امام الفقهاء (ټیلي ویژني لړۍ)
امام الفقهاء (ټیلي ویژني لړۍ) اِمامُ الْفُقَهاء د امام صادق(ع) د ژوند په اړه یوه ټلویزیوني لړۍ ده چې سمیع جنادي سوري یې ډایرکټر او حامد العلي کویتي یې لیکلوال و. دا لړۍ په ۳۰ قسطونو کې د کویتی الخیر شرکت په مرسته جوړه شوې او په ۲۰۱۳ کې په عراق کې د العراقیه شبکې لخوا خپره شوه.
د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) د مخونو ښودل د دې سبب شول چې ځينې مراجع تقلید په دې لړۍ نيوکې وکړي. دغه ټلویزیوني لړۍ په ۱۴۰۰ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت له الکوثر تلویزون څخه خپره شوه؛ البته په دې خپرونه کې د امامانو(ع) په رول کې د اداکارانو مخونه پټ شوي وو. د امام صادق(ع) د امامت نه يادول او یوازې د یو فقیه په توګه د هغه د شخصيت څرګندول د دې لړۍ له نورو نيوکو څخه دي.
کیسه
د امام الفقهاء د لړۍ کیسه د امام جعفر صادق(ع) د اهل سنتو تر مینځ د ژوند، په مسجد النبي کې د هغه د مکتب او په هغه کې د شاګردانو د روزنې په اړه ده.[۱] د دې لړۍ لومړۍ برخه د زید بن علي په هکله ده او په ادامه کې د امام صادق(ع) په لاس د څلورو سني امامانو د روزنې په اړه ده.[۲] په دې لړ کې د اسلامي نړۍ د تاریخ یوه برخه د امویانو او عباسیانو تر منځ په خلافت باندې جګړه او د هغه وخت د ټولنې اقتصادي، ټولنیز او سیاسي اړخونه هم پکې ذکر شوي دي.[۳]
تولید او خپریدل
د امام الفقهاء لړۍ د کویتی الخیر شرکت لخوا تولید شوې او لګښت یې د کویت د شیعو په مرسته تمویل شوی. سمیع جنادي سوري یې ډایرکټر وو او د کویت لیکوال حامد العلي د سکرین پلې د لیکلو دنده په غاړه درلوده.[۴] دا لړۍ د کویت په الفیصل ښار کې فلم شوې وه. د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) رولونه د کویتی اداکار خالد العمیر او لبنانی اداکار علی شقیر لخوا ادا شوي دي.[۵] ایمن زیدان چې د سوریې یو اداکار دی، د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک رول لوبولی دی[۶] دا لړۍ په دېرشو ۴۵ دقیقو برخو کې جوړه شوې ده.[۷]
د ځينو خبري منابعو له مخې د دې ټلويزيوني لړۍ سکريپټ د شيعه عالم سيد جعفر مرتضی عاملي او د سوډاني مستبصر معتصم السيد احمد روحاني لخوا تصويب شوی دی.[۸]
د امام الفقهاء ټلویزیوني لړۍ د ۱۳۹۱ کال د چنګاښ په میاشت کې په عراق کې د عراق له العراقیه چینل څخه خپره شوه.[۹] وروسته د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په دریمه د ایران د اسلامي جمهوریت له الکوثر چینل څخه خپره شوه؛[۱۰] البته په الکوثر چینل کې، د هغه کسانو مخونه ونه ښودل شول چې د امامانو(ع) رول یې لوبولی و.[۱۱]
د امامانو د مخ ښودلو په اړه د علماوو او مراجعو غبرګون
په العراقیه چینل کې د امام الفقهاء لړۍ خپریدل د علماوو او مراجعو د یوې ډلې لخوا مثبت او منفي غبرګونونو درلودل؛ ځینې یې دا دي:
- سيد محمد صادق روحاني د شيعو د تقليد مرجع، اعلان وکړ كه د امامانو مخونه په کې ښكاره شي، نو له دې سببه چې د دې كار لپاره هيڅوك د تقوا لازمه درجه نه لري، نو د دې لړۍ توليد، خرڅول او ليدل حرام دي.[۱۲]
- سید علي حسیني سیستاني په نجف کې د شیعو د تقلید مرجع، د امام الفقهاء د لړۍ محتوا او د امامانو د مخونو ښودنه سمه نه ده بللی او وایي چې د معصومینو(ع) د مخونو د ښکاره کولو اجازت یې نه دی ورکړی.[۱۳] ځکه چې له دې مخکې ځینې خبرونه خپاره شول چې ویلي یې وو چې سيد علي سيستاني او نورو مراجعو د امامانو د مخونو د انځورولو اجازه صادره کړې ده.[۱۴]
- په کویت کښې د مراجع تقلید استازی سید محمد باقر مهري د امام الفقهاء د لړۍ خپریدل له شرعي نظره جایز وبلل او څرګنده یې کړه چې د امام صادق(ع) د کردار ادا کوونکی یو نیک او شریف سړی دی. او د ځینو خلکو مخالفت یې د فرقو د اختلافاتو له امله بللي دي.[۱۵]
د دې لړۍ بله نيوکه د امام صادق(ع) شخصیت د یو فقيه او د امام علي(ع) د لمسي په توګه انځورول وو بې له دې چې د هغه حضرت د امامت مقام ته اشاره وشي.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ «سوریها و کویتیها سریال امام صادق(ع) را میسازند»، وبسایت موعود.
- ↑ «حرکتی نامتعارف در سریالی شیعی/تصاویر»، وبسایت خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
- ↑ «سریال تاریخی امام صادق (ع) به تلویزیون آمد»، وبسایت خبرگزاری صداوسیما.
- ↑ «امام الفقهاء؛ سریالی شیعی با خطایی بزرگ»، وبسایت موعود.
- ↑ «حرکتی نامتعارف در سریالی شیعی/تصاویر»، وبسایت خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
- ↑ «ساخت سریال امام صادق درمیان غفلت ایران»، وبسایت مشرق.
- ↑ «سریال تاریخی امام صادق (ع) به تلویزیون آمد»، وبسایت خبرگزاری صداوسیما.
- ↑ «امام الفقهاء؛ سریال مورد اختلاف علمای شیعه»، وبسایت خبرگزاری بین المللی قرآن ایکنا.
- ↑ «حرکتی نامتعارف در سریالی شیعی/تصاویر»، وبسایت خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
- ↑ «سریال امام صادق(ع) از امشب روی آنتن میرود»، وبسایت خبرگزاری بین المللی قرآن ایکنا.
- ↑ «سریال تاریخی امام صادق (ع) به تلویزیون آمد»، وبسایت خبرگزاری صداوسیما.
- ↑ «حضرت آیت الله العظمی روحانی: تولید و مشاهده فیلمهایی که چهره ائمه اطهار را نمایش دهند، حرام است»، وبسایت اطلاعرسانی دفتر آیتالله سید محمدصادق روحانی.
- ↑ «نظر آیت الله سیستانی درخصوص نمایش چهره معصومین در برخی شبکهها»، وبسایت شیعه نیوز.
- ↑ «امام الفقهاء سریالی شیعی با خطایی بزرگ + عکس»، وبسایت تحلیلی-خبری ۵۹۸.
- ↑ «امام الفقهاء؛ سریال مورد اختلاف علمای شیعه»، وبسایت خبرگزاری بین المللی قرآن ایکنا.
- ↑ «جای خالی آثار هنری حول محور زندگی امام صادق(ع)/ سینمای متعهد دست به کار شود»، وبسایت خبری صاحب نیوز.
سرچينې
- «حضرت آیت الله العظمی روحانی : تولید و مشاهده فیلمهایی که چهره ائمه اطهار را نمایش دهند، حرام است»، وبسایت اطلاع رسانی دفتر ایت الله سید محمدصادق روحانی، تاریخ درج مطلب: ۱ مرداد ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۳ مهر ۱۴۰۰ش.
- «سوریها و کویتیها سریال امام صادق(ع) را میسازند»، وبسایت موعود، تاریخ درج مطلب: ۱۶ بهمن ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱ مهر ۱۴۰۰ش.
- «امام الفقهاء؛ سریالی شیعی با خطایی بزرگ»، وبسایت موعود، تاریخ درج مطلب: ۲۸ تیر ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۱ مهر ۱۴۰۰ش.
- «امام الفقهاء؛ سریال مورد اختلاف علمای شیعه»، وبسایت خبرگزاری بین المللی قرآن ایکنا، تاریخ درج مطلب: ۲۸ تیر ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲ مهر ۱۴۰۰ش.
- «امام الفقهاء؛ سریال مورد اختلاف علمای شیعه»، وبسایت خبرگزاری بین المللی قرآن ایکنا، تاریخ درج مطلب: ۲۸ تیر ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۳ مهر ۱۴۰۰ش.
- «امام الفقهاء سریالی شیعی با خطایی بزرگ + عکس»، وبسایت تحلیلی-خبری ۵۹۸، تاریخ درج مطلب: ۲۸ تیر ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲ مهر ۱۴۰۰ش.
- «سریال امام صادق(ع) از امشب روی آنتن میرود»، وبسایت خبرگزاری بین المللی قرآن ایکنا، تاریخ درج مطلب: ۳ خرداد ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۲ مهر ۱۴۰۰ش.
- «جای خالی آثار هنری حول محور زندگی امام صادق(ع)/ سینمای متعهد دست به کار شود»، وبسایت خبری صاحب نیوز، تاریخ درج مطلب: ۲۹ تیر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲ مهر ۱۴۰۰ش.
- «حرکتی نامتعارف در سریالی شیعی/تصاویر»، وبسایت خبری-تحلیلی قدس آنلاین، تاریخ درج مطلب: ۲۸ تیر ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۱ مهر ۱۴۰۰ش.
- «سریال تاریخی امام صادق (ع) به تلویزیون آمد»، وبگاه خبرگزاری صداوسیما، تاریخ درج مطلب: ۱۹ اردیبهشت ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۱ مهر ۱۴۰۰ش.
- «ساخت سریال امام صادق درمیان غفلت ایران»، وبسایت مشرق، تاریخ درج مطلب: ۱۲ بهمن ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱ مهر ۱۴۰۰ش.