍ او سمونوالي د طاقت ښودونکې ده.[۱۴]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۴۴۳.
  2. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۴۴۳.
  3. حسینی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، ص۹۰.
  4. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۴۴۳.
  5. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۴۴۴.
  6. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۴۴۴.
  7. حسینی حائری، «اقتصاد اسلامی و روش کشف آن از دیدگاه شهید صدر رحمه الله»، ص۲۹.
  8. حسینی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، ص۹۱.
  9. حسینی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، ص۹۲.
  10. حسینی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، ص۹۲.
  11. حسینی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، ص۹۶.
  12. حسینی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، ص۹۴.
  13. قائدی، «تحلیل و ارزیابی نقدهای موجود بر نظریه منطقة‌الفراغ شهید صدر»، ص۱۴۸.
  14. صدر، اقتصادنا، ۱۴۲۴ق، ص۸۰۳، ۸۰۴.

سرچينې

  • حسینی حائری، سیدکاظم، «اقتصاد اسلامی و روش کشف آن از دیدگاه شهید صدر رحمه الله»، ترجمه احمدعلی یوسفی، در اقتصاد اسلامی، شماره ۱، ۱۳۸۰ش.
  • حسینی، سیدعلی، «بازشناسی، تحلیل و نقد نظریه منطقه الفراغ»، در اندیشه صادق، شماره ۶و۷، ۱۳۸۱ش.
  • صدر، سیدمحمدباقر، اقتصادنا، تحقیق المؤتمرالعالمی للامام الشهید الصدر، قم، پژوهشگاه علمی‌تخصصصی شهید صدر، ۱۴۲۴ق.
  • قائدی، عبدالمجید، «تحلیل و ارزیابی نقدهای موجود بر نظریه منطقة‌الفراغ شهید صدر» در حکمت اسلامی، شماره ۷۰، ۱۳۹۲ش.

بهرنۍ لینکونه